اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. دموسيقۍ دروا بلونکو دلايل

    دموسيقۍ دروا بلونکو دلايل

    دموسيقۍ دروا بلونکو دلايل
    Rate this post

    كله مو چې د موسيقۍ د حرمت په اړه دليل ونه موند، نو د موسيقۍ حكم د اباحت د اصل له مخې مباح پاتې شو. موږ كه د موسيقۍ د جواز لپاره نور هېڅ دليل هم ونه لرو، خو چې د حرمت په اړه يې صريح او صحيح دليل نه وي، نو حكم يې د( الاصل فى الاشياء الاباحة) [په ټولو چارو كې اصل حكم روا والى دى] د قاعدې له مخې، مباحوالى دى. دا خو لا پرېږده، چې په دې اړه ډېر صريح، صحيح او له شك او شبهې وتلي دلاېل شته دي، چې په ډاګه جوتوي، چې موسيقي روا ده.

    ددې دلاېلو له ډلې څخه به د مشت نمونه خروار په توګه څو روايات رانقل كړو.

    ١- حضرت عاېشه رضي الله عنها روايت كوي چې دوه وينځو زموږ په كور كې د بعاث سندرې وېلې. رسول اكرم صلىالله عليه وسلم راغى او پرته له دې چې څه ووايي په خپل بستر پرېووت. په همدې وخت كې ابوبكررضي الله عنه هم راننووت، ماته ډېر په غوسه شو او په تنده لهجه يې راته وويل: “د شيطان غږ، هغه هم د پېغمبر صلىالله عليه وسلم په كور كې؟؟” خو حضرت رسول اكرم صلىالله عليه وسلم دې دوه انجونو په كار د ابوبكررضي الله عنه په دې تند او تېز چلند اعتراض وكړ او ورته ويې فرمايل، چې:” اى ابوبكره رضي الله عنه! دوى خپل كار ته پرېږده، په دوى غرض مه لره” (بخاري مسلم او ابن ماجه)

    ځينې وايي، چې دا وينځې كوچنۍ وې، خو ځواب دا دى چې كه دوى په رښتيا هم كوچنيانې واى، نو حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه به ورته دومره نه په غوسه كېده او دومره به د هغهرضي الله عنه د غوسې د راپارولو لامل نه ګرځېده.

    -بعاث د اوس او خزرج د قومونو ترمنځ 120 كلنه جګړه وه، چې رسول الله صلىالله عليه وسلم په خپل كوښښ پاى ته ورسوله، نو ځكه حضرت ابوبكر رضي الله عنه ددې ناوړه جنګ يادولو ته د شيطان غږ ووايه.

    دا حديث د رسول اکرم صلىالله عليه وسلم په عملي سنتو او د هغه صلىالله عليه وسلم په محسوسو شواهدو کې راځي، د مصر مشهور او وتلى عا لم ډاکټر محمد عماره په خپل کتاب (( الاسلام والفنون الجميلة )) کې ليکي ، دا حديث جوتوي چې رسول الله صلىالله عليه وسلم نه يواځې دا چې سندرې اورېدلې ، بلکې هغه يې تائيد کړې هم دي او د سندرو دمنع کوونکيو اجتهاد يې هم اشتباه او د هغوى سهوه بللې ده . حضرت ابو بکر صديق( رضي الله عنه) د خپل اجتهاد پر بنسټ وغوښتل چې هغوى منع کړي ، خو رسول الله صلىالله عليه وسلم د ابوبکر( رضي الله عنه )په دې اجتهاد اعتراض وکړ ددې لپاره چې د سندرو په روا والي يې ټينګار کړى وي . او دا داسې روايت دى چې د حديثو د جرحې او تعديل هېڅ عالم يې هم پر کوم روايت کوونکي نيوکه نه ده کړې .

    ځينې وايي چې په حديث کې راغلي چې حضرت رسول الله صلىالله عليه وسلم چې دا حال وليد نو مخ يې واړاوه ، خو ډاکټر محمد عماره ځواب ورکوي چې د رسول الله صلىالله عليه وسلم د مخ اړولو لامل انجونو ته نه کتل وو ، او د سندرو نه اورېدل يې لامل نه وو، ځکه چې سندرې په غوږ اورېدل کېږي .

    داداسې روايت دى چې دحديثو هېڅ عالم يې هم پرراويانو هېڅ ډول نيوکه نه ده کړې

    ددې حديث په بل روايت کې چې عمرو بن حارث له ابن شهاب څخه روايت کړى دى او همدا متن پکې راغلى ، داهم ويل شوي دي: (( تغنيان و تضربان)) يعنې: (( سندرې يې ويلې او داريايې وهله . ))

    مسلم او بخاري هم همدا متن د اوزاعي په روايت له ابن شهاب څخه نقل کړيدى .

    2_ حضرت عاېشه رضي الله عنها روايت كوي، چې هغې يو انصار ته يو انجلۍ ور واده كړه. رسول الله صلىالله عليه وسلم ترې وپوښتل:”اى عايشې رضي الله عنها آيا نڅا يې كوله؟ ځكه چې انصار نڅا خوښوي”. (بخاري، احمد)

    3_ ابن عباس رضي الله عنه روايت كوي، چې عايشې رضي الله عنها خپله يوه نږدې دوسته يو انصار ته ورواده كړه. حضرت رسول اكرم صلىالله عليه وسلم ترې وپوښتل، چې “آيا له ناوې سره د مېړه تر كوره ملګرې وئ؟” هغې رضي الله عنها ورته ځواب وركړ “هو” بيا يې ترې وپوښتل آيا له هغې سره مو كومه سندره ويونكې (سندرغاړې) ولېږله.؟” حضرت عاېشې رضي الله عنهاځواب وركړ “نه” رسول الله صلىالله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې “انصار سندرې خوښوونكى قوم دى كاشكې مو ورسره څوك لېږلې واى، چې وېلي يې واى:”اتيناكم اتيناكم فحيانا و حياكم” يعنې “موږ تاسو ته راغلو، موږ تاسو ته راغلو، نو ستاسو سلام دې پر موږ وي او زموږ سلام دې پرتاسو وي”. ابن ماجه او نسايي

    4_ عامر ابن سعدرضي الله عنه روايت كوي “په يو واده كې له قرضه ابن كعب رضي الله عنه او ابو مسعود انصاري رضي الله عنه سره په داسې حال كې ملګرى شوم، چې څو وينځو سندرې وېلې. ما ورته وويل، چې اى صحابه و (د خداى د رسول ملګرو) آى هغه كسانو چې د بدر په جګړه كې مو برخه اخيستې. آيا ستاسو پر وړاندې داسې كارونه كېږي؟ هغوى ځواب راكړ:”كه غواړې نو ته هم له موږ سره كښېنه او موږ سره يوځاى غوږ ونيسه او كه نه غواړې، چې وايې ورې، نو ځه لاړ شه، ځكه چې په ودونو كې موږ ته د لهو اجازه راكول شوې ده.. (نسايي او المستدرك للحاكم)

    ٥ : سايب بن يزيد روايت کوي چې ( د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته يوه ښځه راغلله نو رسول اکرم صلىالله عليه وسلم وفرمايل: (( اى عايشې رضي الله عنها آيا دا پېژنې ؟ هغې رضي الله عنها ورته وويل : (( نه اى د خداى جل جلاله پيغمبره صلى لله عليه وسلم)) ، هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (( دا فلانۍ سندرغاړې وينځه ده ، آيا غواړې چې درته سندرې ووايي ؟ . )) بيايې سندرې ووېلې … ) نسايي

    ٦: امام احمد په خپل مسند کې له عبدالله ابن عمررضي الله عنه يا عميره څخه روايت کړى چې وايي : (( د ابو لهب زوم راته وويل کله مې چې دابو لهب له لور سره واده وکړ نو حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم زموږ خواته راغى او ويې فرمايل: (( هل من اللهو ؟ )) (( آيا لهو شته ؟ ))

    ٧: کله چې رسول صلىالله عليه وسلم له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته مهاجر شو نو د مدينې اوسېدونکي له ډېرې خوښۍ څخه په خپلوجامو کې نه ځاېېدل ، هغه په پرده کې پټې نجونې بامونو ته وختلې او په ډېرې خوښئ سره يې لاندې بيتونه زمزمه کول او د رسول الله صلىالله عليه وسلم هرکلى يې په سندرو او زمزمو داسې وکړ:

    (( طلع البدر علينا من ثنيات الوداع

    وجب الشکر علينا ما دعا لله داع

    ايها المبعوث فينا جئت بالامر المطاع ))

    ، يعنى (( د وداع د غره له څوکې پر موږ بشپړه سپوږمۍ راوخته ، چې د خداى جل جلاله دعا کوونکى يې راوغوښت ،شکر پر موږ واجب دى ، اى پر موږ کې پاڅېدليه! ( لېږل شويه ) منل شوى فرمان دې راوړى دى . ))

    ٨ : کله چې د رسول الله صلىالله عليه وسلم د سپرلۍ اوښ د بني نجار قبيلې اړوند د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه د کور مخ ته څملاست نو ددې قبيلې نجونو درياګانې راواخيستې او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هرکلى يې په درياګانو او زمزمو داسې وکړ:

    (( نحن جوار من بني النجار

    يا حبذا محمد من جار. ))

    يعنې : (( موږ د بني نجار نجونې يو ، محمدصلى الله عليه وسلم څومره ښه همسايه دى . ))

    په يوه روايت کې دا هم راغلي چې حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه چې په دې سفر کې له حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو وغوښتل چې دا نجونې له سندرو ويلو او ترنم څخه منع کړي ، خو حضرت پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته دا انقلابي وينا وکړه : (( اى ابوبکره رضي الله عنه پرې يې ږده چې يهود پوه شي چې زموږ دين ډېر پراخ او خلاص ( ارت ) دى . ))

    الاسلام والفنون الجميله .

    ٩-ابوحسين روايت کوي :(( په هغه ورځ کې چې د مدينې اوسېدونکي په کې لوبې کوي د معوز بن عفراء د لور ربيع رضي الله عنها خواته ورغلم ، هغې راته وويل چې يوه ورځ حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم زما خواته راغى او په همدې فرش کښېناست ، زما خواته دوه نجونې وې چې له درياسره به يې زما د هغه نيکونو په ياد کې ترانې وېلې چې په بدر کې شهيدان شوي وو او په دې ضمن کې يې دا هم وويل : ( زموږ په منځ کې پيغمبردى چې له راتلونکي هم خبر دى . )

    خو پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې: ( داسې مه وايئ ځکه چې له الله جل جلاله پرته هېڅوک هم له راتلونکي خبر دى.)) امام احمد .

    دلته وينو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغوى له دريا او زمزمو څخه نه ايساروي خو په عقيدې پورې يوې اړوندې تېروتنې ته يې پام را اړوي .

    ١٠_ ابن حزم له ابن سيرين څخه روايت كوي: “يو سړي مدينې ته د پلورلو لپاره څو وينځې راوستې، نو د ابن عمررضي الله عنه خواته ورغى. يو تن راغى او د يوې وينځې د اخيستلو لپاره يې په بيه كې جګړه وكړه، خو ويې نه پېرله. ابن عمررضي الله عنه د وينځو خاوند ته وويل، چې داسې وكړه ددې وينځو د پېرلو لپاره داسې چاته ورشه چې هغه په دې كار كې ځانګړى نوم او شهرت لري، چې هغه عبدالله ابن جعفررضي الله عنه دى بيا هغه عبدالله ابن جعفررضي الله عنه ته د پېرلو په نيت ورغى. وينځې يې ورته وروړاندې كړې، بيا يې له دې دوو څخه يوې ته امر وكړ، چې سندرې ووايي. په دې وخت كې ابن عمر رضي الله عنه هم غوږ ايښى و. وروسته عبدالله ابن جعفررضي الله عنه په بېه كې له جګړو وروسته هغه وپېرله. وروسته هغه سړى (پلورونكى) د ابن عمررضي الله عنه څنګ ته راغى او ورته ويې ويل، چې په اوه سوه درهمه ( په يو بل روايت کې نهه سوه درهمه ياد شوي) مې وپلورله، خو تاوان مې وكړ. ابن عمررضي الله عنه ددې خبرې په اورېدلو سره ابن جعفررضي الله عنه ته ورغى او ورته ويې ويل، چې دې سړي تاوان كړى دى اوه سوه ( يا نهه سوه ) روپۍ كمې بولي يا ورته وينځه بېرته وسپاره او يا سودا له سره وكړئ. ابن جعفر رضي الله عنه ورته وويل، چې دى خوښ نه دى، نو وينځه يې ورته بېرته سپارم.”

    ابن حزم ددې روايت په اړه وايي:” ابن عمررضي الله عنه سندرې ته غوږ هم ايښى دى او د هغې وينځې د پلورلو په كار كې يې كوښښ او هڅه هم كړې ده. دا صحيح حديث دى، سند يې هم صحيح دى. نه هغه ډول خوسا، تور شه، زږېدلى او موضوعي احاديثو ته منسوب روايات.” (المحلى)

    ١١_ د موسيقۍ د رواوالي پلويان په دې ايت هم استناد كوي:”و اذا راء و تجارة او لهواً انفضوا اليها و تركوك قائما قل ما عندالله خير من اللهو و من التجاره والله خيرالرازقين.” يعنې “كله چې سوداګري او ساعت تېري وويني، نو هغې ته ورشي او تا ولاړ پرېږدي. ورته ووايه له خداىجل جلاله سره چې څه دي هغه له سوداګرۍ او ساعت تېرۍ څخه ډېر غوره دي او الله جل جلاله تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى.” (الجمعه)

    په دې ايت كې الله جل جلاله لهو له سوداګرۍ سره يوځاى ياده كړې ده، څرنګه چې سوداګري روا كار دى، نو ساعت تېري هم روا ده. الله جل جلاله نه سوداګري بده ګڼلې او نه لهو. مګر هغه خلك يې ورټل، چې رسول الله صلىالله عليه وسلم يې په داسې حال كې په منبر ولاړ پرېښود، چې هغه خطبه لوستله او دوى د كاروان مخې ته، چې دريا(دايره) ورته وهل كېده، ورغلل.

    امام قرطبي ددې ايت په تفسير کې فرمايي : ((دجمعې په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم دمنبر لپاسه خطبه لوستله چې پدې وخت کې يو سړى مسجد ته راننووت او غږ يې وکړ چې ددحيه بن خليفۀ کلبي سوداګريز کاروان راورسېد . دويلو وړ ده چې دحيه به چې هرکله له سفر څخه راستون شو نو دوستانو به يې ددريا په وهلو دهغه هرکلى کاوه.

    جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي چې کله به واده و نو نجونې به ددريا او شپېلۍ په وهلو سره دنبوي مسجد څنګ کې تېرېدلې او مسلمانانو به هم ددې غږ په اورېدلو له مسجد څخه ورمنډې کړلې نو داآيت په همدې خاطر رانازل شو .

    الجامع الاحکام القرآن )

    نو دلته جوته شوه چې نه سوداګري منع ده او نه لهو ، بلکې دالله جل جلاله لخوادمسلمانانو دا بې پروايي ، په منبر درسول الله صلى الله عليه وسلم پرېښودل او دسوداګريز کاروان اويا دنجونو ددريا غږ پر لور ددوى ورځغاستل او دلمانځه پرېښودل وغندل شول .امام قرطبي همداراز فرمايي: په دې آيت کې نه لهو غندل شوې او نه هم لوبې ،که داسې واى نو مطلق دنيوي ژوند به غندل شوى واى ځکه چې ټول دنيوي ژوندته دلهو او لعب نوم ورکړل شوى دى: ((وماالحيوة الدنيا الا لعب ولهو)) يعنې : ((او ژوند له لهو او لعب پرته بل څه ندى ))

    ١٢_ ډېرو صحابه و سندرې اورېدلي او دا كار يې تائيد كړى دى او صحابه هغه خلك دي، چې هر څوك ورپسې اقتدا وكړي، نو لار يې وموندله.

    ١٣_ حضرت عاېشه رضي الله عنها روايت كوي، چې څو تنو حبشيانو د اختر په ورځ په نبوي مسجد كې لوبې كولې، نو حضرت رسول اكرم صلىالله عليه وسلم ماته وفرمايل، چې آيا ته دا لوبه ليدل غواړې؟ ما ورته وويل، چې هو. هغه صلىالله عليه وسلم په دروازه ودرېد، خپل لاس ېي وغځاوه زه يې په كې پورته كړم، چې ننداره وليدلى شم. ما د نندارې ليدلو ته دوام وركړ. رسول صلىالله عليه وسلم څو ځله راڅخه وپوښتل، چې بس نه ده؟ ما ورته وويل نه.” (بخاري)

    حضرت امام غزالي وايي، چې دا لوبې رقص او نڅا وه.

    د عايشې رضي الله عنها په يو بل روايت کې راغلي چې : (( د اختر ورځ وه حبشو په مسجد کې په سپر او نيزو لوبې کولې ، رسول الله صلىالله عليه وسلم ما ته وفرمايل : (( غواړې چې ننداره وکړې ؟ ، ما ورته وويل هو، نوزه يې خپل شاته په دې ډول ودرولم چې زما مخ يې پر مخ وو او په خپلې جامې يې زه پټه کړم او ماد حبشيانو د لوبو ننداره کوله ، چې حضرت عمررضي الله عنه هغوى منع کړل نو رسول الله صلى الله عليه وسلم لوبو کوونکيو ته وفرمايل : (( اى د ارفده اولاده ، په امن کې اوسئ . ))

    تر دې چې زه ستړې شوم او هغه صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل : (( بس دى؟ : )) ، ما وويل: (( هو . )) بيا هغه صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل: (( خير ځه . ))

    په يو بل روايت کې راځي چې : (( حبشيان به نڅېدل . )) او په يو بل روايت کې راځي چې: (( هغوى د رسول اکرم صلىالله عليه وسلم پر وړاندې نڅېدل او سندرې يې ويلې . )) ، امام احمد دا روايت له انس ابن مالک څخه کړى ،

    د پورتني ماخذ په حواله

    کله چې حضرت عمر صلىالله عليه وسلم وغوښتل هغوى منع کړي نو حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې د هغوى ددې لوبو او نڅېدلو روا والى تائيد کړي د حضرت عمر رضي الله عنه ، د اجتهاد مخالفت وکړ .

    د يادولو وړ خبره داهم ده چې بخاري دا حديث يواځې په ( باب لعب ) يا د لوبو باب کې نه دى را اخيستى، بلکې په ( باب لهو ) او تر دې معنا ، مفهوم او اصطلاح لاندې يې هم را اخيستى چې د دواړو روا والى جوتوي .

    په مسلم کې راغلي چې رسول اکرم صلىالله عليه وسلم د حضرت عايشې رضي الله عنها سر په خپله اوږه کېښود .

    ١٤_ داؤد ثقفي روايت كوي، چې موږ د ابن جريح د حديثو د تدريس په حلقه كې ناست و، په دې حلقه كې د عبدالله ابن مبارك په ګډون د عراق نور ګڼ شمېر علماء، محدثين او فقهاء هم ناست وو، چې په همدې كې ابن ميزن مغني تېر شو. ابن جريح هغه راوغوښت او ترې ويې غوښتل، چې څو سندرې ووايي. هغه څو سندرې وويلې بيا يې وويل، چې كه له تاسو سره دا ناپوهه خلك نه واى ناست، نو ما به ډېرې سندرې درته وېلې واى، تر دې چې تاسو مې په سندرو ماړه كړي واى. په دې وخت كې ابن جريح په حلقه كې له ناستو خلكو څخه وپوښتل، چې آيا په تاسو كې داسې څوك شته، چې زما دا كار يې نه وي خوښ شوى؟ ځينو خلكو د ابن جريح ددې پوښتنې په اورېدلو سره وويل، چې هو! موږ په عراق كې دا كار نه خوښوو. ابن جريح ورته وويل، چې د حُدا او رجز ويلو په اړه مو څه خيال دى؟ هغوى ورته وويل، چې ددې دواړو په جواز كې هېڅ شك نه لرو. ابن جريح ورته وويل، چې اخر په حُدا، رجز او موسيقۍ كې څه توپير دى؟

    (اغاني جلد 1، ص175، د قران اور فنون لطيفه په حواله).

    1٥_ يوه شپه حضرت عمر رضي الله عنه د شپې په كوڅو كې ګرځېده، چې د سندرې غږ يې واورېده. حضرت عمر رضي الله عنه هغې خوا ته متوجه شو او تر ډېره ورته ودرېد.

    يو ځل خلكو حضرت رباح رضي الله عنه ته د حُداويلو فرماېش وكړ. هغه رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه مزاج او طبيعت ته كتل. خو كله چې حضرت عمررضي الله عنه كوم خفګان ونه ښود، نو رباح رضي الله عنه هم سندرې پيل كړې او حضرت عمررضي الله عنه هم اورېدلې، تر هغې چې سبا شو، نو بيا يې ورته وويل چې اوس يې بس كړه، ځكه اوس د خداى جل جلاله د يادولو وخت دى.

    يو ځل يو سپاره د حج په ورځو كې سندرې وېلې، ځينو خلكو حضرت عمررضي الله عنه ته وويل، چې آيا دا نه منع كوې؟. حضرت عمررضي الله عنه ځواب وركړ’ نه” ځكه چې سندرې خو په اوښانو د سپرېدونكيو د لارې توښه ده. همداراز خوات ابن جبير روايت كوي، چې يو ځل له حضرت عمر، حضرت عبدالرحمن ابن عوف او حضرت ابو عبيده رضي الله عنهم سره (چې درې واړه د عشره مبشره و په ډله كې دي) په يو سفر كې ملګرى وم، خلكو راڅخه وغوښتل چې د ضرار اشعار ولولم. حضرت عمر رضي الله عنه وويل، چې ښه دا ده چې خپل اشعار ولولې. ما هم سندرې پيل كړې او ټوله شپه مې سندرې وېلې.

    (سيره العمرين د ابن جوزي)

    علامه شبلي نعماني د حضرت عمررضي الله عنه په اړه ليكي، چې:”يوه شپه عبدالله ابن عباس رضي الله عنه ټوله شپه شعرونه ويل كله چې سهار شو، نو حضرت عمررضي الله عنه ورته وويل، چې اوس قرآن ووايه.” (الفاروق)

    1٦_ امام شوكاني په نيل الاوطار كې ليكي:”د مدينې اوسېدونكي او له ظاهريه او صوفيه و څخه د هغوى هم آنده خلك د سندرو په روا والي باور او عقيده لري كه څه هم له رباب او چنګ سره وي.”

    استاد ابو منصور بغدادي شافعي ليكي :”عبدالله ابن جعفر د سندرو په رواوالي كې هېڅ ستونزه نه ويني. خپلو وينځو ته به يې د سندرو ويلو اجازه وركوله او خپله به يې هم ترې اورېدلې او دا د امير المؤمنين حضرت علي رضي الله عنه زمانه وه.” همدا استاد همداسې يو موردله شريح قاضي، سعيد ابن مسيب، عطاء ابن اباح، زهري او شعبي څخه هم رالېږدوي.

    1٧_ د حرمينو امام په خپل كتاب “النهايه” او تكړه تاريخ پوه ابن ابي الدنيا وايي:”عبدالله ابن زبير رضي الله عنه څو وينځې درلودلې، چې چنګ به يې غږاوه. ابن عمر رضي الله عنه پرې په داسې وخت كې ورننووت، چې په غېږ كې يې چنګ ايښى و، نو ورته ويې ويل، چې “اى د خداى جل جلاله د رسول صلى الله عليه وسلم صحابي (ملګريه) دا څه شى دى؟ بيا عبدالله هغه ابن عمررضي الله عنه ته وركړ هغه يې په اړه ډېر سوچ وكړ بيا يې په ټوکه وويل : دا يوه شامي تله ده؟ ابن زبيررضي الله عنه هم د ټوكې په دود وويل:” هو! په دې عقلونه تلي.”

    1٨_ علامه ابو عمر اندلسي ليكي: يو ځل عبدالله ابن عمر رضي الله عنه په داسې حال كې د عبدالله ابن جعفررضي الله عنه څنګ ته ورغى، چې له هغه سره يې وينځه وه او د وينځې په غېږ كې يې چنګ ايښى و. بيايې له ابن عمررضي الله عنه څخه وپوښتل، چې آياپه دې كار كې خو به كومه (شرعي) ستونزه نه ويني. هغه ځواب وركړ “نه”. (العقد الفريد د اندلسي)

    1٩_ ماوردي د معاويه رضي الله عنه او عمرو ابن العاص رضي الله عنه په اړه وايي، چې دوى دواړو له ابن جعفررضي الله عنه څخه د چنګ غږ اورېدلى دى.

    ٢٠_ امام ابوالفرج اصفهاني روايت كوي، چې حسان ابن ثابت رضي الله عنه له عزه الميلاء څخه له مزهر سره يوځاى خپل يو شعر واورېد. ژبپوهان وايي، چې مزهر چنګ ته وايي. ابو العباس هم همداسې يو روايت كړى دى. (الاسلام والفن)

    ٢1 _ ادفوي وايي، چې دوهم عمر (عمر ابن عبدالعزيز) خلافت ته د رسېدلو تر مهاله د خپلو وينځو (د سندرو) غږ ته غوږ ايښود. ابن سمعاني وايي، چې طاوس هم د سندرو رواوالى منلى دى. ابن قتيبه او د “الامتاع” د كتاب ليكوال د مدينې د قاضي سعيد ابن ابراهيم ابن عبدالرحمن زهري څخه چې تابعي دى، هم همداسې روايت كړى دى. ابو يعلى خليلي په خپل كتاب “الارشاد” كې د مدينې د مفتي عبدالعزيز بن سلمة الماجشون څخه همدا ډول روايت كړى دى. روياني د قفال په اړه وايي، چې د امام مالك بن انس رح په مذهب كې په خوښيو كې سندرې روا بلل شوې دي. استاد ابومنصور الفوزاني له امام مالك رح څخه د چنګ رواوالى رانقل كړى دى.

    مكي ابو طالب په خپل كتاب قوت القلوب كې له شعبه څخه روايت كوي، چې هغه د مشهور محدث منهال ابن عمر په كور كې د تنبور غږ اورېدلى دى.

    ٢٢_ابو الفضل طاهر په خپل تاليف (السماع) كې ليكي: د چنګ په رواوالي كې د مدينې په اوسېد ونكيو كې اختلاف نشته دى.

    ٢٣- دحضرت عايشې رضي الله عنها په حديث کې راغلي دي چې هغې (رضي الله عنها) يوه انصار ته يوه نجلۍ ور واده کړه کله يې چې ناوې دشاه کورته وروسته نو حضرت رسول الله صلىالله عليه وسلم ورته وفرمايل : (( ماکان معکم من لهو فان الانصار يعجبهم اللهو )) يعنى: (( اى عايشې له تاسوسره لهو نه وه ؟ رښتيا ده چې انصار لهو خوښوي .))

    په دې حديث کې وينو چې حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې خاطر چې لهو له دې مناسبت سره وړ ، مناسب او صحيح کار وه ( په ښادۍ کې ساز او سرود وړ کار دى ) نو رسول الله صلىالله عليه وسلم ورته اشاره وکړه او دخلکو پام يې دې ټکي ته راواړاوه چې ساز او سرود له ښادۍ او

    خو ښۍ سره مناسبت لري نو په دا ډول مناسبتونو کې بايد وغږول شي .

    ٢٤-په واده کې دساز او سرود دروا والي په اړه دعامر ابن سعد روايت تر دې هم ډېر صراحت لري په دې حديث کې په ډاګه ويل کېږي چې حضرت رسول الله صلىالله عليه وسلم صحابه و ته په ودونواو خوښيو کې دساز او سرود اجازه ورکړې . دى وايي : (( په يوه واده کې د قرضه ابن کعب رضي الله عنه او ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څنګ ته ورغللم په دې وخت کې مې وليدل چې وينځې سندرې وايي ماورته وويل : تاسو خو درسول الله صلىالله عليه وسلم صحابه او دبدر په غزا کې ګډون کوونکي ياست دا ډول عمل هغه هم ستاسو پر وړاندې ترسره کېږي ؟ هغوى راته وويل چې ته کولى شې چې له موږ سره کښېنې او سندرې واورې او دا هم کولى شې چې بېرته لاړ شې ! (( يقيناً چې دحضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم لخوا موږ ته په ودونو کې دساز او سرود اجازه راکړل شوې ده )) نسايي او تهذيب ١٠٧

    امام حافظ ابو الفضل محمد طاهر (٤٤٨- ٥٠٧ هجري ، ١٠٥٦-١١١٣ م )ددې او دېته ورته نورو راويانو په اړه وايي : (( هغوى چې سماع يې نه خوښوله دحديثو له علم سره دنابلدتيا او پر هغوى د نه پوهېدنې له امله به يې په دې او دېته ورته رواياتو استدلال کاوه. نو وګورئ هر کله هم چې دوى په کوم کتاب کې په دې اړه کوم حديث (روايت ) وليد نو سمدستي به يې هغه بې له کومې پلټنې ځانته نظريه وټاکله او هغه به يې دخپلو مخالفينو پر ضد ددليل په توګه کاراوه. چې دا پخپله لويه سهوه، بلکې ستره ناپوهي ده . ))

    النويري (نهاية الارب) ج ٤ ٢ ١٤٧-١٦٠

    يوې ډلې هڅه کړې ده چې د صحيحو او منليو احاديثو چې دوى پکې په عيب موندلو نه دي بريالي شوي او دسماع په رواوالي دلالت کوي مفاهيم داسې واړوي چې پررواوالي دلالت ونکړي دبېلګي په توګه يې امام ابن تيميه (٦٦١-٧٢٨ هجري، ١٢٦٣= ١٣٢٨م ) يادولىشو. ده هم هڅه کړې ده چې دهغو صحيحو اومنل شويو رواياتو چې په ډاګيزه دسماع او سندرو په رواروالي دلالت کوي خپل اصلي مفهوم ترور کړي . او نه روا والى يې جوت کړي بيا هم دبېلګې په توګه ، هغه ددوو انجونو دسندروويلو په وخت کې دحضرت عايشې په کوټه کې دحضرت رسول اکرم صلىالله عليه وسلم دشتون او دهغه صلىالله عليه وسلم په شتون کې دسندروويلو په اړه وايي : ((کان يسمع )) ،(( ولا يستمع)) يعنې: (( هغه اورېدل خو غوږ يې ورته نه ايښود ))

    ابن تيميه _ مجموعة الرسائل الکبرى ج ٢ ص ٣٠٢ چاپ قاهره

    څرنګه چې دده دا ډول استنباطات دده د متکلفانه چلند بېلګې دي نو ځکه ممکنه نه ده چې دهغو خلکو له دلايلو به څه کم کړي (او يا به پرې اغيز وکړي .) چې موسيقۍ ته غوږ نيول او اورېدل دواړه روابولي .

    ابو سليمان وېلي دي چې په زړه کې چې څه نه وي نو سماع يې پکې نه پيدا کوي خو څه چې په زړه کې شته سماع يې خوځوي ( په حرکت او جوش يې راولي ) نو له همدې کبله نوموړى په لاندې حالاتو کې ترنم او ساز او سرود روا بولي .

    ١ : حاجيانو ته له طبلې او شپېلۍ سره سرود روا دى ځکه چې دوى دحج د مناسکو او ځايونو ستاينه کوي دچا په زړه کې چې دحج مينه ده هغه زياتوي او دچا په زړه کې چې نشته دا مينه پيدا کوي څرنګه چې حج ثواب او مطلوب کار دى نو هڅول هم ورته روا دي .

    ٢ : روا جګړې ته دخلکو دهڅولو او جرئت ورکولو په غرض هم ساز او سرود روا دى خو دلته بايد حماسي اورزمې شعرونه وويل شي داسې شعرونه چې په خلکو کې له جهاد سره مينه او شوق ژوندى او تحريک کړي په جګړه کې بايد دموسيقۍ هغه الات وکارول شي چې په خلکو کې غيرت جرئت او زړه ورتيا پيداکړي، په جوش يې راولي هغه وسايل بايد ونه کارول شي چې دزړ ورتيا په ځاى دخلکو زړونه نرم کړي له کور ، اولاد او ښځې سره يې مينه راوپاروي ، مجازي معشوقې ورپه زړه کړي، همدا لامل دى چې وايو په جګړه کې بايد شپېلۍ ونه غږول شي ځکه چې غږ يې نرموونکى او غم پاروونکى دى ، دزړ ورتيا تومنه له منځه وړي او دغيرت او شهامت پر ځاى نرمي او سستي پيدا کوي او ددې قاعدې له مخې چې ((منع کارته هڅول منع دي)) نو ناروا جګړې ته دخلکو هڅول که دساز او سرود له لارې وي او که له بلې لارې روا نه دي .

    ٣ : د روا خوښيو او ښاديو په وختونو کې په دې خاطر چې خوښي او ښادي نوره هم ډېره شي هم ساز او سرود روا دي لکه داخترونو،ودونو دمسافرو دستنېدلو دکوچني دزېږښت او دزېږښت داوومې ورځې ( چې اوس يې ځاى شب شش) نيولى دکوچني دختنې په وخت کې، دقرآن دحفظ دبشپړېدو خوښي په دې ټولو کې ساز او موسيقي روا ده .

    هر مناسبت چې خوښي پرې په کارده نو په موسيقۍ بدرګه کول يې هم روا دي لکه مدينې ته درسول الله صلىالله عليه وسلم دهجرت په وخت کې چې دمدينې نجونو په دريا اوسندرو دهغه هرکلى وکړ .

    (طلع البدر علينا… )

    درسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت او مدينې ته تلل دمدينې د خلکو لپاره دخوښۍ او وياړ خبره او يوه دستاينې وړ ښادي وه نو ددې خوښۍ څرګندول په شعر او سرود او دبدن په نورو حرکاتو دستاينې وړ خبره ده . ديوې ډلې صحابه وو رضي الله عنهم په اړه روايت شوى چې کله به په کومه خبره خوښ شول نو پايکوبي (دنڅا په څېر له خوښۍ څخه پښه په ځمکه وهل) به يې کوله (لکه دحضرت علي ،امام حسين او حضرت زيدن بن حارثه رضي الله عنهم په اړه چې وړاندې تېر شول .)

    دحضرت عايشې په کور کې ددوه وينځو د سندرو او سرود په اړه دعمروابن حارث په روايت کې راځي چې : ((تغينان وتضربان )) يعنى (( سندرې به يې وېلې او دريا به يې وهله )) دحضرت عايشې رضي الله عنها په کور کې دوينځو ساز او سرود ته درسول الله صلىالله عليه وسلم غوږ نيول په خپله ددې څرګندوى دى چې دنا محرمو ښځو غږ اورېدل دنورو بېهوده او بې ګټې سازونو په څېر حرام نه ده ، بلکې دنامحرمو ښځو لخواسندرې اورېدل هغه ځاى کې ناروا دي چې هلته دفتنې وېره وي او داقياسونه او نصوص دغږ ، سندرو ، نڅا دريا وهلو او په نېزې او سپرپه لوبو کولو دلالت کوي .

    ٤: سماع په زړه کې پروت دعشق اور تازه کوي شوق په څپواو مينه په شور راولي که اورېدونکي دمعشوقې ترڅنګ وي نو موخه يې په لذت (خوند) کې ډېرښت دى او که له معشوقې لېرې (په هجر کې) وي . نو موخه دوصال داور تازه کول او دمعشوقې غېږې ته درسېدلو هيله ده او عشق که څه هم درد دى خو کله چې دوصال هيله ورسره وي نو يو ډول خوند هم ورسره ملګرى شي ځکه چې هيله خوند بخښونکې او نهيلي دردوونکې ده نو که دامينه له داسې چاسره وي يا په بله وينا داسرود دداسې چالپاره وي چې وصال يې روا وي لکه دسړي خپله مېرمن او يا وينځه او يادښځې خپل خاوند ، عاطفي مينې لکه له لور، زوى ، ورور ، خور ، پلار ، مور، ماما اوکاکا سره نو داډول سماع رواده او له دوى څخه هم محرمو ته سرود اورېدل روا دي

    خو دنامحرمو ښځو لپاره يا په ټوليزه توګه دهغه چا لپاره شوق راپارول رواندي چې مينه ورسره روانه ده نو دوى ته شوق راپارول په سماع هم روانه دي ، همدا راز سترګو ته دهغو ښځو او نجونو دانځور مجسم کول چې دده کتل ورته روانه دي هم روا نه دي همدا راز دهغو ځوانانو لپاره هم موسيقي روانه ده چې په خپل شهوت واک نه لري او موسيقي يې شهرت راپاروي ځکه ددوى درد (عشق) په موسيقۍ سره نه تسکين کېږي ،بلکې لا نور هم پارېږي کله چې له يو هوښيار شخص څخه دعشق په اړه وپوښتل شول نو ويې ويل : (( دا يو دود دى چې د انسان دسر له مغزو پورته کېږي سماع يې پاروي او جماع يې له منځه وړي .))

    ٥_ هغه چاته هم سماع رواده چې له الله جل جلاله سره مينه او دوستي کوي او دهغه جل جلاله دليدلو هيله لري داسې خلک چې هر څه ويني او هرې خواته ګوري نو الله جل جلاله يا خپل معشوق پکې ويني او غوږونه يې د الله جل جلاله له غږ څخه پرته بل غږ نه اوري . نو سماع ددا ډول خلکو شور او عشق پاروي ، دوستي يې ډېروي او دزړه په اورتون کې يې پروت اور ژبغړانده کوي او دمکاشفې او ملاطفې هغه ډول حالات ورښيي چې توصيف يې نه شي کېدلى او هغه څوک يې په خوند پوهېږي چې احساسولى يې شي او چې څوک يې احساسولى ونشي نو ترې انکار کوي.

    صوفيان دې حالت ته وجد وايي او په زړه کې داسې حالات مومي چې له هاغې وړاندې يې نه دي موندلي بيا دا حالات داسې پايلې او توابع لري چې زړه په اور سوځوي او پرې وينځي يې او داسې يې پاکوي او تيارې ترې ورکوي لکه سره زرچې په اور پاکوي او له دې پاکۍ او صفايۍ وروسته ورته دمکاشفاتو او مشاهداتو دروازې خلاصېږي چې داددې عاشقانو وروستۍ غوښتنه ده نو هره وسيله چې دا موخه پرې ترلاسه کېږي .د قرباتو ( الله جل جلاله ته) دورنږدې کېدونکيو شيانو) په ډله کې راځي نه دمباحو او نارواوو په ډله کې .

    او هېڅ داسې اسماني کتاب به نه وي چې خلک يې دساز او سرود او نغمو په پردو کې د خداى جل جلاله ياد ته هڅولي نه وي يو چا ويلي : (( په انجيل کې مې وليدل چې ليکلي يې وو ( تاسو ته مو سندرې ووېلې خو مست نه شوئ تاسو ته مو شپېلۍ ووهله خو ونه نڅېدئ) يعنې تاسو مو د الله جل جلاله ياد ته وهڅولئ خو تاسو ونه هڅېدئ))

    اوس په يقين سره روښانه شوېده چې سماع کله مباح او کله هم مستحب ده او که وپوښتل شي چې آيا سماع کله حرامه هم وي نو زموږ ځواب دادى چې هوپه پنځو حالاتوکې سماع ناروا ده.

    يو حال يې په سندرغاړي يو حال دسماع په کارندويو، يو حال دشعر په محتوى (منځپانګه) يو حال داورېدونکي په جسمي حالت او يو حال دموسيقۍ په واسطه دشخص لخوا دوخت ضايع کول او په اورېدلو کې يې افراط دى .

    ١-چې سندرغاړې داسې ښځه وي چې کتل ورته روانه دي او له سندرو څخه يې دفتنې وېره وي دلته دفتنې مخه نيول هدف دى نو ځکه له دې ډول سندر غاړې څخه سندرې اورېدل روانه دي دا حرمت په سندره کې نه، بلکې دښځې له غږ څخه دخوند له امله ده. له دا ډول ښځو څخه يواځې سندرې نه، آن دعادي خبرو په ګډون دقرآن تلاوت اورېدل هم روانه دي همداراز له داسې ښکلي هلک څخه هم سندرې، خبرې آن تلاوت اورېدل رواندي چې دفتنې وېره پکې وي.

    که څوک وپوښتي چې شريعت خو له پرديو ښځو سره يواځيتوب (خلوت) حرام کړى دى که دفتنې وېره وي او که نه ځکه په هر حال دفتنې ګومان پکې غالب دى، نو شريعت له سره دا دروازه بنده کړه خو ځواب دادى چې دا قياس له مقيس عليه (هغه مسئله چې قياس پرې کېږي) سره ډېر نږدې نه دى ځکه کتل چې څومره ژر شهوت راپاوري او بيا له پردۍ ښځې سره په خلوت کې، نو اورېدل هاغومره اغيز نه لري او بايد ددواړو ترمنځ په توپير قانع واوسو. اورېدل دليدلو په څېر ژر جنسي قوه ( غريزه) نه راپاروي همدا لامل دى چې دښځو غږ عورت نه دى او همدا لامل دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له وينځو څخه سندرې اورېدلي همدا راز شريعت ښکليو هلکانو ته کتل هم حرام نه دي بللي مګر کله چې دفتنې وېره هرومرو وي .

    ٢: په موسيقۍ کې دداسې کارندويو (الا تو) کارول چې هغه په شراب څښونکيو ، هجړاګانو او نورو ګناه کوونکيو پورې ځانګړي وي روانه دي او نور الات لکه درياکه څه هم شرنګاني لري طبلې، شپېلۍ او… روا دي .

    ٣: دداسې شعر اورېدل له موسيقۍ سره او بې له موسيقۍ حرام دي چې پکې الله جل جلاله يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ناوړه نسبت شوى وي، هغوى پورې دروغ تړل شوي وي لکه روافضو چې دصحابه و په هجوه کې شعرونه وېلي دي همدراز دهغه شعر ويل او اورېدل هم روانه دي چې ديوې ځانګړې او ټاکلې ښځې په ستاينه کې ويل شوي وي خو که په شعر کې په عمومي ډول دحسن ستاينه شوې وي بې له دې چې کومې ټاکلې ښځې ته ګوته ونيول شي زلفې ، پوزه، شونډې قد ، رنګ، سترګې غاښونه… يادشوي او ستايل شوي وي. نو دداسې شعر ليکل او اورېدل دواړه هم له موسيقۍ سره او هم بې له موسيقۍ روا دي (همدا راز هغه شعر هم روا نه دى چې فحش ، سپک ، چټيات پکې وي) .

    ٤: دهغه چا لپاره هم عشقي موسيقي اورېدل او غږول رواندي چې خپل شهوت ته تسليم او دشهوت تر کنټرول لاندې وي. دځوانۍ دځواک او زور برسېره هم دشهوت پر وړاندې مغلوب (ملاست) وي ځکه چې دحسن او جمال ستاينه په ده کې پروت دعشق اور تازه کوي او دعقل واګي يې شکوي .

    ٥: هغه چاته هم موسيقي اورېدل روا ندي چې جنسي غريزه يې پياوړې نه وي او ډېردخداى جل جلاله په مينه کې هم مست نه وي خو دموسيقۍ په اورېدلو کې ډېر افراط کوي، موسيقي بيخي دژوند برخه او دروح اکسيجن وګرځوي، له موسيقۍ سره عادت او خوى واخلي دا ډول افراط حماقت دى او ددا ډول کس شهادت هم نه منل کېږي ځکه ټول ژوند په لهو کې تېرول ګناه ده او څنګه چې صغيره (کوچنۍ) ګناه په تکرار او دوامدار ډول ترسره کول کبيره ګرځي همدا راز په مباحاتو کې ډېر افراط او تکرار هم مباح ، صغيره ګناه ګرځوي لکه شطرنج چې په اصل کې روا او مباح ده خو په تکراراو افراطي ډول کول يې مکروه دي. که څوک وپوښتي چې له دې خبرو ښکاري چې موسيقي په ځينو مواردو کې مکروه او حرامه هم ده نو تاسې يې ولې په پيل کې په مطلق روا والي حکم وکړ؟ ځکه دلته تفصيل ته اړتيا ده او په کمه موضوع کې چې تفصيل ته اړتيا وي نو مطلق حکم پکې کول اشتباه ده. زموږ ځواب دادى چې مطلق حکم کول په هغه موضوع کې ناسم کار دى چې په عين هماغې موضوع (دهماغې موضوع په ذات يا بالذات په هماغې موضوع) کې تفصيل ته اړ تيا وي، خو که دموضوع په ذات کې تفصيل ته اړتيا نه وي او عارضي (بهرني) حالتونه دتفصيل اړتيا غواړي نو دلته مطلق حکم روا دى. دبېلګې په ډول که څوک وپوښتي چې آيا شهد حلال دي؟ نو سمدستي ځواب ورکوو چې هو، ځکه دشهدو په ذات کې دحرمت خبره نشته نو ځکه سمدستي د (هو) ځواب ورکوو خو که عارضي تفصيل ته ورشو بيا خبره داسې نه ده يعنې سره له دې چې شهد په خپل ذات کې پاک او حلال دي خو هغه چاته حرام دي چې سخته تبه لري او زيان ورته کوي همداراز که څوک وپوښتي چې شراب حلال دي که حرام؟ نو دستي ځواب ورکوو چې حرام، خو هغه چاته روا دي چې مړۍ يې په ستوني کې بنده وي او له شرابو پرته بل هيڅ هم نه وي چې مړۍ پرې تېره کړي . ( يا په اوس وخت کې په ځينو درملو کې).

    سوداګري مطلق روا ده خو دجمعې دلمانځه له اذان وروسته روانه ده. شهد او سوداګري په خپل ذات کې په مطلق ډول روا دي او شراب حرام خو له ذات څخه پرته يې نور عارضي حالات راپېښېږي چې هغه اصلي حکم يې بدلوي او سماع هم له دې کبله چې موزون او خواږه غږ ته غوږ نيول دي روا دي خو چې دذات له حقيقت څخه بهرني عارضي حالات يې منع کوي دابېله خبره ده .

    کله چې دموسيقۍ اباحت جوت شو نو دهغه مخالف نظر ته هيڅ اهميت نه ورکوو.

    امام شافعي سماع حرامه نه بولي او دهغه چا په اړه چې موسيقي خپله دنده او کسب بولي وايي چې شهادت يې نه منل کېږي ځکه چې دهغه په نظر دايو داسې بوختيا ده چې له باطل سره ورته والى لري او هر څوک چې تل باطل (بې ګټې) کارونه کوي نو داکم عقلتوب او بې شخصيتي ده، خو که څوک يې خپله دنده او کسب نه ګرځوي او شوقي چې کله پرې ورپېښ شي نو سندرې او سرود غږوي نو دا هغه بې شخصيتي نه ده او شهادت يې هم منل کېږي او هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم پر وړاندې ددوو وينځو په سندرو استدلال کړى. دمصر نامتو فقيه او داحاديثو روايت کوونکي يونس بن عبدالاعلى بن موسى بن ميسره وايي چې ماله امام شافعي څخه په دې اړه چې دمدينې اوسېدونکي سماع حرامه بولي وپوښتل هغه راته وويل : (( زه د حجاز هېڅ داسې عالم نه پېژنم چې سماع مکروه وبولي له هغې سماع پرته چې په څرنګوالي کې يې خبره وي.))

    او دا چې وېلي يې دي : (( سماع يوه مکروه بوختيا ده چې له باطل سره ورته والى لري .)) داخبره سمه ده چې سماع لهو اوبوختيا ده خو لهو په خپل ذات کې حرامه نده ځکه چې په نبوي مسجد کې دجشيانو لوبې هم لهو وه په داسې حال کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته کتل او خوښه يې کړه. آن چې الله جل جلاله دلهو او لغو په اړه پوښتنه هم نه کوي چې ديو بې ګټې کار په توګه ترسره شي. دبېلګې په ډول که څوک ځان اړ باسي چې هره ورځ به خپل لاس سل ځله په خپل سر ږدي دده دا کار بې ګټې دى خو حرام نه دى. الله جل جلاله فرمايي، (( لايواُخذکم الله باللغو فى ايمانکم )) يعنى : ((الله مو په بې ګټې قسمونو نه نيسي.)) نو کله چې الله جل جلاله موږ دهغه په نوم په بې ګټې قسم چې دزړه له قصد او تل څخه نه وي نه نيسي سره ددې چې بېهوده او بې ګټې کار دى نو په نڅا او شعر مو ولې نيسي .

    دا چې هغه يې باطل ته ورته بولي په دې معنا نده چې هغه يې حرام بولي آن که هغه باطل هم بللي واى نو دتحريم په معنا به نه وه، بلکې بې ګټې به يې باله ځکه چې باطل بې ګټې خبرې ته وايي : (( (دفقهې مسئلې له مخې )که يو څوک خپل مېړه ته ووايي چې ته ما وپېرودلې او يا سړى خپلې مېرمن ته ووايي چې ما پر تاځان وپلوره اوښځه يې ورته ووايي چې ما هم وپېرلې نو دا يو باطل عقد (تړون) دى خوحرام خونه دى . البته که موخه همداسې باطل او ساعت تېرى وي خو که خبره جدي او دزړه له قصده وي او موخه يې قطعي تملک ( څښتنوالى او مالک والى) وي نو بيا حرام ده او دا چې امام شافعي رح وايي چې دسندر غاړي شهادت نه منل کېږي داهم دهغه په نظر د ساز او سرود دحرمت په معنا نه ده ځکه چې ډېر داسې کارونه شته چې له مروت او ځوانمردۍ څخه لېرې دي او دکوونکي شهادت يې نه منل کېږي خو حرام نه دي لکه په بازار کې خوراک چې حرام هم نه دى خو دکوونکي شهادت يې نه منل کېږي . يا داوبدلو کار (دوړتوب) چې مباح کار دى، همداراز بل هر کار چې ابرو مندانه نه وي پت او عزت پکې نه وي دکوونکي شهادت يې نه منل کېږي .

    نو دهغه دتعليل موخه تنزيهي کراهت دى او ددين دنورو امامانو په اړه هم همداسې اټکل کېږي ( چې دا کار به تنزيهي مکروه بولي ).

    تر دې ځايه مو دامام غزالي د احياء العلوم له کتاب السماع څخه اقتباس وکړ.

    په نيويارک کې د امام خويي مرکز له امام خويي څخه د موسيقۍ په اړه د پوښتونکيو پوښتنې او ددې امام ځوابونه خپاره کړي دي چې څو پوښتنې او ځوابونه يې دلته له www.arabic.al-khoei.org ويب سايټ څخه را نقلوو:

    امام خوئي د يو پوښتونکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ( تاسو په ودونو کې په دې شرط د ښځو سندرې ويل روا بللي چې هلته محرم نه وي لکه د دوى خواته د سړيو ورتلل ، نو آيا دا شرط يواځې په پرديو پورې اړوند دى او که مطلق نارينه و پورې ( يعنى د دوى سندرې يواځې د پرديو نارينه و پر وړاندې حرامې دي او که د نږدې محرمو خپلوانو پر وړاندې هم .)

    وويل: هو يواځې دپرديو نارينه وو پر وړاندې حرامې دي ، والله اعلم .

    خو همدا مفتى صيب بيا ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا ښځې ته روا ده چې د خپل مېړه خوښ ساتلو او د هغه د شهوت د راپارولو لپاره هغه ته ونڅېږي او د موسيقى له الاتو پرته ورته سندرې ووايي؟ ځواب ورکوي چې سندرې يې روانه دي خو نڅايې منع نه ده .

    ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دخوښۍ په مناسبتونو کې لکه ودونه د نارينه وو نڅېدل او چک چک وهل روادي؟ او آيا دا کارونه ښځوته هم روادي ؟ ويلي دي چې دا کار په خپل نفس کې پروانلري، ترڅو چې بل حرام شى ورسره ملګرى نه شي لکه د ښځو او نارينه وو يو ځايوالى او داسې نور.

    ددې پوښتنې په ځواب کې چې کله ښـځې ډاډمنې وي چې پردي نه ورځي نو آيا په ودونو کې دوى ته طبلې او داريا وهل روا دي ؟ او آيا ښځه د خپلو همزولو ( همجنسو ) تر مخ نڅېدلى شي ؟ وايي چې طبل او داريا وهل او … ورته رواندي خو نڅېدل ورته چې له پرديو په امن کې وي روادي .

    نوموړى ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا په نا مخامخ ډول لکه له راډيو- ټيپ ريکارډ او … له ښځو څخه د ديني ترانو اورېدل چې شهوت نه راپاروي روا دي، وايي چې هو (( پروا نه لري ) )

    ځينو رواياتو کې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم له موسيقۍ پرته ودونه وليدل نو ويې فرمايل چې دا خو نکاح ده زنا خو نه ده ( ولې موسيقي نشته . ))

    له حضرت امام صادق څخه روايت شوى چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم په بني زريق قوم باندې تېرېده چې د موسيقۍ غږ يې واورېده، نو ويې فرمايل چې دا څه دي ؟ ورته وويل شول چې اى د خداى رسوله، د فلاني نکاح ( واده ) ده نو رسول الله صلى الله عليه واله وسلم وفرمايل چې (( خپل ايمان يې بشپړ کړ دا نکاح ده ، زنا نه ده . ))

    او زياته يې کړه (( نکاح به په پټه نه وي تردې چې يا ( د پخلي دود ) ونه ليدل شي او يا د دريا غږ وانه ورېدل شي . ))

    خو امام خوئي وايي چې زموږ په نزد دا روايات کمزوري دي .

    محمد طاهر بن علي احمد مقدسي (٤٤٨-٥٠٧ هجري ،١٠٥٦-١١١٣م ) چې دحديثو تکړه حافظ او نوموتى تاريخ پوه دى ، بې شمېره تاليفات لري او په سفرونو کې هم ځانګړى شهرت لري دعوارف المعارف دليکوال شيخ ابو حفص عمر سهر وردي له لارې روايت کوي چې يو اعرابي دا غزل زمزمه کړ.

    قد لسعت حبة الهوى کبدي

    فلا طبيب لها ولا راقي

    الا الحبيب الذي شغفت به

    فعنده رقيتى وترياقي

    يعنى ( دعشق مار په لړ مون وچيچلم او له هغه چا پرته چې ما پرې زړه بايللى دى بل ډاکټر او دموونکى نه لري دم او دزهرو ټيټوونکى مې هماغه دى.))

    حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ددې غزل په اورېدلو دومره په وجد راغى چې چپن يې له اوږې پريوت او معاويه رضي الله عنه دشعر ويونکي ته وويل ستاسې بوختياڅومره ښه ده حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل اى معاويه ! هر څوک چې د خپل محبوب ديادېدو په وخت کې په وجد رانشي لوى شخص نه دى ))

    امام ابن تيميه، دا روايت موضوعي او دروغ بولي.

    ( مجموع فتاوى ، شيخ الاسلام احمد ابن تيميه (( ١١ټوک ٥٥٧- ٦٤٥ مخونه مسئله سماع)

    يو بل روايت هم شته هغه دا چې:(( هر کله رسول الله صلى الله عليه وسلم نيستمنو ته زېرى ورکړ چې تاسې به له شتمنو وړاندې جنت ته ننوځئ نو دومره په وجد او جذبه راغلل چې خپلې جامې يې څېرې څېرې کړې جبريل عليه السلام له اسمانه راغى او ويې ويل اى محمده صلى الله عليه وسلم ستا پروردګار په دې څيرو شويو جامو کې خپله برخه غواړي بيا يې له هغوى څخه يوه تړانګه واخيستله او په عرش يې راوځړوله اودا دنيستمنو او فقيرانو لاسته راوړنه ده.))

    خو ابن تيميه دا روايت هم موضوعي او دروغ بولي.

    نامتو محدث او داحاديثو حافظ ابو يحيى ذکريا بن يحيى بن عبدالرحمن بصري ساجي ، چې شيخ احمد ابن تيميه يې شافعي مذهب ته مايل بولي وايي چې، له ابراهيم ابن سعد بصري څخه پرته بل يو مخکيني امام هم له ساز او موسيقۍ سره مخالفت نه دى کړى او هغه څه چې ابو عبدالرحمن سلمي او ابوالقاسم قشيري يې له امام مالک څخه روايت کوي اشتباه ده او له شک پرته چې سهوه شوى دى ځکه چې دمدينې ځينې علماوو دسماع په مجلس کې برخه اخستې ده.

    مسئلة السماع د مجموعه فتاوى شيخ احمد ابن تيميه په حواله

    شيخ ابن تيميه چې دموسيقۍ له ډېرو سختو مخالفينو څخه دى او دموسيقۍ د رد لپاره يې په خپل ګومان په حقه او ناحقه ډېر ايتونه ددليل په توګه چې ځينې يې آن له موضوع سره تړاو هم نه لري وړاندې کړېدي هم دخيرالقرون دحديث په وړاندې کولو او په دې اړه ددليل نيولو په پاى کې وايي : (( او دا مت امامانو موسيقي ښه نه ده بللې او لوى شيخان يې مجلس ته نه دي راغلي .))

    خو دالاسلام والفنون الجميلة ليکوال دابن تيميه ددې نظر له رالېږدولو وروسته وايي : ابن تيميه دلته يواځې دکراهيت ترحده وړاندې تللى نه دتحريم ترحده اوهغه (ابن تيميه) يې لامل دابولي چې دا په خير القرون کې نه وو او دانوى کار دى خونوى والى څه ستونزه لري ؟ زموږ په اند که نوى والى په ديني مسايلو کې نه وي هيڅ باک نه لري آن پخپله دابن تيميه په نظر هم لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل .

    ابن نحوي په (العمده) كې ليكي، چې ابن طاهر وايي:”دا د مدينې د اوسېدونكيو اجماع ده او ټولو ظاهريه وهم منلې ده”.

    ابراهيم ابن سعد هغه څوك دى، چې د “صحاح الستة و “د حديثو د شپږو مشهورو كتابونو) ټولو خاوندانو ترې احاديث روايت كړي دي. او له ده څخه روايت كوونكي ټول په دې خبره يوه خوله دي، چې هغه به موسيقي غږوله.

    لکه وړاندې مو چې وويل د موسيقۍ يو کلک مخالف شيخ الاسلام تقى الدين احمد ابن تيميه (٦٦ � ٧٢٨ هـ – ١٢٦٣ _٣٢٨ ) دى .

    دى وايي هغه سماع چې الله ( ج ) يې خپلو بنده ګانو ته د زړه تنګۍ ، ستړتيا او له ذهني فشار د لېرې کولو لپاره د اورېدلو اجازه کړېده او د خوښئ او تفريح لپاره يې کارولى شي هغه د الله ( ج ) د کلام اورېدل دي چې نورو پيغمبرانو ، د علم او معرفت خاوندانو، په خپله زموږ رسول اکرم ( ص ) او صحابه و او تابعينو ورته غوږ ايښى دى ( پخوانيو امتونو د الله (ج) د خپل وخت وينا ته او اوسني امت قرآن عظيم الشان ته )) چې همدا سماع د ايمان اصل دى . دى له قرآن پرته بل هر ډول سماع ناروابولي .

    مجموع فتاوي جلد ١١

    خو امام غزالي بيا دانه مني ، نوموړى وايي چې ساز او سندرې خپل ځانګړى ځاى او اغېز لري او عظيم الشان قرآن خپل ځانګرى اغېز . دى وايي چې دا حقيقت دى چې له خوږ غږي قاري څخه د قرآن اورېدل ډېر او بې سارى خوندلري تردې چې انسانان خو پرېږده آن مرغان او پرښتې هم اغېزمنوي .

    خو هغه موخه چې اورېدونکي يې د موسيقۍ او سماع په اورېدلو تر لاسه کول غواړي ټوله د قرآن په اورېدلوځکه نه پوره کېږي چې قرآن عظيم الشان د يو جامع او هر اړخيز کتاب په توګه هر ډول او په هرې موضوع پورې اړوند احکام او آيتونه لري او داسې آيتونه هم شته چې له هغه حال سره تړاو نه لري او يا هغه تنده نه شي خړوبولى چې عاشق ، صوفي او عارفان يې لري ، د بېلګې په ډول په قرآن کې کيسې هم شته ، کورني او بهرني معاملات هم شته ، د ميراث احکام هم شته نو دا ديو صوفي او عارف له حال سره څه تړاو لري ؟ نو دا ايتونه د اورېدونکي هغه هيله او مينه چې له سماع څخه يې لري نه شي پوره کولى ، همدا راز د مسلمان د ژوند ټول تړاو له قرآن سره دى اوهر وخت يې اوري او په تکرار سره دا اورېدل يا لوستل هم ددې لامل ګرځي چې غوږونه ورسره عادت واخلي او ورسره اشناشي نو هغه خوند او جذبه نشي راوستلى او زړه ته هغه ټکان نشي ورکولى کوم چې نوى شى يې ورکوي . د مړو او بې حرکتو زړونو د خوځولو لپاره لوستونکى اړ دى چې شعر او نظم په بېل بېل انداز او بېل بېل طرز سره ووايي ، څولحنه وکاروي ، اواز لوړ او ټيټ کړي چې دا د قرآن له عظمت او مقام سره نه ښايي او نه ورسره مناسبت لري .

    د سندرو او اواز د ويلو په وخت کې لوستونکي اړ دي چې د موسيقى الات لکه شپېلۍ ، طبله او ارمونيه وکاروي او د قرآن لهجه ټوله جد دى چې له هزل سره يې يو ځال کول ناشونى دي .

    د بېلګې په ډول ، رسول الله ( ص ) ربيع بن مسعود کره په داسې حال کې ور ننوت چې څو وينځو له دريا سره سندرې وېلې ، کله يې چې رسول الله ( ص ) وليد نو په شعر ويلو يې دده ستاينه پيل کړه نو ده ( ص ) ورته وويل چې هماغه څه ووايئ چې وړاندې مو ويل.

    نو دده دا ستاينه پخپله ( جد ) وو چې له هزل ( دريا ) سره يې اړخ نه لګاوه نو ده ترې منع کړې .

    بل دا چې په محفل کې هر څوک له خپل حال او خوښې سره سم نظم او سندرې وايي که يوه يې خوښه نه شي نو بله پيلوي يا فرمايش ورکوي خو د عظيم الشان قرآن په اړه هيڅوک دا زړورتيا نه لري چې د بدلېدلو کوښښ يې وکړي او هر آيت خوله هر حال سره مناسبت نه لري .

    کيميا سعادت ، امام غزالي لومړى جلد ٤٥١- ٤٥٣ مخ

    علامه شاه جعفر د موسيقۍ په اړه په خپل ليكلي كتاب (اسلام اور موسيقي) كې موسيقي د قرآن، حديثو، د صحابه و او د تابعينو د وينا، د محدثينو او فقهاوو د ويناوو په رڼا كې څېړلې ده او دا يې ثابته كړې ده، چې موسيقي كه له ساز او سرود سره وي او كه بې سروده او سازه هېڅكله هم په اسلام كې حرامه نه ده.

    نوموړى وايي، چې رسول الله (ص.) له دريا (دايره) سره يوځاى سندرې اورېدلې دي. د موسيقۍ د حرمت په اړه، چې څومره روايات رانقل شوي دي دا پخپله د محدثينو پر اند موضوعي او د منلو وړ نه دي. صحابه كرامو هېڅكله هم د موسيقۍ د حرمت يادونه، نه ده كړې. فقهاوو هم موسيقي حرامه نه ده بللې او نه داسې كوم حكم شته، بلكې موسيقي او نغمې يې د اخلاقو يوه ځانګړې برخه بللې ده.

    علامه شبلي نعماني د (الغزالي) په 38مخ كې ليكي:” كله چې د موسيقۍ خبره راياده شي، نو معترضين وايي، چې دا لهو او لعب ده، خو غزالي ورته وايي، چې رسول الله (ص.) د حبشو د لوبو ننداره كړې ده. زه ددې له پاسه دا هم ورزياتوم، چې لهو او لعب زړه ته ارامتيا، خوښي او سرور وركوي، د ستړي فكر دمه جوړوي، مطمئن كوي يې، ځكه چې زړه كله ستړى شي، نو تياره پرې راشي، نو كار، خوارئ، ژوند ته او د ژوند د ستونزو د بار د وړلو لپاره چمتو كولو ته بايد خوښ او تاند شي او د تاندولو او خوښ ساتلو ذريعه يې همدا لهو او لعب دى.

    كله چې علامه ابوالكلام ازاد د هند د (راګ ناټك اكاډمي) رياست قبول كړ، نو په علمي حلقو كې ګونګوسې او تا وېلي ما وېلي پيدا شول. ښايي دوى به خبر نه وو، چې د هند دا امام په موسيقۍ كې څومره پراخ لاس او له موسيقۍ سره څومره مينه لري؟ له موسيقۍ سره دده د بې سارې او بې كچې مينې د څرګندولو لپاره به دده له مشهور تصنيف (غبار خاطر) څخه د وروستي ليك څه برخه، چې په (14/9/1943) تاريخ يې ليكلى، راواخلو.

    نوموړى ليكي:”ښكلا كه په غږ كې وي او كه په مخ كې، په تاج محل كې وي او كه په شنا باغ كې، ښكلا ده او ښكلا زموږ فطري غوښتنه ده. زه تاسو ته يوه خبره كوم، ګورئ ما څو ځله وېلي دي چې زه د ژوند له هرې اړتيا پرته ګوزاره كولى شم، خو له موسيقۍ پرته ژوند نه شم كولى. خوږ غږ زما د ژوند اسره، زما د اروايي او دماغي ستړتياوو درمل او د زړه او جسم د ټولو ناروغيو علاج دى.

    موږ په الاغاني او عقدالفريد كې لوستي، چې تراوسه له موسيقۍ سره د حجاز د خلكو مينې بدلون نه دى موندلى. دا مينه د هغوى په خميره كې دومره ګډه شوې، چې آن د اذان غږ هم د موسيقۍ په انځور كې وړاندې كوي. حقيقت دا دى، چې موسيقي او شاعري د يو حقيقت دوه مخه او دوه وړانګې دي او په يو ډول يې څرګندول غواړي. د موسيقۍ مؤلف موسيقۍ ته د الحان په اجزاءو كې سر او تال وركوي او لحن ته يې وزن او تناسب وركوي، خو شاعر هماغه جذبه د لفظونو او معناګانو په بڼه څرګندوي.

    (توحنا بستى و من معنى رنګين بستم)

    كوم حقيقتونه، چې په شعر كې د الفاظو او معنى جامه اغوندي، هماغه حقيقتونه په موسيقۍ كې د لحن سر او تال په پردو كې نغښتل كېږي.

    نغمه هم شعر دى، خو د الفاظو او حروفو په بڼه نه، بلكې د روح او معنا له پلوه. په قوي ګومان سره وايم چې له مسلمانو پاچايانو څخه هم وړاندې مسلمانو صوفيانو د موسيقۍ پالنه پيل كړې ده او د ډهلي، ملتان، ايودهن او ګورخانقاګانو ته به ډېر لوړ لوړ شخصيتونه، عارفان او صوفيان تلل او د خداى ج په نزد د قبلېدلو او ثواب په نيت به يې هلته خپل جوهر ښوده. داسې ډېر علماء شته دي، چې د ژوند د حالاتو په لوستلو سره يې سړى پوهېږي، چې په موسيقۍ كې يې ډېر لاس درلود او ددې فن ډېر تكړه استادان بلل كېږي. دا خبره تقريباً مشهوره شوې ده، چې ګويا د اسلام ديني مزاج له موسيقۍ سره جوړ نه دى او موسيقي د دين له آنده حرامه ده. په داسې حال كې، چې ددې دعوې ټول ارزښت يواځې همدومره دى، چې فقهاوو او علماوو د ګناه د لارې د بندولو او مخنيوي لپاره دا حكم كړى دى (معنى دا چې دا كار په خپل ذات كې حرام نه دى، خو ددې لپاره منع وبلل شو، چې نورو ګناهونو ته زمينه برابره نه كړي) او دا سختنيونه هم د تشريح له مخې نه، بلكې د قضاء له مخې شوې ده او د قضا ډګر خو ډېر پراخ دى. د هر شى يا هر كار، چې د يو فساد لامل ګرځي، نو قضا يې مخه نيسي، خو د هغه شي يا كار حكم، خو په اصل ځاى پاتې دى. “قل من حرم زينة الله التى اخرج لعباده” يعنې “ورته ووايه چا د خداى ج ښكلا (زينت) حرامه كړې ده، هغه زينت چې خپلو بنده ګانو ته يې پيدا كړې (پنځولې ده)”.

    په دې اړه هم د بسيا تر حده شواهد شته، چې عربانو هم له اسلام څخه وړاندې او هم له اسلام څخه وروسته په موسيقۍ باندې د يونانيانو ډېر ليكل شوي كتابونه عربي ته راژباړلي او هماغسې ګټه يې ترې اخيستې ده لكه څرنګه يې، چې د هغوى د رياضۍ له كتابونو څخه اخيستې ده.” (غبار خاطر)

    د هند د امام له دې اقتباس څخه جوتېږي، چې نوموړى هم د موسيقۍ د حرمت د نظر مخالف دى او ليكي، چې كه فقها د يو مصلحت له مخې په لنډمهالي ډول يو څه منع كوي، نو دا لنډمهالى حكم دى او د موضوع په دايمي حكم، چې هغه اباحت دى اغېز نه شي كولى. ددې بېلګه به دا وي لكه ډاكټر چې د ناروغۍ په وخت كې ناروغ د ځينو شيانو له خوړلو منع كوي، نو كه ناروغ د ناروغۍ په وخت كې د ځينو شيانو له خوړلو منع شو، نو دا خو په دې معنى نه شوه چې دا ټول شيان پرې تر پايه حرام دي. همداراز د موسيقۍ په اړه هم د فقهاوو دا لنډ مهالى حكم لنډ مهالى دى او دايمي كېدلى نه شي او دا به څوك وي، چې د الله ج له خوا حلال شوى شى په خلكو حرام وګرځوي “ولا تقولوا لماتصف السنتكم الكذب هذا حلال و هذا حرام لتفتروا على الله الكذب.” يعنې “د خپلو ژبو دروغجنو دعوو له مخې مه وايئ، چې دا شى حلال دى او دا حرام، ددې كار پايله دا ده، چې په اللهج باندې د دروغو تهمت وايئ”.