اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. اهلبېت (ع) په مباهله کښې

    اهلبېت (ع) په مباهله کښې

    اهلبېت (ع) په مباهله کښې
    Rate this post

    فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ (١)
    (هر څوک  چې له دې نه پس چې د خداے د وحى په ذريعه د هغۀ له احوالو نه خبر شوې له تا سره مجادله او بحث كوى نو ورته ووايه چې راشئ چې مونږ خپل زامن راولو تاسو خپل زامن راولئ مونږ به خپلې مېرمنې او زنانه راولو او تاسو به خپلې ميرمنې راولئ او مونږ به  خپل نفسونه راولو او تاسو به خپل نفسونه راولئ او بيا به مباهله وكړو ( يعنې د خداے په درګاه كې به يو بل ته ښېرې وكړو) چې په دروغجنو او كافرانو دې د خداے عذاب او لعنت نازل شى))

    پاس ذکر شوے ايت مبارک د مباهلې په هکله نازل شوے دے چې د خداے د ګران رسول (ص) او د نجران د عيسائی عالمانو ترمينځ رامنځته شوې وه. قيصه داسې وه چې د نجران عيسائی عالمانو د حضرت عيسی (ع) په هکله له رسول الله (ص) سره  مناظره وکړه چې په هغو کښې د خداے ګران رسول (ص) د هغوی د غلط فهميو ځوابونه ورکړل او په هغوی باندې يې چې کوم سوالونه وکړل هغوی يې لا ځوابه کړل خو هغوی بيا هم له کج بحثۍ نه کار اخېستو نو بالاخره د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک په حکم هغوی مباهلې ته راوبلل. مباهله هغه وخت کيږی چې په مناظره کښې مقابل لورے هيڅ يو دليل او برهان ته غاړه نه ايږدی نو بيا د دوړو خواو تر ټولو غوره کسان يو مېدان ته اوځی او د خداے پاک په درګاه کښې يو بل ته ښېرې وکړی نو چې کومه ډله خداے پاک ته نزدې وی نو په هغې مقابلې خواوې باندې عذاب نازل شی.

    نو اوس کتل پکار دی چې د نجران له عيسائی عالمانو سره د خداے ګران رسول (ص) کومې هستۍ له ځان سره بوتلې چې خداے پاک ته له ټولو انسانانو نه نزدې وې نو په دې ټول تفسيرونه د حديث او تاريخ کتابونه ګواه دی چې د خداے ګران رسول (ص) د مباهلې لپاره له ځان سره حضرت امام علی، حضرت فاطمه زهرا، حضرت امام حسن او حضرت امام حسېن عليهم السلام واخېستل او له مدينې منورې نه بهر مېدان ته ووتل خو عيسائی عالمان له مباهلې نه په شا شول او هغه ځکه چې د هغوی مشر پادری نورو عيسائی پادريانو ته وويل چې زما دې د عيسی (ع) په رب قسم وی چې زۀ داسې  سپېڅلې څېرې وينم چې که دوی ښېرې وکړې نو د زمکې په سر به يو عيسائی پاتې نه شی او که دا هستۍ غر ته هم حکم وکړی نو هغه به له خپل ځايه وخوزی او په دا ډول يې له مباهلې نه لاس واخېست او د رسول اکرم (ص) په حکومت کښې په امن سره د اوسېدو او کال په کال د جزيې ورکولو فېصله يې وکړه او رحمت اللعالمين هم ومنله او دا مباهله د اسلام په کاميابۍ تمامه شوه.(مترجم)

    اوس په دې هکله د څو کتابونو شواهدو ته پام وکړئ:

    د خداے ګران رسول (ص) د نجران نصاری مباهلې ته رابلل او بيا يې حضرت علی، حضرت فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسېن عليهم الصلوات والسلام په مباهله کښې د ګډون لپاره راوغوښتل نو بس عيسائيانو د مباهلې توان راونه ړو ځکه چې د خپل مذهب په باطلېدو پوهېدل نو په خپل دين باندې د باقی پاتې کېدو لپاره جزيې ورکولو ته تيار شول (١)

    د ام المومنين حضرت ام سلمې (رض) له غلام ابو رياح نه روايت نقل شوے دے چې وې ويل: د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:  که خداے پاک له علی (ع) ، فاطمې (ع) حسن (ع) او حسېن (ع) نه علاوه زيات سپېڅلی او د قدر وړ کسان لرلې نو ما ته به يې فرمايلی وو او هغه به مې د نجران له عيسائيانو سره د مباهلې لپاره بوتلی وو خو ما ته امر وشوچې له دوی سره

    د مباهلې لپاره لاړ شم او دوی د خداے تر ټولو غوره بندګاه دی نو بس د دوی په وسيله د نجران په نصاراو باندې غالب شوم (2)

    له ابوسعيد خدری (رض) نه روايت دے وائی: چې کله فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ… ايت مبارک نازل شو نو د خداے ګران رسول (ص) له حضرت علی، حضرت فاطمه زهرا، حضرت حسن او حضرت حسېن عليهم السلام سره د مباهلې لپاره ووتو. (3)

    عامر بن  سعد له خپل پلار نه نقلوی چې هغۀ وويل: چې کله     فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ… ايت مبارک نازل شو نو د خداے ګران رسول (ص)  حضرت اميرالمومنين، حضرت فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسېن عليهم السلام ځانته راوغوښتل او وې فرمايل: اے خدايه!دا زمااهلبېت (ع) دی.(4)

    ((د ځينو هغو سنی کتابونو حوالې چې پکښې په مباهله کښې د دې پينځو تنو د ګډون ذکر شوے دے: صحيح مسلم کتاب فضائل الصحابه، صحيح ترمذی، مسند احمد بن حنبل، تفسير در منثور، مستدرک، سنن بېهقی، کشاف، تفسير کبير،  نورالابصار، تفسير ابن جرير طبری، صواعق محرقه، اسباب النزول واحدی او داسې نور ډېر کتابونه ـ مترجم))

    (١) احقاق الحق  14 ټوک 134 مخ

    (2) احقاق الحق 14 ټوک 145 مخ

    (3) عن ابوسعيد خدری، لما نزلت هذه الايه فَقُلْ تَعَالَوْاْ … قال: فخرج رسول الله بعلیؤ فاطمه والحسن والحسين (احقاق الحق 14 ټوک 134 مخ)

    (4) عن عامر بن سعد، عن ابيه قال: لما نزلت هذه الايه دعا رسول الله (ص) علياً و فاطمه و حسناً و حسيناً فقال: اللهم هؤلاء اهلی (شواهد التنزيل ١ټوک  124 مخ، احقاق الحق 14 ټوک 131 او 148 مخونه  حمزه بابا وائی:

    پينځو کړل لا جوابه د نجران نصاری                 پينځۀ وو چې تشهير يې د اسلام کړے دے