سپوږمۍ
(  دماشومانو لپاره لنډه قيصه)
نورشاه نوراني – خوست

هغه مهال پيوستون ډېر وړوکے ؤ ، د دوي او عرفان کورونه دسيند له غاړې سره نزدې وو ، هر مازديګر به کليوال او د کلي واړۀ ماشومان د سيندغاړې ته د وخت سېل او تفريح لپاره تلل ،پيوستون چې لا پلار او مور په ښوونځي (سکول) کښې نه ؤشامل کړے عرفان هم د دۀ همزولے ؤ ،دوی به اکثره وخت سره يو ځاے مشغولېدل ، هر سهار به عرفان د پيوستون د کور په دروازه کښې نعرې وهلې پيوستون چې ډېر خوب جن ؤ،مور به يې په وچ زور له خوبه پاڅوۀ اوورته ويل به يې هله زويه ! پاڅه عرفان بيا نعرې وهي چې پيوستونه ! راووځه مشغوله کوو پاڅه پاڅه پيوستون جانه ! هله چاې وڅښه بيا به د بهر ووځې زۀ به عرفان ته ووايم چې يو څو شيبې انتظار وکړي. پېوستون د مور ډېر نازولے زوے ؤ او ډېر زړۀ  به يې پرې سوزېدۀ  ځکه چې له پنځو لوڼو نه پس ورته خداے پاک دا يو زوے ورکړے ؤ. کله به چې د پيوستون پلا ر په ښار کښې خپل دوکان ته تلۀ نو هر وخت به د پيوستون مور ورته ويل: چې بيرته راځې بيا خو لږ څه ميوه پيوستون ګل ته درسره راوړه ، پلا ر به يې هر وخت د واسکټ په جيبونو کښې انار، مڼه ،کيله او يا ژولې اچولې وې هر مازديګر به پېوستون هم د خپل پلارجان د راتګ لاره څارله ،د عرفان پلار هم په يوه مطبوعاتي اداره کښې کار کوۀ ، عرفان او پيوستون دواړو داسې مينه سره درلوده ، چې هر وخت به د کلي د ځينو دنګو کلا ګانو د يوالونو په غارونو کښې چڼچڼو (مرغزيو) په بچو پسې سر وو هروخت به يې د مرغيو بچيان په لاسونو کښې نيولي وو او لوبې به يې ورسره کولې او يا به يې د خان لالا په باغ کښې د شنو مڼو په شکولو لاس پورې کاؤ، خو کله به چې دوی دواړه د کلي کومي زړې بوډۍ او يا کوم بل کليوال وليدل بيا به يې د دوی ميندو اوپلارانو ته ويل ګورئ ستاسو زامن مونږ هره ورځ وينو چې د دنګو کلاګانو له غارونو څخه د مرغۍ بچي راوباسي خداے مه کړه ماران به ورته ټک ورکړي د مرغيو په بچيانو پسې خو ماران ډېر ګرځي او ډېر ماشومان يې ټک وهلي او وژلي دي .ګوره ستاسو بچيان يو بل کارهم کوي هغه دخ ان لالا په باغ کښې له ونو شنې مڼې شوکوي چې دا له يوې خوا ډېر ظلم دے او له بلې خوا د شنو مڼوخوړل روغتيا ته ډېر تاوان رسوي . هغه خان لالا ډېر غصه ناک سړے دے، هسې نه چې د مڼو شوکولو په وخت کښې يې لاس په لاس ونيسي ډېر بد به يې ووهي او بيا به تا سو پرې خوابدي شئ خبره به د لويو کسانو ترلانجې ورسيږي. کله به چې پيوستون اوعرفان خپل کورونو ته له لوبو وروسته لاړل ،عرفان خو ډېر وران  ؤ پلا ر به کله کله واهۀ ،خو پيوستون ته به چې کله پلار غصه شو نو مور ته به ورنږدے شو او مور به يې ورته وويل: سړيه ! ولې دومره پرې غصه کېږې .يو زوے راته خداے پاک په څه خواريو په زيارتونو او تعويذونو راکړے دے ، داخو (د ورکې مېلې ګل دے  نوکله چې  به دا خبرې د پيوستون مور خپل خاوند ته وکړې نو د هغۀ غصه به سړه شوه خو عرفان او پيوستون د خپلوپلارانو او مېندو په نصحيتونو او وهلو باندې دومره چورت نه خرابوۀ خپلو لوبو ته به يې د معمول په شان دوام ورکوۀ. عرفان يو ماسپيښين ناوخته د پيوستون د کور په دروازه کښې نعرې وهي راووځه پيوستونه ! چې د سيند غاړې ته لاړ شو ، نن ډېره ښکلې ورځ ده زمونږ د کلي لارې کوڅي د باران په ورېدو سره ښکلي شوي دي پيوستون راووت او د عرفان سره يې ترلمنې ونيول ،د سيندغاړې ته په ډيرې چټکۍ سره لاړل هلته ډېرو کليوالو د دوی په شان همزولي ماشومان د سيندغاړی ته د وخت تېرولو لپاره راوستي وو د سيند يوه نيمه څپه به د سيند غاړې ته راووښته عرفان او پيوستون ورته په هوس کښې شول وې ويل : دا زمونږ سيند هم عجيبه غوندې دے کله کله داسي شور وکړي لکه د خان لالا اس چې (وششنيږي ) او شور وکړي دوی دواړو سره وويل راځه لږ کوزې خوا ته لاړشو دلته ټول سپينږيري او ځوانان راغلي بيا به موميندو اوپلارانو ته ووائي چې دوی يوازې دسيندغاړې ته تللي وو ، دوی همداسې وکړل له کليوالو نه ډيرې کوزې خوا ته  لاړل هلته د سيند په غاړه کښېناستل دوي د سيند اوبو ته ډېر په ځېر ځېر کتل ګورې چې ډول ډول کبان پکښې اوړي را اوړي دوي په خندا خندا ترې خوند اخلي او ماشومه مينه پرې ماتوي ، عرفان چې ډېر چالاک ماشوم ؤ ګور ي چې د سپوږمۍ روڼ تصوير د سيند په سينه پورته دے، عرفان پيوستون ته وويل: وګوره کنه دلته فکر وکړه ! ته رانږدې شه هغه سپوږمۍ ګوره چې هغه بله ورځ موسره يادوله، چې هر ماسختن زما اوستا په سر ولاړه وي خو په رانيولو يې برلاسي شوي نه يو. نن ګوره سيند ته راکوزه شوې ده پيوستون ورته وويل :هو والله ومې ليده، دا دلته څه کوي څنګه راکوزه شوې ده دا خو عجيبه کار وشو، ما د شپې ورپسې ډيره هڅه کړې وه خو رانيوې مې نه شوه ،عرفان ورته وخندل ښه ! چې داسې ده اوس څنګه کوو دا خو چې ونيسو والله ډېرلوے کار به مو کړے وي او ډېره نزدې ده دلاس کاڼے هم پرې لګيږي. د سيند ژۍ ته نزدې ده څنګه کوو چل راښايه هله زرکوه! پېوستون ورته وويل: په دې کښې چل نور څه وي زۀ ورپسې ورځم رانيسم يې عرفان ورته وويل: سيندبه دې ډوب کړي تاته مور او پلار نه دي ويلي: چې ويالو ،سيندونو اوڅاه ګانوڅخه ځان ساته هسې نه ډوب دې کړې مړ به شې. پيوستون ورته وويل :نه دغه خو ډيره نزدې ده زما لاس هم ورسيږي زۀ يې رانيسم ته ويرېدونکے  يې عرفان ورته وويل: چې داسې وي نو ته يې راونيسه زۀ خو داکار نه شم کولې، پيوستون ورته وويل :ته يې ګوره زۀ غلے غلے ورځم ،پيوستون همداسې وکړل ورو ورود سپوږمۍ په تصوير پسې په اوبو کښې ور روان شو، اوبو يې قدم په قدم ترسينې ورختې دسپوږمۍ تصوير ترې په سيندکښې په منډه ؤ هغه ؤچې يوه ناڅاپه يې پښه په سيند کښې په ژور ځاے وربرابره شوه ، اوبه يې په سر واوښتي  عرفان په چغو چغو د خپلې ماشومتوب د مينې له کبله د پيوستون د ډوبېدو نعرې دکليوالو ترغوږونو ورورسولې.


more post like this