اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د انسان اختيار او جنيټک اثر

    د انسان اختيار او جنيټک اثر

    د انسان اختيار او جنيټک اثر
    Rate this post

    د انسان اختيار او جنيټک اثر

    که انسان په خپلو عملونو کې پوره پوره اختيار لري نو د جنيټک عواملو او چاپېريال اغيزه په انسان څه ده؟

    سريزه:

    يو بحث چې هميشه جنجالي پاتې شوے دے او په تاريخ کې پرې ډېرې خبرې شوې دي د انسان د جبر او اختيار مسله ده که انسان عقيده ولري چې په خپله خوښه اراده کوي او عمل کوي نو عمل به يې يو شان وي خو که په جبر باور ولري نو عمل به يې بل شان وي. دا بحثونه کلامي او فلسفي رنګ لري خو نن سبا د وراثت او چاپېريال مسله زياتره په ارواپېژندنې او تربيتي علومو کې مطرح کيږي. د اروپيژندنې ځينې مکتبونه لکه عمل ګروهان او اروا پوهان وغيره انسان د چاپېريال او وراثت تر بشپړ اثر لاندې ګڼي او هغه د يو مشين په شان فرض کوي چې له ځانه هيڅ اراده او اختيار نه لري او هر څه چې د ازل استاد وويل چې ووايه وايي يې. د دوي په باور فيزيوليژيکي او چاپېريالي عوامل چې هر لور ته وغواړي انسان بوځي او انسان له ځانه هيڅ اراده نه لري اوس دا پوښتنه پېدا کيږي چې حقيقت څه دے او د چاپېريال او وراثت عوامل په انسان تر کومه حده اثر لري.؟

    منل شوې خبره ده چې لکه څرنګه چې ډېرو کسانو منلې ده د چاپيريال او وراثت اثر په انسان ډېر حيرانوونکے دے. خو حقيقت هماغه دے چې په شيعي کلام کې راغلے دے چې د وراثت او چاپيريال پر اثر سربېره انسان خپل اختيار هم لري. [1]

    مخينه:

    د دغه بحث اصل له فلسفې راغلے دے خو د تجربے او ساينسي علومو وده او په بل تعبير د ژوند د علم وده سبب شوه چې انسان د يو مشين په شان وګڼل شي چې له ځانه هيڅ اختيار نه لري بلکه د چاپيريال او وراثت عوامل هغه چې هر خواته وغواړي بوځي يې، په دې اساس د دغه بحث تاريخچه په کلام او فلسفې کې هم پيدا کيږي او هم يې د اروا پيژندنې په علم کې موندلے شو.

    شهيد مرتضی مطهري د کلام په برخه کې داسې وايي:

    کلامي بحثونه لکه څرنګه چې له تاريخونو معلوميږي، د هجرت د لومړۍ پيړۍ له نيمايي پيل شول. په کلامي بحثونو کې ظاهرا تر ټولو زړو بحثونو د جبر او اختيار بحث دے. د جبر او اختيا مسله په لومړي پړاو کې يوه انساني مسله ده او په دوهمه درجه کې يو الهی او يا طبيعي مسله. له دې امله چې د بحث موضوع په هر حال کې انسان دے چې يا مختار دي يا مجبور، دا انساني مسله ده او له دې اړخه چې د مسلې بل لورے يا خدای دے يا طبيعت چې ايا د خدای ارادې او قضا او قدر او يا جبري عواملو او د علت او معلول اصولو انسان ازاد پريښے دے او که نه مجبور کړے يې دے، دې مسلې ته يوه الهے يا طبيعي رنګ ورکړے دے.[2]

    دا بحث د هر يو انسان لپاره مطرح دے که هغه مادي فکر کوي او که الهی، څوک چې خدای نه مني نور عوامل لکه طبيعت، وراثت، چاپيريال ماحول او داسې نور څيزونه يې د خدای په ځای راوستې دي. فرق نه کوي چې دغه عوامل د انسان له دننه سرچينه واخلي لکه د بدن کيميايي فعل او انفعالات او که له بهر ه په انسان وتپل شي. په علم کلام کې له دې امله چې فيصله کوونکے او اراده کوونکے خدای دے نو په انسان د خدای د اثر او ارادې بحث کيږي خو په ساينسي عالمانو او ماده پالو کې بيا د وراثت او چاپيريال مسله مطرح ده.
    1. د جبر او اختيار مفهوم

    جبر: جبر په لغت کې يو داسې کار ته د چا مجبورول دي چې هغه کار نه غواړي او يا ورسره مينه نه لري [3] هم دا راز د قضا او قدر د حتمي والي په معنا [4] او اصلاح کولو يا مات تړلو په معنا هم راغلے دے.[5]
    اختيار: اختيار په لغت کې د غوره کولو او انتخاب کولو او….. [6] لپاره استعماليږي. همداراز د دوو کارونو په مينځ کې د ښه اړخ د انتخابولو او کولو په معنا او کله چې انسان مختار شي چې له دوو څيزونو يو غوره او خوښ کړي، نو که څوک د يوه کار د کولو او نه کولو اخيتار او توان لري نو دغه شان کس ته مختار ويل کيږي. د مولانا په تعبير:

    اين که فردا اين کنم يا آن کنم               اين دليل اختيار است اے صنم[7]

    خو مجبور داسې نه دے او له عالم بالا، چاپيريال، وراثت او داسې نورو څيزونو له خوا په هغه باندې کارونه تپل کيږي.

    د اروپيژندنې په اصطلاح کې جبر او اختيار: هغه څه چې د جبر او اختيار په هکله بيان شول لغوي معنا يې وه، خو د ارواپيژندنې په اصطلاح کې په نورو علومو کې د مطرحو بحثونو په شان خبره دا ده چې ايا انسان د خپلو کارونو په کولو کې د فيصلې او ارادې اختيار لري او که نه ؟ په بله ژبه « دلته له اختياره مطلب، په يو ډول د انسان روحي وړتيا او توان دے چې انسان د هغه په اساس په يو خاص چوکاټ او حدودو کې د چاپيريال او ماحول او معاشرې اثرات تر خپلې ولکې لاندې راولي او په خپله خوښه آګاهانه خپله لاره وټاکي او غوره يې کړي»[8] دلته جبر د معنې له نظره د اختيار په مقابله کې راځي.

    په بله ژبه، د جبر او اختيا په مسله کې د انسان ماهيت څنګه دے «يوه اساسي موضوع چې د انسان له ماهيته تصور روښانه او څرګندوي د ازادې ارادې او جبر پالنې تر مينځ په پخوانۍ مجادلې پورې مربوطيږي، د دواړو لورو نظريه ورکوونکو او انډيالو لاندينۍ پوښتنې کړې دي:

    ايا مونږ په آګاهانه توګه او هوشيارانه خپل عملونه کنټرولوو؟

    ايا مونږ په خپله خوښه خپل افکار او کردان انتخابولے شو او په منطقي توګه له موجودو لارو چارو هغه خوښولے شو؟

    ايا مونږ په خپله د چلولو درجه لرو او آګاهي لرو؟

    ايا مونږ په خپل برخليک واکمن يوو او که نه د تېرو تجربو، د چاپيريال د عواملو، بهرنيو محرکاتو او ناهشيارو ځواکونو قرباني يوو؟ هغه عوامل چې مونږ پرې هوشيارانه کنټرول نه لرو؟

    آيا بهرنيو پېښو زمونږ شخصيت داسې جوړ کړے دے چې مونږ دخپلو کړو او کردار د بدلولو وس نه لرو؟[9]
    دا هغه پوښتنې دي چې تر څو په جبر يا اختيار د انسان عقيده مشخصه نه شي نو ځواب يې ګران دے.
    2. چاپيريال او وراثت:

    د چاپيريال او ماحول تعريف:

    هر هغه څه چې له انسانه بهر دي او په انسان ولکه اواحاطه لري د انسان محيط او چاپيريال ګڼل کيږي. د چاپيريال يا محيط په تعريف کې وايي چې: «چاپيريال…. د انسان له وجوده بهر ټولو بدلونونو ته ويل کيږي چې د انسان غوټه کيدو او د نطفې له وخته تر زوکړې او بيا تر مرګه پورې په انسان راځي او په هغه اثر کوي يا له هغه اثر اخلي»[10]

    د وراثت تعريف:

    وراثت هغه صفتونه دي چې له مور او پلاره په کروموزوم کې د موجود ژن په وسيله انسان ته منتقل کيږي. او د هغه شخصيت جوړوي.[11]

    په انسان يو ډير اغيزمن عامل چاپيريال او وراثت دے. په ظاهري نظر کې انسان خيال کوي چې هر څه چې لري له وراثت او چاپيرياله دي ځکه چې ډير کم کس پيدا کيدے شي چې د واکمن ماحول په خلاف وده وکړي او لوے شي. په ځينو مواردو کې انسان چاره نه لري بې له دې چې هغه څه چې چاپيريال يې ورباندي تپي ومني. چاپيريال هم د مور له خيټې پيل کيږي او ټولنه، ښوونځے، او حتی آب وهوا او موسم او ځای هم پکې شامليږي.

    حل لاره:

    دا عقيده چې د انسان د شخصيت رغوونکے، چاپيريال، واکمن کلتور او وراثت دے په علم کلام او ارواپيژندنه کې مطرح وه او دا داسې بحث دے چې له خيتځه تر لويديځه يې لمن پراخه ده او ډيرو کسانو منلې ده چې انسان د چاپيريال ماحول او وراثت پالل شوے دے.

    روسو وايي:

    «ټول هغه څه چې د پيدايښت په وخت يې نه لرو او په لوی والي کې به ورته حاجت پيدا کوو د تربيت او روزنې په وسيله يې لاسته راړو. دا تربيت يا له طبيعت او ماحول يا له انسانانو او څيزونو اخستلے شو. د بدني غړيو او قواوو داخلي لوے والے هغه روزنه ده چې مونږ يې له طبيعته اخلو. د انسانانو تربيت مونږ ته راښيي چې څرنګه مونږ د دغه قواوو له پراختيا او لوے والي استفاده وکړو. هغه څه چې پر مونږ د واکمن ماحول د تجربې له مخې يې زده کوو او پر مونږ اثر لري هغه تربيت دے چې څيزونه يې مونږ ته راکوي. په دې اساس مونږ هر يو انسان د دريو څيزونو په وسيله تربيت کيږو….»[12]

    په دې کې شک نيشته چې لکه څرنګه چې آب و هوا او موسم د ونود ميوو په رنګ او خوند اثر لري زمونږ په اخلاقو ادابو او تربيت هم اغيره شيندي. په ښکاره ليدل کيږي چې وراثت او چاپيريال په انسان ژور اثر لري او هغه په ماحول او چاپيريال واکمنو دودونو او لارې ته بوځي. ماشوم له درې کلنۍ د شخصيت تر مزبوتيدو پورې زياتره د ژواک له هرې دورې اثر اخلي لکه څرنګه چې د هغه په ژبه، لهجه عاداتو رسومو او کړچار کې ليدلے شو. په دې اساس روغ چاپيريال او ماحول انسان روغ او ښه تربيت کوي لکه څرنګه چې لوے خدای فرمايی: {ألَمْ تَکُنْ أرْضُ اللهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا}[13]؛ ايا دخدای ځمکه لويه نه وه چې هجرت مو پکې کړے واے؟ په يوه ډول دا په انسان د چاپيريال د اثر قبلول دي. خو سره له دغو ټولو چاپيريال او وراثت د دے ميدان يوازې غړي نه دي او د انسان انجام د هغه په خپلو عملونو پورې تړلے دے او هغه خپل برخليک په خپلو لاسو ټاکي.

    دخپلې دغې ادعا لپاره ځينې دليلونه ذکر کوو:
    ۱. د مصلحانو او پيغمبرانو کوشش

    خدای تعالی د انسان د هدايت لپاره په هره زمانه کې پيغمبران راليږلې دي او قران هم فرمايی: وَمَا کُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّي نَبْعَثَ رَسُولاً [14]؛ او مونږ چې تر څو يو پيغمبر ونه ليږو هسې څوک نه عذابوو.

    که چاپيريال او وراثت انسان د مجبورتيا تر حده راوسته نو بيا خو د خدای د دغه خبرې هيڅ معنا نه وه او په عين حال کې د پيغمبرانو راليږلو هم څه فايده نه لرله. په اسلامي کلام کې د جبر او اختيار په بحث کې دا مسله راغلې ده چې چاپيريال او وراثت تر کومه حده په انسان اثر لري. ايت الله سبحاني په خپل کتاب الهيات کې ليکي:

    «په دې کې شک نيشته چې دا عوامل يعنې چاپيريال، وراثت او کلتور د انسان د شخصيت په جوړښت کې اثر لري خو دا اثر تر دې حده نه دے چې له انسانه اختيار واخلي ځکه چې که داسې وي نو بيا به د مصلحانو او پيغمبرانو هڅې چټي وي»[15]

    له دې امله د انسان اختيار پر وراثت او چاپيرال برې انسان په خپل اختيار سره کولے شي رذيله او بد صفتونه له ځانه ليرې کړي که څه هم دا کار ډېر بدني او روحي مشکلات لري.
    ۲. په ځينو کارونو کې د وراثت او چاپيريال اثر

    انسان ډول ډول کارونه او افعال لري خو په ځينو کارونو او جوړښتونو کې د انسان اراده هيڅ دخالت نه لري بلکه يا د وراثت تابع دي يا د چاپيريال. له دې امله، ځينې کسانو د انسان روحي او جسمي صفات په دوو برخو يعنې بدليدونکو او نه بدليدونکو صفاتو ويشلې دي. هغوي نه بدليدونکي صفتونه لکه د سترګو رنګ روحي خصوصيات، لکه ليونتوب کم عقل توب، او داسې نور د وراثت له امله ګڼلې دي چې نه بدليږي، خو انسان په ډيرو صفتونو کې اختيار لري لکه ميړانه، سخاوت، کنجوسي، ويره او داسې نور، دا صفتونه تر يوه حده د انسان په خپل لاس کې دي او انسان پکې مختار دے نه مجبور.

    له دې امله د وراثت اصل د برخليک په ټاکلو کې د انسان له اختيار سره تر يوه حده غږملتيا لري.[16] هغه څه چې د انسان د اختيار له حدودو بهر دي نه د امتياز او لوړاوي سبب کيږي او نه هم خدای تعالی د هغو په وجه انسان ته ثواب يا عذاب ورکوي بلکه په اسلام کې د لوړاوي معيار تقوا ده چې يوه اختياري چاره ده. خدای تعالی د لوړاوي د معيار په هکله فرمايي: {يَا أيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاکُمْ مِنْ ذَکَرٍ وَ اُنْثَي وَجَعَلْنَاکُمْ شُعُوباً وَ قَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أکْرَمَکُمْ عِنْدَاللهِ أثقَاکُمْ إِنَّ اللهَ عَليِمٌ خَبيرٌ}[17]

    «ای خلکو مونږ تاسو له يوه سړي او يوه ښځې پيدا کړئ او تاسو مو قامونه قامونه او خيلونه خيلونه وګرځولئ چې يو بل وپيژنئ بې له شکه په تاسو کې خدای ته تر ټولو نزدې هغه کس دے چې تر ټولو پرهيزګار وي، بې شکه خدای پوه خبر دے»

    د تقوا او نيک عمل لرل يا نه لرل د انسان په خپل لاس او اختيار کې دي که څه هم معاشره او چاپيريال هم پکې ځينې اثرات او رول لري خو د دغو څيزونو په انتخاب کې هيڅ رول نه لري دا په خپله انسان دے چې په ارادې سره دا څيزونه غوره کوي نه چاپيريال او وراثت.
    . چاپيريال او وراثت نيمګړے علت

    نن سبا د اروا پيژندنې په علم کې چاپيريال او وراثت په يوه بل ډول مطرح کوي او وايي: «په حقيقت کې نفسياتي خصوصيات د وراثت او چاپيريال د متقابل عمل نتيجه ده. نن سبا نور څوک د چاپيريال او ماحول په وړاندې د وراثت د پخواني اختلاف او شخړۍ خبره نه کوي او د هغې په ځای څيړاندي دا پوښتنه کوي چې: وراثت څرنګه د يو انسان توانمنۍ او وړتياوې محدودوي؟ او يا دچاپيريال او ماحول برابر يا نابرابر حالات څومره د انسان وراثتي تواتمنۍ بدلولې شي؟»[18]

    لکه څرنګه چې د ماحول او وراثت عوامل له يوه بل سره په تعامل کې دي او د يوه بل لپاره د معده عواملو په توګه منل کيږي نه د بشپړو او تامه علت په توګه، د انسان د شخصيت په جوړيدو کې هم چاپيريال او وراثت معده علتونه دي نه تامه، بلکه تامه علت د انسان خپله اراده ده. په دې اساس د چاپيريال او وراثت تاثير د تامه علت په حد کې نه دي. او يوازې ناقصه او نيمګړے علت ورته ويلے شو.[19] په دې بڼه کې هم د انسان اختيار نه سلب کيږي.

    نتيجه:

    نتيجه داده چې انسان د چاپيريال ا وراثت تر اغيز لاندې راځي خو د انسان اداره کوونکے او چلوونکے هماغه د هغه خپله اراده ده نه چاپيريال يا وراثت، او وراثت يا چاپيريال معده علت دے نه تامه، پر دې سربېره که انسان مجبوره وي نو بيا د پيغمبرانو او مصلحانو راستول او کوشش هم بې فايدې دے.

    د لا ډېرې مطالعې لپاره دغو کتابونوته مراجعه کولې شئ:
    1. علي رباني گلپايگاني، جبر و اختيار، ص 228.
    2. مرتضي مطهري، مجموعه آثار، ج1، ص 41ـ43.
    3. محمدرضا، مسعود آذربايجاني، روانشناسي عمومي، ص 68.

    حديث:

    رسول الله مبارک(ص) فرمايي: له نيک ملګري او هم نشين سره ناسته پاسته له عطار سره د ناستې پاستې په شان ده چې که په تا عطر خرڅ نه کړي بيا يې هم خوشبوے له تا سره پاتې کيږي او د بد ملګري او بد همنشين کيسه هم د پښ په شان ده چې که د بټ اور يې تا ونه سوزوي بيا هم بد بوی يې تا ځوروي. [20]

     
    1 . جعفر سبحاني، الالهيات علي هدي الکتاب والسنة والعقل، 2ټوک، 317مخ.
    [2] . مرتضي، مطهري، مجموعه آثار، 1ټوک، 41 او 43مخ.
    [3] . خليل بن احمد فراهيدي، کتاب‌العين، څيړنه: مهدي المخزومي او ابراهيم السامرائي.
    [4] . ابن منظور، لسان‌العرب.
    [5]. علي‌اکبر دهخدا، فرهنګ دهخدا، د جبر د مادې لاندې.
    [6]. هماغه، د اختيار ماده.
    [7]. فخر‌الدين طريحي، مجمع‌البحرين، څيړنه: سيد احمد حسيني.
    [8]. د ليکوال ډله، روان‌شناسي رشد (1) با نگرش به منابع اسلامي، 245مخ.
    [9].  شولتز و شولتز، دوان و سيدني الن، نظرّيه‌هاي شخصيت، د يحيي سيد محمدي ژباړه، 41مخ.
    [10]. ناصر بي‌ريا او نور، روان‌شناسي رشد (1)، 219مخ.
    [11]. لورا اي برک، روان‌شناسي رشد (از لقاح تا کودکي)، د يحيي سيد محمدي ژباړه، 1ټوک، 73مخ.
    [12]. ژان ژاک روسو، اميل يا آموزش و پرورش، د غلام حسين زيرک زاده ژباړه، 7 او8مخونه.
    [13]. نساء، 97 آية.
    [14]. اسراء، 15 آية.
    [15]. الالهيات علي هدي الکتاب و السنة والعقل، 2ټوک، 317مخ.
    [16]. علي رباني ګلپايګاني، جبر و اختيار، 228مخ.
    [17]. حجرات، 13 آية.
    [18]. محمدرضا سالاري، مسعود آذربايجاني، روان‌شناسي عمومي، 68مخ.
    [19]. علي رباني ګلپايګاني، جبر و اختيار،231مخ.
    [20]. نهج‌البلاغة، د ابراهيم احمديان ترجمه، قم، د شهاب‌الدين خپرندويه، 1385، 572مخ.