اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. بي بي نسيبه مازنيه

    بي بي نسيبه مازنيه

    بي بي نسيبه مازنيه
    Rate this post

    بي بي نسيبه مازنيه

    د مسلمانانو او کافرانو تر مينځ د احد جنګ شورو شوے و پيغمبر(ص) د مسلمانانو مشري کوله او حضرت علي ابن ابي طالب د پيغمبر(ص) نا تاويدۀ او توره يې وهله او له هغه حضرته يې دفاع کوله.

    د پيغمبر(ص) ترۀ حمزه(رح) هم په دې جنګ کښې ډېر په ميړنتوب سره جنګيدۀ او کافران او مشرکان يې يو بل پسې په ځمکه غورځول. تر څه وخته پورې هر څه د مسلمانانو په ګټه وو تر دې چې د ځينې سست ارادې او نافرمانه مسلمانانو د لاسه جنګ د کافرانو په ګټه شو او په لږ وخت کښې د پيغمبر(ص) ترۀ د جنګ په ميدان کښې د کافرانو په لاس شهيد شو. او ځينې مسلمانان وتښتيدل او د جنګ ميدان يې خالي پريښود. ځينې منافقانو دا خبره مشهوره کړه چې پيغمبر(ص) وژل شوے دے او د دې خبرې اوريدلو سره نور ګړبړ زيات شول او جنګ د کافرانو په ګټه شو د مسلمانانو زيات کسان پکښې شهيدان شول. يوازې يو څو کسان ژوندي پاتې شو چې له پيغمبر(ص) يې دفاع کوله او په خپله عقيده مزبوت ولاړ وو.

    “نسيبه مازنيه” چې يوه ډېره زړه وره مسلمانه ښځه وه د جنګ اُحد شورو کيدو سره يې د جنګ ميدان ته ځان ورساوۀ. هغې سره د اوبو يو مشک و په ميدان کښې ګرځيدۀ اوتږو مسلمانانو ته يې اوبۀ ورکولې او د زخمي سپايانو درمل يې کاوۀ او د دښمن له سپايانو يې هيڅ ويره په زړه کښې نه وه.

    پيغمبر(ص) له هغې بي­بي خبر و چې ميدان ته راغلې ده نو کله کله به يې هغې ته کتل او د هغې ميړنتوب يې د نظر لاندې ساتۀ. کله چې د احد جنګ د دښمانانو په ګټه شو او مشرکانو دا اراده وکړه چې پيغمبر(ص) شهيد کړي نو نسيبه مازنيه يوه توره په لاس کښې واخسته او بې ځنډه يې په دښمن حمله وکړه. هغې بيا دا خپله ذمه واري نه ګڼله چې زخميانو ته اوبه ورکړي بلکې دغه وخت له پيغمبر(ص) دفاع کول له ټولو مهم وو. هغې زړه ورې ښځې د سړيو غوندې غيرت سره خپل بدن د دښمن د نيزو ډال جوړ کړ چې په دې طريقه پيغمبر(ص) ته هيڅ ضرر ونه رسيږي او زخمي نه شي.

    دغه وخت د اسلام ډېر لوی دښمن چې “عبدالله بن قمثه” ناميدۀ په اس سپور د پيغمبر(ص) په لور يې حمله وکړه او غږ يې وکړ: “محمد چرته دے؟ زۀ به ژوند نه کوم که هغه رانه ژوندې پاتې شي”. نسيبه چې کله دا وليدل چې دا سړے خطرناک دے نو څو نورو مسلمانانو سره يې د هغه لار بند کړه او کلک ورته ودريدل تر دې چې هغه په تښتيدو شو کله چې د پيغمبر(ص) له وژولو ناهيلے شو نو خپلې تورې سره يې نسيبه داسې په اوږې ووهله چې هغه په ځمکه پريوته.

    د احد په جنګ کښې د هغې غيرتمنې بي بي يو زوے هم شهيد شو. کله چې نسيبه دا حال وليد نو د هغه په دښمن يې خپلې تورې سره حمله وکړه او هغه يې وواژه. نو دغه وخت پيغمبر(ص) چې کله دا پيښه وليده نو هغې ته يې وفرمايل: “اے نسيبه خداي تا ته برکت درکړه”.

    د اُحد په جنګ کښې بي بي نسيبه مازنيه ډېر زخمونه وخوړل چې ټول د خداي په لار کښې د جهاد زخمونه وو. د نسيبه زوے وايي: “د اُحد په جنګ کښې وم او له پيغمبر(ص) مې دفاع کوله چې پيغمبر(ص) زما د مور په اوږه سخت زخم وليد او ويې فرمايل: “د خپلې مور زخم دې وتړه خدای ستاسو کورنۍ ته ښه بدل درکړه خدای دې په تاسو رحمت وکړي”. نسيبه ورته وويل: “له خدايه وغواړه چې مونږ تاسو سره په جنت کښې يوځاي شو”. پيغمبر(ص) وفرمايل: “پروردګاره! دوي په جنت کښې زما له يارانو وګرځوه” مور مې د پيغمبر(ص) د دې دعا له اوريدو وروسته وويل: “له دې وروسته په دنيا کښې چې هر څه مې په سر راشي خېر دے”. اخر د وړوکي ټولي په ميړنتيا چې پکښې علی بن ابی طالب، نسيبه مازنيه د هغې خاوند او زوے وو د اُحد جنګ ختم شو او مسلمانان خپلو کورونو ته ستاتۀ شول. خو نسيبه تر ډېره وخته پورې د زخمونو علاج ته پرته وه تر دې چې روغه شوه.

    د کعب لور نسيبه يوه زمانه کښې د “اُم عُماره” په نوم مشوره وه چې د عربو ډېره ميړنۍ ښځه وه. هغه له هغې کسانو څخه وه چې له هجرته وړاندې يې د خدای په رسول(ص) ايمان راوړے و او د عقبه په بيعت کښې يې ګډون وکړ او د خداي د رسول سره يې بيعت وکړ. دې بي بي د خپل ميړنتوب په وجه د اُحد، حديبيه، خيبر، عمرة القضا او حنين په جنګونو کښې ګډون وکړ د ميدان له ميړنيو څخه ګڼل کيده. نسيبه يوه پرهيزګاره، زړه وره، د اسلام او له ولايته دفاع کوونکې ښځه وه. د هغې ايمان او غيرت، هغه دې ته نه پريښوده چې د خدای رسول(ص) په خطره کښې وويني او چپ پاتې شي. هغې د لوړې مرتبې بي­بي په هره طريقه چې وو خپل د زړه او خالصه مينه د خدای رسول ته څرګندوله او هر وخت يې له خدايه دا غوښتل چې په دنيا او اخرت کښې له هغه حضرت سره محشوره وي.