Language
کورپاڼه »
بریښنايي کتابونه » قرآن مجید » د قرآن تفسیر » سنی » د سوره حمد تفسیر کابلی
د سوره حمد تفسیر کابلی

سورة الفاتحة مكية وهى سبع آيات نزلت بعد( المدثر) عدد تلاوتها (۱) عدد نزولها(۵) وفيها ركوع واحد)
( د ((الفاتحة )) سورة مكي دى( ۷) آيتونه لري )( د (( المدثر )) له سورة نه وروسته نازل شوى دى ، په تلاوة كې (۱) اوپه نزول كې (۵) سورة دى او (۱) ركوع لري .)
««بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ »»
تفسير: «رحمٰن» او «رحيم» دواړه د مبالغې صيغې دي، مګر په «رحمٰن» کې له «رحيم» څخه مبالغه زياته ده، په دغه ترجمه کې د دغو ټولو نکتو لحاظ شوی دی.
دالله په نوم چې ډير مهربان زيات رحم لرونكى دى
«« الْحَمْدُ للّهِ »»
تفسير: تر ټولو ښې او غوره ستايني (صفتونه) چې له اوله تر آخره پوري شوي دي، يا کېدونکي دي هغه واړه خاص الله تعالٰی لره ښايي، ځکه چې الله تعالٰی د هر نعمت او هر شي پيدا کونکی او بښونکی دی او بښنه يې عامه ده که بې واسطې وي او که په واسطه سره وي. لکه څوک چي د لمر له رڼا او تودوالي څخه گټه (فايده) اخلي نو دغه گټه په حقيقت کې د لمر فيض دی نه د رڼا او تودوالي.
خدای سره نسبت لري چېري چې ستاينه (صفت) ده هر څوک چې ستايلی شي هم د رب ستاينه (صفت) ده د «الْحَمْدُ للّهِ » ترجمه يوازي په دې جملې سره چې هر ډول ستاينه (صفت) الله تعالٰی لره ده، لنډه او نيمگړې ده چې پوهان د دې جملې په تفسير اعتراف لري «الْحَمْدُ للّهِ » خورا (ډېره) ښه ترجمه هم دغه ده چې په اوله کې وليکل شوه. او عام فهمه ترجمه ئې دغه ده: (( ټولي ثناوي له هر چا، په هر څه، په هر وخت، په هر ځای کې خاص الله تعالٰی لره دي)) ځکه د هر شي تقدير د ده له لوري دی.
تنبيه: په فاتحه الکتاب کې الله تعالٰی د (۷) شيانو يادونه کړې ده:
(۱) دنعمت يادونه لکه چې فرمايي:
«« رَبِّ الْعَالَمِينَ »»
تفسير: دعالمين معنا: د مخلوقاتو مجموعې ته ((عالم)) وايي، نو له دې کبله د جمعي په شکل راوړل کيږي مگر په دې آيت کې د عالم د هر جنس د ښودلو دپاره د جمعي په شکل راغلی لکه د ملائکو عالم د انسانانوعالم، د پېريانو عالم او نور، تر څو چې دا خبره ښه روښانه شي چې د عالم ټول افراد د الله تعالٰی مخلوق دی.
(۲) د ښو، ښو شيانو د ورکولو او بښلو تمه او هيله (اميد) لکه چي فريايي:
ټوله ثنا ستاينه يوازې الله ته ده چې د ټولو مخلوقاتو پالونكي دى،
«« الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ »»
تفسير: يعنې ټولې ستاينې يواځې الله تعالى لره دي، چې دټولو مخلوقاتو پالونكى او روزونكى دى اوډېرزيات مهربان دى چې هرساكښ ته دروح، بدن اورزق وركوونكى دى، اوپوره رحم لرونكى دى چې يواځې مؤمنانو ته داجر اوثواب ، دجنت دنعمتونو اوخپلې رضا اوديدار بښونكى دى.
ډير مهربان زيات رحم لرونكي دى،
مَلِكِ يَوْمِ الدِّينِ:
تفسير: دجزا دورځې ( قيامت ) دتخصيص اوله وجه داده چې په هغه ورځ به داسې لويې او ويروونكې پېښې واقع شي چې دهغو په شان به نه پخوا تېرې شوې وي اونه به وروسته راشي، بله وجه يې داده چې په هغه ورځ به دالله تعالى دپاك ذات له حقيقي حكومت څخه پرته د بل هيچا كوم ظاهري اومجازي واك اوحكومت هم هېڅ نه وي.
د جزا دورځې مالك دى.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
تفسير:
مرسته يواځې له الله (ج) څخه غوښتل كيږي:
له دې آيت شريف څخه معلوميږي چې بې دالله تعالى له پاك ذات نه له بل چاڅخه حقيقي مرسته غوښتل بيخي روا نه دي، خوكه څوك كوم ښه اومقبول بنده محض دالله تعالى د رحمت وسيله اوغير مستقل وګڼي اويواځې په ظاهري اوغير حقيقي ډول سره ورڅخه مرسته وغواړي نو باك نه لري، ځكه چې دغه ډول مرسته غوښتل هم په حقيقت كې دالله تعالى څخه مرسته غوښتل دي.دهغې سمې اوروښانې لارې دښودلو غوښتنه چې مقصود ته رسوونكې ده، لكه چې فرمايي: لاره دهغو كسانو چې تا پرهغو باندې انعام كړى
مونږ همدا ستا عبادت كوو او همدا تا نه مرسته غواړو.
مونږ ته سمه لاره وښيه ،
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ.
تفسير پرچاچې دخداى انعام شوى: پر هغوكسانو چې انعام شوى دى څلور طائفې دي: (۱) نبيين (۲) صديقيين (۳) شهداء (۴) صالحين . ددغه څلورو طائفو تصريح د پاك قرآن په بل ځاى كې شوې ده، ( ځينو عالمانو ويلي دي چې ) له (( المغضوب عليهم )) څخه ( يهود ) اوله (( ولاالضالين )) څخه ( نصارى ) مراد دي چې ددې مطلب دتائيدولو له پاره ډېرآيتونه او روايتونه شاهد دي. له (( الصراط المستقيم )) يعنې له مستقيمې لارې څخه پاتې كسان دوه ډوله دي: يو هغه كسان دي چې په ناپوهۍ سره له سمې لارې څخه محروم اوبېرته پاتې دي، بل هغه كسان دي چې سره له پوهې يې قصداً سركشي غوره كړې ده، پخواني او وروستني ګمراهان له دغو دوو طائفو څخه وتلاى نه شي، ( نصارى ) په اوله او (يهود ) په دوهمه طائفه كې داخل دي.
په قرآن كريم كې دسورة فاتحې حيثيت:الله تعالى دغه سورة دخپلوبندګانو له ژبو څخه فرمايلى دى ، يعنې كله چې تاسې زمونږدربار ته حاضريږئ نوله مونږ څخه دارنګه سوال وكړئ،نوځكه ددې سورة يونوم(( تعليم المسئلة )) يعنې دغوښتلو ښودنه ) هم دى.ددې سورة په پاى كې (( امين )) ويل سنت دي اود (( امين )) كلمه له قرآن څخه نه ده او معنا يې داده: ( اى ربه! زمادغه ويناقبوله كړه، يعنې دخپلو ښو بندګانو پيروي اودنافرمانو خلكو څخه لرېوالى راپه برخه كړه. ددې سورة په اوله برخه كې دالله تعالى ثنااوصفت دى، دوهمه برخه يې دبندګانو ددعا له پاره ده.
فائده : (( غيرالمغضوب الاية )) د (( الذين )) بدل، يادهغه صفت دى، نوځكه ترجمه يې هم په هماغه تناسب سره شوې ده، په ځينو ډهلوي ترجمو كې دغه ترجمه هسې شوې ده چې دتركيب اومقصود نه مخالفه ده.
د هغو كسانو لاره چې تا پرې پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه دهغو كسانو لاره چې لار وركي دي

نظر څرګندونه