په اسلام کښې د دنيا معنا

دنيا په لغت کښې د ډېر نزدې په معنا ده. دغه مفهوم آخرت ته په پام سره معنا پېدا کوي. په حقيقت کښې د لغوي معنې له لحاظه دنيا هغه جهان ته ويل کيږي چې د آخرت د
جهان په نسبت انسان ته زيات نزدے دے، انسانان وړومبے دنيا درک کوي بيا آخرت ته منتقل کيږي.

دنيا د آخرت لپاره پټے دے

په اسلامي تعبير کښې دنيا په يو شکل غندلې شوې او په بل شکل يې ستائنه شوې ده. هغه ژوند چې انسان يې په دې جهان کښې لري که د آخرت او ابدي ژوند د ګټې لپاره يوه وسيله وګرځي نو دا ژوند او دا دنيا په پوره توګه د خوښې وړ ده بلکه آخرت هډو له دې دنيا نه بغېر حاصلېدې نه شي. په دې نظريه کښې «دنيا د آخرت پټے دے» هم هغه ډول چې د پېداوار له پټي ، زراعت ، کار او کوشش نه بغېر نه شي ترلاسه کېدې نو آخرت او ابدي سعادت هم.
دنيا چې د آخرت په لار کښې شتون لري په قرآن مجيد کښې ورته سپارښتنه شوې ده. «وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ» (سورۀ القصص ۷۷ آيت) ترجمه: په هغه څه کښې چې خداے درته عطا کړي دي د آخرت د سرائې لټون وکړه او له دنيا څخه خپله برخه هېره نه کړې هم هغه ډول چې خداے درسره نيکي وکړه او په زمکه کښې فساد مه غواړه بې له شکه خدے مفسدان نه خوښوي.»

اسلام دنيا پرېښې نه ده

په دې نظريه کښې ټول الهي آيتونه او نښې د خداے پاک د پېژندګلۍ لپاره دي. اسلام دې دنيا ته د پاملرنې سپارښتنه کړې ده. له دې دنيا څخه فائده اوچتولو باندې په قرآني آيتونو کښې تاکيد شوے دے. «يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ» (سورۀ البقره ۱۷۲ آيت) ترجمه: « اے د ايمان خاوندانو له هغو مختلفو پاکو خوراکونو څخه چې ستاسو په برخه مو کړل وخورئ او د خداے شکر ادا کړئ که يوازې د هغۀ بندګي او پرستش کوئ.»

له دنيا نه سمه فائده اوچته کړه

خداے پاک په قرآن مجيد کښې فرمائي چې هغه څه چې په زمکه کښې دي د انسان لپاره مو پېدا کړي دي او خداے پاک خوښوي چې ترې صحيح استفاده وشي.
«هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا……» (سورۀ البقره آيت ۳۶ )
ترجمه: « او هغه دے چې هغه څه يې چې په زمکه کښې دي ستاسو لپاره پېدا کړل….»
«قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ (سورۀ الاعراف ۳۲ آيت)
ترجمه: «ووايه ښکلا او سينګار او پاک رزقونه چې خداے د خپلو بندګانو لپاره پېدا کړي دي چا حرام کړي دي؟ ووايه، دا د دنيا په ژوند کښې د هغو کسانو لپاره چې ايمان يې راوړے دے او په قيامت کښې خاص مومنانو لره دي، مونږ خپل دا ډول آيتونه هغې ډلې کسانو لپاره چې د پوهې خاوندان دي بيانوو.»
هغه دنيا چې د آخرت په خدمت کښې وي په روايتونو کښې يې هم ستائنه شوې ده.
امام علي (ع) فرمائي: « په تحقيق سره دنيا په رښتيا د هغه کس لپاره سرائې ده چې ورته رښتيا ووائي او د هغه چا لپاره محفوظه سرائې ده چې يې صحيح درک کړي او د هغه چا لپاره بې نيازه سرائې ده چې ترې توښه واخلي او د هغه چا لپاره د نصيحت سرائې ده چې ترې نصيحت حاصل کړي او د خداے د دوستانو د عبادرت او بندګۍ ځاے او د خداے د دوستانو د سوداګرۍ ځاے چې پکښې يې الهي رحمت او فضل ترلاسه کړے دے او ګټه به يې جنت وي.» (نهج البلاغه ۱۳۶ کلمه)

هغه دنيا چې بايد ترې اويريږې

خو يو بل ډول دنيا هم شته چې پکښې انسان له ابدي سعادته غافل پاتے کيږي او پکښې مشغوليږي. اسلام دغه ډول دنيا غندي ځکه چې له دغه ډول دنيا سره تعلق پېدا کول انسان له سعادت او نيکمرغۍ منعې ساتي او هغه د ابدي هلاکت کندې او دوزخ لوري ته راکاږي.
«وَمَا هَٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ ۚ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ ۚ» (سورۀ عنکبوت ۶۴ آيت)
ترجمه: «دا ژوند له مشغوله او لوبې نه بغېر بل څه نه دي او حقيقي ژوند هم هغه د آخرت سرائې ده.»

کومه دنيا

په قرآني کلتور کښې په دې دنيا کښې له مشغولېدو او له آخرت څخه له غفلت کولو سخته منعې شوې ده. «أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ» (سورۀ بقره ۸۶ آيت)
ترجمه: «دا هغه کسان دي چې په ژوند کښې يې د دنيا په ځاے آخرت واخېستۀ نو له دوي نه به نه عذاب سپک کړې شي او نه به يې مرسته وکړې شي.»
همدارنګ په دې اړه زيات روايتونه راغلي دي.

سرچينې

1- قرآن مجيد

2- معجم مقايس اللغه، ابن فارس
3- نهج البلاغه، سيد رضي


more post like this