اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د ادم د دوو زامنو کيسه

    د ادم د دوو زامنو کيسه

    د ادم د دوو زامنو کيسه
    Rate this post

    د ادم د دوو زامنو کيسه

    بسم الله الرحمن الرحيم

    کله چې د مينې پسته وږمه پر ادم عليه سلام او حوا ولګيده د انسانيت د بڼ لومړيو غوټۍ وسپړدې او د ژوند نظام د بشپړتياټپل پيل کړ.

    دې ميړه او ماندينې خپلو بچيو او د زړه له غوښو سره ډيره مينه کوله، او لوی ارمان يې داو چې زامن يې پر ځمکه خپاره شې او د خدای د رزق له چينې خړوب.

    حضرت ادم عليه سلام له خپلو زامنو سره بې حده مينه درلوده او بی بی حوا له هغو پريمانه دردونو او کړاوونو سره سره چې يوه مور يې د بچيو له روزانه کې ګالې، تل په ورين تندی او خلاصه غيږه د خپلو ګلانو هرکلی کاوه.

    له بی بی حوا څخه په يوه ځل قابيل او هغه خور او بل ځل هابيل او خور يې وزيږيدل، دغو وروڼو خويندو د لوی ذات د مهربانۍ په سيوری کې د ودې پړاوونه ووهل په جينکو کې د پېغلتابه نښې برسيره شوې او د هلکانو شونډې شنې او مټې غښتلې شوې.

    د ادم عليه سلام زامنو به چاری بيلچه وهله او د کروندې له لارې به يې خيټه پاله له.

    قابيل کرهڼې ته مخه کړه او هابيل شپنۍ ته مټې ونغښتی، د ژوند چارې ښې روانې وې او په دې وړې خيلخانې د کرارۍ او خوښۍ ونې سيوری غوړولی و.

    د وخت په ټپال کې دواړه وروڼه هم د زمانې په بټۍ کې پاخه شول او د ځوانۍ پر ډګر يې قدم کلک شو. کله چې د دواړو مټې غښتلې شوې او ژوند يې سر څڼه شو نو د واده فکر ورولويد چې ورځې له ستړيا ورسته د کورنۍ په خوږې غيږې کې ستوماني ؤباسي او د دمې په بالښت ويده شي.له دې هېلې وروسته دواړو د خپلې موخې لپاره هلې ځلې پيل کړې.

    خدای تعالی له ازله غوښتل چې د ځمکې پر مخ د ادم عليه سلام بچي کړاوونه وګالی، خوارۍ وکړی اولاده يې زياته شي او ځمکه اباده کړي.

    د خدای تعالی بله ازلی اراده دا وه چې انسانان له يو او بل سره متحد نه وی، له يو او بل سره سيالی وکړی او شته، نظرونه، نيکمرغي او بد مرغي يې برابر نه وي چې له دې توپېر او اختلافه د پرمختګ لپاره کار واخلی، خدای تعالی بابا ادم عليه سلام ته وحی وکړه چې د هابيل غبرګونې يا جوړيا خور قابيل ته واده کړه او د قابيل خور هابيل ته.بابا ادم عليه سلام د رب العزت فيصله زامنو ته واوروله او تمه يې درلوده چې زامن يې د خدای تعالی له امره سرونه ونه غړوي خو که بنيادم د خپل سری او ځان مننی خوی نه درلود د پلار ارمان به يې پوره شوی و.
    د دوو وروڼو قربانی:

    کله چې په بنيادم کې د حرص او تمې جوړې پيدا شي نود نفس واګې يې له لاسه خلاصې شي او هوا او هوس يې اړی پېل کړی، په داسې وخت کې هغه کسان چې د نفس واګې د عقل لاس ته ورکړی او دا زورور حيوان پيزوانی کړی شي بريالی او نيکمرغه کسان دی، خو که د هوا او غوښتنو نيلی يې سر کښه وی او د عقل په مټ يې لاره ونه نيول شي انسان د بدمرغۍ يو داسې ګړنګ ته غورځوي چې راوتل ترې ډير ګران وي، داسې کسان تل زيانمن وي، دا پيښې او ټيټې هسکې د تنوره بريمن راوتلی شي او که نه.

    کله چې ادم عليه سلام خپلو زامنو ته د خدای تعالی امر واور اوه قابيل غوسه شو او د پلار خبره يې ونه منله ځکه چې د قابيل خور د هابيل تر خور ښکلې او ښايستوکې وه، قابيل په زړه کې د حسد اور لمبه شو، دی ويش ته يې غاړه کښې نښوده او غوښتل يې چې خپله غبرګونې خور ورته واده شي.

    هو، څه وکړو ښکلا او ښايست تل د انسانانو په زړونو کې ديرغل او بلوسو توپانونه پيدا کړی او انسان يې د بدمرغۍ ګړنګ ته توغولی دی.

    دلته هم د يوې پيغلې ښايست، خبره ورانه کړه او يو ورور د د پلار قضاوت ته ؛نه؛ ووې.د زوی تر نه ويلو وروسته ادم عليه سلام خپلو دواړو بچو ته وويل؛ د خدای تعالی په لاره کې قرباني وکړئ او د چا قرباني چې خدای پاک قبوله کړه نو څه يې چې زړه غواړي ودې يې کړي، او کومه چې غواړي واده دې کړي، هابيل چې شپون ؤ له خپلې رومې يې ښه ښايسته اوښ غوره کړ او قربانۍ ته يې بوتلو.

    قابيل چې کروند ګړويو څو شکرۍ غنم يې قربانۍ ته چمتو کړل، سيالی سخته ده او دواړو غوښتل چې له بله لمبر يوسي.

    هابيل چې ايمان يې پياوړی او عمل يې نيک و قرباني يې خدای تعالی ومنله خو د قابيل قربانی رد شوه ځکه چې د اخلاص له مخې نه وه او د پلار خبره يې نه وه منلی، له ماتې وروسته د قابيل په زړه کې د هيلې او ارمان ډيوه مړه شوه او د کښې ځان غوښتنې او ميرڅمنۍ ونې پکې جرړی وغځولې.

    د کينې اور يې لمبه شو او د تباهۍ وريځې يې ويرې شوې. هابيل ته يې ګوته وڅنډله چې زه خو دې بدمرغه کړم خو ته به هم راسره سمه ورځ ونه وينې په خدای که دې پريږدم چې ته خپلو ارمانونو ته ورسيږې او زه په رڼا ورځ د خپلو ارمانونو او هابيل ورور ته ډېر نصيحتونه وکړل چې ګوره په ځای د دې چې کوم ناوړه کار ته لاس واچوې په زړه کې د دې درد او حرص جاړه وچه کړه او خدای ته مخه کړه چې په نيکه لاره روان شې او خدای درباندې ورحميږي.

    هابيل ډېر مومن او د پوخ ايمان څښتن. و تل به يې د خدای رضا تر خپلې خوښې مخکې کوله او د خدای تعالی په رضا راضي ؤ. له قابيل سره يې بې اندازې مينه درلوده ډېر پرې ګران ؤ، او مدام به يې نيکيو ته باله خو د قابيل په فيصلې کې هيڅ بدلون رانه غی.

    هابيل يو ځل بيا ورور ته نصيحت وکړ چې ګوره وروره! ته له سمې لارې کوږ شوی يې په ځان ظلم کوې او د ګناه نيت دې کړی دی، ښه داده چې له خدايه بخښنه وغواړې او له ګمراهۍ ستون شې، زه له تا هيڅ ويره نه لرم که ته هوډمن يې او په رښتيا دې زما د مرګ فيصله کړې وي نو زه خپل کار خدای ته پريږدم او داسې کار نه کوم چې هغه ذات له ما خپه شي يا يې سر غړونه وکړم.
    د ورور وژل:

    د ورورۍ مينې د کينې لمبې غلې نه کړی شوې، د خدای تعالی ويرې او د مور و پلار او وروڼو حقونو د قابيل په زړه هيڅ اثر ونه کړ او هغه ورځ راغله چې د نړۍ پر مخ لومړی جرم تر سره شو. د همدغو شپو ورځو په يوه ګړۍ کې سر کښه روح د کائناتو په لومړی جنايت لاس پورې کړ او هابيل د خپل هغه ورور په لاس چې د عشق او مينې په لوبه کې يې ماته خوړلې وه او يوه پۍ مخي ښايست ليونی کړی و، په وينو کې ليت پيت شو، د هابيل د ځوانۍ تانده ونه وچه شوه او د ژوند څراغ يې ګل شو او په افق کې د هابيل ستوری چې پلار يې په لټه کې و ولويد، ادم عليه سلام وويريده او په ډېره تلوسه او وار خطايۍ يې د زوی له ورکيدو وروسته د هغه پلټنه پيل کړه،ښايي کومه نښه يې ومومي يا کوم زيری د هغه د عشق تنده ماته کړي.

    د هيلې تته ډيوه په لاس ادم عليه سلام قابيل ته ورغی او له هغه يې د هابيل پوښتنه وکړه. قابيل ورته په تريو تندی وويل ؛ زه خو څه د هغه څارونکي نه وم چې له ما يې پوښتنه کوې.

    ادم عليه سلام د قابيل له زيږې لهجې پوه شو، چې ورور يې وژلی دی، د غم او خپګان ورځې يې پر زړه راخورې شوې خو چاته  يې هيڅ ونه ويل يوازې به د غم په اور سوزيده او له ځانه سره به يې دا شعر زمزمه کاوه؛له خپل روح سره خواخوږي کوم زما يو لاس لاړ او بيا نه راګرځي؛
    د کارغه سبق:

    هابيل لومړی کس ؤ چې د ځمکې پر مخ ووژل شو، قابيل يو په دوه کې اريان ؤ چې څنګه د ورور مړی پټ کړي، د هابيل مړی يې په څرمنې کې ونغښته او په اوږه يې ګرځاوه چې کومه چاره يې وکړي اوس قابيل ؤ، د هغه ملامته او مات ضمير، د غم او پښيمانۍ خولې، او د هابيل مړی چې وروست او بوی جن شوی ؤ او ډډوزو يې قابيل پوزې ته راوستی ؤ هيڅ چل يې نه ورتله خو د دې پاکې تنې درناوی بايد وساتل شي او د بنی ادم لپاره بايده ده داسې قانون راشي چې د ادم عليه سلام د زوزات احترام او عزت خوندی شي.

    قابيل بايد له چا سبق زده کړي، هو هغه ددې  لايق نه دی چې خدای پرې وحی وکړي او نه د الهام جوګه دی، قابيل بايد د تور کارغه شاګرد شي او د خپلې پوهې او عقل په نيمګړتيا ورسيږي، د خدای کړه وو چې دوه کارغان سره په جنګ شول او يو کارغه بل وواژه، بيا يې په مښو که د مړه کارغه لپاره کنده وکيندله او هغه يې پکې ښخ.

    قابيل پر خپلې بې وسۍ، ناپوهۍ او کم عقلۍ ورسيد او چغه يې کړه، های خدايه زه دومره عاجز يم چې بايد له دې کارغه سبق زده کړم، او ورور په خاورو کې ښخ کړم.