اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. حضرت يوسف عليه السلام

    حضرت يوسف عليه السلام

    حضرت يوسف عليه السلام
    Rate this post

    سپين سبا شو، ځلانده لمر وړانګينې وزرې پراخه نړۍ وغوړولې او يوسف د يو خوږ خوب له ليدلو وروسته را پاځيد. لايې ځان هم سم کړی نه ؤ او په خندا خندا د پلار په لور وزغاست، د يوسف خوله ، له خندا ډکه او مخ يې له خو ښۍ غوړيدلی ؤ.

    پلار ته يې وويل بيګامې يو خوب وليد چې ډير خوندور ؤ دې خوب زما ځان لاڅه روح وځلاوه او د خوشحالۍ څپې مې په ګرد وجود کې وزغلېرې، خوب مې ليد چې يوولس “11” ستوري، لمر او سپوږمۍ ماته سجده کوي.

    د يعقوب ټنډه وغوړېده، د سترګو په منځ کې يې د خوښۍ لمر وڅرکېد او زوی ته يې وويل: د زړه سره دايو رښتينی خوب دی او ستا هغه بری او لوړ اوی چې ما اټکلاوه ثابتوي او هغه نيك بختي چې ارمان مې وه څرګندوي. ای زما د سترګو توره ، دا خوب د هغو لورينو او لوړ اويوزېری دی چې لوی څښتن به يې درکوي.

    خو پام چې دا خوب دې وروڼوته ونه وايې، تا خو ليدلي چې دوی د هغو پاملرنو او پيرزوينو په وجه چې په تا او بنيامين يې لرم له تاسو سره څومره حسد کوي، وروڼو دې تر اوسه په احتياط له تاسره رخۍ او دښمني کولې، او مرز (بريد) يې يوزاې د پېغورونو او خولې تر حده ؤ،خوکه خوب دې ورته واوروې،کيدی شې د حسدلمبې يې زياتې  شي او پټې مير څمنۍ ښکاره شي ، کوم خطرناک چل درته جوړ نه کړي، ځکه چې شيطان له هغوی سره دی، او هره شيبه کيدی شي د شيطان په لومه کې پريوځي.

    يوسف لاتنکی هلک دی، ښکلي غړي او زړه وړونکې څيره لري، د يوسف مور بی بی راحيله وفات شوې ده، يوسف او ورور بنيامين يې په اتلس کلنۍ کې چې د مور تودې او مينه ناکې سينې ته يې اړتيا لرله پريښي او تر منونو خاورو لاندې ويده ده.

    يعقوب له دغو دوو يسيرانو سره ډېره مينه کوي، مور يې نشته نو پاملرنه يې زياته ده او اوس خو دې خوب د يعقوب زړه د يوسف مينې لا خړوب کړ، خو د بنيامين او نورو وروڼو له سترګو د مينې دا بدلون پټ پاتې نه شو ځکه چې هغه د چا خبره مينه او مشک نه پټيږي.
    د يوسف د وروڼو غونډه:

    آخر د يوسف د وروڼو په رګونو کې د حسد درد وغځېد رخه يې راوټوکېده، کينه يې راوځوښېده او سره راغونډ شول چې د يو بل په سلا کوم پلان جوړ کړي.

    يو ورور وويل: تاسو نه ګورئ چې پلار مو له يوسف او ورور سره يې څومره مينه کوي، زه نه پوهيږم څه شي زموږ او پلار د زړه تر مينځ خنډ اچولی او کوم څيز موږ د يعقوب په سترګو کې سپک کړي يو، ولې موږ له يوسف او بنيامين مشران نه يو؟ ولې زموږ تجربه له هغوی  کمه ده؟ موږ خو هم پلار ته ګټه کوو او خيال يې ساتو؟ نو يعقوب ولې له دوی سره ډېره مينه کوي؟ په دوی کې څه داسې کمال دی چې موږ يې نه لرو که نه د دوی مور راحيله زموږ تر موره د يعقوب زړه ته ډېره نزدې وه، که داسې وي نو په دې کې زموږ څه ګناه ده، زموږ دا پلار خو له  موږ سره سراسر زياتی کوي.

    بل ورور يې وويل: د يعقوب په زړه کې د يوسف او بنيامين مينه داسې راټو کيدلې لکه ګوتې چې په لاس کې ولاړې وي نو زما په خيال که موږ په دې چاره پر يعقوب باندې اعتراض وکړو هيڅ ګټه نه کوي، مينه خو له زړه سره تعلق لري او هيڅ چاره يې نه کيږي ځکه چې زړه په عقل حکومت کوي نو عقل زموږ دليلونه چيرته مني زما په خيال تر څو چې يوسف وي موږ د پلار په زړه کې ځای نه شو موندلی.

    دغو دوو وروڼو زموږ ژوند تورتم کړی دی د دې درد چې زموږ زړونه ځوروي او زموږ خوبونه يې تښتولي، درمل دادی ځې يوسف په څه چل له منځه يوسو، يا يې په دښته او ځنګله کې پريږدو چې کوم ليوه يا بل داړونکی يې وخوري يا يې د دښتې په ريګو کې ښخ کړو.

    که يوسف له منځه ووځي نو پلار به موږ ته نزدې شي او خپل کمښت او محروميتونه به د پلار له مينې پوره کړو بيا به توبه وکړو او خدای به مو وبخښي.

    يهودا چې په ټولو وروڼو کې هوښيار او ځيرک  و وويل: موږ د يعقوب پيغمبر بچي او د ابراهيم زوزات يو، عقل لرو دين لرو، د يوسف وژل له عقل سره سمون نه خوري، او دين هم د دې کار اجازت نه راکوي. زه خو يې په وژلو سلا نه يم، يوسف ښکلی هلک دی له ګناه پاک دی او بد يې هم راسره نه دي کړي زه خو وايم که تاسو ټول غواړئ هغه له خپل ژونده وباسئ، دا د بيت المقدس کوهی شته په دې کې به يې واچوو.هره ورځ قافلې تېريږي څوک به يې له ځانه سره بوځي، په دا ډول به هم له ده خلاص شو او هم به مو لمنه د ګناه له داغه پاکه وي.

    ټولو وروڼو د يهودا مشوره خوښه کړه، شپه يې پرې فکر وکړ او د سبا لپاره يې پروګرام جوړ کړ.

    کله چې لمر راوخته نو پر خپل شيطاني پروګرام يې عمل پېل کړ، پلار ته ورغلل او وې ويل باباجانه يوسف زموږ ګران ورور دی، موږ ټول ستا بچي او ستا د مينې په لړۍ کې پييلي يو ، له تا غواړو چې سبا يوسف له موږ سره چکر ته پريږدې چې دی هم له ځان سره بوځو، سيل وکړو، شنه شنه پټي ووينو، او هوا بدله کړه، کله چې موږ مال څروو يوسف به يو څه لوبې وکړي البته موږ به د خوږ ګوتې په شان د هغه خيال ساتو ، يعقوب چې زړه يې راز راز انديښنو لړزاوه او ديوې ترخې پيښې اتکل يې کاوه وويل که يوسف له ماليرې شي زړه به مې پړق وچوي، زه ويريږم چې تاسو له يوسفه غافله شئ او کوم ليوه يا داړونکی يې مات کړي.

    د يوسف وروڼو وويل څنګه کيدی شي چې مونږ دومره پياوړيي زلمي ورسره وو او ليوه يې رانه مات کړي.

    حضرت يعقوب وويل په دې شرط يې درسره پريږدم چې پوره پوره خيال يې وساتئ او يوه شيبه ترې غافله نه شئ.
    په وينو ککړخت :

    شپه سبا شوه او يوسف له خپلو وروڼو يې د کوهی لاره ونيوله او لا کوهی ته نه وو رسيدلي چې له خپلو سپيرو موخو يې پرده هسکه کړه، زړونه يې تور او طبيغتونه يې سخت شول ، له يوسفه يې کميس وباسه او بيا يې يوسف کوهی ته ارتاو کړ، داسې تنګې سوړې ته چې تودې اوښکې يې چانه ليدې او کوکارې يې چانه اوريدلې.

    د يوسف وروڼو خيال کاوه چې کوهی ته د هغه له غورځولو وروسته به يې دغوسې او حسد اورغلی شي او د پلار په ټپونو به ملهم کيږدي او يوسف به يې هېر شي.

    دوی تدبيرونه کول خو تقدير په دوی پورې خندل ، کله چې لمر خپل زيړ څادر د نړض له ټټره ټول کړ او هر ځای د تيارې تو ټيکری خپور شو د يوسف خت يې په وينو ککړ کړی ؤ پلار ته يې وښود اووې ويل پلاره ته چې په څه ويريدې هماغه وشول ، موږ يوسف له سامان او جامو سره کښينولی ؤ او په لوبو لګيا وو چې يوه ليوه پر يوسف بريد وکړ او هغه يې وخوړ، يوازې دا سور کميس ترې پاتې دی ، خوږ ورور يې رانه يووړ ، زړه موله غمه جوي او اوښکې مو له سترګو نه ودريږي.

    يعقوب چې  هغوي په چل او حيلې پوه شوی ؤ او پوهېده چې خدای تعالی يوسف ته بل شان تقدير ليکلی دی ، زامنو ته وويل ستاسو نفس پر عقل برشو ، خو زه به په زړه د صبر کاڼی کيږدم چې حقيقت روښانه او ستا سو نقشه رسوا شي خدای دې زما مل وي.

    د شپې تيارې د کوهي تورتم څو چنده کړی، د کوهی وژونکې غليا يوسف په غيږه کې نيولی او دا تنکی هلک د سختۍ شيبې شماری ، خو خدای تعالي غوره او خوښ بندګان په همداسې ازميښتونو او کړاوونو ازمايي چې په راتلونکې کې يې د ﻻ ډېرو ستونزو او لويو ربړو په وړاندې مقاومت زيات شي، رښتيا چې د يوسف مصيبت لوی دی ځکه چې که دا بلا لوی کس ته پيښه شوی دای نو پوهيده  چې څه وکړي خو يوسف ﻻ ماشوم و او د ژوند تودې سړې يې نه وې ليدلې.

    هو که بل چا پر يوسف داټکه غورځولې وي نو زړه به يې دومره مات نه و او په کلک زړه به يې مقابله کوله ، هغه خو دې خبرې ځوراوه چې خپلو وروڼو ورسره نادوده کړې ،له ځان سره به يې دغم ټپه کله او ويل به يې په دې نه يم چې څه راسره وشول،دامې ځوروي چې چا راسره وکړل.

    يوسف په څاه کې اخوا ديخوا وکتل له کرارو اوبواو دهوا د شغهار له اورېدلو پرته يې بل څه نه احساسول، کوهی تنګ دی، د يوسف زړه رڼا غواړي، ځلانده سپوږمۍ غواړي پړقيدونکي ستوري غواړي.

    اوس يوسف وږی هم دی څه به کوي د خېټې اور به څنګه مړکوي.
    د مصريانو قافله:

    که څه هم يوسف په کوهی کې ګير دی، خو خدای يې ملګری دی پاک رب به ډير زر د هغه زړه کلک کړي، خدای تعالی يوسف ته وحی وکړه صبر ته پناه يوسه ،چې د څاه له تنګۍ دې وژغورم ،ناڅاپه تت شان اواز د يوسف پر غوږو ولګيد غوږونه يې ور څک کړل، زړه يې غوښتل ټول ځان يې غوږ غوږ شي چې اواز د څه دی.

    هو، غږ ورو ورو نزدې کيده داخو د ښکالو ږغونه دي، د اوښانو او د سپو اواز راځي، ښايي کومه قافله راغلې وي، هو کاروان دی ، اميدونو وخندل ،هيلو غوټۍ وسپړلې او د يوسف د ژغورنې وخت را ورسيد.

    قافلې د کوهی په خو اکې واړول، د جر يونو کړنګا ودريده د څاروان غږ د يوسف غوږو ته ورسېد ،د هغه زړه يې وترنګوه، د اوبو د هغې سندرې په شان چې د غره له څوکې راتوييږي او د تږي د زړه تارونه چيړي، د څاروان حکم د يوسف زړه ته د هيلې يو بل څرک و ،څاروان وويل: له کوهی اوبه را وباسۍ چې ځانونه او مالونه خړوب کړو، او ډوډۍ هم پخه کړو که خوښه مو وي دلته به لږه دمه وکړو بيا به ځو.

    د قافلې مشکی سلواغه کوهی ته ور واچوله، ډولچه کوزه شوه او يوسف ور ودانګل، د ژي خاوند ليدل چې يو ښکلې هلک په پړي پورې نښتی دی، چې مخ يي د سپوږمۍ په شان ځليږي نو چغه يې کړه زيری مې درباندې مريه مې پيدا کړ.

    د قافلې وګړي راغونډ شول په وېره او حيرانتيا يې يوسف نه کتل او اخر په دې سلا شول چې مصر ته يې بوځي او خرڅ يې کړي.

    رښتيا که په قافله کې څوک د مهربان زړه خاوند وی يا يې ارواوې پاکې وی، نو له يوسف به يې پوښتنه نه وی کړي چې ته څوک يې؟ او هغه به يې کورته نه وستون کړی؟ خو هغه د چاخبره پيسو ته ډېر کم کسان ځان ټينګولی شي.

    د قافلې جرسونه تيا و ګړنګيدل ،يون پېل شو او په مصر کې يې واړول.
    يوسف ليلام شو:

    د خدای تعالی نازولی ازاد او پتمن پيغمبر يوسف د مصر د مريانو په بازار کې ليلام شو، پلورونکو په ډيره کمه بيه خرڅ کړ، خدای تعالی د يوسف د خرڅلاو په باب په قرآن کريم کې فرمايي: په ډېرو کمو پيسو يې خرڅ کړ . د قافلې وګړو د يوسف په خرڅولو کې له بيړې ګار واخيست او په يو څو درهمو يې ځکه خرڅ کړ چې وېرېدل خبره رسوا او خوره نه شي او څوک په حقيقت پوه نه شي، که نه يوسف يې که له سرو زرو سره تللی وی بياهم خرڅيده.

    د مصر باچا، عزيز، لومړي وزير او د ښاروالۍ ستر مشر چې « قوطيفار» نومېده يوسف وپېرود، د مصر باچا ددې ګران بيه ملغلرې اصيل توب او سوچه والی د هغه په څېره کې وکوت او خپلې ملوکې (زليخا) ته يې وويل: هسې خو دا هلک مريه او غلام ښکاري خو له کړو وړو او پاکو خويونو يې داسې بريښي لکه چې د پاکې وينې او لوړو اخلاقو څښتن وي، د ده خيال ساته او پام چې دعا مو خدمتګارو په شان يې ونه ځوروې، زه باوري يم چې کله لوی او زلمی شي زموږپه ګټه به وي، يا به يې خپل زوی کړو. يوسف په ډيرې مينې، پاکۍ او نيکو اخلاقو سره د مصر د واکمن  عزيز په کور کې لوی شو او هغوی به هم ورسره ډيره مينه کوله.
    د ښکلا بلا:

    يوسف لا د کوهی غم له زړه نه و تږلی چې د زمانې ګنډونکي يې په اندامونو يو بل غم وروګنډه چې په دې نوې شکنجې سره خپل هوډ لاپياوړي او خدای تعالی ته لانزدې شي.

    داځل د زمانې پيښو د هغه د ښکلا له لارې غم ورسۍ پرانستله او د هغه د ځوانۍ پاکۍ او ښکلا له لارې يې بريد وکړ، خپل ښايست يې د غاړې بلا شوه او داسې بلا چې څو کاله يې د بند په تورتمونو کې د هغه پښو ته زولنې واچولې د شاعر خبره که ګل ښکلا نه لرلی د جبې له منځه به د جنايتکار لاس ولې راويسته او د هغه د ژوند مزی به يې ولې شلاوه.

    يوسف و عزيز مصر په کور کې په کار بوخت شو، د وخت پيښو هغه ته داسې فرصتونه برابر کړل چې خپله نيکي،پاک لمني، امانتداري او غوره والی څرګند کړي، د عزيز په زړه کې باور پېدا کړی او د هغه ځانګړې ماڼۍ ته لاره ومومي، د يوسف غوره اخلاق د دې سبب شول ځې د عزيز په کور کې د ازادو نجيبو او درنو کسانو او د عزيز په زړه کې د نيکو هلکانو ځای ونيسي، يوسف د زمانې په لمنه کې وروزيد، د ځوانۍ پسرلی پرې ګډ شو، د هلکو الی خرقه يې وويسته او د ځوانۍ خلعت يې واغوست، خو څومره چې د ځوانۍ پر لار روان و د عزيز مصر د ميرمنې زړه يې هم مشغول کړی و، هغې به سهار مښام د يوسف خيال ساته، په ناسته پاسته کې يې څاره ،په خوراک څښاک کې يې تر سترګو لاندې و او په تګ راتګ کې ورته غلې وه، په همدغو کتلو راکتلو او د سترګو په لوبو کې د يوسف غوره والی د عزيز ماندينې ته غوټۍ ټوکيدلې، په راګونو کې يې د هغه مينه زغليدلې او په ساګانو کې يې د هغه ارمانونه په زړه کې پالل او په خوشو او بېلوشپو کې به يې د هغه چورتونه وهل.

    ځو دا څنګه کيدی شي چې د عزيز ښځه يوسف ځانته وګروهوي، هغه د باچا ميرمن ده، ملوکه وه، په ماڼۍکې رعب او مقام لري او په مصر کې د هغې د ميړه سترتوب د هغې درناوی او ستراوی ګڼل کيږي.

    د مصر د ملوکې لپاره ښه داده چې په خپلې ګروهنې او هوا لاسبرې شي، د خپل نفس سر زوری نيلی وځپی او له اروا د هوس جرړې غوڅې کړي خو، څه وکړي کله چې يوسف ويني زړه يې ورګروهي او د يوسف مينه يې په زړه کې لا کلکيږي لکه شاعر ځې وايې :

    له عشقه زمالوی درد دادی

    چې يارو مې په څنګ کې دی خوله لاسه لرې.

    د هغه خړ اوښ په شان چې په سپېره دښته کې له تندې مري خو پر ملا يې د اوبو ژی پروت وي.

    کله ځې د مصر د ملکې مينې د هغې زړه تنګ او ځان رنځور کړو، وې پتيله چې د خپل نفس غوښتنې ته ځواب ووايي او په دوکې سره يوسف ځانته را کاږي، خو دا خيال يې هم کاوه ځې پخپله و نه  شرميږي او د قدرت له ماڼۍ کوزه نه شي نو په چل ول او ډول ډول طريقو سره يې ځان يوسف ته وړاندې کړ چې شايد د هغه روح تسخير کړي او هوس يې راوپاروي.

    هو ،د مصر باچا چې يوسف يې په خپله توده غيږه کې منلی په خلاصه ټنډه او اخلاص يې د هغ هر کلی کړی او د کور ستر او پرده يې ترې مات ګړي، څنګه د هغ د ښځې په باب خيانت وکړي اود خپل محسن له باوره ناوړه استفاده وکړي، خو د يوسف په لاس ورنغی نو سوزنده مينه يې لالمبه کړه، له ځانه سره يې وويل يوسف په اشارو کنايو نه پوهيږي  بايد عملاً ګام پورته شي، د هغې د صبر جام تمام شوی او هغه د يوسف نوره پامي نه شي زغملی.

    ښځې فيصله وکړه او ځان يې د وروستي پړاو لپاره تيار کړ خپل هدف ته د رسېدا لپاره يې د واکمنۍ امسا په ځمکه وتوغله او د مينو پېغلو جامه يې واغوسته، د عزيز ښځې يوسف خپلې حيله ګاه ته وغوښت، يوسف خو نوکر ؤاود عزيز د ميرمنې خبره يې نه شوه ردولی، کوټې ته ورننوت، ښځې ورونه وتړل، پردې يې راکاږلې او يوسف ته يې وويل زه درته تياره يم.

    که څه هم يوسف د ځوانۍ په پسرلي کې دی، اندامونه يې تاند او غړي يې تازه دي، فکر يې ازاد او د ژوند حال يې سم دی خو يوسف د عقل په پيو لوی شوی، د رسالت په لمنه کې روزل شوی او خدای تعالی د پيغمبرۍ لپاره چمتو ګړی دی .

    يوسف د زليخا په ځواب کې وويل: زه له دې خدای ته پناه وړم چې ستا ارادې ته سر کيږدم او ناشونې ده چې زه له خپل بادر او څښتن سره خيانت وکړم ځکه چې زما مالک پر ما ډېر احسانونه کړي دي، زه د هغه لورينې په لغته نه شم وهلی، که ورونه وې تړلي او پردې دي ښکته کړې دي خدای تعالی خو د سترګو له خيانته او د زړه له احواله خبر دی، زه ستا غوښتنې ته نه شم تيار ېدی.

    د مصر ملکه له خپلې دومره د بدبې ، ښکلا او نازو ادا سره يوزلمی ځانته غواړي، زلمی نه بلکی نوکر، او هغه يې خبره نه مني.

    دا ښځه د ماڼۍ چارواکه ده، داسې ميرمنه ده چې تر اوسه يې چاله خبرې سر نه دی غړولی، دا نافرماني دومره لويه ده چې هغه ترې نه شي تېرېدی، زليخا غوسه شوه د مينې په لوبه کې بوږنده ماتې وپاروله دغچ لمبې يې اوچتې شوې.

    د ښځې د نقشې په وړاندې يوسف وغوښتل چې د شکنجې ځواب په شکنجه ورکړي خو د پيغمبرۍ رڼا يې په ځان کې احساس کړه، په زړه کې يې خدايې برهان ښکاره شو او وحی وشوه.

    چې دا تېښته له جنګه ښه ده:

    يوسف د خدای تعالی وحی ومنله او د وره په لور وزغليد خو ښځې ورمنډې کړې، زليخا دومره ورنزدې شوه چې د يوسف کميس يې د شالخوا راکاږه، لا دواړه وره ته نه ورسيدلې چې د مصر باچا کوټې ته ورننوت وې ليدل چې د يوسف خت څيری دی او په يو ګوټ کې ولاړ دی.

    د کوټې سامان څه داسې ګډوډ پروت ؤ، چې شکونه يې پنځول، ښځه خپل مکر او دوکې ته ستنه شوه او يوسف خپلې رښتينۍ ته پناه يوړه، د عزيز ښچې هغه ته وويل يوسف يتا د حيا خيال نه دی ساتلی او ستا پر ناموس يې لاس اچولی دی يوسف غوښتل ما ککړه کړي او له ما يې ناخوښ کار غوښت نو ته ووايه د هغه کس سزا له بنديا دردوونکي  عذابه بله کومه کيدی شي چې ستا ناموس ته يې په سپکه سترګه کتلي اوس يوسف له رښتياو او په حقيقت له ډاډه کيدو پرته بله چاره نه لري يوسف وويل: دې ښځې زه ځانته غوښتی يم او ځانته يې راکاږلم، که باور دې نه کيږي نو زمادا شليدلی خت وګوره.

    د مصر باچا لادې ﻻنجې ته اريان وﻻړ ؤ، چې د باچا د ښځې د تره زوی چې ډير هوښيار، ځيرک او د عقل څښتن و کوټې ته ورننوت، له خبرو پوه شوه چې څه کيسه روانه ده کله يې چې د دواړو کيسه واوريده نو باچا ته يې وويل ګوېه که د يوسف کميس له مخې شلېدلی وی نو يوسف دروغ وايي او د زليخا خبره رښتيا ده، خو که د شا لخوا شليدلی وي نو ښځه دروغژنه ده او يوسف رښتيا وايي.

    کله چې باچا د يوسف کميس وليد چې د شا لخوا شليدلی نو حقيقت ته ورسيد ،د پوهې خاوندانو ته هم کيسه ښکاره شوه او د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه عزيز خپلې ماندينې ته وکتل او وې ويل: دا ستاسو د ښځو مکر دی، له خپلو کړو توبه وکړه ، خطا ستاده، بيا يې يوسف ته وويل: خوله در وګنډه او پام چې هيڅوک له کيسې خبر نه شي که نه وي خير دې نشته.

    د مصر په ښار او د ماڼۍ په ښځو کې ګنګوسې شوې چې د باچا ښځه په خپل عبراني مريه مينه شوې، هغه ته يې زړه ورکړی، او زړه يې پرې بائللی دی.

    اوازه شوه چې له کله  زليخا د يوسف په عشق کې ښکېل شوې او د هغه  د مينې په اور سوزي له خپل باچاهی مقامه راټيټه شوې او په خپل مريه يې د فتنو او جادوګانو عشي ورولي دي چې په لومه کې يې راولي خو د ښځې مکيزونو او اداګانو د يوسف زړه نه دۍ غولولی، د عزيز ښځې زړه له لاسه ورکړی په خيالونو کې يې لمبې بلې دي، خپل عشق يې پټ کړی خو رنځورې سترګې يې غمازې کوي.

    خبې خورې شوې، کيسه کيسو ته لاړه خېل خېل رنګونه يې خپل کړل اود زليخا غوږوته ستنه شوه، په مصر کې د زليخا د همزولو ميرمنو خبرې او د زليخا په رټلو کې د هغوی راز راز پيغورونه او بې ربطه څرګندونې د زليخا غوږو ته هم  ورسېدې.

    د عزيز ميرمنې فکر وکړ چې بايد په يو ډول د دوی دا حيلې او خبرې پای ته ورسوي او د هغوی د مکر ځواب په مکر سره ورکړي.

    زليخا د مصر ښځو ته ډوډۍ وکړه ښه محفل يې تيار کړ نرم او پاسته بالښتونه يې کيښودل او هرې يوې ته يې ښکلې جامې ورکړې غرض ښې لورينې يې پرې وکړې ، بيا يې ميوه راوغوښته هرې يوې ته يې په لاس کې يوه مڼه او يو چاقو ورکړ او بيا يې له يوسفه وغوښتل چې له مخې يې تېر شي، حضېت يوسف له حکم سره سم د خوب له کوټې راوخوځيد، حيا يې مخ پسوللی ؤ او ښکلا سر تر پښو نغاړلی ؤ، د مصر ښځو يو زلمی وليد چې له نورو سره يې فرق کاوه، مخ يې روڼ ،تندی يې نوراني، غړي يې مناسب، څېره يې زړه راکښونکې او له مټو يې ځواني او طاقت بريښيده.

    د مصر ښځې په دې زړه وړونکي ښايست کې دومره غرقې شوې چې ځانونه يې هېر شول، د هقل مزي يې لهلاسه ووتل د ميوو په ځای يې په چاقوانو خپل لاسونه غوڅ  کړل او وې ويل : خدای يې له بدو سترګو وساته څومره ښکلی دی، دا خو انسان نه دی پرښته ده پرښته.

    زليخا له دې منظرې ډېره خوشحاله شوه، لاسونه يې وپړقول دغم لړې يې لرې شوې او د مصر ښځو ته يې وويل دا هغه يوسف دی چې تاسو پرې زه ملامتولم او له ځانه مو هسې هسې خبرې جوړولې، تاسی خو خپل ځانونه وګورۍ ،له لاسونو سره مو څه وکړل، حال دا چې تاسو خو يوسف يو ځل وليد او په تېريدو کې مو وليد نو ما ولې ملامتوۍ ،دا هلک زما په مخکې لوی شوی دی، زما د سترګو په وړاندې يې ونه کړې او ما په ناسته پاسته تګ راتګ او هر هر څه کې ليدلی دی، خپله ټوله ښکلا مې ده ته وړاندې کړې او هر مکېز او ادامي چې کولی شوه ده ته مې کړې خو ده هميشه ځان ناګاره کړی ماته يې سترګه هم نه ده راړولې او کوچنۍ شان دلچسپي يې هم نه ده اخستې، بلکی د لوړو اخلاقو او کمالونو لوی روح پکې ځای شوی او د الهی عبادت بشپړه بيلګه ده.

    نو اوس تاسو ووايی د دومره لوی روح له څښتنه؟

    له تاسو به يې څه پټوم ما ځان يوسف ته وړاندې کړ خو هغه له ما ځان وغړاوه، زه څه وکړم په خپل زړه مې داک نشته يوسف زما زړه تښتولی، زما شپې يې اوږدې کړي او له سترګو مې يې خوب تروړلی دی.

    اوس چې زه له خپل مقامه رالويدلې يم او په خلکو کې هم وشرميدم بايد يوسف زما خوله خوږه کړي او که وې نه مني په توربند او تياره کوټه کې به يې بندي کړم چې د زندان په تورتم کې يې مهين پوستکی وروست شي.

    يا به يې دومره وځوروم چې نازک بدن يې د چا زړه يونه وړل شې ،يوسف دوه لارې لري او ازاد دی چې کومه خوښوي.
    يوسف او د مصرد ښځومکر:

    د مصرمېرمنو د يوسف ښکلا او د حسن بازار وليد، د هغه د تندی ځلا ته ځيرې شوې او د زليخا د زړه درد يې هم واوريد، دوی وليدل چې د مصر ملو که سره له دومره مقام او عزته د يوسف خوبونه ويني،زور هم لري نو مناسبه يې و ګڼله چې خبره روغه کړي او يو ډول پخلا ينه پېدا کړې.

    يوې ښځې يوسف ته وويل: ای ځوانمرده دا بې پامي او ناګاري ولې ؟ دابې لطفي اد نامهربانۍ دې ولې راخستې دي،  ستا په سينه کې زړه نشته چې د دې ښځې لپاره چې زړه يې تاته درکړی او هر څه در سپارلوته چمتو ته نرم شي؟ سترګې دې نشته چې په ځان کې ښخې سترګې ووينې ،ته زلمی نه يې ،طاقتور نه يې ، ښځې دې نه ځخوښيږي؟ بلې ښځې وويل د زليخا دلربائې او ښائست به پريږدو، ته د دې ښځې مال و قدرت نه وينې، ته ولې نه پوهيږيچې که د دې خبره دې ومنله په دې پرتمينې ماڼۍ کې هر څه ستا دي.

    بلې ور زياته کړه: که د هغې مکيزونه او ښکلا نه غواړې مال او شتو ته دې هم سترګې نه وي نو له ګواښه يې وويريږه له شکنجو او ځورولو يې وډار شه، ښه به داوي چې له مخالفته لاس ښه سر شې، که داسې دې وکړل دوه ګټې به دې کړې دي هم به د دې له ځوانۍ او ښکلا برخمن شې او هم به يې له عتابه خلاص شی.

    د مصر ښځو په دې خبرو سره ګومان کاوه چې د يوسف فکر به ايل کړي، زړه به يې ويلې کړي او هوا و هوس به يې وپاروي، خو يوسف يوسف دی، که څه هم د دوي خبرو يو څه پريشانه او لالهانده کړ يوه شيبه زړه نازړه شو او شيطان هم په ذهن کې وسوسه وروپوکله، په دې کړ کيچن حالت کې يوسف د خپل پروردګار لمنه ونيوله ځکه چې مومن تل په ستونزو کې خپل رب ته جاروځي او په بلاګانو او ناورينونو کې هغه ته پناه وړي.

    يوسف هم د مصر د ميرمنو له مکره د خلاصون لپاره پاک رب ته کوکارې وکړي، يوسف وويل: ای زما ربه ! د تل خونو او زنددان تورتمونهيره له هغو وحشتونو زما د روح لپاره تر دې ګناه غوره دي ځکه چې زه به په بند کې په مصيبتونو صبر کوم، يقين به مې پياوړې  شي ايمان به مې پوخ شي او له هغه څه به چې ستا د مخلوق سترګې يې نه شي کتلی خبر شم، په بند کې به ځان د حق او انصاف د ټينګولو لپاره تيار کړم، تر هغې چې ته له خپلې ژمنې سره سم ماته قدرت او وس راکړې او زه ستا د لويې دندې د سرته رسولو لپاره تيار وم.

    ای لوی څښتنه ! که زه په دغو مکارو ښځو کې پاتې شم، ما به په خپلو خبرو تېر باسي، د دنيا بې ارزښته چارې به را رنګينې کړې ، زه هم د شيطان له وسوسې ويريږم چې لاسبری نه شي، خدايه ته مې په خپل توفيق له دې بلا وژغوره، يوسف     ته ډېرې لومې وغوړېدې ډېر رنګين باغونه ورته وبريښول شول خو هغه له دغو امتحانونو سر لوړی راوووت او خپله لمن يې له داغونو پاکه وساتله.

    يوسف د خپل څښتن  (عزيز) پر ناموس تيری ونه کړ، د مالک په مال کې خيانت د هغه له لوړ روح سره سمون نه درلود، دا ټولې نښې د يوسف د بيګناهۍ د ليلونه ؤ، د يو سف د پاک لمنۍ سندونه و او د مصر پاچا هم په دې ښه پوهېده خو هغه د زليخا په لاس کې لانځکه وه ، زليخا ميړه ته وويل: يوسف زه په شرمونو وشمولم او زما شرافت يې په تو ر ککړ کړ، ته بايد هغه بندي کړې چې زما تللی عزت لاسته  راوړې.

    د مصرباچا د ماندينې خبره ومنله ،يوسف يې بندي کړ، يوسف د هغه ليوه په شان چې وروڼو يې بيګناه د ده په وينه تورن کړی ؤ، تور شو، يوسف يې چې په بند کې واچوه د هغه خونړيو بنديانو په شان نه ؤ چې سړي يې وژلي وي، نه غلؤ چې د چا په کور اوړېدلی وي، دی خو يو مظلوم ؤ چې مقابل لوری يې زورواک ؤ، يوسف په ازاد فکر، خوښ روح او ځلاند زړه سره بند ته ورننوت، هو تند د يوسف لقاره له هغې خطرناکې لومې ښه دی چې د ده د اخلاقو د ماڼۍ د دړې وړې کولو لپاه غوړول شوې وه.

    زما په خيال يوسف په دې سودا کې هيڅ تاوان نه دی کړی، ښايي يوسف په بند کې له جفا کارو او ظالمانو يا جنايتکارانو سره مخ شي او په بند يخونې کې د هغوی نصيحت او لارښوونې ته ملاتوتړي، شايد يوسف په بنديخونې کې د مجرمانو په زړو کې د فساد جرړې وچې کړي او خپل پيغام له همدې ځايه پېل کاندي،خدای تعالی يوسف ته د پيغمبرۍ وعده ورکړې او د هغه په ذهن کې يې د رسالت ارمانونه پاللي دي.

    دايې چې يوسف کلونه کلونه په بند کې تې کړل، د هغه کار له ناروغلنو او کمزورو سره خواخوږي وه ، بدمرغو ته به يې نصيحتونه کول او هره ورځ به يې بنديان د خپل علم له چينې خړوبول، تر دې چې ډير بنديان د هغه له نيکو اخلاقو متاثره شول، روحونو يې يوسف ته پناه يوړه او دزړه ډاډ يې په هغه کې وموند.

    دوه بندی ځوانان:

    د حضرت يوسف له بندی کېدا سره جوخت د باچا د دربار دوه زلميان هم چې يو ساقي و او بل د ګودام ساتونکی بنديان شول، دغو دوو کسانو له يوسف سره يو ځای د بند تودې سړې وڅکلې، دوی يوه ورځ خوب وليد چې دواړه يې ډېر غمژن کړل او له زړونو يې د اطمينان مارغه والوت، يوسف ته ورغلل چې د خوب تعبير ترې وپوښتي.

    ساقي وويل خوب مې په لاس کې دې ، انګور زبيښم او باچا ته يې ورکوم.

    ګودام وال وويل: زما دومره ياد دې چې په سر مې شکور ايښی او په شکاره کې ډېرې ډوډۍ او خواړه دي، مارغان راغلل پر شکاره کښيناستل ډوډۍ يې وخوړه او والوتل.

    مخکې له دې چې دغه دوه تنه يوسف ته راشي خدای تعالی يوسف په پيغبرۍ ګومارلی و، خپله ژمنه يې پوره کړې وه او يوسف ته يې حکم کړی و چې د پلار دندې ته دوام ورکړي، خلک نيکيو ته وبلي او د پاک رب لارې ته يي وغواړي.

    يوسف ځان تبليغ ته چمتو کاوه او د توحيد د اعلانولو پر تيارۍ لګيا و ، کله چې دغه دوه ځوانان يوسف ته ورغلل يوسف دا موقع غنيمت وګڼله او خپل تبليغ يې پېل کړ ، وې ويل: د دغو بوتانو چې عبادت يې کوئ او ځان ورنزدې کوئ، پرته يو بل واحد خدای دی چې ماته يې وحي کړې تاسو هغه ته وبلم او تاسو ته ووايم چې (رع) او ابليس يوازې د مجسمې او بوتانو نومونه دي چې ستاسو پلرو او نيکونو ايښي دي د خدای تعالی لخوا د هغوی د رښتيا والي هيڅ دليل او برهان ولرئ د خوب تعبير مو وايم.

    په تاسو دوو کې به يو کس ډېر زر له بنده خوشی شي او بيا به د باچا ساقي شي، خو دا دوهم زلمی به په پانسۍ وځړول شی او مارغان به يې مازغه خوري، زه دا تاويل او تعبير له غيبو درته وايم، څه ستور پيژاندی وړاندويونکی، او جادوګر ته يم بيکې دا څيزونه مې له خپل ربه زده کړي دی.

    يوسف چې د دې تعبير په رښتيا والي ډاډه و او دا هم ورته پته وه چې په دوی کې به يوکس د باچا ساقي کيږي هغه ته يې وويل کله چې د باچا ماڼۍ ته لاړشې باچا ته يادونه وکړه چې ستا په بند کې يو بې ګناه هم په زولنو کې شپې سبا کوي.

    د يو سف تعبير سم وخوت يوکس له بنده خوشی او د باچا ساقي شو او بل وځړول شو، البته ساقي لاد باچا ماڼۍ ته نه و رسيدلی چې هر څه يې هېر کړل، شيطان يې له خياله د يوسف خبره وايسته او يو سف غريب څو کاله نور هم د بند سختۍ وزغملې.

    د مصری باچا خوب:

    د مصر باچا داسې خوب وليد چې د غمونو او چورتونو په  سيند ،يې لاهو کړ، د هيواد پوهان ،عالمان او تعبير وونکي يې راوغوښتل ا خوب يې ورته بيان کړ.

    د مصر واکمن وويل: خوب مې ليدلی چې اووه ډنګرې غواوې اووه څربې غواګانې خوري او اووو (7)  وچو وزو اووه  (7)  شنه وږي له منځه يوړل ، او په هغو لاس بري شول.

    د مصر باچا له کاهنانو او عالمانو وغوښتل چې د خوب په تعبير وروښيئ.

    د مصر ټول پوهان او څيړاندي د خوب په تعبير کې پاتې راغلل او ويې ويل : دا وهمي او چټي خوب و زموږ په خيال کومه شيطاني وسوسه ده او موږ خو د دې په تعبير نه پوهيږو.

    هو دغه خوب يو هيرجن راويښ کړ او په مزو کې يو ډوب ساقي يې را پاڅوه، د هغه د ذهن په پرده تېر وختونه واوړيدل د خوب د تعبير يې چې واورېدل يوسف ورياد شو، هغه سړی ورسترګو ته شو چې د ده د خوب سم تعبير يې ورښودلی د او د همدغه وښتيني تعبير په برکت په چړچو اخته و، ساقي باچا ته ورغی ويې ويل : باچا سلامت ! په بند کې يو سړی دی چې فکر يې سم او خبره يې رښتيا ده، د خپل عقل په رڼا په غيبې خبرو پوهيږي او په خپل ځيرک تدبير سره د چارې جرړې ته رسي، کله چې ورته څوک خوب واوروي فکر او غور پرې کوي ، شنني يې، او له ډېر غور او څيړنې وروسته سم تعبير ښيی، ما بند ته وروليړه چې د خوب سم تعبير درته راوړم.

    ساقي د يوسف بند ته ورغی او وې ليدل چې هغه اوس هم د پخوا په شان متواضع او په امر بالمعروف لګيادی، ساقي يوسف ته وويل:

    «ای د رښتيا وو څښتنه ! په يو کار پسې راغلي يم، هيله لرم که ويې کړې له بنده به خلاص شې او د سختيو روځې به دې لنډې شي، د دې خوب په باب څه وايې.»

    څربوغواګانو اووه ډنګرې  غواوې وخوړې او اووو وچو وږو اووه شنه وږي ونغرل.

    هيله لرم هغه انديښنې او ګډې وډې وسوسې چې خلکو ته له دې خوبه پيدا شوې لرې کړې او ولس ستا له لارښوونو او علمه برخمن شي.

    يوسف د خوب تعبير ښيي:

    د يوسف  دنده يوازې د خوبونو تعبير ول نه و ، هغه يو سمون پالی پيغمبر و چې د خلکو د دنيا او اخرت د سمونې او ﻻرښوونې لپاره ګومارل شوی و ، نو کله به چې يوسف ته موقع ﻻس ورتلله چې تبليغ او ﻻرښودنه وکړی شي سملاسي به يې له هغه فرصته استفاده کوله او خپل پيغام به يې رساوه ،نن چې د مصر باچا له يوسفه د خوب تعبير غوښتی يوسف يې له تعبيره خبر خو خپله اصلي دنده يې هم نه ده هېره ،د خوب تعبير له خپلو عقيدو سره اخښي او وايي:

    راتلونکي اووه کاله به ډېر ښيرازه او اباد وي، بڼونه به ژوند به مو ډير ښه او هساوي او اووه کاله به راحت او په نعمتونو کې ژوند کوئ، بيا به اووه سخت کلونه پيل شي، ستاسو ارمانونه به نه پوره کيږي، وريځې به بې بارانه اوړي راوړي، خو پړقا به يې نه وي  (نيل) به په خپلې وعدې وفا نه کوي.

    ځمکه به لټ په لټ اړوئ خو څه به پکې نه مومئ، پټي به د وږي د خيټې په شان تش وي، د اغلو به درک نه وي، په لوږې سوکړې، بوږنوونکې وچکالۍ او سترې بلا به اخنه يئ.

    اووه کاله پس به بيا روزګار او وخت ستاسو په ګټه شي بخت به مخ در واړوي، د ژوند ستونزې به مو اوارې شي، وخت به درته وخاندي، له سختۍ به وژغورل شئ او ټولنيز فسادونه به پريږدئ، ځمکه به اوربشې ، غنم دربخښی، د غوړو ، زيتونو او کونځلو دانې به زرغونيږي، ترکارۍ به پخوئ او مزې به کوئ.

    دا دی ستاسو د خوب تعبير او هغه څه چې زما په زړه راوځليدل او پاک پروردګار ورباندې پوه کړم، څه چې ما وويل خامخا به کيږي ، د دې چاېه دا ده چې د پريمانتيا او ښيرازۍ په کلونو کې غنم جوار ، اوربشې او نور فصل له وږو (خوشو) سره وشو کوئ په کورونو ګودامونو خمبو او کندوانو کې يې زيرمه کړئ چې روغ پاتې شي، په سپما او بچت سره به يې استعمالوئ چې د راتلونکو کلونو لپاره پاتې شي او د سوکړې او قحطۍ په اووه کلونو کې ترې استفاره وکړئ، کله چې باچا د خوب دا تعبير واورېد پوه شو چې د دې تعبير او نصيحت څښتن عام کس نه دی، نافذ او رسېدلی فکر لري او د اسماني افکارو بوی ترې راځي،نو يوسفيې راوغوښت چې ويې ازمايي له حاله يې خبر شي او له علم او پوهې يې ګټه پورته کړي.

    د باچا استازی حضرت يوسف ته ورغی او ويې ويل : باچا ته دربار ته غوښتی يې ، ستا له تدبير او سپارښتنو د حکمت رڼا راځي، هيله ده چې ستا ځلاندې ورځې پيل او د بدمرغۍ ورځې لنډې شي.

    خو يوسف د عزتمن رب ستر پيغمبر دی، د هغه خدای هغه ته ښودلي دي چې حليم او متواضع دي ، يوسف د استازی په خبرو کې رانغی، راښتيا يوسف له بند او زولنو ازادۍ ته ځومره اړمن دی، مودې مودې وشوې چې هغه د تيارو په وحشت کې شپې سبا کوي، هغه د کلونو کلونو کاوونه ګاللي، ځلانده لمر، د سپوږمی زرينې پلوشې دستوريو پټ پټوني ،شنه پټي او زړه وړونکي بڼونه يې نه دي ليدلې، بلکی ښايي د زندان په سختو ګړيو کې يې کلونه يې تر کارۍ وچه ډوډۍ خوړلې وي او بې له ککړو اوبو يې بل څه نه وي څښلي، شايد د يوسف پښې يوه شيبه هم له زولنو نه وي خلاصې شوې او لاسونه يې له کړيو نه وي ازاد شوي، شايد هغو شپو چې شګې يې بستره خښته يې بالښت او درد يې کټ و ډېر ځورو لی وي، خو يوسف دغه ځورونې د خپل عصمت ، ايمان او پاکۍ په بيه په ځان او روح کې يې پاکې پاک لمني او سپيڅلتيا تغښتې ده.

    داسې يوسف به خوشي کيدا ته څومره اړمن وي او څومره ارماني او هيله من دی چې وبخښل شي هو، سره له دې چې يوسف دا ټولې ستونزې او سختې ګاللې او ازادۍ ته اړمن دی، د باچا استازی ته يې وويل: باچا ته ورشه او ورځنې وغواړه چې د هغو ښځو چې لاسونه يې غوڅ کړل او زه يې په ناحقه بند ته واچولم کار وڅيړي، خبره سپينه کړي چې زنا برخليک له بنده تر واتلو مخکې څرګند شي او خلکو ته زما بې ګناهي او حقانيت ثابت شي.
    د مصر ښځو اعتراف:

    د مصر باچا پام يوسف ته واړوه او د ذهن په پرده يې د هغه زړه کيسه وچليده، د مصر باچا د يوسف په باب دا خيال د چې دا يو بې باوره ځوان دی خو اوس يې چې علم او پوهې ته اړمن و نوبله چاره يې نه درلوده مګر دا چې له حقيقي کيسې يې خبر شي او پټې خبرې ښکاره شي.

    باچا مصرۍ ښځې راوغوښتې او ورته ويې ويل: ولې مو په يوسف ناروا تومت ولګاوه او يو بې ګناه مو تور کړ؟

    مصر يو ښځو وليدل چې د تيښتې لار نشته او بې له دې چې حقايق روښانه کړي چاره نه لري نو په ډاګه او زغرده يې وويل: موږ خدای ته پناه وړوله يوسفه مو هيڅ بد نه دي ليدلې هغه خو يو پاک سپيڅلی او پاک لمن کس دي ، لمنه يې له ګناه پاکه ده او ستا په ناموس يې هيڅکله د تيري فکر نه دی کړی. زليخا چې له کيسې يې کلونه تېر شوی وو له ځان سره وويل: اوس به  نو حقيقت ښکاره شي وې زه په يوسف مينه شوم زما په زړه کې د هغه د عشق ډيره بله شوه ، ما د هغه د ښکيلولو لپاره هر څه وکړل خو هغه مې په لومه کې رانغی يوسف زما د ميړه د ناموس ساتندوی دی.

    زه په ډاګه وايم يوسف تر ټولو سپيڅلی دی کوم زحمتونه او کړاوونه چې يوسف په بند کې وګالل ټول يې بيګناه وزغمل دا زه وم چې هغه مې بې ګناه جيل ته واچوه  او په دردوونکی عذاب مې اخته کړ ، اوس چې رښتيا ټولو ته ښکاره شول زه د باچا او ټولو درباريانو په مخکې ډاډکيږم او يوسف دې هم خبر شي چېما تر اوسه هغه په بدونه دی تورن کړی په هغه مې تور نه دی لګولی او تر دې ګړۍ مې د هغه لمنه نه ده داغي کړې.

    ما مخکې هم د مصر ښځو ته ويلي وو چې يوسف مې ځانته وباله خو هغه ډډه وکړه دا اعتراف ځکه کوم چې يوسف پوه شي، ما د هغه په نيشتوالي کې خيانت نه دی کړی او خدای تعالی د خاينانو مکر شنډوي.
    يوسف د خزانې وزېر شو:

    د زليخااعتراف يوسف له جرمه بري کړ ، د هغه پاک لمني يې پخه کړه او د ساقي د خبرو سپيناوی يې وکړ چې تواضع يې لا ورښايسته کړی ده (د زليخا شهادت د ساقي خبرې د باچا د خوب تعبير او د يوسف حکمت او پوهه هغه عوامل وو چې د باچا په سترګو کې يې د يوسف حقيقي شخصيت انځور کړ ، او د مصر باچا ورسره ډېره مينه پيدا کړه ، يوسف د مصر دربار ته لاړ، له باچا سره يې خبرې وکړې او باچا ته د عقل او پوهې له اړخه ډېر پوخ او رسيدلی ښکاره شو.

    د مصر باچا يوسف ته وويل: ای يوسفه ! ستا دا غوره اخلاق، نيکه نامه ، ځلانده مخينه (سابقه) ،ستا د پوهې او علمه خړوبې خبرې، او رسيدلی عقل او ټول هغه څيزونه دي چې موږ ته ستا ارزښت او مقام رابريښوي نو له دې وروسته زما د حکومت امين يې، زما د خزانې وزير شوې او هڅه کوه چې اصلاحات او سمون راولې، زه په تا پوره باور لرم هر څه چې کوې او هر حکم چې ورکوې ازاد يې.

    يوسف پوهېده چې د مصر خلک د هوساينې او همدا راز د بدمرغۍ او بلاګانون پړاوونه په وړاندې لري، د نيل اوبه يو څو کاله څپر وهي، او خلک به خړوبوي خو بيا به له ولسه مخ واړوي نو څو کاله به وچ وي نو هد څوک چې د اقتصادي چارو واګې په لاس کې اخلي او د هغوي په چارو غورکوي بايد مالي امور و خزانه يې په لاس کې وي، ځکه چې مال او پيسې د ملتونو د مرۍ رګ او د ژوند اردی.

    يوسف وپتيله چې هغه څه په لاس واخلي چې ولس پرې له بدبختۍ ژغورلی او نيکمرغۍ ته رسولی شي او د دې قوم بيړۍ ساحل ته ورسوي نو باچا ته يې وويل که ته غواړې ماته کوم مقام او مسوليت راکړې چې ددغو خلکو اقتصادي چاری په غاړه واخلم او تاته هم د حساب کتاب په وخت مختورن نه شم بايد د هيواد خزانې زما په لاس راکړې چې په سمه طريقه سره په راتلونکو کلونو کې اقتصادي چارې وچلوم.
    د يوسف وروڼه:

    حضرت يوسف په مصر کې د خزانې وزير شو په لومړيو اووکلونو کې يې مالونه او خوراکي مواد زيرمه کړل په لومړيو اوو کلونو کې نيل ښې اوبه ورکړې ، ځمکې ښه غله او فصل وکړ خواړه زيات شول، هر څه ډېر تېر وو، خلک خوشحاله او هو ساوو او د خدای لوريينې پريمانه وې.

    يوسف چې هوښيار واکمن او ځيرک چارواکی و د غنمو د ګودامونو د جوړولو حکم يې ورکړ، لويې لويې زيرمې او ګودامونه يې جوړ کړل ، انبارونه او خمبې يې له غلو ډکې کړې چې  راتلونکو اوو کلونو کې خلک له ستونزې او کاخنۍ سره لاس وګريوان نه شي او بيا د وچکالۍ اووه کلونه راورسيدل، که څه هم اسمان اوبه بندې کړې د نيل پوره پوره خواړه رسيدل.
    اوبه وچې شوې او سوکړې وطن په سر راوخيست خو په خلکو کې هيڅ بدلون رانغی، تاوان ونه رسيد، د خلکو هډونه کمزوري او وزنونه کم نه شول ، يوسف د غلو د زير مو خولې پرانستې او هر چاته

    د مصر سوکړه او کاختی د خواوشاو ښارونو ته هم وغځيده او د يعقوب پيغمبر او د  هغه د زوزات ( اسباط) ټاټوبي ته هم ورسېده ، د يوسف نامه په مصرکې وځلېده او وړانګې يې د مصر نورو سيمو ته هم ورسېدي، په خلکو کې مشهوره شوه چې په مصر کې يو هوښيار او زيرک وزيې دی چې ستره اروا لري او د کاختۍ او وچکالۍ بلا يې را پرزولې ده، دا وزير په نياو سوه غنم جوار ويشي، په عدل سره د خلکو اړنياوې پوره کوي او خپل پردي يا دا اولس او هغه ولس ورته فرق نه کوي.

    يعقوب خپلو بچيوته وويل : ای زما د سترګو تورو ! وچکالۍ ځپلی يو، او نزدې ده چې کاختي مو ژوند واخلي زر زر د سفر توښې او اوښان تيار کړئ او د مصر دنيا ومن وزير په لور چې نامه يې د خلکو په خولې ده او په لارو کوڅو  کې مشهور دی درشئ خو کشر ورور بنيامين مو له ماسره پريږدئ چې زړه مې پرې ډاډه وي تر څو تاسو راستانه شئ، ځئ خدای مو مل شه.

    يوسف ته دربان خبر راوړ چې د وره په خولې کې لس کسه ولاړ وي، يو بل ته ډېر ورته وي، له مخونو يې دښسګړې رڼا ځليږي، پريشان او د بل وطن ښکاري، زه يې له خبرو او ګړدو ده پوه شوم چې له ډېر لرې راغلي دي اوس په وره کې ولاړ دي ستا پوښتنه کوي چې خبرې درسره وکړي، يوسف د ننوتلو اجازت ورکړ او دغه لس کسه ورننوتل، ناڅا په يوسف وليدل چې دغه لس کسه دهغه وروڼه اود پلار زامن دي ، د وخت ټپال يې ښايست نه دی بدل کړی او زمانې يې نښې نه دي ورانې کړي، دا د يوسف هماغه وروڼه دي چې د يوسف  د وژلو او په کوهي کې د غورځولو فيصله يې وکړه او د يوسف او پلار په منځ کې يې د بېلتانه ديوالونه ودرول، يوسف وروڼه وپيژندل خو وروڼو هغه ونه پيژاند، د وروڼو له خبرو پوه شو چې نه يې پيژني، هو هغوی خو يوسف کوهی ته غورځولی و، ښايي په کوهی کې مړ شوی وي يا چاله ځان سرهبولی او خرڅ کړی وي، دا دومره وسمن وزير يوسف څنګه کيدی شي.

    يوسف پوه او عاقل دی په فکر کې اصيل او لر فکری دی ځان يې  ور ونه پيژاند بلکې هڅه يې وکړه د هغوی له احواله خبر شي، د خپل پلار او بنيامين له حالته ځان خبر کړي خو دا هر څه بايد په ډېرې ځيرتيا او استاذۍ سره وشي چې هغوی پرې پوه نه شي.

    يوسف خپل وروڼه ميلمانه کړل او ښه ميلمستيا يې ورکړه بيا يې يوه ورځ راوغوښتل او ورته يې وويل: زه ستاسو درناوی کوم خو يو څو پوښتنې درنه لرم زه تاسونه پيژنم او مشکوک يم درباندې نو ځان به راونه پيژنئ.

    د يعقوب بچيو وويل: ای وزيره موږ دولس وروڼه او د خدای تعالی د استازی او پيغمبر زامن يو، د هدای تعالی د نازولی استازی دغو زامنو تاته سترګې نيولې او تاته هيله من دي، يوولسم ورور مو له پلار سره پاتې دی چې ساتنه يې وکړي او د ژوند چارې وچلوي دولسم ورور مو په وړو کوالي کې ورک شوی دی ، پته نشته مړ دی که چيرته په دښتو غرونو کې لالهانده، دا زموږ ټول حال و احوال دی.

    يوسف وويل : کيدی شي تاسو رښتيا وايې خو بې دليله خبرې ارزښت نه لري او باور پرې نه شي کيدی تاسو بايد د خپلو خبرو لپاره دليل او شاهد راوړئ چې زه ډاډمن شم.

    وروڼو يې وويل: موږ خو دلته پرديسيان يو ، له کور کلي لرې يو ، خپل خپلوان هم نه لرو چې ګواهي ورکړي ته يوه داسې لاره را وښيه چې ممکنه وي او موږ خپله ادعا ثابته کړی شو.

    يوسف ورته وويل: سمه ده زه تاسو پريږدم او غلې هم ښې زياتې درکوم خو شرط شې دا دي چې بل ځل راځئ هغه ورور هم له ځانه سره راولئ چې له پلار سره مو پريښی دی چې هغه ستاسو خيره تصديق کړي که داسې مو وکړل بل ځل به لا ډېرې غلې درکړم او که ومونه کړل بيا نو د غنمو نوم مه اخلئ او ماته هم مه راځئ.

    وروڼو يې وويل : موږ ته نه ښکاري چې پلار به مو راسره بل ورور راپريږدي او د هغه په بيلتون وغواړو چې راپرې يې ږدي.
    سخي وزير:

    د يوسف وروڼه له مصره ووتل خو د مصر د وزير خواږه يادونه اومزيدار خواړه يې له سترګو او ذهنه نه وتل ، يعقوب د زامنو له احواله خبر شو زامنو يې وويل : بابا جانه موږ ډېر لوی کس وليد ، ډېر زيرک وزير و زموږ له سترتوبه خبر شو ډېره توده ميلمستيا يې راکړه ، پريمانه غنم يې راولورول خو يو شرط يې راباندې کيښود ، هغه وويل: نور غنم به تر هغې نه درکوم تر څو موبل ورور (بنيامين) له ځانه سره رانه ولئ چې زموږ د خبرو سپيناوی او پخلی وکړي هغه په موږ مشکوک شوی و او د دې شک د لرې کولو لپاره يې دا شرط لګولی دی.

    زموږ غله خوبه ډېره زر ختمه شي او بيا به غلې ته اړمن شو ، ورور مو راسره وليږه چې د مصر له عزيزه د غلو په اخستلو کې له موږ سره مرسته وکړي، يعقوب د زامنو د خبرې په ځواب کې وويل: زه له تاسو سره بنيامين نه شم پريښودلی زه د هغه بيلتون نه شم زغملی، ستاسو په خيال لګه څنګه مې چې درباندې د يوسف په هکله باور وکړ او تاسو خيانت وکړ اوس هم غواړئ چې په خبرو مو وغوليږم او بنيامين هم راځنې واخلئ.

    د يعقوب زامنو خپلې بوجۍ پرانستې او وې لټولې، ويې ليدل چې د غلې لپاره وړې پيسې يې پکې ايښې دي، نو سمدستېپلار ته ورغلل او کيسه يې ورته وکړه، ويې ويل: پلاره وګوره موږ چې درته د مصر د وزير دومره ستاينې کولې  بې ځايه مونه کولې او دا چې وايو بنيامين راسره پريږده تاته دوکه نه درکوو، ورور مو راسره پريږده موږ به په خپل سر د هغه ساتنه کوو، او د خوږ ګوتې نه به يې زيات خيال ساتو.
    يوسف وژړل:

    يعقوب وليدل چې خوړو ته يې اړتيا ډېره ده او زامن يې هم مصر ته په تللو ډېر ټينګار کوي او له وزير سره يې ژمنه هم کړې چې خپل وړوکی وروربه ورولي او د هغه له خبرې هم سر غړاوی نه شي کولی، يعقوب بچيو ته اجازت ورکړ چې بنيامين له ځانه سره بوځئ خو کلکه ژبه يې ترې واخيسته چې همداسې روغ رمټ بهيې راستنوئ! هغوی هم ومنله.

    يعقوب پرې بيا بيا د بنيامين د حفاظت ټينګار وکړ او بدرګه يې کړل، زامنو يې د مصر لاره ونيوله او يوسف ته ورسيدل ، يوسف ورور وليد زړه يې پرې وسوزيد، خپل احساسات يې کنټرول او رازنه يې پټ کړل ، يوسف ټول وروڼه دوه دوه ميلمستيا ته وغښتل او په اخر کې بنيامين يوازې پاتې شو، بنيامين په ژړا شو او ويې ويل: که نن مې ورور يوسف وی نو ما به ورسره په يو دسترخوان ډوډۍ خوړ وه، يوسف بنيامين ه ځان سرهپه ډوډۍ کښيناوه، او بيا يې بنيامين ته وويل: زړه دې غواړي چې زه ستا د ورک شوي ورور ځای ونيسم ، بنيامين ورته وويل: څوک به وي هغه خوش قسمته چې ستاسو غوندې ورور ولري خو څه وکړم چې ته له يعقوب او راحيلې نه نه يې پيدا.

    يوسف په ژړا شو ورور ته غاړه وت او ويې ويل : زه ستا هماغه ورور يم چې ته يې په لټه کې يې او د هغه لپاره چغې وهې!

    ډېرې تودې سړې راباندې تېرې شوې، لومې راته وغوړول شوې ، د وروڼو دوکه مارې څيرې مې وليدلې، هغوی په بلګانو اخته کړم، رنځونه کړاوونه مې وګالل خو د صبر لمنه مې پرې نه ښوده ، زيار مې وويست د زمانې له څپو سره مې ډغرې ووهلې او دې حال ته چې ته مې وينې ورسېدم، خدای تعالی زما سختۍ په نغمت ، بيوزلي پ شتمنۍ او ذلت په عزت بدل کړل، دا خبرې دې وروڼو ته مه کوه او دا راز ترې پټ وساته، د بنيامين روح له پريشانۍ راووت، غم يې لرې شو او په خندا خوشحالۍ له ورور سره پاتې شو.

    د ميلمستيا درځې لنډې شوې او قافله ستنيدا ته تياره شوه ، يوسفوپتيله چې له وروڼو سره بيا يو چل وکړي نو نوکرانو ته يې حکم وکړ چې بوجۍ يې وروتړۍ او د غنمو د ويشلو لوښی د بنيامين په بوجۍ کې کيږدئ.

    کله چې قافله د تللو جرس وغږاده له بلې خوا ډنډور چې غږ کړ: ای د قافلې خاوندانو ! و دريږئ بوجۍ مو له اوښانو راکوزې کړئ، تاسو په رښتيا چې غله يئ ، د يوسف وروڼه وويريدل او ډنډور چي ته يې وويل: دا څه اوتې بوتې وايې او په موږ دومره لوی تور لګوې ، مطلب دې څه دی؟  څه دې ورک دي؟

    ډنډور چي ورته وويل: د باچا د غنمو پيمانه ور که ده، زما په خيال تاسو پټه راوړي، له هر چا سره چې وي موږ ورته هيڅنه وايو بلکې يو اوښ غنم هم زيات ورکوو، زه پر خپله خبره عمل کوم او د دغو زياتي غنمو ضمانت مواخلم.

    د يوسف وروڼو وويل تاته پته ده چې موږ د غلا او ګډوډۍ لپاره نه يو راغلي.

    ډنډور چي ځواب ورکړ زه تاسو هسې نه تورنوم که يو سړی غل وي او پيمانه يې پټه کړې وي د هغه لپاره ستاسو قانون څه دی؟

    د يعقوب زامنو  وويل: موږ ځانته دين او قانون لرو، د باچا پيمانه مو چې د چا په بوجۍ کې وموندله ايسار يې کړئ او مريه ترې جوړ کړئ، دا زموږ قانون دی،زموږ لمنه سپينه او وينه پاکه ده.

    يوسف په دې تړڼو خبرې يې هغه ته فرصت ورکړ چې خپل حکم پر هغوی ومني.

    د يوسف د وروڼو سامانونه يو په بل پسې راوسپړلشول، چې کله يې د بنيامين بوجۍ پرانستهنو پيمانهورځنې راووته او ډنډور چی ټولو ته وښودله، د يوسف د وروڼو رنګونه وتښتېدل په خولو کې يې لاړې وچې شوې او له ډېره شرمه يې سونه ټيټ کړل.

    يوسف وروڼو ته وويل: په خپلې ژبې عمل وکړئاو شرطمو پوره کړئبايد دا ورور مو ماتهراوسپارئ چې فيصله يې وشي.

    د يوسف وروڼو وويل: ای مهربان وزيره! زموږ د دغه ورور يو زوړ پلار دی چې په اتيا کلنۍ کې دی هغه له ده سره ډيره مينه کوي او له موږ يې ژمنه اخستې چې د ده حفاظت به کوو او روغ رمټ به يې ورستنوو، موږ لس کسان يو ته په موږ کې يو کس د ده په ځای وساته او دی راسره پريږده.

    يوسف وويل: داخو نه شي کيدی چې غل يو وي اوموږ بل کس ايسار کړو دا خو په رښتيا چې ظلم دی.

    کله چې د يوسف وروڼه پوه شول چې يوسف يې خبره نه مني نو له يوبل سرهپه سلالګيا شول.

    يهودا وويل: ياد مونه دی چې پلار رانه سخته ژبه اخستې ده چې بنيامين به ورستنوو اوس به هغه ته څه ځواب ورکوو، لاخو د يوسف په بيلتانه د پلار پر هرونه نه  دي ښه شوي د سترګو اوښکې يې نه دي وچې شوې ، له لومړي زوی سره خو مو ورته خيانت وکړ اوس غواړئ دا بل زوی هم ورنه واخلئ، زه خو تر هغې له دې ځايه نه خوځم تر څو مې پلار اجازت رانه کړي او يا خبره سمه سپينه نه شي، پلار ته به څه وايم چې زوی دې غل و او په غلا ونيول شو؟!

    د يعقوب  مشر زوي يهودا له بنيامين سره په مصر کې پاتې شو او نهه وروڼه د کنعان په لور وخوځېدل، يعقوب چې کله له زامنو سره بنيامين ونه ليد نو ته واله زړه يې کوم مارغه الوتی وي يا يې د زړه ټوټه چاپرې کړي وي په سوو سوو يې وويل: زما له زوی سره مو څه وکړل، له خپلو قسمونو سره مو څه وکړل؟

    زامنو يې ورته کيسه تېره کړه، يعقوب وويل داسې نه ده زما په خيال بياشيطان غولولي يې، خير بې له صبره چاره نشته، اول مې يوسف له لاسه ورکړ او اوس بنيامين او يهودا ښايي خدای تعالی درې واړه يو ځای راستانه کړی ځکه چې پاک رب حکيم او پوه دی.

    غمونو يوځل بيا يعقوب ته مخه کړه، سهتيو ترې له سترګو خوبونه وتروړل او د دلدارۍ او خواخوږۍ هيڅ نښه يې پاتې نه سشوه، يعقوب به په شپه او روځ کې يوه شيبه ځان د خدای تعالی په عبادت مشغولاوه او خپل يقين به يې غښتلی کاوه او بله شيبه به يې د زامنو دياد حق ادا کاوه، د خدای ياد او تودو اوښکو به د هغه زړه ډاډمناوه، د يعقوب د اوښکو لړۍ جاري وې تر دې چې سترګې يې سپينې شوې ، بدن يې ډنګر شو، په مخ کې يې هډو کي ښکاره شول او بدن يې د هغ اور لګيت په شان چې تر غاښونو لاندې ماتيږي وچ کلک شو. د يعقوب شپې همداسې سبا کيدې چې يوه ورځ يې يو زوی کوټې ته ورننوت، يعغوب لمونځ ختمکړ دعا يې وکړه او بيا يې د سترګو سيلاو ران شو ، او چغې يې کړې: های يوسف!

    زوييې چې دا حال وليد نو نور وروڼه يې هم راوغوښتل چې د پلار کوکارې  او سورې وويني.

    يو زوی يې وويل : بابا جانه ! ته د خدای تعالی نازولی استازی يې ، ستر پيغمبر يې، وحی درباندې نازليږي، خلک ايمان او هدايت له تا زده کوي، دا کار چې ته کوې يوه ورځ به دې له موږ واخلي، ولې دې ځان دومره په غم او ځور کې ډوب کړی دی، د اوښکو جړۍ دې داسې وريږي چې سترګې يې درسپينې کړې، په خدای قسم يوسف دومره يا دوې چې ځان دې پرې بيخي له مينځه يووړ، يعقوب ورته په ځواب کې وويل: ستاسو ملامتيا زما غم زياتوي،د پر هار مې درد منوي ، ممکنه ده چې زما سترګې د يو سف تر ليدو مخکې وچې شي، تاسو خيال کوئ چې يوسف ليوه خوړلی او د مرګ پنجو هغه له موږ تروړلی خو زما زړه وايي چې هغه ژوندی دی او ددې شنه اسمان لاندې ژوند کوي، خو نه يم خبر چې يوسف به چې رته وي او همدې ناخبرۍ زما غم څو چنده کړی دی ، که تاسو غواړئ چې زه د غم جامې وباسم نو لاړشئ د خدای په ويړه دنيا کې خپاره شئ، بې نهيلۍ وګرځئ، يوسف او ورور به خدای په لاس درکړي، د خدای تعالی له رحمته مايوسه کيږئ مه.

    د يوسف وروڼو د زړونو په تل کې د پلار خبره تصديقوله ځکه چې دوی خو هغه په کوهی کې غورځولی و، خو د پاک رب په دې پراخه نړۍ کې په هغه پسې کوم ځای وګرځي.

    د يعقوب د زامنو فکرونه د يوسف په هکله لالهانده دی او د اميد مزی يې شليدلي دی، خو د بنيامين نه يې تمه نه ده پرې او دا کولی شي چې د مصر باچا (يوسف) ته ورشي او عذر وزارۍ ورته وکړي او په څه چل ترې بنيامين خلاص کاندي.

    نو يوسف ته ورغلل او ويې ويل : عزيزه موږ زمانې بيا تاته راوستی يو او د زمانې څپيړو اړکړي يو چې په خوارۍ سره تاته ودريږو، البته زمانې موږ ته شاکړې ده موږ په کيې پانګې سره تاته راغلي يو.

    ای باچا که غواړې له موږ سره مهرباني وکړې چې کړاوونه مو لرې شي، کړوپې ملا ګانې نيغې شي نو دومره وکړه چې زموږ هغه ورور چې تا بندي کړی خوشی کړه، چې زموږ د بوډا پلار له سترګو اوښکې پاکې کړي او په پرهرونو يې ملهم کيږدي.

    کله چې د يعقوب او يوسف کيسه اوج ته ورسېده او د خدای تعالی په تقدير د ايمان درجه بشپړه شوه ربالعزت يوسف ته اجازت ورکړ چې ځان وروڼو ته وروپيژني، په خپل کرم د هغوی له تېروتنې تېر شي چې د يوسف په کيسه کې د بخښنې او مهربانۍ څپر کی هم زيات شي.

    يوسف وروڼو ته مخ کړ او ويې ويل: تاسو ته ياد دی چې په وړوکوالي کې يوه ورځ همس او شيطان په تاسو لاسبری شو او شيطان وغولولئچې ورور مو يوسف کوهی ته وغورځوئ.

    ستاسو نه به هېر نه وي چې يوه ورځ په تاسو کې يو پياوړي په خپلو مزبوتومټو سره د کمزوري يوسف له بدنه جامې وويستلې، يوسف تاسو ته د بخښنې او شفاعت لمنه وغوړوله ، زارۍ يې درته وکړې خو تاسو يې چغې سورې ونه منلې ، رحم مو ونه کړ بلکې هغ بې وسه ماشوم مو په کوهی کې وغورځاوه، او د زمانې څپېړو ته نو وسپاره.

    د يعقوب زامن د مصر د باچا په خبرو ټکني شول، د هغه خبرو مشکوک کړل، د مصې باچا داسې خبرې کوي چې هيچاته نه دي معلومې، د تاريخ پټ حقيقتونه راسپړي، ايا بنيامين ورته دا خبرې کړې، نه هغه خوله دې کيسې بيخي خبر نه دی.

    د يوسف وروڼو د فکر نيلي وزغلول، يوسف ته ځير شول، مخ ته يې ښه وکتل خدو خال او تورې نښې يې ښې وځيرلې د يوسف نښې يې په ذهن کې انځور کړې بيا يې د مصرله باچا سره پرتله کړې او چغې يې کړې . ته پخپله يوسف يې! يوسف سملاسي بنيامين ته ګوته ونيوله او ويې ويل: هو زه يوسف يم او دامې ورور وی، خدای تعالی پر موږ نعمت ولور اوه څوک چې صبر او پرهيز ګارۍ ته مخه کړي خدای تعالی ورته روغه اونيکه بدله ورکوي.

    د يوسف د وروڼو رنګونه وتښتيدل ، ژبې يې بندې شوې زړونو يې غوښتل ځمکه وچوياو دوی پکې ننوځي يا له اسمانه تندر ولويږي او دوی وسوزوي.

    خو د يوسف اروا تر دې ستره ده چې وروڼه په مصيبت او خپګان کې وليدی شي اومقام يې تر دې لوړ دی چې وروڼه ونه بخښي ، ځکه چې هر څه وي دا دهغه وروڼه وي، که څه هم له د هم له ده سره يې زياتی کړی خو بيا هم د ده د پلار زامن دي ، نومخ يې ورواړاوه او ويې ويل: نن په تاسو ملامتيا مشته خدای تعالی مو وبخښه، ځکه چې هغه  ډير رحم کوونکي او بخښونکي دي.

    لاړ به شو د يعقوب کيسې ته، حضرت يعقوب کلونه کلونه مصيبتونه او غمونه وګالل ، داسې ازميښتونه پرې راغلل چې غرونه ورته ځان نه شي ټينګولی خو يعقوب صبر وکړ او د همدې صبر او زغم په وجه يې نوم د خدای تعالی په عزتمنو پيغمبرانو کې راغلی دی ، په جنت کې ورته دلويو بدلو وعده ورکړل شوې او دې دنيا کې هم بدله ورکړل شوې ده.

    يوه ورځ يعقوب لمونځ وکړ د خدای له ياده وروسته يې ښه وژړل ، خو ناڅاپه يې هډونه روغ شول، او ښکې يې وچې شوې او زړه يې ډاډمن شو ، دا نوي احساسات د څه دي؟ دا نوي بدلونونه له کومه راغلل؟!

    د يعقوب د روح تل ډاډمن شو ، ضمير يې خوښ او غړي يې تاند شول، دا حال چې په ده راغلی و کټ مټ د ځوانۍ د ورځو حال و، د ده د زرينو شپو ورځو او د هغ وخت چې يوسف يې دسترګو وړاندی و، وغو احساساتو يعقوب اړ کړ چې ووايي: < زه د يوسف بوی حس کوم> د يوسف وږمې زما پر برن نوې څپه خپره کړې، زما احساسات يې سند ريز کړي او زړه يې راځوان کړی دی.
    يعقوب د يوسف ديدن ته ځي:

    د يعقوب زړه دروغ نه وايي په رښتيا يې د يوسف بری حس کړی، د مصر قافله  د کنعان په لور رهي وه او له قافلې سره د يوسف هغه کميس هم وچې د يوسف زيری يې درلود او يو دار بيا يې هغه ته سترګې او ژوند ستناوه.

    قافله راورسېده او د يوسف کميس يې په يعقوب وغوړاوه ناڅاپه د يعقوب سترګې پرانستل شوې ، نظر يې ستون شو زامن يې وليدل، کيسیې يې ورته وکړې، له خپل احواله يې خبر کړ بيا يې له يعقوبه بخښنه وغوښتله يعقوب د زامنو د غوښتنې په ځوال کې وويل: ستاسو چارې زما په لاس کې نه دي، زه د خدای عذاب له تاسو نه شم غړولي، البته زه به له خدايه ستاسو لپاره د بخښنې دعا وکړم، تياريږئ چې مصر ته ځو ، يوسف خپل موړ اوپلار په کور کې وليدل ، د هغه پلار مور او يوولس وروڼه په يو ځای کې راغونډ وو، ټول يوسف ته په خاوره پريوتل او د هغه ډېر درناوی يې وکړ.

    ذضرت يوسف لاسونه اسمان ته هسک کړل، د خدای تعالی د لوريينو پيرزوينو او فضله يې مننه وکړه او ويې ويل: ای زما ربه! ماتهدې سلطنت او باچاهۍ راکړه، د خوبونو تعبير دې رازده کړ، ای د ځمکې او اسمانونو پنځګره! ته په دنيا او اخرت کې زما مل يې ، ما مسلمان له دنيا بوځه او له غوريزو کې وګرځوه.