چرګ او ګيدړه

ېوه ورځ چرګ په ونه کښې ناست و ، چي ګېدړه ېې څنګ ته ورغله ورته وېې وېل : ګوره چرګه څنګه چه ما ستا اواز واورېد سمدستې ستا پوښتنې ته راغلم .

هغه په ډېر درنښت له ګيدړې څخه مننه وکړه !

خو ګېدړه چه ډېره چلبازه وه زېاته يې کړه څه دې ووېل ؟ ما خو ستا دا ښکلې اواز وانه ورېد ته ډېر جګ په ونه کښې ناست ېې که د ونې څخه راښکته شې او د نږدی څخه خبرې راسره وکړې نو ستا اواز به ښه واورم .

چرګ چه ډېر هوښېار وو د ګېدړۍ په مکرجنو خبرو تېر نه ووت اوهغې ته ېې داسې ووېل : نه ! موږ ته ډېره ختره ده چه د ځناورانو سره په څنګ کښې وسو .

ګېدړۍ خپلی مکرجنې خبرې لا نورې پسې اوږدې کړې : ته ځما څخه ډارېږې ؟ نه ستا څخه خو نه وېرېږم خو بېا هم ډول ډول ځناوران شته . . .

بيا په خپلو نرمو او خوږو خبرو ګېدړۍ چرګ ته په خطاب کښې وويل؛ مه ډارېږه ته اوس د هر ډول خترۍ څخه خلاص ېې، ځکه چه په اوسني فرمان کښې داسې راغلي دي: نن ورځ به په ټوله نړۍ کښې روغه وي او هېڅ ځناور به پر ېو بل حمله نه کوي.

چرګ وويل ، دا خو ډير د خوشالۍ ځای دی، هلته وړاندې سپي منډې رامنډې وهي، مخکې خو ته باېد تښتېدلې واې خو اوس تاته هېڅ کومه خطره نه شته . ددې خبرو په اورېدو سره ګيدړه ډېر ژر په منډو شوه .

چرګ ور ږغ کړه : چېرته تښتې په اوسني فرمان کښې خو سپيان ګېدړې ته څه نه وايي ګيدړې وويل . څوک خبر دي، کېداي شي هغوی د نوي فرمان څخه خبر نه وي .


more post like this