اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. دمصرد لويې مفتی له طرفه فتوی

    دمصرد لويې مفتی له طرفه فتوی

    دمصرد لويې مفتی له طرفه فتوی
    1 (20%) 1 vote

    د مصر لوې مفتی  د شعبان د مياشتې پينځلسمې شپې باندې د جشن او د خوشحالۍ کولو فتوی ور کړه او د اعلان يی وکړو: دې نه  قطع نظر  چې د شعبان د پينځلسمې شپې موضوعيت څه دے؛ خو خوشحالی بايد د دينی چارو په بنياد وی.

    د مصری له يوې ورځ پاڼه اخبار الدستور د رپوت له مخې؛ د مصر لوې مفتی« علي جمعه»  د شعبان د مياشتې د پينځلسمې شپې باندې د جشن او د خوشحالی کولو فتوی صادرکړې.

    هغه په دې فتوی کښې وائې: له دې نه قطع نظر چې د دې شپې موضوعيت څه دے؛خو جشن او خوشحالۍ بايد د دينی چارو په بنياد وی او په دې  کښې هيڅ شک هم نشته.

    د مصردغه لويی مفتی خپلې فتوی ته دوام ورکوی او وائي: حضرت محمد صلی الله عليه واله په يو حديث مبارک کښې فرمائي: کله چې د شعبان د مياشتې پينځلسمه  شې نو په دې ورځې روژه وساتی او الله تعالی د دې ورځې د ماښام په وخت پرښته د دې دنيا آسمان ته راليږې او فرمائي : هر کس چې په دې ورځې استغفار وکړو نو ما بخښلې، هرکس که روزی اوغستله نو ما روزی ورکړه، هرکس که ګرفتاره وې نو ما بريالۍ کړې تر دې چې فجرصادق څرګند شې.

      هغه په دې فتوی کښې  د جشن  او دنمانځل په حقله اختلاف ته اشاره سره تاکيد کوې چې ځينې عالمانو دغه خوشحالۍ په جامتونو کښې سنت ګڼلې او فرمايلې دې: « په دغو خوشحالو کښې د قران مجيد تلاوت او د نوی جامو اغوستنه واجب دی» اود عالمانو يوې بلې ډلې په جامتونو کښې دغه خوشحالۍ مکروه ګڼللې. د مصر لوې مفتی «علي جمعه» په دې فتوی کښې تاکيد کړې چې: دغه خوشحالۍ بايد په هغو خوشحالو کښې شاملې نه کړلے شې چې شرعيت يی ممانعت کوې او قران  مجيد د الله پاک ذکر ضروری ګڼلی او فرمائي: « و من يعظم شعائر الله فانها من تقوی القلوب.»

    د فارس ورځپاڼه د رپوت له مخې، د مصر لوې مفتی دې فتوی نه وړاندې تاکيداوکړ چې دقبرونو زيارت کول کفر اوشرک نه دے او څرګنده يې کړه چې: د نبی کريم صلی الله عليه وآله  او د اهل البيتو عليهم السلام زيارتونو ته تلل د الله تعالی په نيږدې  له بهترينواعمالونو او د الله تعالی له قرب بهترينو ذريعوڅخه دے.