اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. حليمه سعديه

    حليمه سعديه

    حليمه سعديه
    Rate this post

    حليمه سعديه

    د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم له پيدا کيدو به يوڅو ورځې نه وې شوې. د مکې د غټو خلکو دا دستور ؤ چې خپل زامن به يې د کليو وسيدونکو دايانو ته سپارل چې د مکه له ښاره لرې د کلی صحراګانواو د مورنی ژبه عربی په غيګه کښې لوې شي. عبد المطلب د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم نېکه او سرپرست هم په دې لټه کښې وو چې د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم لپاره يوه مناسبه دايڼه وګوري. او هم د دې لپاره يو څو دايانی د آمنه کور ته په تمه راغللې خو دې ماشوم د يوې ښځې شودې هم ونه څښلے.  په دې کې  د عبدالمطلب يو ملګري وويل: زۀ د عرب په ښځو کښې يوه ښځه پيژنم چې هم رښتينې ده او هم له نورو دايڼو نيکه ده. عبدالمطلب ترې پوښتنه وکړه : دهغی نوم څه دے؟ هغه ځواب ورکړ: هغه د قبيله بنی سعد څخه ده چې نوم يې حليمه دے. عبدالمطلب د حليمه پلار ته ورغے او هغه ته يې وويل: زه غواړم چې ستا لور د خپل ځوي محمد(ص) لپاره دايي ونيسم. د حليمی پلار وويل : زۀ دوه لوڼه لرم ته کومه ياده وې. عبدالمطلب ورته وويل : کومه يوه چې عقلمنده، ډيرو شودو والا، مهربانه او پرهيزګاره وي. د حليمه پلار وويل : زه به درته حليمه ياده کړم چې خور يې هم هغی ته نرسې ځکه چې حليمې ته الله عقل، رښتينولي او پوهه ورکړې ده.

    حليمه د عبدالمطلب سره د هغه کور ته روانه شوه چې حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د مور بی بی نه واخلی. کله چې حليمه دا خوش بخته ماشوم واخسته نو خپل بخت يې هم ورسره ښه شو. او محمد صلی الله عليه واله وسلم هم چې کله خپله دايې وليده نو خوشحال شه. عبدالمطلب او بی بی آمنه چې ماشوم خوشحال وليد نو هغوي هم خوشحال شو. او په ښه زړه يې محمدصلی الله عليه وآله وسلم حليمه ته وسپاره. حليمې د آمنه ماشوم له ځان سره خپل کلی ته راوست له دې ښکلی ماشوم راتلو سره دحليمې په ژوند کښې له هره خوا خوشحاليانې او برکتونه راټول شول او بيا دا برکتونه او خوشحالې د بنی سعد د قبيلې قسمت وګرزيدې.

    آسمان بارانونه وورول ، ځمکې زرغونې شوې ، د ګډو بيزو رمې زياتی او اوښان يې هم زيات شو. په قبيله کښې امن او خوشحالي راغله. او دا ټول برکتونه او خوشحالې د محمدصلی الله عليه وآله وسلم له مخه وې. حليمه چې د خپلې قبيلې يوه پوهه او بزرګه ښځه وه په دې هر څه پوهيده چې دا هر څه د دې پاک ماشوم په برکت دي. له دې پرته د حليمې زړه ددې ماشوم سره داسې ولږيد چې د خپلو ماشومانو نه به يې دۀ سره زياته مينه کوله. ځکه چې د دې ماشوم له مقامه خبر وه حليمه د آمنه په دې ځوي کښې هره ورځ نوې نوې اوعجيبه نښې او معجزې ليدلې.

    حليمه سعديه ، په خپل قوم او کلې کښې يوه پاکه او مهربانه ښځه ياديده او هم دا وجه وه چې الله تعالی ورله دا فضيلت ورکړوچې  محمدصلی الله عليه وآله وسلم  ته شودې ورکړي. حليمه د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم لپاره ښه  اومناسبه  دائی وه. هغې دوه کاله پيامبر صلی الله عليه وآله وسلم ته شودې ورکړې او له څلورو کالو يې زيات ځان سره ووسولو چې په ښې طريقې يې تربيت کړ. له دې پس حليمې هغه ځان سره مکې ته راوست او خپل مور بي­بي او نيکه ته يې حواله کړ. حليمه به خپلو ټولو کوششونواو خواريو سره د پيامبر صلی الله عليه وآله وسلم  خدمت کولو او د هغې ورسره دومره مينه وا چې د خپلو بچو نه به يې زياته مينه رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم سره کوله. هغه به د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم نه يو ساعت هم نه جدا کېده. او کله چې د دې مبارک وجود برکتونه وليدل نو پوهه شوه چې دې ماشوم ته د الله خاص نظر دے او هر وخت به يې چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم سره خبرې کولوې نو ورته به يې ويل: اے ځما خوږه ځويه! د آسمانونو په خدائې مې دې قسم وي چې ته ماته د خپل ځوي د سترګو تور ((ضمره)) نه زيات ګران يې .آيا داسې به هم وشي چې زۀ به ژوندې يم او تا چې څنګه په ماشومتوب کښې وينم داسې به دې لوي هم ووينم ؟ )).

    د حليمې زړه محمدصلی الله عليه وآله وسلم سره داسې ولږيد چې د هغه مينې به ورله روحاني خوشحالي ورکوله او دې مينې به ورله  يو ساعت هم د جدا کېدلو اجازت نه ورکول. حليمه په دې  خبرو پوهيده چې محمد صلی الله عليه وآله وسلم به يوه ورځ لوي مقام مومي او هغه به د خلقو په زړونو کښې لارې کوي . ځکه چې د هغه عادتونه او خبرې د ماشومانو پشان نه دي.  په ماشومتوب کښې هم د هغه ژبه روانه چليده او خبرې به يې هميشه سمې او منطقی وې. چرته يې داسې کار نه کولو چې حليمه پرې آزار شي.  هغه چرته لوبې او بےهوده کارونه نه کول. همځولي به هم نه آزارول له هغه چرته غلط کار نه و شوې چې پې ورستو پرې پښيمانه شوے وي. دې کم عمرۍ سره سره د هغه توکل او ټوله توجه الله ته وه حليمه به تعجب کولو چې محمد صلی الله عليه وآله وسلم کښې د ادب اخلاقو او انسانيت هيڅ کمې نشته هغه څه چې نورو ماشومانو ته ورزده کول غواړې، هغه هر څه په محمد صلی الله عليه وآله وسلم کښې تر پوره حده موجود وو او هغې ته محتاج نه و.

    هغه ته هميشه د پروردګار خاص پاملرنه وه الله قادر او توانه خپل دې نيازبين بنده ته علم ،حکمت او عصمت ورکړې و. حليمه په دې هر څه پوهيده خو د هغې ارمان دا و چې محمدصلی الله عليه وآله وسلم په ځوانۍ کښې وويني. هغې غوښتل چې په راتلونکي وخت کښې د دې ماشوم مقام او عزت په خپلو سترګو وويني.

    کلونه تيريدل محمد صلی الله عليه وآله وسلم لوي شه خو د حليمې هغه خدمتونه او مينه يې نه وو هېر کړي ځکه چې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم مقام له دې ډير اوچت و چې د حليمه احسانونه به يې هيرول. رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم به هميشه په دې لټه کښې و چې د حليمې د احسانونو، مينې او فداکاريانو جبران وکړي. درسول الله صلی الله عليه وآله وسلم د حضرت خديجه سلام الله عليها سره د وادۀ نه پس يو ورځې حليمه مکې ته محمد صلی الله عليه وآله وسلم له راغله. رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم د هغې احترام وکړو او خپل څادر يې هغې ته خپور کړ او حضرت خديجه  هم څلويښت ګډان او يو اوخ هغې ته هديه ورکړل. رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم په دې درناوي نورو خلقو ته دا سبق ورکوې چې د مور او هغه چا څه مقام دے چې ستا مورولي يې کړې وي. حليمه هغه ښځه وه چې په قسمت کښې يې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم ته شودې ورکول ليکلي وو. هغې به ويل: په هغه څوکالو کښې چې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم خدمت مې کول ډير څه مې د هغه نه زده کړي دي. هغې به هم د رسول الله صلی الله عليه وآل وسلم ډير قدر کول.