اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. دامام حسین پاڅون،د ویښتیا او پوهیدا زمینه

    دامام حسین پاڅون،د ویښتیا او پوهیدا زمینه

    دامام حسین پاڅون،د ویښتیا او پوهیدا زمینه
    Rate this post

    هغه کسان چې خپل عزت په حق او عدالت غوښتنې کې ګڼي ، د حضرت امام حسین علیه السلام په پیروۍ سره دوخت او زمانې شرائطو،دحاکم قدرت ،ددښمن دلښکرزیاتوالي اودخپل لښکرپه کموالي فکر نه کوي، بلکې په صادقانه ډول له ظلم سره د مقابلې او د آزادۍ غوښتنې په لاره کې ګام پورته کوي
    دمحرم الحرام دمیاشتې په رارسیداسره یوځل بیاپه زړونو کې حسیني ولوله او شور په راخوټيدا دی حصرت امام حسین علیه السلام یوداسې لوي او نه ستړیکیدونکي مجاهددی چې د هغه آرمان او آيئډیاتل په زمانې کې هماغه راز څپې وهي اوپرټولونسلونوتیریږی اوهرښیرازه ټاټوبی خړوبوي ،اوهرتږي نیالګی ته ژونداوتاندوالی وربخښي،هغه دانسانیت ،پتمنۍاوشهادت غوښتنې لوي معلم دی
    سلام وي د امام حسین پر پاک او مطهر روح ………………
    کابو یو کال مخکې کله چې په مینځنی ختیځ کې په ډيرو هیوادونو کې په پيّلواواړونده واکوالانواودیکتاتورانوپه اعتراض کې دولسونو لومړنی صفونه جوړ شول،نوډير په دې اندووچې دغه غورځنګونه وختي اویوازې ملی پال دي ،خوکله چې د الله اکبر او لا اله الله په زړه پورې چغې د تیونلس ،مصر ،بحرین ،یمن او لیبیا په واټونو او فضاؤ کې پورته شوې او داسلامی هیوادونو د زیاتره ښارونو چوکونه دانقلابي لمونځ ګوزاروله صفونوډک شول ،نو بیا ډیرو کمو خلکو ددغو پاڅونونو داسلامی هویت انکارکولی شو .اسلامی ویښنیاپه حقېقت کې دلویدیځ اوختیځ داقتصادي ،سیاسی او فکري سلطې پرضدیو ځواکمن اومنسجم بهیر دی ،دغه ویښتیاچې هماغه د چپتیا له یوه لوي پړاؤه وروسته اسلام ته ستنیدا ده ،دډیرواسلامی غورځنګونود راپنځيداعامل شوه او نوي شرايط رامینځته شول چې نه یوازې ناببره وو ،بلکې استعمارګر اوس هم ورسره دمقابلې اودهغودپيژندلولپاره حیران دي او له ډيروپيچلتیاؤ سره مخامخ شوی دي . ددغه خوځښت داخلي ارزښتونه او کلتور پر دې سربیره چې د انسان له الهي فطرت سره سمون خوري ، له مادي کلتور او ارزښتونولابرلاسه اوځواکمن دی اودهغوکسانولپاره چې یوازې دلودییځ دمادي تیوریانو او نظریوپه سویه موضوګانو ته ګوري ، ددرک وړ نه دي
    د اسلامی ویښتیادپراختیابهیرپه دې ډول دی چې نوردینونه هم سوکه سوکه په ټولنیزاوسیاسی رول لا ښه پوه شوي دي اولا مهمه دا چې ددین مقوله په نړیوالوډګرونوکې دیوې اغیزمنې اومطرح موضوع په توګه رامینځته شوه .نن سباددلودیځ اوختیځ بلاکونودکمونیزم په څیر داصطلاحاتوپه ځاي دسیاسی اسلام ،انقلابی اسلام اود خمیني اسلام په څیر اصطلاحات کارول کیږی . اوس ډیرشناندی اوپوهان داسلامی ویښتیا د جرړو او عواملوپه پوهیدا پسې دي . څرګنده ده چې د دغه شان پاڅونونودپيژندګلوۍلپاره بایددمسلمانانوفکری اواعتقادي بنسټونو ته پام وشي
    که څه هم په ایران کې اسلامی انقلاب په وروستۍ نیمې پيړۍ کې له سلطې اوبې عدالتۍسره دمبارزې یوه نامتونتیجه ده ،خودغه لوي انقلاب پخپله دامام حسین ابن علی دتل پاتې حماسې له لارې اورودې راپورته شوی دی چې پخپل حرکت سره ئې دژوندانداز بدل کړ . او دژوندپه نوي تفسیر سره ئې دانسان دعظمت ،پتمنۍ،عدالت غوښتنې اوحق منلوانځوروړاندې کړ .هغه وخت چې دیزیدپه څیر باغي ا وظالمو انسانانووجودچې دخلکوژوندئې ډيروستونزواوکړاؤنوسره مخامخ کړی اوان تردې چې دخلکو ډيرتذلیل ئې کاوهّ اودهغوي د ښه ژوند مخه ئې نیوله ،امام حسین علیه السلام دنیکمرغۍژوندته دانسان دستنولولپاره دکربلاحماسه راوپنځوله او یو پوه مرګ ئې خوښ کړ . ددغه پاڅون روښانه نتیجه ددین او سیاست نه شلیدونکی پيوند او دټولنې په سیاسی برخلیک کې ددیندارومداخلت اودلوړتیا،عزت اوهدفدارژوندپه لور دخلکوکاږل دي .
    امام حسین علیه السلام له نظره ژوندد ښکلا اوله معنا ډک انسانی کرامت او عزت په اساس دی او حیات دخداوندمتعال له خوا یو موهبت دی جې دټولوانسانانولپاره ئې حق تضمین شوی دی .نوځکه دانسانانود حیات دله مینځه وړلولپاره له هر ې وسیلې استفاده محکومه ده او پرهغه چاچې ظلم اوتیری پرې کیږی لاز مه ده چې پاڅون وکړي . د قرآن له نظره څوک چې داسې ونه کړي ، نو پرځان ئې ظلم کړی دی . د قرآن پاک د نساء سورې په ۹۷ آیت کې راغلی دي چې فرښتې له ستم زغمونکواو کړیدونکوڅخه پوښتنه کوي،تاسوپه دنیاوي ژوندکې څنګه وائ ؟ دوي ځواب ورکوي،مونږپرمځکه مستضعف وو.فرښتې بیا وائي ، آیا دخداي مځکه پراخه نه وه څو هلته مو هجرت کړی وائ ؟ نو پس دا هغه کسان دي چې دهغوي منزل جهنم دی اوبد برخلیک لری ؛.
    دحضرت امام حسین علیه السلام الهي اوحق غواړی غورځنګ په نهیلیواونااومیدیواوتورتمونوکې د بریښناپه څیروځلیداوپه ځان پسې ئې بصیرت،پوهه اورڼاډالۍکړه . امام حسین علیه السلام پخپل میړني غورځنګ سره هغه ذلت اودبندون احساس چې پرخلکوواکمن ؤ،له مینځه یووړاواسلامی ټولنې ته ئې شخصیت وروبخښه ّ، په همدې اساس دانسان ویښتیااوغوړیدادامام حسین علیه السلام دپاڅون په مرحلې کې په روښانه توګه لیدل کیدلی شي .
    حر ابن یزیدریاحي یو هغه کس دی چې داما بزرګواردپاڅون په حقانیت په پوهیداسره له باطلې ډلې بیل شو اوله حق سره یو ځاي شو .
    دامام حسین علیه السلام اودهغه بزرګواترملګرودیزیدد لوي لښکر په وړاندې نابرابر پاڅون په ظاهره بریالی نه شو،خودامام حسین علیه السلام شهادت اسلامي ټولنه سخته ولړزوله او دهغې په وجودکې ئې د مبارزې اوسرښیندنې روح په پوکولوسره دځان دهیرولوحصارچې د اوموي رژیم دهغوپړاؤته غزولی ؤ،دړې وړې کړ .له دغې دردونکي پيښې وروسته ټولنه پوهه شوه چې حق دپيغمبرله اهل بیت علیهم السلام سره دی اوداموي ظالم حکومت نه یوازې اسلامی اصولواوارزښتونو ته پابنده نه ده بلکې یوداسې فاسداوظالم رژیم دی چې غواړي اسلامی ټولنه هماغه تیر جاهلیت ته وګرځوي . له دې امله د حکومتي اورګان په ضددکرکې څپه رامینځته شوه .دعراق اوحجازمسلمانان په خود کې شول اوله دې چې دپيغمبرله زوی سره ئې ملګرتیانه ده کړې،ځان ئې رټهّ . وروورودویښتیاڅپه په اسلامی ټولنې کې پراخه شوه اودتوابینّودغورغرځنګ،.دمختاردپاڅون اوهمدارازدځينو نور پآڅونونو زمینې يې برابرې کړې .ابوالاسوددونلي چې دنحوعلم یو بنسټګرهم بلل شوی دی ،کله چې دامام حسین اوعاشوره نامه اخستل کیدله ،نوداعراف سورې ۲۳ آیت به ئې تلاوتوهّ چې فرمائي ، پروردګاره ! مونږپرخپلوظلم کړی دی اوکه مونږ ونه بخښې اوپرمونږرحم ونه کړې ،نوتاوان به ووینو ؛.
    حضرت ايت ا…العظمی سیدعلی خامنه اي اصلاح غوښتنه ، امرباالمعروف ، سرښيندنه ،یووالی اویوزړه توب دعاشوراتعلیمات ګڼي اوله دې مهمه په ټولنې کې دپوهې او بصیرت راخوټیدا ته اشاره کوي او وائي :،.عاشورامونږته درس راکوي چې ددین په دفاع کې بصیرت دانسان لپاره له بل هر شي ډیر لازم دی . بې بصیرتۍ له دې پرته چې پرې پوه شي ، دوکه ورځيني خوري اودباطلوپه جبهې کې دریږی .لکه څنګه چې د ابن زیاد په جبهې کې داسې کسان وو چې فاسق انسانان نه وو خو بې بصیرته وو :.
    دعاشورا روښانونکی غورځّنګ د اسلام په تاریخ کې یوه ځلانده پاڼه ده چې سترګې پرې نه شی پټيدلی . یو داسې انقلاب چې امام حسین ئې په ۶۱ قمری کال کې یعني ۱۳۷۱ کاله مخکې رهبري وکړه،دپتمنۍلوړه حماسه اودځوانمردۍدپوهنتون دتاریخ تروروستیوپورې دی .تراووسه پورې دامام حسین علیه السلام آزادي اوعزت غواړي شعارونه یعنی :ذلت له مونږه لیرې دی اویا : زه په عزت سره مرګ په ذلت سره ژوند باندې برلاسه ګڼم ،.دهغه بزرګواردپيروکاروپه غوږونو کې انګازې کوي . هغه کسان چې خپل عزت په عدالت اوحق غوښتنې کې ګڼي ،دشهیدانودامام په پیروۍسره دوخت شرائيطو،دحاکم قدرت،ددښمن دلښکرپه زیاتوالی او د خپل لښکر په کموالی هیڅ فکرنه کوي، دوي صادقانه د آزادۍ غوښتنې او له ظلم سره دمبارزې په لاره ګامونه پورته کوي او لکه څنګه چې دحاکم له قدرت سره دپوځي مقابلې توان نه لري،دخپلوراپنځيدونکو غورځنګونوسره ئې دشجاعت،سرښیندنې اومیړنتوب حیرانونکی صحنې نندارې ته وړاندې کوي اودشهادت په ټاکلوسره ټولنو ته ژوند او حیات وربخښي
    دا چې د امام حسین علیه السلام په څیردشخصیت په مقابل کې عاقلان تسلیمیږی،دڅلورمې قمری پيړۍیوعالم عبدالجبارمعتزلي د:شرح الاصول الخمسه ؛ په نامه کتاب کې دې ټکي ته اشاره کوي چې د ټولنې د ویښتیااواصلاح لپاره که امربالمعروف اونهي از منکردیوه کس ژوند ګواښي،نوپر هغه دغه دنده لازمه نه ده . مګر داچې داکارددین دعزت او دمسلمانانودپوهیداسبب شي .هغه بیازیاتوي،دحسین ابن علی دپاڅون هم همدغه ډول تفسیرکیږی چې د هغه بزرګوار صبر اوزغم د لوي خداي دین ته عزت ډالۍکړ .مونږ د اسلام امت دادی اوس د امام حسین ابن علی له پاڅون سره پر نورو امتونو مباهات کوو .ځکه د اسلام د ګران پيغمبر له بچیانو یوازې یوبچی پاتې ؤ چې هغه هم امربالمعروف اونهي ازمنکرپرې نه ښودتردې چې په دغې لارې کې شهید شواودرستو انسانانو ته ئې د ژغورنې او نیکمرغۍ لاره وښودله