د حضرت امام حسین (ع) د یارانو یوه مهمه ځانګړنه ، له دوئ سره د هغوئ پراخه مینه وه . هغو په ټینګ ایمان سره چې د حضرت امام حسین (ع) او د هغوئ په لاره یې درلوده ، د امام تر شاوخوا د پتنګانو په څیر تاویدل او تر وروستیو شیبو پورې ورته وفاداره پاتې شول .
له حضرت امام حسین (ع) سره د هغوئ د اصحابو مینه له عادی مینو زیاته وه ، په داسي ډول چې هغوئ تیار ؤ له حضرت امام حسین (ع) سره د مرستې لپاره له ځان او مال څخه تیر شي . حتی له دې سره سره چې امام هغوئ آزاد پریښودل ، څو خپلو کورونو او ښارونو ته ستانه شي ، خو هغوئ ترې ډډه وکړه ، او له دې سره سره چې ډیر ښه پوهیدل پاي یې له شهادت پرته بل څه نه دي ، له حضرت امام حسین (ع) سره له مرستې او ملګرتیا لاس وانه خیسته .
حضرت امام حسین (ع) هم پوهیده دغه لاره له ستونزو او پيښو ډکه ده ، خپل یاران یې له روحي پلوه دغې سختې لارې ته چمتو کول .
د عاشورا په شپه د حضرت امام حسین (ع) د یارانو په جملو کښې د هغوئ مینه او محبت ، ډیر له ورایه ښکاریږي . یا په بله وینا په دغه ډول برخلیک ټاکونکې شپه کښې مینه اوج اخلي او د عاشورا په ورځ ختمیږي او په یو سخت آزمیښت کې یې ثابتوي .
زُهیر بن قین د عاشورا په شپه حضرت امام حسین (ع) ته وفرمایل :
که ووژل شم ، بیا ژوندی شم او بیا هم ووژل شم ، او که زر ځله هم دغه کار تکرار شي ، بیا به هم له تاسو لاس وا نه اخلم .
وروسته د حضرت امام حسین (ع) یو شمیر یارانو هغه حضرت ته وویل :
په خدا ی مې دې قسم وي له تاسو نه بیلیږمو،زمونږ ځانونه دې له تا قربان شي ، که یوازې ووژل شو په خپله ژمنه به مو وفاکړي وي .
بې له شکه دغه وینا له مینې او محبت له ډکو زړونو راوځي . د حضرت امام حسین (ع) یاران په سختو شیبواو حتی د ژوند په وروستیو شیبو کښې د حضرت امام حسین (ع) په باب اندیښمن ؤ ، دهغوئ ځینو یارانو ځان ددښمن د غشو په وړاندې ډال وګرځاوه ، تر څو چې دوئ ژوندي وي په حضرت امام حسین (ع) کوم غشی ونه لګیږي .
مشهور تاریخ لیکونکی طبري لیکي :
کله چې د حضرت امام حسین (ع) اصحابو ولیدل چې دښمنان زیات شوي دي ، نو له یوه بله به مخکې کیدل څو د حسین ژوند وژغوري .
له حضرت امام حسین (ع) سره دهغوئ د یارانو مینه ، احساسي نه وه ، بلکه په الهي منطقو ولاړه وه او جرړه یې درلوده . د حضرت امام حسین (ع) باوفا یارانود هغوئ وینا او عمل د ظلم ، تیري ، تزویر او دروغو په تورتم کښې رڼا بلله او په همدې دلیل یې د هغوئ په پیروۍ سره ځان حقیقتونو ته ورساوه .
کله چې په اسلام کښې یو شمیر مشهور او مخور کسانو د حضرت امام حسین (ع) په سمه لاره کښې شک وکړ ، د حضرت امام حسین (ع) مینه وال د حق په لاره کښې هر ډول سرښیندنې ته چمتو شول ، څو الهي ارزښتونه او فضلیتونه پایداره او تلپاتې وي .
حضرت امام حسین (ع) هم د خپلویارانو او د هغوئ د میړانتوب په اړه وفرمایل :
زه له تاسو غوره او وفاداره یاران نه پيژنم ، او له خپلي کورنۍ غوره اهل بیت نه پيژنم ، الله دې تاسو ته خیر درکړي .
د حضرت امام حسین (ع) یارانو له حقیقته په دفاع کښې خپل امام ته شا نه کړه او د میړانې غوره بیلګې یې نندارې ته وړاندې کړي .
نن په کربلا کښې د یوه ځلمې د شتون روایت در نقلوو ، هغه ځلمی چې دا ویاړ یې درلوده ، له مدینې د امام ملګری وي ، نوم یې قاسم بن حسن بن علی دی چې د حضرت امام حسین (ع) وراره دی .
څوارلس کلن ځلمی ؤ ، قاسم له خپل تره حضرت امام حسین (ع) سره ډیره مینه درلوده ، پلار یې حضرت امام حسن (ع) هم خپل ورور حضرت امام حسین (ع) ته په وصیت کښې ټینګار کړی ؤ د اولادونو سرپرستې او روزنه یې په غاړه واخلي .
حسین بن علی (ع) هم چې د مینې ، محبت او مهربانۍ مظهر ؤ ، له قاسم سره یې د خپل اولاد په څیر چلندکاوه څو د پلار نشتوالی او غم حس نکړي ، قاسم هم د خپل کاکا حضرت امام حسین (ع) تر څنګ د ژوند غوره او ښکلي شپي ورځي تیري کړي ، هغه چې د پلار په څیر نیک خويي درلوده وتلې اخلاقي صفتونه هم له خپل تره زده کړل .
له هغې ورځي چې تره یې حضرت امام حسین (ع) ورته وفرمایل :
قاسم جانه ، چمتو اوسه ، مدینه ه نوره آمن نه ده ، مکې ته به هجرت کوو ، د قاسم په زړه کښې عجیبه ولوله پیدا شوي وه ، له خپل تره یوه شیبه هم نه لیري کیده ، د سفر وخت راورسیده ، کاروان روان شو ، قاسم هم د ستورې په څیر په کاروان کښې ځلیده ، په سفر کښې په خپل تره پسې ګام په ګام روان ؤ ، د هغه وینا او سپینې خبرې به یې اوریدلي چې فرمایل به یې :
ایې خلکو! هوښیار واوسئ چی بنی امنیه د شیطان په لاره روان دي ، الهي حدود یې پریښې او د خدای حرام یې حلال او حلال یې حرام ګرځولي ، زه له نورو زیات ددغه وضعیت د بدلولو لایق یم ، که اوس مو ژمنه ماته کړئ ، عجیبه نه ده ځکه چې له دې مخکې مو زما له پلار او ورور سره داسي کړي دي .
د حضرت امام حسین (ع) مظلومیت د هغه د وراره قاسم زړه درداوه ، ای خدایه! ولی د پیغمبر د زوي آواز د دغه قوم زړه نه لړزوي ؟
د عاشوراشپه ده ، اصحاب هم د پتنګانو په څیر له حضرت امام حسین (ع) څخه راتاو شوي ؤ، امام بزرګوار هم دغه وروستۍ شپه فرصت بلله څو له خپل محبوب سره راز او نیاز وکړي او دخپلو یارانو لپاره د انتخاب لاره پرانیزې ، ځکه شهادت داسي ډګر دی چې پکښې د ګام ایښودل ژوره مفکوره غواړي .
حضرت امام حسین بن علی (ع) په ډاګه سبا انځور کړ ، څو هر څوک چې غواړي ولاړ شي ، څو هغه کسان چې باطن سره یې هجرت نه دی کړی ، شپه پلمه کړي . حضرت امام حسین (ع) یو واربیا تکراروي چې سبا د شهادت ورځ ده ، یوي پوښتنې د قاسم ذهن بوخت کړی دی ، خپل تره حسین ته ګوري ، دغه مهال حضرت امام حسین (ع) هم خپل وراره ته پام کیږي او قاسم خپله پوښتنه کوي :
ای تره ! زه به هم سبا شهید شم ؟
دغه مهال د حضرت امام حسین (ع) په څیره غم ښکاره کیږي او د قاسم لوړ او ښکلي قد ته ګوري او ترې پوښتنه کوي :
ای خوږه زویه! ستا له نظره مرګ څنګه دی ؟
قاسم له کوم ځنډ پرته ځواب ورکوي:
زما لپاره مرګ او شهادت له شاتو خواږه دي ، که ماته ووايئ د سبا یو شهید زه یم ، نو داسي زیری به مو راکړی وي چې له اوریدلو به مې ټول بدن خوشحاله وي .
حضرت امام حسین (ع) هم قاسم ته ځواب ورکړ :
سبا به ټول شهیدان شي او ته هم یو له شهیدانویې .
د قاسم ځان د خپل تره حسین په وینا سره له ژور خونده برخوریږي .
د عاشورا ورځ ده ، غرمه وه ، قاسم د جنګ میدان ته د تللو لپاره کرار نلري ، ښځې او ماشومان یې بدرګه دي ، قاسم د نورو یارانو په څیر د خپل تره حضرت امام حسین (ع) څخه د اجازې غوښتلو لپاره ورځي ، په ادب او عزت سره د خپل تره څیرې ته ګوري ، د قاسم په لیدلوسره د حضرت امام حسین (ع) له سترګو اوښکې بهیږي ، امام خپله غیږه پرانیزې ، قاسم په خپله غیږه کښې نیسي ، دواړه ژاړي ، حضرت امام حسین (ع) دلته فرمايي :
ای وراره ، ته پاتې شه ، ای قاسمه ته پاتې شه او زما ټپي زړه ته ملهم شه .
قاسم په ځواب کښې وايي :
ای خوږه کاکا ! ولی به نه ځم چې کله تاسو بې یاره وینم ، دا وینم چې ملګری او یار نلري .
قاسم له خپل تره اجازه غواړي ، په آس سپور او د جنګ میدان ته ځي ، په داسي حال کښې ناري وهي که ما نه پيژنئ ، پوهه شئ زه د حسن مجتبی زوي یم ، د پيغمبر لمسی .
د عمر سعد د لښکر روایت کوونکی حمیدبن مسلم وايي :
ناڅاپه مې یو ځوان ولیده ، چې په آس سپور دی ، د خولي په ځاي یې عمامه په سر کړي ده ، د جنګ پيزار نلري ، دغه ځلمی دومره ښکلی ؤ چې د سپوږمکۍ په څیر زمونږ په لور را روان ؤ.
په روایتونو کښې راغلي دي قاسم په خپلي توري سره څو کسان ووژل ، کله چې یې عمر سعد ولیده نو آواز یې وکړ ، ای عمره له خدایه نه وریږي ؟ د هغه له عدالت او محکمې نه ویریږي ؟ آیا د پیغمبر درناوی نه کوي ؟ د مسلمانۍ ادعا کوي ، په داسي حال کښې چې د خدای د رسول اولادونه تږې دي؟
د عمر سعد په حکم قاسم کلابندیږي ، د تورو کلابندي تنګیږي او سختیږي ، په سر یو ګوزار ، غشی یې په شا او نیزه یې په وږه لګیږي ، له میدانه یو آواز راپورته کیږي :
ای کاکا مرسته مې وکړه .
حضرت امام حسین (ع) قاسم ته ورځي ، د خپل خوږ ورور یادګار په غیږ کښې نیسي ، له څیرې یې ویني پاکوي ، تندی یې ښکلوي ، په میدان کښې د حضرت امام حسین (ع) د ژړا غږ تاویږي ، حتی دښمن ددغه ویر د لیدلو وس نلري ، حضرت امام حسین (ع) به ژړل او فرمایل به یې :
په خدای مې دې قسم وي، کاکا ته دې دا ډیره سخته ده چې مرسته ترې غواړي ، خو مرسته درسره نه شي کولاي .
قاسم د کربلا له شهیدانو سره یو ځاي کیږي او حضرت امام حسین (ع) له خپل خدای سره راز اونیاز کوي چي :
ای خدایه! دغه دښمنان تباه کړه ، یو یو ووژنه ، له هغوئ یو هم مه پاتې کوه او خپل رحمت پرې ودروه .


more post like this