اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۴) برخه

    داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۴) برخه

    داسلام دحقیت اوبرتري اخلاقي دلائل (۴) برخه
    Rate this post

    نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد

     محترمووروڼود اسلام دحقیت اوبرترۍ له اخلاقي  دلائلو څخه بل دلیل دادۍ چي اسلام

    خلګ په رفق ، حیا او په حسن خلق سره یعنی په نرمی کولوسره اوپه شرم اوپه ښو اخلاقو سره امر کوي  او له تند خویی  ، بی حیا یی او بدخویی څخه يې رامنعه کوي .

    له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دئ چه رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی  (ان الله تعالی رفیق یحب الرفق ویعطی علی الرفق مالا یعطي علی العُنف ومالایعطي  علی ما سواه   )رواه مسلم کذا فی المشکوة.ص ۴۳۱ .

    یعنی بی شکه الله تعالی رفیق یعنی لطیف اونرمی کوونکئ دئ له بندګانو سره ، خوښوی دا چي  بند ګان هم له یوه او بل سره نرمی وکړی اوالله پاک ورکوی وانسان ته په بدل کی دنرمۍ  هغه څه له ګټو اوفایدو څخه چه نه يې ور کوی الله پاک هغه وده ته پر تند خویی باندی ،د مثال په ډول که یو انسان  یوکاروبار مثلا کوی اوپه دغه کاروبار کښی له خلګو سره په نرمی چلیږی نو الله پاک له دغه کاروبار څخه داسی ګټی اوفایدی دده نصیب کوی چه    فرضا که ده تند خویی کولای نو بیا هغه فائدی په لاس نه ور تللی ، اوور کوی الله پاک انسان ته  په سبب ددی چه دی نرمی کوی هغه څه چه له رفق اونرمی کولو څخه ماسوايې  دهیچ شی په سبب نه ورکوی ، اوهم دار نګه دمسلم شریف په یوه بل روایت کی داسی راغلی دی (ان الرفق لایکون فی شئ الا زانه ولاینزع من شئ  الا شانه ) .

    یعنی داسلام پیغمبر فرمایلی دی چه بیشکه رفق او نرمی نه ده موجوده سوې  په یو شی کښی مګرښائسته کړئ يې دئ هغه شی ، او دا رنګه رفق او نرمی کول نه دئ ختلئ او لری کړسوئ له هیڅ یوه شی څخه مګرهغه شی یې معیوب اوناقص ګرځولئ دئ .

    همدارنګه  دمسلم شریف په یوه بل روایت کښی راغلی دی چي :  نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی(من یحرم الرفق یحرم الخیر)کذا فی المشکوة . یعنی هرڅوک چه له رفق او له نر می کولو څخه محروم سی نو هغه به له هر خیر څخه محروم کړ سی. الله جل جلا له  په  قرانکریم کی وخپل رسول حضرت محمدصلی له علیه وسلم ته درفق او نرمي په اړه داسی فرما یلی دی (فبما رحمة الله لنت لهم ولو کنت فظاً غلیظ القلب لانفضوا من حولک) یعنی ای رسوله په سبب درحمت او مهربانی دالله (جل جلا له) ته نرمی کونکئ ګرځیدلی یې له دوۍ سره اوکه چیری ته تند خویه اوپه زړه کی سخت وائ نوخامخا به  دوۍ یعنی اصحاب ستاله شاؤخواستا څخه تللی وائ همدارنګه الله پاک په یوه بل مبارک ایت کښی ټو ل مسلمانان په دی امر کړیدي چه وهر چاته به ښه خبره کوی اوله هرچا سره به نرمی کوی لکه چي فر مایی ( وقولو للناس حسنا ) یعنی او وایاست ای مومنانو و ټولو خلګوته ښه خبره او نیک کلام .

    له حضرت علی رضی الله عنه او له حضرت عطاءرضی الله عنه څخه روایت دئ چه د  للناس له لفظ څخه مراد ټول خلګ دی  ، یعنی مسلمان باید له هر چا سره ښه نرمی کوی ، له هرچا سره ښه خبره کوی عام له دی څخه که کافر وی که مسلمان وی ، که صالح وی که فاجروی ، البته دونه قدر ضرور دئ چه نرمی کول به له کافراوفاجر سره په داډول نه وی چه کافراوفاجر دا ورڅخه وفهموی چه دغه نرمي کونکئ سړئ  دده په کفر او بد کارۍ سره خوښ دئ .

    همدارنګه کله چی الله پاک موسی او هارون  علیهما السلام و فرعون ته ورلیږل نويې ودوۍ دواړو ته وفرمایل (فقولا له  قولا لینا) یعنی کله چه تاسی دواړه وفرعون ته ورسۍ نو وده ته نرم ویل وکړۍ ، یعنی په نرمه اوپسته ژبه سره دَی وحقي لاری ته راوبولۍ…( الاعلام بحرمة اهل العلم ولاسلام ،ص۶ ) .

    همدارنګه دشرم اوحیا په اړه په یو ه مبارک حدیث کښی چه مالک رحمه الله او ابن ماجه اوبیهقی یی روایت کړیدئ  داسی فر ما یلی دی(ان لکل دین خُلُقًا وخلق الاسلام حیاء)یعنی بی شکه هر دین  اومذهب یوخوۍ لری اوخوۍ اوطبیعت داسلام حیااوشرم دئ .

    همدارنګه په یو بل حدیث کښی چه بیهقی یی روایت کړیدئ د اسلام يغمبر فرمايلي دي : (ان الحیاء والایمان قرناء جمیعا  فاذا رفع احدهما رفع الاخر) .

    یعنی بیشکه حیا اوایمان دواړه سره ملګری دي نو هرکله که په دوۍ دواړو کښی هریو له انسان څخه پورته او لري کړسو نو هغه بل په خپله ورڅخه لري کړکیږی .

    همدارنګه دحسن خلق یعنی دښه خوۍ په اړه داسلام پیغمبرپه یوه  مبار ک حدیث کښی چه بخاری شریف یی روایت کړیدئ داسی فرمایلی دی( ان من احبکم الي احسنکم اخلاقا) یعنی بیشکه ځني له هغو ستاسی چي وماته ډير محبوب دي هغه خلګ دي چه ډیرنیک ستاسي دي  په حیث داخلا قو.

    همدارنګه  په یو بل مبارک حدیث کښي  چه امام احمد رحمه الله یې له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت کړئ دئ  راغلی دی چي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  به داسی ویل: اللهم حسنت خَلقی فأحسن خُلقی .

    یعنی اې الله ! لکه څرنګه چه دی پیدائش ځما ښائسته کړیدئ  نو دغه رازځما خوۍ هم ښائسته کړه.

    داسلام پیغمبر که څه هم پخپله دښواخلاقو مجسمه وه لکه الله عزوجل چه دسورت( ن) په یوه مبارک ایت کښی وده مبارک ته په خطاب کښی فرمايلی دی( وانک لعلی خلق عظم) یعنی او بیشکه ته  خامخا ثابت یی پرخوۍ ډیر لوۍ باندي .

    نو سره له دې چه ده مبارک دغه راز دعا کوله دا په حقیقت کښی لپاره دتعلیم دأمتیانو وه ..

    همدارنګه په یوه بل مبارک حدیث کی چي امام احمد رح یې روایت کړیدئ  راغلی دی   چه ډیر غوره ستاسی هغه دئ  چه عمرونه یی په تاسوکی ډیر دراز وی اوداخلا قو په لحاظ په تاسو کښی ډیر نیک وي .

    همدارنګه داسلا م پیغمبر په یو بل مبارک حدیث کښی چه ابوداود اودارمی  یې روایت کړیدئ  فرمایلی دی چي : .ډیر کامل دمؤمنانو دایمان په اعتبارهغه څوک دئ چه ډیر نیک ددوۍ وی داخلا قو په اعتبار .

    بالمقابل له اسلا م څخه پرته چه کوم مذهبونه دی په هغو کښی دداسی تعلیماتونمونه نه لیدله کیږی ، دمثال په ډول دیهودو په یوه مخفي کتاب کښي چي د (پروتوکولات ، حکماء صهیون)   اویا د (اسرارسازمان مخفی یهود ) په نومو سره شائع سویدئ  راغلی دی : چه هرخبیث خوۍ لکه دروغ ، غدراوخیانت زموږ لپاره دشرافت خوۍ دئ ځکه موږوهدف ته رسوي ، اوهر دشرافت خوۍ  لکه وفا پروعده ، امانت داری اورښتیا ویل زموږ په مسلک کښي  خبیث خویونه دي  ځکه موږ له هدف څخه راګرځوي .والسلام ومن الله التوفیق