اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. دموسيقۍ کارندوى

    دموسيقۍ کارندوى

    دموسيقۍ کارندوى
    Rate this post

    څرنګه چې دساز او سرود دغږولو په وخت کې دموسيقۍ الات هم ضرور دي نو الاسلام والفنون الجميله په دې اړه ليکي: ( هر کله چې په لهو کې لکه څرنګه چې دجابر بن عبدالله په حديث کې تېر شول دموسيقۍ الات لکه شپېلۍ دريا او ډول شامل دي همدا راز دموسيقۍ نور الات چې له دې يادو شويو الاتو سره يو ډول کار ورکوي په همدوى قياسېږي ځکه چې داهم دهماغوى ځاى نيسي . له همدې ځايه ده چې ابن حزم څومره ښه اجتهاد کړى دى هغه دصحيحو او مستندو احاديثو دقوت او دهغو عيبونو او علتونو له مخې چې دى يې دموسيقۍ د حراموونکيو حديثونو لپاره شرموونکې بولي او همدا راز دامام ابو حنيفه په نظر په استدلال سره چې هغه د موسيقۍ الات حلال بللي، دموسيقۍ دکارندويو (الاتو) او ساز او سرود په اباحت نظر ورکوي.

    امام ابو حنيفه (٨٠-١٥٠ هـجري ، ٦٩٩-٧٨٧م) په دې اړه وايي : څوک چې دچاشپېلۍ او رباب پټ کړي نو لاس يې غوڅېږي او که هر چا داشيان مات کړل نو تاوان به يې ورکوي . ))

    رسالة فى الغناء الملهى، امباح هي ام محظور ) ر سائل ابن حزم ج ص ٤٧

    ځکه که داشيان حرام واى نو تاوان به يې نه درلود او هدر او ضايع شوي به واى لکه شراب ، دقمار الات او نور حرام شيان. خو کله چې داسې نه ده حلال مال دى او ارزښت لري نو که کله يې څوک پټوي نو لاس يې غوڅېږي او که څوک يې مات او يا ضايع کړي تاوان لري ځکه تر څو چې په حرمت دلالت کوونکى نص ونه لرو نو په چارو او شيانو کې اصل رواوالى دى . امام ماوردي وايي چې ځينې شوافع چنګ روا بولي. ابوالفضل طاهر له ابن اسحق شېرازي شافعي څخه همداسې روايت كوي. د (امتاع) ليكوال وايي، چې ابوبكر بن العربي هم چنګ روا بولي او ادفوي يې په رواوالي ټينګار كوي. اسنوي په (المهمات) له روياني، ابن نحوي له استاد ابو منصور، ابن ملقن په (العمده) كې له ابن طاهر او ادفوي له شېخ عزالدين بن عبدالسلام څخه همداسې روايتونه كوي. دا ټول سماع روا بولي كه څه هم د موسيقۍ له يوې وسيلې يا الې سره وي.

    (الاسلام والفن)

    دموسيقۍ دکارندويو( الا تو) دحرمت په اړه چې ځينې روايات راغلي دي ډاکټر عماره يې په اړه وايي چې دحديثو دجرح اوتعديل دعلم دمقياسونو او معيارونو له مخې ټول معلول او کمزري دي او په سند يا متن کې دکوم علت او نيمګړتيا له مخې دمنلو حديثونو په تول پوره نه دي نو ځکه يې يو هم دمنلو وړ نه دى چې لاندينۍ بېلګې ددې حقيقت شاهدان دي او موږ يې له الاسلام والفنون الجميله څخه را اخلو .

    ١ : حضرت عايشې ته منسوب روايت چې وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (( امرني ربي بنفى الطنبور والمزمار . )) يعنې الله جل جلاله ماته امر کړى چې طنبور او شپيلۍ له منځه وېسم.))

    دا روايت ابراهيم بن اشعث کړى دى چې نسايي يې ضعيف بولي او بخاري ورته (منکر الحديث) وايي .

    ٢-حضرت علي رضى الله عنهي الله عنه ته منسوب روايت چې وايي : (( دخداى ج استازي درياوهل … او دشپېلۍ غږ منع کړي دي .))

    ددې روايت په راويانو کې عبدالله ابن ميمون دى چې هغه له مطر بن سالم څخه روايت کوي او لومړنى کس (عبدالله) ذاهب الحديث او دوهم (شبه مجهول) دى .

    ٣- حضرت ابن عباس رضى الله عنه ته منسوب روايت چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (( صوتان ملعونان فى الدنيا والاخرة، صوت مزمار عند نعمة وصوت ندبة (او رنة) عند مصيبة ..))

    يعنې : دوه غږه په دنيا او اخرت کې رټل شوي دي. دشپېلۍ غږ دنعمت په وخت کې او دنوحې (ژړا غږ) دمصيبت په وخت کې ..))

    ددې روايت په راويانو کې (محمد بن زياد صحان يشکرى)(١) دى چې امام احمد بن حنبل يې په اړه فرمايي : يو سترګى دروغژن ، ناوړه (انسان) دى او حديثونه ( له ځانه) جوړوي .

    (١) صحان په ط يعنې طحان هم راغلى دى

    ٤- حضرت علي بن ابي طالب رضى الله عنه عنه ته منسوب روايت چې ګويا رسو ل الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (( بعثني ربي عزوجل بمحق المزاميرو المعازف والاوثان التى کانت تعبد فى الجاهلية والخمر واقسم ربى عزوجل بعزته الايشربها عبد فى الدنيا . ))

    يعنى: (( زما عزيز او جليل رب زه راولېږلم چې شپېلۍ ګانې ، دموسيقۍ کارندوى (الات) ،هغه بتان چې په جاهليت کې پالل کېدل او شراب له منځه يوسم او زما عزيز او دلوړ شان رب په خپل عزت سوګند ياد کړ چې هېڅ بنده دې هغه (شراب) په دنيا کې نه څښي . ))

    ددې حديث راويان عبارت دي له محمد بن فرات له ابو اسحاق سبيعى څخه او بيا له حارث اعور څخه چې دا ټول عيبونه لري، ابوبکر بن ابي شيبه دلومړني کس په اړه وايي : (( هغه يو زوړ دروغجن سړى دى .))

    او بخارى ددريم کس په اړه وايي : (( هغه منکر الحديث دى )) او يحيى ابن معين دده په اړه وايي : (( هغه مهم شخص نه دى او حديث يې نه ليکل کېږي . ))

    هغه ورته د(ليس بشئ) يعنى(( هېڅ هم نه دى .)) الفاظ کارولي دي .

    امام ابو حامد غزالي وايي هر کله چې په زړونو دسماع اغيز ته وکتل شي نو په مطلق ډول يې په روا والي او ناروا والي حکم روانه دى، بلکې حالاتو اشخاصو او دنغمو دسبک توپيرونو ته په کتنې سره يې حکم توپير لري او دسماع حکم په هغه اغيز حکم دى کوم چې په زړه کې پروت دى .