اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. تلاوت، تدبر، عمل

    تلاوت، تدبر، عمل

    تلاوت، تدبر، عمل
    Rate this post

    د قرآن  تلاوت ډير افضل عبادت دےاو ډير کم عبادتونه ورته رسيږي، ځکه چې دا تلاوت په قرآن کې د فکر الهام بخښونکے دے او تفکر او سوچ کول  د نيکو عملونو سرچينه ده .

    قرآن د اسلام پيغمبر(ص) ته فرمايي: «قُمِ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا * نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلا  *أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقرآن تَرْتِيلا …. د شپې په لږې برخې کې  پاڅيږه، د شپې نيمه برخه يا له هغې کمه کړه، يا   ورزياته کړه (بيدار اوسه) او قرآن په دقت او سوچ سره لوله!»[1]

    او ټولو مسلمانانو ته په خطاب کې فرمايي: «فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقرآن؛ هر څومره چې تاسو ته ميسر وي ( کولې شئ) قرآن ولولئ!»[2]

    خو لکه څرنګه چې وويل شول د قرآن تلاوت بايد د هغې په معنا او مطلب  کې د تفکر او تدبر لپاره يوه وسيله وي،او تفکر او سوچ هم بايد په قرآن د عمل کولو مقدمه وګرځي: «أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا؛ ايا هغوي په قرآن کې تدبر نه کوي  يا يې په زړونو قفلونه لګيدلي دي»[3]

    «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقرآن لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ؛ مونږ قرآن  دتذکر لپاره اسان کړ ايا څوک شته چې متذکر شي (او عمل وکړي)!»[4]

    «وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ؛ دا له برکته ډک کتاب دے (چې پر تا مو) نازل کړ نو  له هغه پيروي وکړئ!»[5]

    په دې اساس هغه کسان  چې د قرآن په تلاوت او حفظ بسنه کوي، او په قرآن کې «تدبر» او «عمل» نه کوي،که څه هم له درې رکنونو  يې يو ترسره کړے دے خو دوه مهم رکنونه يې له لاسه ورکړي دي او  په لوي خسران او تاوان اخته شوي دي .
    [1]. مزمل سوره ۲ ـ ۴ آيتونه
    [2]. مزمل سوره ۲۰ آيت
    [3]. محمد سوره ۲۴ آيت
    [4]. قمر سوره ۱۷آيت
    [5]. انعام سوره ۱۵۵آيت