ښاغلی حبیب بن مظاهر له مسلم بن عوسجه سره یوځاې دمحرم د میاشتې په شپږمه نیټه کربلا ته ورسید او په ډیرې مینې سره دحضرت امام حسین علیه السلام حضور ته ورغی . حضرت امام حسین علیه السلام حضرت حبیب بن مظاهر په غیږ کښې ونیوه او حضرت حبیب بن مظاهر په اوښکو ډکو سترګو سره دکربلا په دښته کښې دخپل مولا امام حسین علیه السلام په څنګ کښې دشتون په خاطر دشکر سجده وکړه . اوس کربلا وه او حبیب چې دامام حسین علیه السلام ترټرلو بوډا ملګری خو دهغه شتون دټولو خلکو زړونو ته داسې ولوله وربخښله چې سړی یې نشي بیانولای .
دمحرم دسپیڅلي میاشتې په راتلو سره په ذهنونو کښې دکربلا دتل پاتې حماسې یاد او خاطره ژوندې کیږي .
هر کس په هره طریقه له حسین بن علي علیه السلام او دهغه له سپیڅلي غورځنګ سره ارتباط او اړیکه ټینګوي . ځکه چې حضرت امام حسین علیه السلام یوازې یو جنګ او نښته نه وه .دغه غورځنګ په ترټولو سترو اخلاقي او معرفتي مفاهیمو سره ددرس یوه ټولګه ده .
هغه ورځ چې دشهیدانو سالار حضرت امام حسین علیه السلام خپل غورځنګ پیل کړ دعراق دکوفې زیات خلک داهل بیت علیه السلام مینه وال ګڼل کیدل .دعراق دکوفې خلک دیزید له ظلمونواو دهغه له بې لیاقتۍ او نالایقتوبه خبر وو او دحضرت امام حسین علیه السلام له منزلت او شان څخه خبر وو .خو دکوفې په دغو ډیرو خلکو کښې یوازې لږشان خلکو له حضرت امام حسین علیه السلام سره ملګرتیا وکړه . رښتیا دحضرت امام حسین علیه السلام ملګرو کوم خصلتونه او ځانګړتیاوې لرلې چې په داسې وخت کښې چې ګڼ شمیر خلک دغفلت په خوب کښې ورغلي وو په خپل ځان سره دامام حسین علیه السلام دفاع وکړه .
په مسلم ډول د شهیدانودسالار حضرت امام حسین علیه السلام دغورځنګ یوه مهمه ځانګړتیا دهغه دوفاداره ملګرو له ځان څخه تیریدل او ویاړ رامینځته کول دي . دکربلا دپیښې پیژندګلوۍ دهغه حضرت دوفاداره ملګرو له پیژندګلوۍ پرته چې ژور بصیرت هغوې کربلا ته وروستلي وو مکمنه نه ده .
دحضرت امام حسین علیه السلام دملګرویوه ترټولو ښکاره ځانګړنه په هغه لارې ژور یقین او معرفت وو چې قدم یې ورباندې کیښودلی وو .
یقین دانسان اراده په هغه لاره کښې چې مخ ته یې لري پیاوړي کوي او هغه لا پسې هوډمن کوي .
یقین دیوې لمبې په شان دی چې شکونه او وسوسې له مینځه وړي او هغه ایرې کوي . که چیرې معرفت نه و ي نو ګمراهۍ او ځوړتیا رامینځته کیږي .
دحضرت امام حسین علیه السلام ملګري ژور معرفت ته رسیدلي وو . هغوې پوهیدل چې دکوم کس مرستې ته ورغلي دي او چیرې ځي . هم یې لاره پیژندله او هم یې بې لارې توب او ګمراهي . دالهي ارزښتونو دفاع، او دامام حسین علیه السلام موقعیت دهغه حضرت دملګرو له خبرو یعني هغه وخت چې دجنګ میدان ته ورغلل درک کولای شو .
دغه فهم او بصیرت دحضرت امام حسین علیه السلام دڅوارلس کلن واره قاسم بن حسن په خبرو کښې داډول ښکاره دی چې داتیا کلن حبیب بن مظاهر وینا ګویا دحضرت امام حسین علیه السلام ددوه اویا (۷۲)ملګرو په جسمونو کښې یوه واحده سا ورپو کړي وه .
اوس دکربلا په ډګر کښې دیوه سرشیندونکي دشتون کیسه او روایت په ګډه سره اورو .
سپینو او اوږدو ویښتانو، ښکلي څیرې ،ښکلیو او ځلانده سترګو هغه له ټولواوچت کړی وو . په ځنډ سره کربلا ته روان شوی دی خو دهغه طوفان ځپلي خاورې ډاډمن تکیه او ملاتړ ځاې به شي .حبیب بن مظاهر چې په اس سپور وو له مسلم بن عوسجه سره یوځاې له کوفې بهر لاړ دي . حبیب بن مظاهر اتیا(۸۰) کلن دی خو دځوان په شان چالاک درومي چې ځان کربلا ته ورسوي . دوه(۲) نږدې ملګري چې په تیرو وختونو کښې یې هم له علي علیه السلام سره دملګرتیا ویاړ درلود او همدا اوس دهغه حضرت دزوي مرستې ته وردانګي .حبیب په نیمه لاره کښې لږشان صبر کوي او شاته ګوري . دکوفې ښار له تیارې پرته بل څه نه لیدل کیږي . تړون ماتونکی او خیانت کونکی ښار . حبیب بن مظاهر هغه ورځې یادوي چې په همدغه ټاټوبي کښې ښځې او سړي دحسین سفیر مسلم بن عقیل حضور ته ورغلي وو .خلک چې اوریدلي یې وو حسین علیه السلام به کوفې ته راشي نو څومره زیات ژاړیدل . خو په لږ شان ګواښ او تمې او ویرولو سره دپرون ورځې دوستان ددښمن ملګري شول .
حبیب بن مظاهر او مسلم بن عوسجه خپلې لارې ته دوام ورکړ او دښته یې چې کاملا خاموشي پکښې وه دکربلا په لور ووهله .
حبیب بن مظاهر بیا دغه خبره کوي دتیرې ورځې لمر غورځیدل چې له خپلې کورنۍ سره مو خدای په امانۍ وکړه او هغوې زما په سترګو کښې داسې سفر لیدلی وو چې دبیرته ستنیدا وړ نه دی .
حبیب بن مظاهر له مسلم بن عوسجه سره یوځاې دمحرم دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه کربلا ته ورسیده او په ډیرې مینې سره دحضرت امام حسین علیه السلام حضور ته ورغی .هغه حضرت حبیب بن مظاهر په غیږ کښې ونیوه او حبیب بن مظاهر په داسې حال کښې چې له سترګو یې اوښکې بهیدلې دکربلا په دښته کښې دخپل مولا امام حسین علیه السلام په څنګ کښې شتون په خاطر دشکر سجده وکړه . اوس کربلا وه او حبیب چې دامام حسین علیه السلام ترټولو بوډا ملګری و و خو هغه په ډیرې تاندوالي سره سره زړونو ته داسې ولوله بخښله چې دبیانولو وړ نه ده . دحبیب بن مظاهر دشپې په وخت دکربلا په دښته کښې دقران مجید تلاوت کاوه .حبیب له قران سره زړه مینه او الفت درلود . حبیب بن مظاهر کله نه کله فرصت غنیمت ګاڼه او ددښمن له لښکرو سره چې هره ورځ یې شمیر زیاتید خبرې کولې چې شاید اوس هم په زړه کښې دبیرته ستنیدا هیله ولري . حبیب بن مظاهر ددښمن سپاهیانو ته ویل :« ای قومه تاسو بد خلک یاست . پرون مو لیک ولیکه . امام حسین علیه السلام ته مو بلنه ورکړه او نن له خپلې ژمنې په شان شوئ او نن تړون ماتوئ او حرمت مو ونه ساتلو . سبا دقیامت په ورځ به څه ځواب ورکوئ که چیرې دخدای پاک دګران رسول حضرت محمدص زوی مو دهغه له کورنۍ او ملګرو سره یوځاې وژلې وي .»
دعاشورا په شپه دحبیب بن مظاهر ټول وجود او جسم له سرشیندنې او ولولې ډک شوی وو . دحضرت امام حسین علیه السلام حکم رسیدلی و و چې ځانونه دسبا لپاره یعني داسې سبا چې له شهادت پرته بل برخلیک نلري چمتو کړئ .
دحبیب بن مظاهر دقران مجید خوږ تلاوت او دعاګانو په خلکو کښې ولوله رامینځته کوله . نیمه شپه تیره شوي وه چې دحبیب په خیمه کښې یو غږ پورته شو .» دا دنافع بن هلال غږ وو چې په ډیر پریشانه حالت کښې یې ځان هغه ته رسولی وو . حبیب دنافع بن هلال داندیښنې علت وپوښت . نافع وویل :« دخیمو په څنګ کښې مو خپل مولا امام حسین علیه السلام ولید چې هلته ته یې له ځمکه ازغي ټولول . ما ورسره ملګرتیا و کړه . امام حسین وفرمایل ، ازغي ټولوم چې سبا دخیمو په چورتالانولو ، دحرم په سوزیدا او دماشومانو په تښتیدا کښې دماشومان پښې خوږ نشي .
دازغو په ټولولو کښې مو له امام حسین سره ملګرتیا وکړه . زما له سترګو اوښکې او له لاس څخه مو وینې تویدلې ، یوه شیبه وروسته امام حسین علیه السلام دخیمې په لور ستون شو او هغه مو بدرقه کړ . امام حسین علیه السلام دخپلې خور حضرت زینب س خیمې ته ورغی او وامورید چې دحضرت علي علیه السلام لور وايي :« ګرانه وروره ملګري دې ازمویلي دي داسې نه وي چې سبا دجنګ په وخت دې یوازې پریږدي ؟ ښاغلي نافع زیاته کړه :« ای حبیبه دپیغمبر اکرم حضرت محمد ص لور دسبا ورځ په هکله اندیښمنه ده . ګویا په مونږ باور نلري . راځئ چې ورشو او خپله وفادارۍ هغوې ته بیان کړو .»
په هغه برخلیک ټاکونکي شپه کښې چې کله حبیب بن مظاهر دحضرت امام حسین علیه السلام دخور حضر ت زینب س له اندیښنې خبر شو نو له یو شمیر ملګرو سره یوځاې دحضرت امام حسین علیه السلام خیمې ته نږدې ورغی او داسې یې وویل : ای دپیغمبر اکرم لورې ، ای دعلي دسترګو تورې که چیرې همدا اوس زمونږ مولا امام حسین علیها السلام حکم راکړي نو توره به ددښمن په بدن کښې ښخه کړو . د حضرت امام حسین علیه السلام په لاره کښې له ځان څخه هم تیریدلای شو .»
حبیب بن مظاهر خبرې کولې او ژاړیده او حضرت زینب س غږ پورته کیده چې دخلکو ستاینه یې کوله : مرحبا دې وې په تاسو یارانو ، دپیغمبر دلوڼو دحرم دفاع وکړئ . ای پاکو کسانو خیمې وساتئ .»
څو شیبې وروسته حیبب بن مظاهر دحضرت امام حسین علیه السلام لاسونه په خپل مټ احساس کړ . دحضرت امام حسین علیه السلام په زړه پورې غږ واوریدل شو چې ویل یې خورې خپل ملګري او یاران مو ازمویلي دي . قسم دې په خدای پاک دغه ملګري مو دولاړ غره په شان کلک لیدلي دي .
حبیب بن مظاهر دعاشورا په شپې یارانو ته وویل سبا باید دمیدان لومړني شهیدان ووسو تر څو چې مونږ وو باید اجازه ورنکړو چې دحسین علیه السلام کورنۍ بني هاشم میدان ته لاړه شي .»
دکربلا ویښ بوډا په هغه شپه تر سهار پورې کله لمونځ کاوه او کله نه کله به یې ملګري دجنګ لپاره چمتو کول .
دحماسې او میړانې سهار راورسید . حبیب بن مظاهر دامام حسین علیه السلام دزړه ور زوي علي اکبر علیه السلام له ولوله ناک اذان او له پرتمینه لمانځه وروسته چې په حضرت امام حسین علیه السلام پسې ېې وکړ دسپاهیانو په کیڼې خوا کښې ودرید .
حبیب بن مظاهر له ځوانانو چالاک او شاداب او په ولوله کښې وو .د امام حسین علیه السلام ترټولو بوډا ملګري دجنګ لپاره دځوانانو صفونه سمول . دهغه په سترګو کښې ولوله لیدل کیدله او دقران مجید په تلاوت بوخت وو .
کله چې دعمر سعد دسپاهیانو غشي وریدل پیل شول نو دحبیب بن مظاهر څیره له لمر زیاته ځلیدله .هغه دجنګ په میدان کښې وو او دهغه غږ په فضا کښې خپریده چې ویل به یې زه حبیب یم دمظاهر زوی ، دجنګ دمیدان جنګیالی ، په لاس کښې مو توره ده مونږ وړ کسان او په حقه یوو خو تاسو ژمنه ماتونکي او چلول کونکي ، ای ورانکارو کسانو دصبر پرځاې دتاسو په مینځ کښې توره وهم او هیڅ ویره نلرم . مرګ زمونږ لپاره دشکرې او ګبینو په شان دی . زه دحسین ملګری یم داسې کس چې پاک ،ستایلی اوسرلوړی دی .»
غشي ، نیزې او کاڼي وریږي او حبیب بن مظاهر په داسې حال کښې چې تکبیر یې وایه پرله پسې ډول دښمانان په ځمکه غورځول .
دعمر سعد دلښکر یو تن هغه ته نږدې شو .خو دګوزار فرصت یې پیدا نکړ او دحبیب تورې هغه ته امان ورنکړ .
په همدې وخت دحبیب په څنګ کښې دتورې ګوزار وشو او دتورې نیزه دهغه په سر ولګیده . کله چې حبیب په ځمکه وغورځید دښمن جرات وکړ چې هغه ته نږدې شي .
دکلابندۍ کړۍ تنګه شوه .
داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص ملګری ، دخدای پاک دګران رسو ل ص او حضرت علي علیه السلام صحابي او دامام حسین علیه السلام ملګری په ځمکه پریوت .
دحبیب مظاهر به سپینو ویښتانو وینې روانې شوې .
څو شیبې وروسته دعاشورا دسردار سر دهغو کسانو په لاسونو کښې وو چې دهغه په سپینو ویښتانو یې منګولې ښخولې .
کله چې دحبیب مظاهر سر دجنګ په میدان کښې څرخول کیده دامام حسین علیه السلام له سترګو اوښکې پیل شوې .
امام حسین علیه السلام ژاړید او په غم کښې یې زمزمه کوله : ای حبیبه خدای پاک په تا برکت کیږدوه . څومره دې فضیلت خاوند وې چې تر سهاره به دې دتهجد لمانځونه کول او دقران مجید تلاوت به دې کاوه .
دخدای پاک سلام او درود دې په حسین ، دحسین په بچیانو او دامام حسین په اصحابو .


more post like this