اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۳) برخه

    داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۳) برخه

    داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۳) برخه
    Rate this post

    نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد

    محترمووروڼود اسلام دحقیت اوبرترۍ له اخلاقي  دلائلو څخه بل دلیل دادۍ چي اسلام وخلګوته امر او حکم کوي په حسن خُلق سره ، يعني په ښو أخلاقو سره .

    له حضرت ابوالدردآء ( رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله ( صلی الله عليه وسلم) و فرمايل :  ما مِنْ شئٍ يوزعُ في الميزان أثقل من حُسْنِ الخُلْقِ ، و َ إنَّ صاحبَ حسنِ الخلقِ لَيبلُغُ به درجةَ صاحبِ الصوم والصلوةِ  . (  اخرجه الترمذي والبزاز بسند جيد )  .

    يعني نسته هيڅ له يو داسي شي څخه چي ايښوول کيږي په تله د ميزان کښي ( يعني د قيامت په ورځ) ډير دروند له حسن خلق ، يعني له ښه خوۍ  څخه  ( يعني د قيامت په ورځ کښي چي کوم نيک عملونه  د ميزان په تله کښي تلل کيږي ، نو حسن خلق به تر ټولو دروند وي ، او بېشکه خاوند د حسن خلق خامخا رسيږي په سبب د حسن خلق ودرجې ته د خاوند د روژې او د لمانځه .

    او الله ( جل جلاله ) له ټولو خلګو سره ( که څه هم کافران وي ) مسلمانان په حسن خلق امر کړيدي لکه چي فرمايلي یې دي :

    و قــــولوا  !   للنـــــاس حســـــناً   ( البقرة ۸۳)

    يعني او واياست  ! وخلګوته قول نېک  .

    له حضرت علي (کرم الله وجهه) او له  ـ عطا ـ په تفسير کښي ددې آيت روايت دئ چي د ـ الناس ـ له لفظ څخه دلته ټول خلګ مراد دي که مشرک او کافر وي ، او که مؤمن وي ( شعُبُ الإيمان ، او تفسير ابن جرير ، او ابن ابي الدنيا في الصمت )  .

    الله ( جل جلاله ) چي کله حضرت موسی ، او هارون ( عليهماالسلام) و فرعون ته ورلېږل ، نو يې و موسی ( عليه السلام) ته وفرمايل :

    فقــــــــولا لـــــه قـــــولا ليِّناً ( طه ۴۴)

    يعني ـ  کله چي فرعون ته ورسۍ  ، نو نرمه او پسته خبره  د حق په باب کښي ورته وکړۍ .

    همدارنګه الله (جل جلاله ) و خپل پيغمبر ته په مقام کښي د اظهار د کاملي مدحي دده فرمايلي دي  :

    و إنَّــــک لعـــــلی خُلُقٍ  عــــظيم  ( القلم ۴)

    يعني ـ او په تحقيق سره ته ( يعني اې رسوله ! ) خامخا ثابت يې پر خوۍ ډير لوۍ باندي ( يعني چي هغه عمل کول په قرآن کريم دئ )

    همدارنګه د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : إنَّما بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صالِحَ  الأخلاقِ ( وجآء في رواية ) مکارمَ الأخلاقِ  . ( أدب المفرد للبخاري ، طبقات ابن سعد ، مستدرک حاکم، مسند امام أحمد ، و صححه الحافظ ابن عبد البر)

    يعني زه ليږل سوئ يم ( يعني د الله تعالی له طرفه وخلګو ته ) ددې لپاره چي إتمام وکړم ( پوره او کامل کړم ) صالح او نيک د أخلاقو او د خويو  .والسلام ومن الله التوفیقمحترمووروڼود اسلام دحقیت اوبرترۍ له اخلاقي  دلائلو څخه بل دلیل دادۍ چي اسلام

    د انسان د ويني او ژوند په بې مثاله ډول  سره إحترام او قدر کوي  ، ترداسي حده چي إسلام د هغو فاسدو أغراضو په خاطر هيڅ کله د انسان  د ويني  د تويولو اجازه نه ورکوي کوم  چي له إسلام څخه پرته  نور اسماني  تحريف سوي مذهبونه او يا غير اسماني مذهبونه د هغو فاسدو أغراضو د لاس ته راوړلو په سبب د انسانانو د ويني تويول جائز بلکي ضرور ګڼي  .

    ځکه اسلام دانسان په تمدني حقوقوکښي دانسان دجان اوخون تحفظ  ترټولوحقوقو أهم اوضروري حق بولي ،اودانساني خون داحترام په لاره کښي ترټولو اجتماعي  فرېضوړومبنۍ  فریضه دا بولي چي یو انسان دبل انسان دروح او ژوند احترام ولري ، اودهغه وژوند ته هر قسم وده ورکړی اوانسان باید ضرور دبل انسان دژوند له مخالفو لارو سره هیڅ تعلق ونه ساتي .

    بلکي نه تنها دا چي اسلام صرف يو انسان د بل انسان د ويني له تويولو راګرځوي  ، اسلام هر انسان د خپل ژوند پر تحفظ لا زيات مکلف بولي .  دا ځکه چي د انساني جامعې ټول حقوق او ټول فرائض د انسان پر ژوند موقوف دي .

    همدا سبب دئ چي اسلام يو انسان د بل انسان  له ضرر رسولو، بې احترامي کولو  او د هغه د حقوقو له ضائع کولو په پوره ټينګار او تأکيد منع کوي  .

    البته اسلام د انسان د نفس  ، مال  او ناموس قدر او ارزښت  مطلق العنان نه دئ بللئ ، بلکي د هغه لپاره يې حدود وضع کړيدي ، تر څو چي انسان په هغو حدودو کښي داخل وي نو د هغه نفس ، مال   او ناموس احترام لري .

    بالمقابل که يو انسان له هغو حدودو څخه خارج شي ، نو بيا دده نفس ، ناموس او مال هَدَرْ  او بې ارزښته بولي    ..

    خو تر کومه حده چي د انسان د ژوند او د هغه د ژوند د ټولو حقوقو تحفظ کوي ، او په کوم ډول يې کوي ؟  هغه پرته له اسلامه په بل تهذيب کښي نه دَرْک سوي او نه  شويدي ، او نه به يې درک وشي  ، او نه به د نړۍ په عقل کښي ( که چيري له تعصب او عناد څخه صرف نظر شي او صحيح  تدبر وکړي ) پر همدغه تحفظ باندي اعتراض پيدا نه شي  .  او نه به تر هغه حد پورته  چي اسلام د انسان د ژوند د خوندي ساتلو په لاره کښي ټاکلئ دئ ، بل حد او أندازه روا  وبولي  .

    اسلام نه يوازي د انساني نفس احترام لري ، بلکي د هر جاندار حيوان و نفس  او ژوند ته  په خپلو ارزښتناکه حدودو کښي قدر او أهميت ورکوي  .

    فردوسي  شاعر وايي   :

    ميازار موري  که دانه کش است             که جاندار دو جان شيرين خوش است

    هو   !  که چيري يو انسان يا بل جاندار درنده  سي   ، البته اسلام بيا د هغه د فاسد ژوند او نفس ضرورت نه محسوسوي ، او د هغه په حقله د خپل عظيم الشان عدل حکم صادره وي  .

    محقق شيرازي  فرمايي  :

    مګو شهد شيرين شَکَر فائق است           کسي را که سقمونيا لائق است   .

    قرآن  مــــجيد د ناحقه قتل او وژني په باب مسلمانانو ته داسي خطاب کوي  :

    من أجل ِ ذلک کتبنا علی بني اسرآئيل أنه مَنْ قتَل نفسا بغير نفس او فساد في الأرض ،فکأنما قتل الناس جميعا ط و مَنْ أحياها فکأنما أحياالناس جميعا ، ولقد جآئتهم رسلنا بالبينات ثم إن کثيرا منهم بعد ذلک في الأرض لمسرفون .

    (س ـ  مآئده )

    ترجمه  :

    په سبب د قتل د قابیل هابيل علیه السلام لره  موږ ليکلئ او فرض کړئ  وو پر بني اسرآئيلو باندي  داچي : بېشکه شان دادئ ، هر چاچي قتل کړ يو نفس بې له بدلې د بل نفس څخه ، او بې له فساد څخه په ځمکه کښي ، پس ګويا لکه چي مړه کړل ده  خلګ ټول ، او هر چاچي ژوندئ کړ دا نفس پس ګويا لکه چي ژوندي کړل ده ـ خلګ ټول   . او خامخا په تحقيق سره راغلي وو دوۍ لره پيغمبران ځموږ  ، په دلائلو ښکاره ؤ  سره   .  بيا پس له دې بېشکه ډير له دوۍ څخه ، وروسته له دې راتلو نه په ځمکه کښي خامخا إسراف کونکي دي  .

    او همدارنګه فرمايي  :

    (قُلْ تَعالَوا اتْلُ ما حرَّمَ ربکم عليکم أن لا تُشرکوا به شيئا ، وبالوالدين إحسانا . ولا تقتلوا اولادکم من إملاقٍ  ، نحن نرزقکم واياهم  . ولاتقربوا الفواحشَ ما ظهر منها وما بطن . ولا تقتلوا النفس التي حرم الله إلا بالحق ذالکم وصَّاکم به لعلکم تعقلون )    س أنعام آيت ۱۵۱  .

    ترجمه  :

    (ووايه مشرکانو ته  چي راشۍ ! چي ولولم هغه چي رب ستاسي حرام کړيدي پر تاسو باندي  دا چي : شريک مه نيسۍ تاسو له ده سره هيڅ شئ ، او له مور او پلار سره نيکي کوۍ ، او مه تاسو اولاد خپل وژنۍ له ويري د خوارۍ ، موږ رزق درکوو تاسو او  دوۍ لره ، او مه نزدې کېږۍ تاسو ناکاره کارونو ته ،هغه چي ظاهر وي له دوۍ  نه او هغه چي پټ وي ، او مه وژنۍ تاسو هغه نفس چي حرام کړئ دئ خدائ پاک ، مګر په حق سره . دا کار چي دئ ټینګ امر کوي خدائ پاک تاسوته په ده سره  ښائي چي تاسو عقل وچلوۍ  .)

    له فواحش توري  څخه  چي په آيت کي ذکر سوئ دئ مراد زناوي دي ، او ظاهره زناوي هغه دي چي بې حيا او بې شرم خلق يې په رسوا ځایونو کښي لکه ـ دکانونه کوي ، او باطني زناوي هغه دي چي په پټو ځايونو کښي کيږي  .

    همدارنکه الله ( جل جلاله) په بل ځائ کښي و بني اسرائيلو  ته په يوه خطاب کښي فرمايي  :

    ( و إذْ أخذْنا ميثاقَکُمْ لا تسفِکُونَ دمآئکُمْ ، ولا تخرجون أنفسکُمْ مِنْ ديارِکُمْ ، ثم أقررتُمْ و أنْتُم تشهدون ، ثم أنتم  هؤلآء   تقتُلُون أنفُسَکُمْ وتخرجون فرِيْقاً منْکم من ديارهِمْ  تظاهرونَ عليهِمْ بالإثمِ و العدْوانِ و إنْ يَّأتوکم أساری تُفدوهم  و هُوَ مُحَرّمٌ عليکم إخراجهم أفَتُؤمِنونَ بِبَعْضِ الکتابِ و تَکْفُرون ببعضٍ ، فَما جَزآء مَنْ يّفْعلُ ذالِکَ منکم إلا خزيٌ في الحيوة الدّنيا و يومَ القيامةِ یُرَدّونَ إلی أشدِّ العذابِ و ما الله بِغافِلٍ عمّا تعملون  )  س  بقرة  .

    ترجمة  :

    (او ياد کړۍ هغه وخت چي واخست موږ محکم عهد ستاسي،دا چي نه به تويوۍ  ويني ستاسي ، او نه به باسۍ ځانونه ستاسي له کورو ستاسي ، بيا تاسي اقرار وکړ او تاسي شاهدان ياست ، بيا تاسي هغه خلګ ياست چي وژنۍ ځانونه خپل او باسۍ يوه ډله  له ستاسي  له وطنه د دوۍ په داسي حال کښي چي کومک ورکوۍ خلګو ته پر ضرر د دوۍ په ګناه او ظلم سره ، او که چيري راسي دوۍ تاسي ته په داسي حال کښي چي بنديان وي نوتاسي فديه ورکوۍ په عوض د دوۍ کښي ، او شان دادئ چي حرام شوئ دئ پر تاسي باندي ايستل د دوۍ له خپله وطنه  . ايا ؟ تاسي ايمان لرۍ په بعض د کتاب او کافران کيږۍ په بعض .

    نو نسته جزاء د هغه چا چي کوي دغه کار له تاسي مګر رسوايي په دنيا کښي ، او په ورځ د آخرت به وګرځول شي و ډير سخت عذاب ته ، او نه دئ خدائ پاک غافل له هغه چي کوۍ يې تاسي  . )   .

    په مدينه منوره کښي د مشرکانو دوې لويي قبېلې وې : يوه ( اوس )  او بله (خزرج) وه  ، ددغو دوو قبېلو تر منځ له کلو کلو راهيسي سخت مخالفت او جنګ وو  . همدارنګه په مدينه کښي د يهودو هم دوې قبېلې وې : يوه د ( بنو قريظه) او بله د ( نضير) قبېله وه  ، دغه دوې هم په خپل کښي سره مخالفي وې ، تر داسي  حده پوري چي د بنوقريظه قبېلې د مشرکانو د خزرج له قبېلې سره تړون او معاهده کړې وه ، او د بنونضيرقبېلې بيا دمشرکانو د أوس له قبېلې سره لاس ليک کړئ وو .

    په دې سبب بني نضير به بني قريظه وژل  او له خپلو ځايونو بې خارجول ، او بنو قريظه به بني نضير وژل او له خپلو ځايونو بې ايستل  .

    او کله چي به خزرج د نضير له قبېلې څوک په جنګ کښي بنديان راوستل ، نو بنوقريظه به وخزرج ته د نضير د بنديانو په عوض کښي فديه ورکوله  .

    اوهمدارنګه چي کله به  بيا ـ اوس ـ د بنو قريظه يو څوک په جنګ کښي بندي راوستئ نو نضير به و أوس ته د هغوۍ په عوض کښي فديه ورکوله  .

    خلګو چي به د يهوديانو و دغو دووقبېلو ته وويل  : تاسي ولي يو بل سره وژنۍ ؟ او هره قبېله له تاسي هغه بله قبېله له خپله وطنه باسي ؟ او بيا چي د يوې قبېلې خلګ بنديان شي نو هغه بله يې په فديه ورکولو سره خلاصوي ؟

    نو دوۍ به په جواب کښي ورته وويل : موږ ته په تورات کښي د خدائ ( جل جلاله) له طرفه دغه أمر دئ چي تاسي به نه يو له بله سره وژنۍ او نه به له وطنه سره باسۍ ، او که چيري يو مخالف قوم له تاسو څوک بنديان کړل نو هغه به په فديه ورکولو خلاصوۍ  .

    خو موږ يوازي دغه د فديې ورکول عملي کړيدي  و بس  . داځکه چي بيا ځموږ ملګري چي تړون مو ورسره کړئ  دئ  خواريږي  .

    له عبدالله څخه روايت دئ چي رسول الله ( صلی الله عليه وسلم) و فرمايل  :

    اولُ مَا يُقضی بينَ الناسِ يومَ القيمةِ في الدماءِ   ( متفق عليه )  .

    يعني : اوله پريکړه او فيصله په منځ کښي د خلګو د آخرت په ورځ ، په شان کښي د ناحقه خونونو ده  .

    همدارنګه له عبدالله ابن عمر (رضي الله عنهما) څخه روايت دئ چي : رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل :

    لزَوالُ الدنيا أهْوَن علی اللهِ منْ قَتْلِ رجلٍ مسلِمٍ  . (رواه الترمذي والنسائي ) .

    يعني  :خامخا زوال د ټولي دنيا ډير اسانه دئ پر خدائ تعالی ، تر وژلو د يوه سړي مسلمان  .

    له ابوسعيد او ابوهريره (رضي الله عنهما) څخه رويت دئ چي : رسول الله ( صلی الله عليه وسلم) وفرمايل  :

    لو أن أهل السمآءِ والأرض اشترکوا في دمِ مؤمنٍ  لأکبهُم النار . ( رواه الترمذي) .

    يعني  : که چيري داسمان او د مزکي خلق سره ګډ شي په ناحقه وينو د يوه مؤمن کښي ، نو خامخا به دوۍ ټول الله ( جل جلاله) پر مخ په اورکي وغورځوي  .

    له عبدالله ابن عباس ( رضي الله عنهما) څخه روايت دئ چي رسول عليه السلام و فرمايل  :

    يجيئ المقتول بالقاتل يومَ القيامة ، ناصيته ورأسه بيده و أوداجه  تشخب دماً ، يقول ربي قتلني   ، حتی يدنيه الی العرش (رواه الترمذي ،النسائي  و إبن ماجه)

    يعني  : راتګ به وکړي مقتول  ( يعني هغه څوک چي په ناحقه وژل سوئ وي) په قاتل خپل باندي په ورځ کښي د قيامت  ، تندئ او سر دقاتل به دده په لاس کي وي ، او رګونه د غاړي دده به ويني تويوي  وايي به  : زما ربه  ! زه يې وژلئ يم ، تر هغه چي نژدې به کړي خپل قاتل وعرش ته  .

    له ابي الدردآء  ( رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي : رسول عليه السلام وفرمايل :

    کل ذنبٍ عسی اللهُ أن يّغفِرَه إلا مَن ماتَ مشرکاً ، او من يقتُل مؤمناً متعمداً ( رواه أبوداؤد والنسائي )  .

    ترجمه : هره ګناه ،نژدې دئ الله تعالی چي وبخښي  هغه  ګناه ،ماسيوی له چا چي  مړشي مشرک  ، او هغه څوک چي ووژني مؤمن په قصد سره  .

    يعني هغه دوه نفره  خدائ (جل جلالهّ) نه بخښي کوم چي له خدايه سره شريک ونيسي او يا ناحقه خون وکړي   .

    له عبدالله بن مسعود ( رضي الله عنهما) څخه روايت دئ چي : رسول عليه السلام وفرمايل :

    لايَحِلّ دمُ امرءٍ مسلم يشهد أن لاإله  الاالله  و أني رسول الله ، إلا بإحدی ثلاث : النفس بالنفس و الثيب الزاني والمارِق لدينه   التارک للجماعة (متفق عليه) .

    يعني  : نه حلاليږي  وينه د سړي مسلمان چي شاهدي وايي پردې  چي نسته لائق د عبادت بې له خدايه او پر دې چي زه رسول د خدائ يم  ، مګر په يوه له دريو خويونو  : اول داچي يونفس قتل کړشي  په عوض کښي د بل نفس  (يعني په قصاص مړشي ) دوهم داچي ودګنۍ سړئ زنا وکړي  . دريم  دا چي څوک ووزي له دين حق خپل څخه چي پرېښوونکئ سي جماعت او ډلي د مؤمنانو لره  .والسلام ومن الله التوفیق