اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. اهلبېت (ع) شجرۀ طيّبه

    اهلبېت (ع) شجرۀ طيّبه

    اهلبېت (ع) شجرۀ طيّبه
    Rate this post

    أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (١)
    ايا ګورئ نه چې خداے پاک څه رنګه مثال وركوى چې پاکه كلمه د هغې پاكې ونې په مثال ده چې اصل يې ثابت او څانګې يې په اسمان كې دى او ميوه هر وخت د خداے په حکم ورکوی او خداے د خلکو لپاره مثالونه ورکوی دې لپاره چې نصيحت ترې حاصل کړی”
    عبدالرحمن بن عوف  وائی: له رسول الله (ص) نه مې وارېدل چې فرمائى: “ونه زهْ يم او حضرت فاطمه (ع) يې څانګه ده اوحضرت على (ع) يې ميوه جوړونکے اوحضرت حسن او حضـرت حـسين عليهم السلام يې مېوې او زمونږ شيعه (پيروکار) يې پاڼې دى او د ونې جرړه په عدن جنت كې او باقی پاتې يې په نورو جنتونو كې دى.” (٢)
    سلام الخثمی وائی چې د امام باقر عليهم السلام په خدمت کښې حاضر شوم او له هغه حضرت نه مې د كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء … په هکله پوښتنه وکړه نو وې فرمايل اے سلامه! ونه حضرت محمد (ص) دے او د هغې فرع  اميرالمومنين حضرت علی (ع) او ميوه يې حضرت حسن او حضرت حسېن عليهم السلام او څانګه يې حضرت فاطمه زهرا (ع) ده او د غې څانګې نور شاخونه د حضرت فاطمې (ع) له اولاد څخه امامان دی او پاڼې يې زمونږ  اهلبېتو شيعه او مينه وال دی. کله چې زمونږ له پېروکارو نه يو کس مړ شی نو له دغې ونې نه يوه پاڼه ورژيږی او کله چې زمونږ په مينه والو کښې يو ماشوم وشی نو د هغې پاڼې په ځاے شنه پاڼه راوځی. بيا مې عرض وکړ اے د رسول الله فرزنده! نو د تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا څه معنا ده؟ وې فرمايل: مراد ترې امامان عليهم السلام دی چې خپل شيعه او پېروکار د هر حج او عمرې په موقع له حلالو او حرامو نه خبروی (3)

    د اسلام بنياد په توحيد او خداے پرستۍ باندې اېښے شوے دے او هماغه ثابت اصل دے چې د تېرو پېغمبرانو عليهم السلام او حضرت محمد مصطفی (ص) د دعوت او بلنې بنياد جوړوی. د خداے پاک د وحدانيت اصل ثابت اصل دے او نه ړنګېدونکے دے، د پېغبراکرم (ص) رسالت په دې اصل ثابت اېښودے شوے دے او هغه ونه چې په دې جرړو باندې ولاړه وی د زمان او مکان او بدلونونو په وجه نه محکوميږی. نو هغه کسان چې د پېغمبراکرم (ص) رسالت ته  چې  شجرۀ طيّبه ورته ويل شوی دی پناه راوړی نو کله چې وغواړی د هغې په پناه کښې د ارامښت او اطمينان مقام ته لاره پېدا کولې شی او له دې پاکې شجرې نه اوچته ګټه اخېستلې شی چې د هغې په څانګو پورې زوړند شی اوخپله د هغو څانګو له پاڼو څخه شی او د رسالت ښاخ هماغه د پاکو اهلبېتو (ع) ولايت دے او ميوه تل په څانګو او شاخونو باندې قرار لری او که مونږ له ونې نه څانګې او ښاخونه لرې کړو نو ونه به بې له ښاخونو او څانګو، نه پاڼې او نه ميوه ونېسی.پاسنے ايت مبارک په دې ټکی باندې زياته تکيه لری چې ولايت له رسالت نه جدا نه دے او بې له ولايت نه رسالت ته لاره نه شی پېدا کېدې، او په حقيقت کښې له ښاخونو نه جدا کېدل نه يواځې دا چې له ونې نه جدا کېدل دی بلکې له جرړو او ثابت اصل نه هم جدا کېدل دی يعنې له توحيد او وحدانيت نه جدا کېدل دی.

    لکه پښتون اتل او د قلم او تورې خاوند خوشحال بابا همدا  د رسالت او ولايت عقيده په څومره ښه انداز کښې وړاندې کړې ده چې وائی: (مترجم)

    که پــکار دی وی د خــــداے پېژندګلـی

    پــــېروی د مــــحمـــد کــــړه د عـــــلی

    بس کا دومره ويل که ورته رخصت دے

    مــــحمــــد دے پېغمبر عـــلی ولـــی

    (١) سورهْ ابراهيم, ٢٤ او٢٥ ايتونه
    (٢) عن مينا مولی عبدالرحمن بن عوف عن ابيه يقول: سمعت عبدالرحمن Ö بن عوف يقول: خذوا منی حديثاً قبل ان نشاب الاحاديث بالاباطيل سمعت رسول الله (ص) يقول: انا شجره و فاطمه فرعها و علی لقاحها و حسن او حسين ثمرها و شيعتنا ورقها و اصل االشجره فی جنه عدن و سائر ذلک فی سائر الجنه (شواهد التنزيل ١ ټوک ٣١٢ مخ)
    (3) شواهد التنزيل ١ ټوک ٣١١ او ٣١٢ مخونه