اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. خاتميت د قران او رواياتو له نظره

    خاتميت د قران او رواياتو له نظره

    خاتميت د قران او رواياتو له نظره
    Rate this post

    اوس به ځينو هغو ايتونو ته اشاره وکړم چې په هغو کښې د اسلامي شريعت بشپړتيا او د حضرت محمد(ص) خاتميت ته اشاره شوې ده:

    وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم . ( سوره انعام 115 ايت) يعنې (( ستا د پروردګار کلام د رښتياوالي او انصاف له نظره کامل شو او څوک يې هم دکلماتو د بدلولو توان نه لري او هغه اوريدونکے او پوه دے.))

    مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ. ( سوره احزاب 40 ايت). (( محمد(ص) په تاسو سړو کښې د هيڅ چا پلار نه دے بلکې هغه د خداے رسول او تر ټولو وروستے پېغمبر دے.))

    د خاتَم يا خاتِم لفظ چې جمعې ته اضافه شي( لکه دلته چې نبيين ته اضافه شوے دے) نو د اخر په معنا راځي او دلته د خاتم النبيين معنا اخرالنبيين ده. رسول او نبي دواړو ته شامليږي. يعنې ټول پېغمبران نبيان وو نو د خاتم النبيين مطلب دے چې پېغمبر اکرم (ص) وروستے رسول دے. تر دۀ وروسته به نه نبي راځي او نه رسول.

    إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ ( سورۀ اسراء ٩ ايت ) يعنې (( بې شکه دا قران له ټولو پروګرامونو نه زيات مستقل او ټينګ راهنما او لارښود دے.))

    نو څرګنده ده چې د دې حالت په موجودګۍ سره نورو پروګرامونو ته حاجت نشته.

    د خاتميت مسئله په اسلامي مدارکو او کتابونو کښې دومره زياته راغلې ده چې له څرګندو او روښانه اسلامي مسائلو ګڼل کيږي. په دې حقله ځينې روايتونه دا دي:

    1. د اسلام ګران پېغمبر(ص) فرمائي: (( يا ايها الناس انه لا نبيَ بعدي و لا سنٌةَ بعدي…) (( پوه شئ چې له ما وروسته به کوم بل پېغمبر يا دين نه راځي.)) ( مستدرک ج2 ص262 او نور کتابونه )

    2 . امام علي (ع) فرمائي: فقضی به الرسول و ختم به الوحی، يعنې خداے پاک حضرت محمد(ص) له ټولو پېغمبرانو وروسته نازل کړو او په هغوي سره وحي پاي ته ورسيده. (…نهج البلاغه فيض الاسلام خطبه133 ص403)

    3 . امام محمد باقر(ع) فرمائي: خداے پاک په قران مجيد سره کتابونه او په محمد(ص) سره پېغمبران پاې ته ورسول.( اصول کافي ج1 ص177)

    4 . پېغمبر اکرم (ص) امام علي(ع) ته وفرمايل: اما ترضی ان تکون مني بمنزلةِ هارون من موسی الا انه لا نبيَ بعدي يعنې تۀ زما په نسبت داسې يې لکه هارون (ع) چې د موسی (ع) په نسبت ؤ. فرق يوازې دا دے چې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته. ( کامل ابن اثير چاپ 1385 ج2 ص278. او نور کتابونه )

    5 . امام رضا(ع) فرمائي: …و شريعةَ محمد(ص) لا تنسخ الی يوم القيامه ولا نبي بعده الی يوم القيامه… يعنې د حضرت محمد(ص) شريعت به تر قيامته نۀ نسخ کيږي او د قيامت تر ورځې به بل پېغمبر رانۀ شي. (عيون اخبار الرضا ج2 ص80)
    د دغو او نورو ډيرو احاديثو معلوميږي چې پېغمبر اکرم (ص) وروستے رسول او د اسلام پاک دين جامع او تل پاتې دين دے. د دې دين د مطالبو عظمت، د مفاهيمو لوړتيا او د قواعدو پراختيا د دې د تازه والي او تل پاتې والي ضامن دي چې تر قيامته به وي. نو له دې ښه خبره کومه ده چې د اسلام د پراختيا او خپرولو کوشش وکړو