اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. حج کښې تقوا او بندګې

    حج کښې تقوا او بندګې

    حج کښې تقوا او بندګې
    Rate this post

    په دې مقاله کښې ليکوال په کائناتو کښې  موجود د نخښه او علامتونو فلسفه ته اشاره کوې او قرآن مجيد کښې کعبه د توحيد نخښه ګڼې او د حج حقيقت د تقوا او بندګې لنډيز ګڼې او تاکيد کوې چې که چرې يو کس په حج کښې تقوا او بندګې تر لاسه کړه نو دا رنګ به هغه  د حج ټول حقيقتونه ترلاسه کړې.  راځې چې په دې مقاله سره يو نظر تير کړو.

    په کائنات کښي  بيشمره نښې او علامتونه:

    قرآن مجيد، کائنات يو علامت او نښه ګڼي.د قرآن مجيد له نظره علاماتونه او نښې يو خاص مقام اوارزښت لرې لکه څه رنګ چې بی علامتي امکان نه لرې چې د قرآن مفاهيم ترې درک شې او صحيح درک د حقيقت او واقعيت له قرآنی تحليل نه ترلاسه شې.

    په نښو او علامتونو کښې سوچ او فکر کول داڅې امر دې چې د انسان او د کائناتو د پرودګار له طرفه اصلی فرمان دې. انسان له پکار دې  چې د الله تعالی له نښو په توګه په قرآن کښې سوچ و فکر وکړې، او هم دا رنګ انسان  بايد د خپل ځان درون او بهرني هستۍ ته هم د الله تعالی له يوې نښې او آيت په توګه سوچ او فکر وکړې،دا رنګ دې چې  نښې په هر څه کښې اريانوونکې او پررنګه نقش لرې.

    نښې او علاماتونه د پژندلو اوزارو مجموعه ده، چې ځينې حقيقونه  په بل ډول ښکاره کوې. هره يوه نښه اوهر يوعلامت د حقيقت او د باطن يو څو زاويه څرګنده وې.د دې ډول ښکاره کولو په وخت د باطنی حقيقت نه دا علامتونه او نښه د څه نه څه تفاوت لرونکې ظرفيت نه خوندور وې. له دې نښو څخه ځينې داسې دې چې  ډير آسانۍاو سادګۍسره انسان خپل مقصد او نيت ته رسوې، خو ولې بعضی له دې توان او درنښت او د ظرفيت ګټه نه خالې دې.

    هم له دې سببه د آفاقی او انفسی نښو حوزه کښې او همداسې د وجودی او انشائی او لفظی نښو په ميدان کښې د آيتونو د تصريف مسئله مطرح کښېږې. او له يو حقيقت لپاره په سلونو او زرګونو، لکونو او کروړونو نښې وجود لرې لکه څه رنګ چې  پخپله قرآن مجيد فرمائی چې بی نهايت نښې وجود لرې: چې که چرې دادريابونه او سيندونه اووه برابره شې او د هغې اوبه جوهر او مرکب شې چې نښې ثبت کړې نو د نښو(الهی کلمات) خپرولو نه به بيا هم ناتوانه پاتې شې، اوبه  به  وچې شې خو ولې د دې نښو خاپې به انتها ته ؤ نه رسې، له  بلې وينا سره،چې دغه ټولی نښې او علامتونه  چې يکييو حقيقت را څرګنده وې يواځې د نښو او علامتونه خاپې دې چې انسان خپل نفس درک کړې او ځان وپيژنی او بی لاره ورکه نکړې. له دې هر څه سره  انسان نه په دې نښوکښې خپل ځان ورک شې او نښې خپل لومړې والې ترلاسه کړې او حقيقت د هغې څټ ته  ورک شې، نو دا رنګ په هر څه کښې ښکاره هغه يکييو حقيقت په ډيرو نښو کښې دا حقيقت  باطن شې او هغه څه چې څرګنده دې هغه پټ پند وګرزې.

    که ټول څيزونه نښې او علامتونه دې لکه څنګه چې قرآن مجيد يې د آيات په نوم يادوې او که دا ټولې نښې او علامتونه د يو لغت، حقيقت او کلمه خاپه ده چې هغه الله دې، نوبيا ولی ځينې کارونه پکار دې وکړلې شې او بعضی نښو باندې سترګې  پټه کړلې شې او ځينې نښه بايد مغضوب شې اوځينې بايدنابودی شې ؟

    که شيطان د الله تعالی له نښوڅخه يوه نښه وی چې ده او که هغه د الله تعالی له لښکر څخه يوعضووې چې ده، الله جنود السموات والارض ؛( د مځکه او آسمانو لښکری له الله تعالی لپاره دې ) نو بيا ولې ځينو نښوته په درنه سترګه وکتلې شې او منزلت ورته ورکړلې شې او بعضی لرې کړلې شې او نفرت ترې نه وکړلې شې؟

    لکه څنګه چې ذکر شول چې هره يوه نښه د خپل وجودی ظرفيت نښه او هم دا رنګ د تسليميدونکې پيغام او د نښه وجودی ظرفيت کښې سره تفاوت لرې، دغه اختلاف کله ذاتی اختلاف وې او کله ماهوی وې، او کله دا تفاوت رسمی او باوری وې، او کله په حکم د محکماتو او کله په حکم د متشابهاتو وې. په هر حال دنيا د اوبو غوندې ده لکه کله چې ناوه حالت د هاغو ابو پشان دے چې له پاسه راتلی شې اويو خاص  رنګ او شکل واخلی  و از نشانه بودن به سستی و يا شدت ګرايد.

    کعبه، د اطاعت او بندګې نښه:

    کعبه د اطاعت اود بندګی نښه  ده  ځکه چې کعبه د الله تعالی کور دے په دې شان سره چې اينما تولوا فثمه وجه الله ؛هرطرف ته چې مخ کړې هغه طرف ته الله دے . که هره نښه د الله تعالی له نښو څخه ده او هر علامت کښې د الله تعالی نوم پټ دے نوبيا يواځې خانه کعبه ولې نښه ده؟

    انسان يو نشانه ګر او علامت ګر دے او په مادی  او نښانی نړۍ کښې ژوند کوي  نو مجبوره ده چې د الله تعالی له نښو څخه وګرځي . فرښتے دالله تعالی له پاک مخلوقات او موجودات څخه دي لکه څنګه د حضرت آدم عليه سلام د خلقت په وخت له دې نکتې ته اشاره کوي او وائي: چې اے الله مونږ د ستا ثنا او صفت کوؤ نو بل موجودله خلقت ته ضرورت نشته. خو الله تعالی ورته فرمائي: چې نه له دې مخلوق له خلقت څخه مقصديوازې ثنا او صفت نه دے بلکې دغه مخلوق بايد اهل تشبيه هم وي . همدغه دالله تعالی مقصد ؤ چې د عقل له نظره ثنا او صفت کونکی له ثنااو صفت نه علاوه يوه نښه او علامت هم وي چې د الله تعالی جلال او جمال پکښې تجلی وکړي .  هم دې له امله خداے پاک تنزيه ګر او ثناګو پيداکړچې دانسانی له کمال په آينه کښې تجلی اوکړی.

    د دې کمالاتولرونکی انسان بايد له الله تعالی نښه او علامت هم وي.نودارنګ خانه کعبه هم  دتوحيدنښه او علامت ده، چې انسان بی لارې نه شې؛ ځکه چې د الله تعالی ټولې نښې اودهغو دحقيقت تصريف په کامله ټوګه  پيژندګولی ممنکنه نه ده،نو ځکه لازمه وه چې د توحيد يوداسې مرکزې محور وې  چې انسان له خپلې لارې څخه بی لارې نه شې.

     خانه کعبه په خپله يوه نښه ده او د حج مناسک او اعمال يعنی دنښواو علاماتو انبوهې ده چې د آيينې صورت کښې اجرا او انجام کيګې . دغه ټول له دې لپاره دي چې انسان خپل ځان اوخداے پاک اوپيژني  . کله چې له انسان څخه  د حج په وخت غوښته کيږي چې هغۀ قربانی وکړي او وينه او غوښه له  بل چا ته هديه ورکوي له دې څخه مقصد دا نه دے چې دقرباني وينه او غوښه له الله تعالی ته ورسې ، بلکه له دې وينی او قربانۍڅخه مقصد دا دے چې انسان متقې او پرهيزګار جوړ شې . له تقوی څخه مراد دا دے چې انسان له ګمراهۍ نه ځان بچ کړي. کله چې انسان دالله تعالی بندګې او اطاعت لپاره د نړۍ له يو کونج څخه له بل کونج ته د قربانۍ لپاره ځې او هلته دحج مخصوص اعمال او مناسک يو مخصوص صورت تر سره کوي، په حقيقت کښې دغه چاره دهغۀ اطاعت شميرلۍ شې . کله چې له بهره  دې کس ته بل څوک ګورې نو هاغه پوهيږې چې دغه انسان دالله تعالی  په حکم عمل او هاغه اطاعت کوی اودغه ټول عبادتونه فقط د بندګۍاو اطاعت په توګه انجام کوي يعنی په حقيقت کښې دحاجی له دې عمل څخه څرګنديږې چې دا د انسان خالصه بندګې او اطاعت دے چې ترسره کوي يې. که د نړۍ هر يو کس او په هر يو ځاے کښې د حج دغه مناسک او قانوانين او  فلسفې او مقاصد بيان کوې او د عرفات په ميدان کښې له موجودې نه ورستو  غواړي چې د هاغه ( عرفات ) معرفت او حقيقت خلقو ته اوښائې يا د اشواط نه ورسته د توحيد محور او مرکز خلقو ته اوښائې، نوکه څه هم له دې صحت نه سترګې نه شو پټولې خوحقيقت کښې دغه ټولې چارے نښې او علامتونه شمېرل کيږي . هم هاغه سوال چې له مخکني کسانو څخه به کيد، چې په حج کښې ولی قربانې ضرورې ده ؟ هاغه خلق له دې نتيجے ته رسيدلي دي چې بايد وينه او غوښه د خانه کعبی له ديوالونو سره اومخلې شې او يا د آويزان کړي شې چې د هاغو خداے ترې استفاده وکړې. خومونږ بايد له دې ته پام ولروو، چې دالهې تقوا د يقينې او قطعې حکمونو په رڼاکښې د خالص اطاعت او بندګې نه علاوه هيڅکله ممکنه نه ده. په دې کښې شک نشته چې مونږ ټول غواړوو يا نه خو ټول به د له الله تعالی په لورې ځوو خو دا به خه وې چې د عطاعت او بندګۍ سره د الله تعالی سره ملاقات وکړوو.ځکه چې حج  د حقيقت له تقوینه علاوه او تقوا د له الله تعالی حکم  اطاعت نه علاوه ممکنه نه ده . لکه څنګه چې الله تعالی فرمائې :چې ( لا ينال الله لحومها و لا دما ئهاولکن ينال التقوی منکم) سوره حج آيه ۳۷ ، هغه څه چې له دې قربانې نه له الله تعالی ته راسې، هغۀ غوۀه او وينه نه ده بلکه هغه څه چې له الله تعالی ته راسې هغه د ستاسو تقوا پرهيزګرې ده . په حقيقت کښې له دې ټولوچاروڅخه مقصد تقوا او بندګې دے. خانه کعبه د الله تعالی يوه داسې نښه ده چې خپل بنداګان پرې امتحان کوې .نو لازمه ده چې مونږ د الله تعالی آفاقی او نفسانی نښې اوپژنوو چې تری  نه استفاده وکوو.

    حج يعنی تقوی او بندګی

    خداے پاک د قبولی معيار تقوی او بندګی قرار کړی ده او که په حج کښې تقوی او بندګی ترلاسه کړي داسې به هغۀ د حج ټول حقيقتونه ترلاسه کړي او حتی چې د خلقت او د هستۍ له ټولومقصدوه  ته به ورسي.

    اے هغه خلقو چې حج ته تلې يوو چرته يو چرته يو  راشو راشو معشوق دلته دے

    که دغه عشق ، د اطاعت او د تقوا تجلی نه وې نو دغه عشق او حج هيڅ فائده نلرې او دانسان د تکامل سبب نشې جوړيدې . بس حاجيان بايد په حج کښې  يوازې د تقوا او اطاعت فکر وکړې چې فقط دغه د هاغو د آخرت ذخيره او ګټه ده چې د الله تعالی څخه د امانت په توګه باقی پاتيکيږې . د حج نښې جوړيدل او د هغۀ دوجوب فلسفه د الله تعالی د وحدنيت اقرار  او د هغۀ اطاعت دے.  که هر کله مو نښې ترلاسه کړې له  هستۍ له حقيقت ته به نيږدې شوو.