د ژوندانه درېيم اووه کلونه

د ژوندانه درېيم اووه کلونه،چې له پېنځلس کلنۍ پيلېږي، د بالغيدو او ځوانۍ عمر دے.د ژوندانه په دې پړاو کې زلمې د بالغېدو د بحران او بدلانه له امله بېلا بېلې او متفاوتې ګروهنۍ، غوښتنې او احساس لرې.

له يوې خوا ماشومانه ځان غوښتنه او له نورو سره له مينې اودلچسپۍ سره اخښل کېږي. پېغله يا زلمے له دې سره سره، چې غواړي له خپلو دوستانو او ملګرو سهر وي، يوازېتوب هم غواړي. پرونے خوخوځنده او ولوله ناک ماشوم په نننۍ حساس او ژر خپه کېدونکي او نازک هلک يا زلمي بدل شوے وي او د بدن چټک بدلونونه او اوښتونو نه د هغه پر روحي او نفسياتي حالاتو ډېر اغيز ښندي په هغه کې د جنسي ځواک له راپېدا کېدو سره د مخالفت جنس په پرتله يو ځانګړے احساس پېدا کېږي.

دا مهال هلک ډېر حساس، نازک او زر خپه کېدونکے وي او د نورو د کړو وړو پر وړاندې چټګ غبرګون څرګندوي. کله کله له ځان سره چورته او سوچونه وهي او کله د خواوشا کسانو خبرو ته ځير کېږي. په دې عمر کې نجلۍ يا هلک ډېر زر له همزولو تقليد او زده کړه کوي او د هغوے د کړو او چلند پېروي کوي، د شخصيت له نظره د کوچنيتابه نسبي کراري له نابرابره بدلا نه سره مخامخ شوے وي او په هلک کې يو ډول داخلي محرکونه او بېل کونکے قوت پېدا کېږي، چې يو اړخ يې د خپلواکۍ غوښتنې هم وي د هغه ټولنيزه غږملتيا ګډه وډه شوې وي او پټ ځواک يې په يو ډول د رابرسېره کېدو هڅه کوي.

نو په کړو وړو کې يې د ځان ښوونې، ځان مننې او د ځان د څرګندولو او نورو نه د ورمحسوسولو احساس ډېر وي. غواړي، چې په نورو کې مطرح شي، نوم يې وشي، ورته پام وشي او يو رول يا دنده په غاړه واخلي. البته حالات او شخصيت يې سست او ناپايداره وي او کله کله په نورو بې باوره کېږي او کار ته ډېره حوصله نه لري له خپلو نيمګړتياوو سره مقابلې ته مټې رانغاړي، په نوروپورې د پېلتيا او پيوستون وخت يې پوره شوے وي او غواړي د خپلواکه ژوندانه بنسټ کېږدي.

د هغه د خواوشا کسان، مشران او په بېره بيا مور و پلار بايد د هغه په دې حالات او د هغه په کړکېچن او حساس پوزېشن پوه شي ا له هغه سره د ې په مينه، محبت او ځانګړي نزاکت سره چلند کوي لکه څنګه چې د خداے رسول فرايي: تاسو ته سپارښتنه کوم، چې ځوانانو يا پېغلو سره نرم او مهربان اوسئ، ځکه چې د هغوے زړونه نو په ځينو ځايونو کې بايد د هلک او نجلۍ په غلطيو شترګې پټې کړاے شي او ورځنې تېر شئ. پکار ده، چې تل هغه له ځان سره نږدې وساتو او تر خپله وسه ورسره ملګرتيا وکړو او د هغه روحي او عاطفي اړتياوو ته ځواب ووايو.

د مور و پلار او مشرانو د ښه چلند او صحيح کړو وړو له امله ورو ورو د کوچنيتابه نښې ختمېږي او په هلک کې د ځوانۍ او ورې نښې احساسېږې. د عمر په دې پړاو کې د زلمي او هلک ذهني وده چټکېږي او له ذهني نظره عقلي بلوغ ته نږدې کړږي.

د خداے رسول حضرت محمد(ص) د عمر په دې پړاو کې د ماشوم پوزيشن د وزير پوزېشن ګڼلے او د دې مانا دا ده، چې هغه نور د اطاعت، خبره منلو او ازموينې پړاو تېر کړے او د کورنۍ په هېواد کې د وزير رول لوبوي.

ماشوم د بالغېدو بر مخه په کورنۍ کې کوم مسوليت او دنده نه لري، خو کله چې بالغ شي، نو ښايي چې يوه دنده وروسپارل شي او د کورنۍ د درانده پېټي يوه برخه په اوږو واخلي. په بله مانا بايد د مور و پلار مرستيال شي او د کور د چارو په چلولو او پرېکړو کې ورسره سلا وشي. په پريکړو کې يې خبرو ته پام وشي او د شخصيت درناوے يې وشي، چې په دې ډول يې د خپلواکۍ غوښتنې او ځان څرګندونې جذبه پوره شي. په دې عمر کې هلک د دين په اړه هم ډېر سخت احساسات پيدا کوي، نو بايد داسې فضا ورته برابره شي، چې د احکامو او عقايدو له نظره هم بشپړ شي.

دغو خبرو ته په پام سره د ماشوم په وړاندې د مور و پلار مهمه دنده او فرض ښه څرګندېږي.
د روزنې مسوليت

مور و پلار د ماشوم د روزنې مسوليت پر غاړه لري. د خداے ګران استازے حضرت محمد (ص) فرمايي؛ خپل اولادونه وروزے (ادبو اولادکم فانکم مسئولون عنهم) ؛او تربيت يې کړئ په رښتيا چې له تاسو به د هغه په اړه پوښتنه کېږي؛.
امام سجاد عليه السلام هم د بچو د حق په اړه فرمايي ؛….او په تا باندې د بچې حق دا دے، چې خبر شې، چې هغه ستا له وجوده دے او په دې نړۍ کې د هغه ښه او بد په تا پورې تړلي دي. ته د هغه د رابلنې مسول يې، نو ستا عمل بايد د هغه په اړه د هغه چا د عمل په څېر وي، چې پوهېږي، که له بچي سره نيکې وکړي، نو جزا او بدله به ورکول کېږي او که لنډون وکړي، نو سزا به ويني؛ [1]امام سجاد عليه السلام له خدايه غواړي؛ اے خدايه له ما سره د اولاد په روزنه کې مرسته وکړې.

د خداے رسول(ص) ؛اے خلکو تاسو ټول د خپلو لاس لاندې کسانو څاورنکي او مسول ياست، څوک چې د ځان او نورو په سمولو او اصلاح لګيا وي، د هغه چا په څېر نه دے، چې يوازې د خپلې اصلاح په فکر کې وي او څوک چې د نورو ازار او خورو زغمي او د هغه چا په خبر نه دے، چې هوسا، ارام او سوکاله ژوند کوي. د اولاد او کورنۍ د سختيو زغمل د خداے پر لار کې د جهاد په څېر دے.؛

له دې روايته څرګندېږي، چې مور و پلار بايد د اولاد د حقوقو په ورکولو او پوره کولو کې سستي ونه کړي او د خپلو اولادونو له روزنې سرغړونه ونه کړي.
له ماشومانو سره عادلانه چلند

يوه ورځ يو سړے له خپلو دوو اولادونو سره د خداے رسول ته ورغے.پېغمبر (ص) وليدل، چې دغه کس خپل يو بچې ښکل کړ او بل ته يې څه پام ونه کړ د خداے ګران استازي، چې کله د هغه دا ناعادلانه او بې انصافه چلند وليد، نو ورته يې وفرمايل؛ له خپلو اولادونو سره له انصاف او برابرۍ ولې کار نه اخلې؛ بيا يې وفرمايل ؛ په خپلو اولادونو کې له انصافه کار اخلے؛ لکه څنګه چې غواړئ، ستاسو اولاد او نور خلک ستاسو په چارو او معاملو کې له انصافه کار واخلي؛ وايي، چې يوه ورځ يوه ښځه له خپلو دوو بچيو سره د خداے داستازي ماندينې بي بي عايشې ته ورغله. بي بي عايشې هغې ته د خرما (کجورو) درې دانې ورکړې، ښځې هر يوه ته يوه يوه خرما ورکړه او درېيمه هغه يې نيمه کړه او هر يوه ته يې نيمه نيمه ورکړه.

کله چې د خداے رسول کور ته راستون شو، بي بي عايشې ورته کيسه وکړه، د خداے رسول وفرمايل، ته د دې ښځې په کړو حيرانه شوې، حال دا چې خداے تعالے به د همدې کار له امله هغه جنت ته شوځي.[2]
د پېغمبرانو په سيرت کې د ماشومانو تر منځ عدل

نعمان بن بشير وايي؛ يوه ورځ يې پلار ماته يوه ډالۍ راکړه، خو زما نورو وروڼو اوخوايندو ته يې څه ورنه کړل. مور مې عمر بنت رواحه ته وويل ستا دا کار سم نه دے. زه دې په دې کار خوشاله نه يم او راځه، چې په دے اړه د خداے تعالے له رسول څخه پوستنه وکړو، که هغه ستا د کار سپيناوے وکړ، نو زه يې منم. دواړه د خداے استازي ته ورغلل او پلار مې له رسول الله مبارک پوښتنه وکړه، چې ما خپل يوه بچي ته ډالۍ ورکړه او ښځه مې وايي، چې دا کار دې سم نه دے بايد دخداے رسول يې د سموالي ګواهي ورکړي، نو تاسو په دې کې څه واياست؟

د خداے رسول پوښتنه وکړه؛ ټولو بچيو ته دې واسې ورکړي؟وې ويل: نه

هغه حضرت (ص) وفرمايل: نو له خدايه وويرېږئ او په بچيو کې له انصافه کار اخلئ، زه په ظالمانه کار ګواهي نه ورکوم (يائې ستا دا کار له نورو بچيو سره يو ډول ظلم دے). [3]
په ماشومانو کې د مينې په ويشلو کې بايد له ډېرې ځيرتيا کار واخستل شي

حضرت يعقوب عليه السلام دولس زامن لرل، چې په هغوے کې دوه زامن يانې يوسف او بنيا مين له بلې مور وو، چې راحيل نوميده.يعقوب عليه السلام به دغو دوو بچو په تېره بيا يوسف عليه السلام ته ډېر پام کاوه او زياته بينه به يې ورسره کوله، ځکه چې لومړے خو دوے تر ټولو واړه او کشران وو او طبعا زيات ملاتړ او مينې ته يې اړتيا لرله او دويمه دا، چې ځينې روايتونه وايي، چې دوے دواړه يسيران وو او مور يې يانې راحيله بي بي په حق رسېدلې وه، نو له دې امله چې د مور له مينې بې برخې وو، حضرت يعقوب به ورره زياته مينه کوله، چې دا کمے يې پوره کاندي.

تر دې ورتېر حضرت يوسف عليه السلام ډېر هوښيار او نابغه و او دا چارې د دې لامل شوې، چې حضرت يعقوب عليه السلام په څرګنده له هغه سره تر نورو زياته مينه وکړه. د يوسف حاسدانن وروڼه بې له دې، چې دغو ټکيو ته پاملرنه وکړي، له دې چارې سخت خپه شول او په خپلو کې يې وويل، چې زمونږ پلار له يوسف او د هغه له ورور سره ډېره مينه کوي، حال دا چې موږ تکړه يو، د کور کارونه کوو او د پلار او نور کور چارې پرمخ بيايو، نودا خو له مونږ سره زياتے دے.
بيا يې په يو اړخيز قضاوت سره خپل پلار وغنده او وې ويل: څرګنده ده، چې زموږ پلار په غلطه روان دے. له حضرت يوسف عليه السلام سره د ځپلې او حاسدۍ احساس بالاخره هغوے يو پلان ته ورسول او په خپلو کې يې پړېکړه وکړه، چې يا خو بايد يوسف ووژنو او يا يې له دې ځايه دومره کرې کړو، چې د راستنېدو امکان يې نه وي. بيا به نو پلار ټوله مينه له مونږ سره کوي او ټوله پام لرنه به يې موږ ته راوګرځي، خو په دوے کې يو ورور، چې ډېر هوښيار او پوهه و، د حضرت يوسف عليه السلام د وژلو له پلان سره مخالفت وکړ او وړانديز يې وکړ، چې يوسف به نه وژنو، بلکې په يو کوهي (چاه) کې به يې وغورځوو، چې ژوندے پاتې شي او که کومه قافله يا کاروان ورباندې راغے، له ځانه سره يې يوسي، نو موږ به هم تري خلاص شو او لاسونه به مو هم په وينو سره نه شي.

لنډه دا چې ټولو وروڼو د سيل او چکر په پلمه يوسف عليه السلام له ځانه سره يووړ او يو کوهي ته يې وغورځاوه. په ژاړه پلار ته ستانه شول او وې ويل، چې بابا جانه موږ په لوبو لګيا وو او د غشو ويشتلو او سورلۍ سيالي مو کوله او يوسف مو، چې ډېر وړوکے و له خپل سامان او جامو سره کښيناوه، خو موږ په لوبو کې دومره بوخت شوو، چې ان خپل ورور مو هم هېر شو او چې کله خبر شوو، يو بې رحمه لېوه راغلے و او هغه يې څير لے و.

بيا د دې لپاره، چې خپله خبره پخه ړي، د حضرت يوسف عليه السلام کميس (خت) يې هم په وينو لړلے پلار ته وښود.[4]

په قران شريف کې نور ډېر سبقونه هم شته، خو يو سبق يې دا دے، چې ميندې او پلرونه بايد له خپلو اولادونو سره د مينې په څرګندولو کې له ډېرې ځيرتيا څخه کار واخلي.

که څوک هم حضرت يعقوب عليه السلام په دې لړ کې کومه خطا نه ده کړې او که له يوسف او د هغه له ورور سره يې مينه کوله، نولاملونه يې هم هغه وو، چې مخکې مو بيان کړل، خو په هر حال له دې کيسې معلومېږي، چې له ماشومانو سره په چلند او مينه کې بايدله ډېرې ځيرتيا او پاملرنې کار واخيستل شي، ځکه چې کله کله له يوه ماشوم سره زياته مينه او يو کس ته زياته توجه دبل ماشوم په زړه کې داسې کينه او حسد جوړوي، چي هغه بيا هر يو بد او ناوړه کار ته لاس اچوي او د هغه شخصيت دومره ماتوي، چې هغه ان د خپل ورور يا خور وژلو او ورته د زيان رسولو لپاره هېڅ بريد نه پېژني. هر ډول چې وي، خپله غوسه ښکاره کوي او که د غوسي او خپلې د څرګندولو وخت ونه مومي، نو په زړه کې يې کينه حسادت او د کمي احساس پاتې کېږي او دمحبت او بينې دکمښت له احساس سره لويېږي او کله کله کېداے شي په نفسياتي او روحي ناروغيو اخته شي.

ښه مې ياد دي، چې زما ديوملګري وړوکے زوے ناروغ شوے و او طبعا مينې او روغتيا پالنې ته يې ډېره اړتيا درلوده. پلار يې دهغه مشر ورور ته دهغه د ساتنې او روغتياپالنې او ورسره د مينې کولو دنده سپارلې وه اوهغه يې په دې کار ګومارلے و. څه موده نه وه تېره، چې مشر زوے يې په يوې ناپېژاندې نفسياتي او اروايي ناروغۍ اخته شو، ما مې ملګرې ته وويل زما په خيال ستا د مشر زوے ناروغي د مينې د کمښت او د محبت د نيمګړتيا احساس اره ناروغي يې دا ده، چې مينه ورسره کمه شوې ده د پلار يې باور نه کېده، تر دې چې رنځپوه ته يې وروست، هغه اروايي رنځپوه روته وويل، چې ستا زوے کومه ځانګې ناروغي نه  لري، د دي اره ناروغي دا ده، چې د مينې د کمي له احساس سره مخ شوے دے، ځکه چې کشر ورور ته يې ډېره پاملرنه او ورسره مينه شوې او له ده سره کمه

له همدې امله حضرت امام باقر عليه السلام فرمايي: زه کله کله لو يوه بچي سره ډېره مينه کوم هغه په خپل زنګانه کېنوم او خواږه ورکوم. حال دا چې پوهېږم دا دومره مينه د هغه بل حق ده، خو دا کار د دې لپاره کوم،چې کوم بچے مې د نورو په خلاف ونه هڅېږي، له بل سره يې حسد پيدا نه شي او هغه کار ورسره ونه کړي، چې د يوسف وروڼو هغه سره کړے و.[5]
په ماشومانو کې عادلانه قضاوت او د بېۍ ناوړه پايلې  عدالت

امام صادق عليه السلام فرمايي: ماشومانو به د ښوونځي درسونه حضرت علي عليه السلام ته وړل او دوے به يې په منځ کې پرېکړه کوله او ښه او غوره به يې معلوماوه.

امام علے عليه السلام به په دې اړه فرمايل: دا کار يو ډول قضاوت او حکومت دے او په دې کار له ماشومانو سره زياتے داسې دے لکه څوک چې د حکومت او قضاوت په چاره کې له چا سره ظلم وکړي، ښوونکيو ته مو وايي، چې که د ډبولو په وخت مو له دريو ګوزارونو زيات ووهي قصاص کېږي به.[6]

يو زلمے وايي زه له کوچنيتابه ډېر ترخه يادونه لرم، چې بېخي يې نه شم هېرولاے. پلار به مې زما او د وړوکي ورور ترمنځ توپير کاوه دواړو ته به يې په يوه سترګه نه کتل او هغه پرې تر ما زيات ګران و، له هغه سره به يې مينه کوله او زه به يې غندلم رټلم. د همدې ظالمانه چلند له امله مې له پلار او ورور سخته کرکه پېدا شوه، زړه مې غوښتل، چې د دې غير انساني او ظالمانه چلند غچ ترې واخلم، خو هيڅ مې له لاسه نه کېدل، د سختې غوسې اوخپګان له امله مې چې کله څوک په کور کې نه و، نودمېلمنو کوټې ته به ورغلم او المارۍ او صفا ديوالونه به مې په ميخ نړول اوخرابول به مې. کله به مې ښيښې ماتولې او چې څه ورانے به مې له لاسه کېده کاوه مې. البته نور څه مې له لاسه نه کېدل،ګنې زړه مې ډېر څه غوښتل. پلار مې هېڅکله له دې چارې خبر نه شو او دا باور يې نه کېده، چې د کوټې المارۍ او ديوالونه به ما خراب کړي وي يا به دا زيان ما وررسولے وي.

يوه مېرمنه وايي، زمونږ يو ګاونډي دوه لوڼې لرلې، يوه هوښياره وه اوبله لږه کم عقله او کم هوشه. دواړې به ښوونځي ته تللې، مشره لور چې هوښ و عقل يې ډېر تېز نه و، د ښوونځي په سبق کې ډېره ښه نه وه او يېر وخت به يې نومرې کمې وې، خود کشرې لور نومرې ډېرې وې او په سبق کې هم تکړه وه. مور به يې هر وخت او هر چا ته د خپلې وړې لور ستاينې کولې او دلويې بد به يې ويل دکشرې تعريفونه به يې کول، شاباسے به يې ورکاوه او مينه به يې ورسره ډېره څرګندوله، خو مشرې ته به يې ويل، چې يوازې خاورې دې پر سر شه، غټې ګټې، ته به لا نورو غټيږي، نه سبق وايې او نه دې زده کېږي. هسې مو درباندې دومره پيسې ولګولې په تا خو مې دا جامې اوخواړه هم نه سود کېږي، بد مرغې، لټې، اخر ستا نه به څه جوړېږي؟

مشره لور يې اوس واده شوې او د څو اولادو مور ده، خو يوه روغه او سالمه ښځه نه ده، تل د سپکاوي او نيمګړتيا احساس کوي، په هر ځاے کې يې يوازيتوب خوښيږي، په ميلمستياو کې چرته يو ګوټ کې ناسته وي او خبرې نه کوي. کله چې ورته څوک ووايي، چې ته هم څه ووايه، نو يو سوړ اسوېلے وکړي او وايې، چې زه څه ووايم؟

څو څو ځله يې ډاکټر ته هم وروستې ده او ډاکټر تر ازموينې وروسته ورته ويلي، چې وا ښځه ناروغه نه ده، بلکې د دې مور و پلار ناروغان دي، چې دا يې تر دې بريده رسولې ده.

يوه ورځ ترې يوه رنځپوه وپوښتل، چې ډوډۍ پخولې شې؟ ښځه په ژاړه شوه او وې ويل هو پخولاے يې شم، خو هر کله چې ډوډۍ پخه کړم پلاو و مور مې ورته کومه ځانګړې پاملرنه نه  کوي او وايي ماشاءالله د کشرې خور لاس دې ډېر ښه دې او ډېر خوندوره ډوډۍ پخوي.

له دې کيسې څرګندېږي، چې په کوچنيتابه کې د ماشومانو رټل او يې ځيه خبرې، د هغوے د شخصيت خرابول او له نورو وروڼو، خوېندو ان له پرديو خلکو سره د هغوے يې ځايه پرتله څومره ناوړه اوبدې پايلې لرلاے شي. د دې ښځې د لويوالي د ناروغۍ او تدمرغۍ ار لامل هماغه د کوچنيتابه بې پامي، سپکاوے او د شخصيت کمزوري کول وو داسې ماشومان هېڅ کله په خپل ژوندانه کې باوري اوپه ځان اعتماد لرونکي کسان نه شي جوړېداے او په ټول ژوندانه کې ځانونه تر نورو کم، کم لياقته او نيمګړي ګڼي، د هغوے ذهن ته په کوچنيتابه کې دا خبره چې دے يو ناپوه، کم عقل او د نورو په پرتله نيمګړے او کم دے، دومره القاء شوې وي، چې په لوېوالي کې که د هغه د شخصيت د روغولو او سمولو لپاره هر څومره هلې ځلې وشي، هيڅ ګټه نه لري او دا ډول خلک په خپل ټول ژوندانه کې کم باوره او کم شخصيته خلک وي.
[1] – وسايل، 3 ټوک 135 مخ
[2]  – سنن ابن ماجه
[3]  – ميزان الحکمه،10 ټوک،707 مخ
[4]  – يوسف سوره قران شريف
[5]  – تفسير نمونه، 9 ټوک
[6]  – تهذيب ، 10 ټوک، 150مخ


more post like this