تور پتنګ
حضرت بلال حبشی (رحمة الله عليه)
د کتاب نوم: تور پتنګ
ليکوال: مهدي وحيدي صدر
ژباړه: محمدرحيم دراني

يو تور مريې يې بې جامو په توده ځمکه سملولے و او په سينه يې ورله غټ کاڼې ايښے و او په کاڼې باندې يو سړے کوړه په لاس ولاړؤ او چيغے يې وهلے: بلاله! که له ايمانه دې لاس وانه خلې نو وبه وژل شې.بلال، په دسې حال کښې چې ټول بدن يې زخمي و او ساه پکښې نه وه، يوازې يوه خبره کوله: اَحَدٌ،اَحَدٌ يعنې دا ګواهی ورکوم چې بې له يوه خدايه بل څوک د عبادت لائق نشته. د مکې خلکو به هره ورځ هغه تور مريې ليده چې څښتن يې وهي خو دَ د اميه غوندې ظالمانو له ويرې يې څه نه شو ويلی. کاڼي د نمر له ګرمۍ دومره تاودۀ شوي وو چې په داسې ګرمې ځمکي د چا د ودريدو او د هغه د تماشه کولو توان نه و خو خلکو بايد ټول هر څه ليدلے وے. او عبرت يې ترې اخستے وے. د مشرکانو اوبت پرستانو په نظر کښې دا د هغه کسانو سزا وه چې په محمد(ص) او د هغه په دين ايمان راوړي.

اميه چې دمشرکانوله ټولو زيات ظالم مشر و د هغه زړه نه غوښتل چې له خلکو څخه څوک په محمد(ص) ايمان راوړي . هغه به بلال د ښار د خلکو په وړاندې ازارو د دې لپاره چې څوک د مسلمانيدو فکر ونه کړی.

د شپې کله چې ټول بت پرستان اوګمراهان ويده وو بلال په پټ محمد(ص) سره ليدل کړي وو اود هغه اسماني خبرې يې په زړه او روح لګيدې وې او په هغه حضرت يې ايمان راوړے و. دې لويې پيښې اميه سخت ويرولے ؤ   اميه هغه ته وويل: بلاله! پرون می چې زړه څنګه غوښتل هغه شان مې سزا درنه کړه خو نن به يې راګرځوم ايا اوس هم په محمد(ص) او د هغه په خبرو ايمان لرې؟ بلال د هغه په ځواب کښې وويل: اے اميه! ما څه د خوند لپاره په محمد(ص) ايمان نه دے راوړے قسم په خداي چې دهغه له دينه به لاس ونه خلم اوته پوه شه چې په سختو دردونو تکليفونو او سزاګانو کښې به هم د خدای په يو والي او د محمد(ص) په رسالت ګواهي ورکوم. د ښار په يو ګوټ کښې په يو ميدان مشرکان اوبت پرستان په يوځاي کښې راټول شوي وو اونور نور زياتيدل، اميه کوړه په لاس د ميدان په مينځ ولاړ و ناڅاپه يې غږ وکړ: بلال راولئ.

دو کسانو بلال په داسې حال کښې راوسته چې پښې لاسونه يې تړلي و هغه يې ميدان ته راکاږه بيا ورله په لاسو کښې يوه بله رسۍ واچوله او څو مشرکانو دا رسۍ ونيوه او د اميه په حکم يې  ګير چاپير په ميدان کښې راکاږه او د هغه تور مريې بدن يې په کاڼو ازغو کښې راکږه. ځکه چې يوه ورځ يو مشرک بلال ليدلے و چې په يو بت باندې يې توکاڼي اچول او کنځل يې ورته کول هغه بنی اميه ته دا خبره رسولے وه نو د اميه بلال سره نوره هم کينه او نفرت زيات شوے ؤ.

لا تر اوسه سې زاړ زخمونه نه وو روغ شوي چې نوي نوي زخمونه يې په غمجن بدن زياتيدل دغه وخت د هغه له وچو او چودلو شنډو يو اواز راتله: اَشهَدُ اَن لا اِلهَ اِلاّ الله و اَ شهَدُ اَنّ مُحمدَ رَسُولُ الله:

لا د بلال سزا شورو وه چې د خلکوتر مينځ يو کس غږ وکړ:” اميه صبر وکړه” د اميه په اشارې ظالمانو له ظلمه لاس واخسته. هغه سړے په بيړه د خلکو په مينځ کښې راتير شو او ځان يې اميه ته راورسول اوويې ويل: “دا مريې مۀ وژنه،زه يې له تا په ښه قيمت اخلم” اميه لږ فکر وکړ يو نظريې هغه سړي ته وکتل اوبيايې بلال ته وکتل نو بيايې وويل:” نورمې دا مرې غلام په کار نه راځي ستاشو پيسې يې راکړه اوځان سره يې بوځه”. سړي يې ځنډه د پيسو کڅوړه هغه ته ورکړه او ډير په تکليف د زخمی اوبی حاله مری ځان سره کورته بوتله دا د رسول الله په حکم ازاد شوے ؤ. پيغمبر (ص) بلال هم لکه د نورو زرګونو مريانو د خدای په لار کښې ازاد کړ.

په مسلمانانو کښې ديو کس اواز هم د بلال په شان خوږ نه و. هغه له ازادۍ وروسته د پيغمبر(ص) داذنچي شو او د هغه خوږ اواز زړونو ته روح ورکړ او د بت پرستانو او مشرکانو زړونه يې ولړزول.

پيغمبر(ص) خلکو ته دا وښودله چې ټول انسان د يو خدای په وړاندې برابر دي او د مالدار او غريب، تور اوسپين تر مينځ څه فرق نشته. يوازې هغه کسان خدای سره عزت لري چې ايمان يې زيات وي. او بلال،کلک ايمان، روښانه زړه، پاک روحی اواسمانی اواز لرل. هغه د يو پتنګ غوندې تل د پيغمبر(ص) په خوا کښې و او په خپلو جامو کښې نه ځاييده. که څه هم تراوسه په سلګونو کلونه تير شول خو تر څو چې د محمد(ص) غږ له منارو کيږي اونوم يې ژوندے دے د بلال نوم او ياد به هم ورسره دمسلمانانو په زړونو کښې ژوندے وي او هيريږي به نه.

پيژنګلوي

نامه: بلال

شهرت: حبشی

د وفات کال: نوولسم يا شلم هجري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

امين، عاملي، اعيان الشيعه، 14ټوک، 105 او 106مخونه،

ابن هشام، سيرة النبي(ص) 1ټوک، 381مخ،

موسوعه التاريخ الاسلامي، محمد هادي يوسفی غروی


more post like this