اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. حسینی حماسه او اسلامی ویښتیا

    حسینی حماسه او اسلامی ویښتیا

    حسینی حماسه او اسلامی ویښتیا
    Rate this post

    په محرم میاشت کښې په مسلمانانو کښې دویر ددستورو ترسره کیدل یو ډول عادي ماتم کول نه دي او که چیرې عادي وائ تر دې حده به دخلکو له ټولنیز او فردي ژوند سره نه اخښل کیدل .دعاشورا کړچارونو په دې سربیره چې دشهادت غوښتنې ، ځوانمردۍ او حماسې دروحیې او پایدارۍ په رامینځته کولو کښې تل رول لوبوي دټولنې دغړیو ترمینځ وحدت او کوټلتیا هم پیاوړي کوي .
    عاشورا یوه داسې ستره پیښه ده چې په یو شپیتم (۶۱)هجري قمري کال کښې یعني په شپږ سوه اتیایم(۶۸۰) میلادي کال کښې په کربلا کښې رامینځته شوه او حماسه رامینځته کونکي او په عین حال کښې بوږنونکي پیښې ددې سبب شوې چې دیوې ترټولو تل پاتې تاریخي پیښې په توګه مطرح شي .
    عاشورا په ټولنیزو او فردي ډګرونو کښې ډیرکارندوالي لرلي دي او داسلام دتاریخ په اوږدو کښې دډیرو پیښو او غورځنګونو سرچینه شوي ده .
    داسې رول چې عاشورا دمسلمانانو په ژوند کښې لوبولی دی بې شکه دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دملګرو دشخصیت او دیزید دحکومت دظلم په وړاندې دهغوې دمقاومت او دریدا منندویه دی .
    تراوسه دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دتل پاتې غورځنګ په ستاینه کښې په سلګونو کتابونه ، مقالې ، فیلمونه ، شعرونه او هنري اثار خلق شوي خو ددغه پیښې جذابیت او د هغې بې ساري شخصیتونه دبشر لپاره اوس هم پرځاې پاتې دي .
    داسې جذابیت چې سبب کیږي مسلمانان ددنیا په ګوټ ګوټ کښې دمحرم په ورځو کښې ددغه پرهیزګار او زړور پیشوا په یاد او خاطرې سره دنیا ته بل رنګ ورکړي .
    په محرم میاشت کښې په مسلمانانو کښې د ویر ددستورو ترسره کیدل یو ډول عادي ماتم کول نه دي او که چیرې داسې وائ نو تردې حده به یې دخلکو له ټولنیز او فردي ژوند سره نه اخښل کیدل . د عاشورا کړچارونه په دې سربیره چې دشهاددرولودلی په دې سربیره چې دشهادت غوښتنې ، ځوانمردۍ او حماسې دروحیې او پایدارۍ په رامینځته کولو کښې تل رول لري دټولنې دغړیو ترمینځ وحدت او کوټلتیا هم پیاوړی کوي .دغه راز هغه هینداره چې عاشورا یې زمونږ په وړاندې راولي تر دې حده روښانه او شفافه دهی چې هر کس په هغه کښې خپله بیلګه لیدلای شي .
    دعاشورا په پیښه کښې هغه څه چې اهمیت لري دهغې دوام او بقا ده چې تراوسه خوځنده او اغیزشیندونکي ساتل شوي ده او همدغه چاره دعاشورا دکړچارونو دپیاوړتیا سبب شوي ده .
    خو تراوسه دعاشورا دپاتې کیدا سبب څه دی ؟ولې هغه واکمنانان او خلک چې دغه غمجنه بوږونکي پیښه یې رامینځته کړه له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل نوموړي پیښه په دې ډول چې غوښتل یې تحریف او راتلونکي خلکو ته منتقله کړي .؟ایا دهغه وخت رسنیو کوم کارندوالی نه درلود یا داچې دعاشورا دپیغام دانتقال رودې له نورو پیښو سره کوم تفاوت درلودلی .؟
    دعاشورا دورځې دپیښو په انتقال کښې د رسندویو د مهم رول او دحضرت امام حسین علیه السلام دشهادت په هکله دشننې لپاره دې خبرې ته ضرورت شته چې لومړۍ په دودیزې ټولنې کښې په ارتباطاتي رودو غور وکړو .
    شفاهي کلتور او مخامخ خبرې اترې په تیرو وختونو کښې درسنیو ځانګړنه ده داسې وخت چې کلتور داوس په اندازه لیکل شوی نه وو او د اعتبار او دارزښت داعتبار بیلابیلې بڼې یې لرلې چې کولای یې شو له عادي خلکو سره ارتباط ټینګ کړي .
    په بازارونو ، عمومي میدانونو او کاران سرایونو کښې او دقهوه خانه په شان ځایونو کښې دخلکو شتون نه یوازې داوزګاره وختونو دتیریدا سبب کیدل بلکې داطلاعاتو درسولو ، دشیانو دیادولو او دتجربو دانتقال سبب هم کیدل .
    دغه ارتباطي چینل که څه هم پیړیو پیړیو دوام درلود خو تر یوه حده بدل شو او دهغوې له زړه نوي رسنۍ راپورته شوې .
    په موډرنو رسنیو کښې دخبرتیا او داطلاع رسونې کړچارونو ته پام وشو او مخاطبان هم په نويو لیکو کښې شامل شول .
    خو په پراخه اسلامي نړۍ کښې رسندوي ارتباط ځانګړي بڼې لرلي دي چې له نورو دینونو سره اساسي توپیر لري .
    دبیلګې په توګه جوماتونه ، ددیني علومو مدرسې او په مسلمانانو کښې دجمعې او جامعې دلمانځونو په شان دستورې ځانګړی اهمیت لري او مهمې رسنۍ ګڼل کیدلای .
    جومات د اسلام دین یوه ګرانبیه بریا ګڼل کیږي .
    مدینې ته داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص دهجرت پیښه داسلام لپاره دحکومت دیوې اډې او مرکزیت درامینځته کولو په معنا وو تردې چې مسلمانان دپیغمبر اکرم ص ګیرچاپیر راغونډ شي او داسلامي ټولنې لومړني بنسټونه کیږدوي .
    داسلام ګران پیغمبر حضرت محمدص په لومړي ګام کښې دقبا جومات او ورپسې دالنبي جومات په جوړولو سره دغه وحدت پیاوړی کړ او دمسلمانانو دنورو چارو، لمانځه او عباداتونو لپاره یې یو شمیر مرکزونه جوړ کړل .
    په دغه جومات کښې دخدای دګران رسول حضرت محمدص پروګرامونه اعلانیدل او خلک دعبادت او نورو دستورو لپاره هلته راغونډیدل .
    مسلمانانو به حتی داسلامي ټولنې دمسایلو په باره کښې په جومات کښې سلامشورې کولې .
    دغه چاره سبب شوه چې جومات سوکه سوکه په یوه رسندوي مرکز بدل شي او خلک له جومات څخه خبرونه ترلاسه کړي .
    په تاریخ کښې راغلي دي چې داسلامي ټولنې واکمنانانو او لویانو به په جومات کښې مهمې ویناګانې کولې او حتی له مهمو پیښو دخلکو خبرولو لپاره به یې هغوې جومات ته وروبلل .
    دعاشورا دپیښې په باره کښې باید وویو چې جومات دیوې رسنۍ په توګه له عاشورا وورسته ددغه حماسې دپیغام په انتقال کښې مهم رول لرلی دی .
    په منبرونو باندې ددین دپیشوایانو کیناستل او دامام حسین علیه السلام دپاڅون دماهیت په باره کښې ایشواکونکي ویناګانو تل جوماتونه خلکو ته داطلاع ورکولو لپاره په یوه مرکز بدل کړي دي .
    څرنګه چې دبني امیه ظالم حکومت د علشورا د پیښې داصل په باره کښې دڅه لیکلو اجازه نه ورکوله په جوماتونو کښې دعاشورا دپیښې خوله په خوله انتقالیدل او ویناګانې خلکو ته دعاشورا دپیښې دانتقالیدا او دهغوې دخبریدا سبب کیدلې.
    دایران څیړاند ډاکټر ناصر باهنر په جوماتونو کښې دعلماو او تقریر کونکو دپوهه بخښونکو ویناګانو په څنګ کښې دمرثیو یا ویرنو دغونډو ترسره کول هم یو ډول رسنۍ ګڼي چې په پیړیو پیړیو کښې یې دعاشورا پاڅو ن له په پایدارۍ سره مرسته کړي ده.
    له دې سره سره چې دویر دغونډو ترسره کول داسلام په تاریخ کښې اوږده مخینه لري خو په اوسني ډول د مرثیو ویل او روضه لوستل څو پیړۍ مخینه لري .
    ویناوال دعاشورا دپیښو او امام حسین علیه السلام دفلسفې په بیانولو سره خلک خبروي او نوحه ویونکي په غم ا و ویر سره دعاشورا غمجنې پیښې په شعر سره خلکو ته وړاندې کوي او د ویر دستورو ته ولوله ورکوي .
    په تیرو څو پیړیو کښې په جوماتونو ، امامباړو او حتی دخلکو په کورونو کښې دروضې لوستلو غونډې ترسره شوي او دایران په کلیو او ښارونو کښې دخلکو په مینځ کښې یې ددیني رسنیو په توګه عمل کړی دی .
    دغه غونډې په ټول ایران کښې ترسره کیږي خو دهرې سیمې ځايي کلتور ته په پام سره دعاشورا دپیښې دویر دستورې خاص رنګ او ولوله لري .
    داسلامي دنیا په ګوټ ګوټ کښې هر ملت دخپلو هنري او کلتوري ځانګړنو پراساس له نورو رسنیو دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دملګرو دزړورتیاو او دکربلا دپیښې دانتقال او دهغې دپاتې کیدا لپاره مرسته ترلاسه کړي ده .
    ایرانیان له ډیر پخوا راهسې دنندارې له هنر سره ډیره مینه لري او په ایران کښې دنندارې دهنر بیلابیل ډولونه دود دي .»
    دایران څیړاند او لیکوال جابر عناصري وايي دمذهبي غم دنندارې هنر یوازې په ایران کښې رامینځته شوی چې یو اسلامي هیواد دی خو دخپل تاریخ له تیروخت په استفادې سره توانیدلی هغه ته له اسلام دین سره پیوند او ارتباط ورکړي او یو مذهبي او اییني هنر راوپنځوي .
    هغه و ايي دایران دنندارې هنر دکربلا له پیښې دایرانیانو له ژور اغیز سره غوټه خوړلي ده او توانیدلی دی تعزیه راوپنځوي .
    دتعزیې معنا دخپلو مړو شویو خپلوانو دیادولو لپاره دویر ددستورو ترسه کول دي او په اصطلاح کښې یوه مذهبي ننداره ده چې دمحرم میاشتې د ویر دمراسمو په وخت ددین له ولیانو سره دخلکو دمینې او ارادت دښودلو لپاره ترسره کیږي .
    دتعزیې رسمي بڼه کابو له څلورم هجري قمري کال یعني له لسم میلادي کاله څخه پیل شوه او له هماغه وخته خلکو په پراخ ډول د تغزیې په دستورو کښې ګډون کاوه .
    په دغو غونډو کښې لومړۍ دکربلا پیښه بیانیدله او ورپسې خلک په ډلو ډلو کښې کښې په خاصو ادابو او ترتیب سر ه په ښار کښې ګرځیدل او دویر مراسم به یې ترسره کول .
    خو په ایران کښې دصفویه حکومت قدرت ته په رسیدا سره ددیني شعرونو دویلو او دکربلا پیښې په نظم کښې د راوستلو بهیر پراخ شو .
    ددغو شعرونو په وسیله په تعزیې کښې دنندارې اړخ وده له سترو انځورونو او دایران دموسیقۍ له کارولو سره یوځاې شوه او هغه یې خلکو ته دعاشورا دپیغام په رسولو کښې په یوې قوي رسنۍ بدله کړه .
    په پیړیو پیړیو اوږدو کښې په تعزیې کښې ددیني حماسو اومیړنتوب کارونو بیانول سبب شول چې خلک که دهرې پرګنې او عمر وي او که ښځه او سړی وي دغو نندارو ته وروکاږل شي او دتعزیې ترسره کول په ټول ایران کښې دمحرم دمیاشتې د یوې دود په توګه په لومړیتوب کښې ورشي .
    حتی دخلکو عمومي اعتقادات په دې خبرې ولاړ وو او دي چې په دغو غونډو کښې ګډون او دهغوې کتنه د روح دپاکې او دګډون کونکو دمعنوي اجر سبب کیږي .
    دتعزیې دهنر اوږد تاریخ ته په کلي کتنې سره وینو چې په دغه دودیزې دیني رسندۍ کښې دپیغام دوړاندې کولو رودې ځانګړی تنوع او ډول ډول والی لري او دغه پیغام په بلې هیڅ رسنۍ کښې نه لیدل کیږي .
    دمخاطب ژبې له نږدې او متنوعو او ډول ډول رودو استفاده سبب شوي ده چې تعزیه ددیني رسنیو او ارتباطاتو په دنیا کښې یوی نوی کار و وسي .
    دموسیقۍ عنصر، او له غاړې سره یوځاې منظوم کلام او داشارې ا و کنایې له ژبې او استعارې ګټه پورته کول او په امامباړو، او عمومي ځایونو کښې دتعزیې اجرا کول له تعزیې یوه بې ساري رسنۍ جوړه کړي ده چې توانیدلي ده په ایران سربیره حتی په نورو هیوادونو کښې هم ډیر مخاطبان او مینه وال پیدا کړي .
    هغه څه چې دکربلا دپیښې په اړه او په اسلامي ټولنو کښې په دودیزو رسنیو غور کولو لاس ته راځي دادي چې دغو ارتباطاتو د هر ملت او هیواد له کلتوري ځانګړنو سره غږملتیا لرلي ده خو ثابتې ځانګړتیاوې هم لري .
    ددودیزو رسنیو اصلي ځانګړنه ددیني علماو رول او په هغو کښې دخطیبانو رول دی چې دغونډو په ترسره کولو او دخلکو په مینځ کښې په ویناګانو او ماتم کولو سره توانیدلي دي دعاشورا دپیغام په پاتې کیدا کښې رغنده رول ولري .
    د دغو رسنیو مخاطبان عادي خلک وو او دي چې دحضرت امام حسین علیه السلام له غورځنګ سره دمینې په دلیل دهغه حضرت دویر او ماتم و په غونډو کښې ګډون کوي .