اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د انسان په راتلونکي د خداي علم او د اختيار مسئله

    د انسان په راتلونکي د خداي علم او د اختيار مسئله

    د انسان په راتلونکي د خداي علم او د اختيار مسئله
    Rate this post

    د انسان په راتلونکي د خداي علم او د اختيار مسئله

    پوښتنه:

    ايا زمونږ په راتلونکے او مستقبل د خداي د علم معنا دا ده چې مونږ خپل اختيار نه لرو او زمونږ برخليک له هماغه اوله ليکل شوے دے؟

    سپړنه:

    دا پوښتنه د جبر او اختيار د بحثونو له ټولګې څخه ده. مسلمانو متکلمانو د جبر شبهې ته دځواب په ترڅ کې دې شبهې ته هم ځواب ويلے دے. هغه څه چې د دغه شبهې د مطرح کيدو سبب کيږي ځينې قراني آيتونه او روايتونه دي چې په هغوي کې خداي تعالی داسې خالق معرفي شوے چې د انسان له هر څه، تير، حال راتلونکي او او دا نسان له ډيرو وړو وړو حالاتو او جزيياتو خبر دے. دا خبريدل او علم هم ازلي دے په دې معنا چې تر دې ډير مخکې چې حتی د زمان او وخت مفهوم پيدا شي او نړۍ جوړه شي دا علم موجود و. له هغو ډيرو ايتونو چې په دې معنا دلالت کوي لاندينيو ايتونو ته اشاره کولے شو:

    ۱. جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَیتَ الْحَرَامَ قِیامًا لِلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْی وَالْقَلَائِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ یعْلَمُ مَا فِی السَّمَاوَاتِ وَمَا فِی الْأَرْضِ وَأَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَیءٍ عَلِیمٌ[1]

    «خداي تعالی له هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي خبر دے او خداي په هر څه پوه دے»

    ۲. وَهُوَ اللَّهُ فِی السَّمَاوَاتِ وَفِی الْأَرْضِ یعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَیعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ[2]

    «هغه په اسمانونو او ځمکه کې خداي دے ستاسو له ښکاره و او پټو خبر دے او په دې هم خبر دے چې څه کار کوئ»

    ۳.أَلَا یعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُ[3]

    «ايا هغه ذات چې مخلوق يې پيدا کړے دے د خپل مخلوق له برخليکه خبر نه دے.په داسې حال کې چې لطيف او پوه دے»

    له بل پلوه اسلام انسان داسې مخلوق پيدا کړے دے چې په خپله انتخاب کولے شي او خپله اراده او اختيار لري او خپل برخليک بايد په خپله وټاکي هغه ا يتونه چې د انسان د اختيار ښودنه کوي ځينې يې دا دي:

    ۱.إِنَّا هَدَینَاهُ السَّبِیلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا[4]

    «مونږ انسان ته لاره وښودله اوس دهغه خپل کار دے چې د خداي د شکر لاره خپلوي او که د کفران»

    ۲.وَهَدَینَاهُ النَّجْدَینِ[5]

    «مونږ انسان ته دوه لارې وښودلې د نيکمرغۍ او بدمرغۍ لاره»

    اصولا که يو کس ته اختيار ورنه کړے شي په هغه تکليف او ذمه واري اچول بې معنا دے دا چې اسلام مونږ ته يو لړ فرايض راکړې دي د دې ښودنه کوي چې خداي انسان د اختيار او ارادې خاوند ګڼي.ځکه چې که داسې نه وه نو بيا خو له انسانه د يو کار غوښتل او دغه عمل بې فايدې کيږي اوخداي تعالی چې ځان حکيم ګڼلے دے حکيم کس بې فايدې او لغوه کار نه کوي.

    که دا دوه مطلبه د يوه بل په څنګ کې کيږدو ظاهرا تناقض او ټکر پکې ښکاري چې مونږ يې د يوې داسې قضيې په شکل چې دوه اړخونه لري بيانولے شو: که لومړے خبره صحيح وي يعنې خداي تعالی له هر څه خبر وي او حتی د انسانانو له برخليکه هم له ازله خبر وي نو بايد دوهمه خبره غلطه وي يعنې دا چې انسان د خپل راتلونکے جوړوونکے او مختار نه دے. خو که دا دوهمه خبره صحيح وي نو بيا به لومړے خبره غلطه وي. ځکه چې که خداي له هر څه خبر وي نو قطعا په دې به هم خبر وي چې مونږ به په راتلونکے کې څه عملونه کوو او زمونږ انجام به دوزخ وي که جنت، که دا قضيه سمه وي معنا يې دا ده چې په ژوند کې زماهڅې او کوشش بې فايدې دے ځکه چې له هماغه ورځې معلومه ده چې زه به څه کوم او زه ددغه تقدير د بدلولو وس نه لرم ځکه چې که خپل تقدير بدل کړے شم نو دخداي علم به تر پوښتنې او شک لاندې شاري او مونږ خو دخداي علم نه شو بدلولے. عمر خيام دغه مطلب ته په يو شعر کې اشاره کړې ده:

    من مي خورم و هر که چو من اهل بود مي خوردن من به نزد او سهل بود.

    مي خوردن من حق از ازل مي دانست ګر مي نخورم علم خدا جهل بود

    د دې بيان منطقي نتيجه جبر دے او په خپله د جبر مفهم هغه څه دے چې د اسلام په مکتب کې رد ګڼل شوے دے.

    ځواب:

    په دغه ژورې فلسفي پوښتنې[6] د لا زيات پوهيدو لپاره لازمه ده چې يوه سريزه وړاندې کړو:
    د جبر او اختيار د مسئلې په هکله مختلف نظرونه

    د اسلامي کلام په تاريخ کې دا پوښتنه د جبر او اختيار يا د قضا او قدر د مشهورې پوښتنې يوه برخه ده. د دې پوښتنې په وړاندې ځينو کلامي مکتبونو لکه ا شاعره د تفريط لاره خپله کړې ده او ورته تسليم شوې دي. او د انسان دا ختيار انکار يې کړے دے او ځينو نورو بيا لکه معتزله و، د تفريط لاره خپله کړې ده او د دې لپاره چې د انسان اختيار ثابت کړي د انسان په کارونو کې يې د الهي قضا او قدر انکار کړے دے. ځينو نورو بيا لکه د اشاعره متکلمانو، بيا د مينځ لاره غوره کړې ده چې د کسب په نظريې مشهوره ده خو شيعه مکتب د اهل بيتو د علم په رڼا کې د الامر بين الامرين نظريه وړاندې کړې ده يعنې نه پوره جبر او نه پوره اختيار بلکه يوه متوسطه او مينځ لاره چې سمه لاره هم ده. که دا مسئله حل کړو نو زمونږ دا پوښتنه هم خپل په خپله حل کيږي او د خبرې خپريدو ته اړتيا نيشته.[7]

    دې پوښتنې ته د ځواب لپاره دوه اصلي لارې وړاندې شوې دي چې په لنډه توګه يې بيانوو:

    لومړۍ حل لاره: د علت او معلول له نظام سره د خداي تعلق

    دا حل لاره د شهيد مطهري په شان ځينو نورو فلسفيانو وړاندې کړې ده او د روښانيدو لپاره يوې سريزې ته اړتيا لري:

    الف: فيلسوفان په دې باور دي چې د عليت اصل يو داسې اصل دے چې په هرې نړۍ که وو که په دې دنيا کې او که په اخرت کې، که په مادي عالم کې او که په مجرداتو کې. او په هر حالت کې چې وو له دغه علمه بهر عمل نه شو کولے. او هر کار بايد يو سبب ولري.

    ب: د عليت اصل يو طولي اصل دے په دې معنا چې معلول د وجودي مرتبې له نظره تر علته وروسته دے.

    ج: خداي تعالی يا د فلسفې د اصطلاح مطابق واجب الوجود د دغه لړۍ په سر کې دے او ټول علتونه په اخره کې د خداي حق ته رسيږي.

    خداي تعالی ټاکلې ده چې انسان يو مختار او اختيار لرونکے مخلوق وي يعنې علم ولري اراده ولري، او هغه ته مختلف انتخابونه مخې ته شي او هغه د خپل عقل او علم په اساس دغه انتخابونه وجاجوي او کوم يې چې په ګټه وي هغه وکړي او څه يې چې په تاوان وي هغه پريږدي.
    دغه سريزې ته په پام سره دغه پوښتنې ته د فلسفيانو ځواب په دې ډول دے چې خداي تعالی يوازې په ځان او په خپل کار علم لري د هغه د علم مطلب دے د عليت او معلوليت نظام؛ هغه نظام چې د انسان په هکله يې تقاضا دا ده چې د هغه کارونه په خپل اختيار او انتخاب سره وشي. په دې اساس خداي تعالی د انسان په کړو او ټاکنو نيغ په نيغه علم نه لري بلکه په هغه نظام علم لري چې پيدا کړے يې دے. هغه نظام چې يو جوړوونکے جز يې د انسان اختيار دے. له دې امله انسان په خپله د خپل برخليک جوړوونکے دے. او خداي هم د انسان په برخليک همداسې علم لري چې هغه په خپل اختيار خپل راتلونکے جوړ کړي. او هيڅ داسې برخليک چې له مخکې ټاکل شوے وي او خداي ته پرې علم وي موجود نه دے؛ ځکه چې د خداي علم په معدومو څيزونو نه وي. او کوم کارونه چې انسان يې د خپل راتلونکي لپاره انتخابوي په ازل کې معدوم دي؛ ځکه چې د علت وروستے جز يې چې د انسان انتخاب دے معدوم دے.

    شهيد مطهري د دغه نظريې په وضاحت کې فرمايي:

    په بله ژبه د خداي ازلي علم په نظام علم دے؛ يعنې له خاصو علتونو د معلولاتو په صادريدو علم. په عيني خارجي نظام کې علتونه او فاعلونه له يو بل سره فرق کوي. ځينې طبيعي دي او ځينې شعوري. ځينې مختار او ځينې مجبور، په علمي نظام کې هم خبره داسې ده.يعنې هر فاعل لکه څرنګه چې په عيني عالم کې دے په علمي عالم او نړۍ کې هم دے. بلکه بايد ووايو لکه څرنګه چې په علمي عالم کې دے په عيني عالم کې دے. هغه څه چې دخداي د علم اقتضا ده دا ده چې د مختار فاعل فعل له مختار فاعله او د مجبور فاعل فعل له مجبور فاعله ترسره شي نه دا چې دخداي د علم تقاضا وي چې يو مختار فاعل مجبور شي او يا مجبور فاعل مختار شي. نو هغه ازلي علم چې د انسانانو په اعمالو او کړو موجود دے په دې معنادے چې خداي له ازله پوهيږي چې څوک به په خپل اختيار او ازادۍ سره اطاعت کوي يا ګناه او سرکښي، دا د هغو کسانو د خبرې مطلب دے چې ويلې يې دي « انسان يو بالاجبار مختار دے» نو ازلي علم د هغه د هغه ازادۍ او اختيار په ختمولو کې دخالت نه لري چې په علمي او عيني نظام کې ورته مقرر شوے دے چې هغه به ازاد او مختار وي.[8]
    په دغه استدلال نيوکه

    خو دا ځواب په پوره توګه د دغه پوښتنې ابهام نه شے ليرې کولے ځکه چې په نهايت کې دې ځاي ته رسيږي چې د خداي تعالی علم دانسان د افعالو په جزئياتو نه دے بلکه په نظام دے او دا نظام د انسان په معامله کې په دې ډول دے چې انسان دخپلو کارونو جزئيات په خپله ټاکي د دے بيان مطلب دا کيږي چې مونږ دخداے علم محدود کړو علامه مجلسي د حکماوو د بيان له دغه لازمې خبر و او له همدې امله فرمايي چې:

    «پوه شه چې دا زمونږ د مذهب له ضرورياتو او بديهياتو دے چې خداي تعالی ابدا او ازلا له ټولو څيزونو خبر دے که هغه جزئيات وي که کليات بې له دې چې په علم کې يې کوم بدلون راشي او له دې مسئلې سره ټولو فلسفيانو مخالفت کړے دے نو ځکه يې په جزئياتو دخداي علم نفي کړے دے[9] له همدې امله بايد دوهم ځواب ورکړل شي.

    دوهمه حل لاره

    د ذات په مقام او د فعل په مقام کې د علم تفکيک (جدا والے)

    ځينو فيلسوفانو او عارفانو ويلې دي چې خداي تعالی دوه ډوله علم لري. يو د ذات په مقام کې علم دے او بل د فعل په مقام کې. د ذات په مقام کې دهغه علم ايجابي علم دے خو د فعل په مقام کې د هغه علم تبعي دے. تصور وکړئ چې خداي تعالی مخکې له دې چې مخلوق او کائنات وپنځوي ديو انجنير په توګه (لکه څرنګه چې په روايتونو کې راغلې دي)[10] د نړۍ کلي نقشه يې په خپل ازلي او ابدي علم کې لرله. دا علم هماغه په احسن نظام علم دے. يعنې هغه ته له ازله معلومه وه چې د نړۍ د خلقت لپاره په مختلفو انتخابونو کې دا ډول خلقت تر ټولو غوره دے او تر ټولو ښه کمال به ولري. د خداي دا علم ايجابي دي؛ يعنې د دې په اساس مخلوق وپنځول شو. د موجودو مخلوقاتو ټولې ځانګړنې او خصوصيات دخداي په علم کې ټاکل شوې او معلوم دي او همدا ځانګړنې دي چې په ګوته کوي چې کوم څيز د کوم کار لپاره پيدا کړے شي. په دې مينځ کې همدا علم دے چې ټاکي چې انسان بايد يو مختار مخلوق وي چې په خپل عقل ارادې او خبرتيا سره حرکت وکړي او خپل راتلونکے جوړ کړي.

    له دې امله چې په هر څيز علم حاصلول د هغو په لوازماتو هم د علم حاصليدل دے خداي تعالی په ازل کې د خپلو مخلوقاتو په ټولو آثارو او لوازماتو چې لا يې نه دي پيدا کړي هم علم لري )خو د فعل په مقام کې نه د ذات په مقام کې؛ ځکه چې د خداي فعل هم ازلي دے( نو هغه د فعل په مقام کې خبر دے چې پلانکے انسان به په خپل اختيار او اراده پلانکے کار کوي او خپل برخليک به په دغه ډول ټاکي. خو دا علم که څه هم تبعي دے او ماهيت ته له نظره په وروسته مرحلې کې پروت دے او يا د عارفانو په وينا په عين څيزونو مقرر دے نو هيڅکله انفعالي نه دے په دې ډول چې مثلا تر څو هغه کار ونه شي او معلوم نه شي خداي پرې نه وي خبر.[11] په دې اساس خداي تعالی زمونږ د کارونو په ټولو جزئياتو علم لري او له همدې امله حتی په جنت او دوزخ کې د انسانانو له انجامه خبر دے خو دا علم جبر له ځان سره نه لري ځکه چې د انسان خصوصياتو ته په نظر سره هغه ذات ته معلوم دے.

    تاسو تصور وکړئ چې که مثلا د يو انسان جنټيکي نقشه په کامل ډول او بې له کمي او زياتي ساينس پوهانو او ډاکټرانو ته ورکړل شي او هغوي د يوه انسان د جنونو په مطالعې سره له هماغه اوله ووايي چې دا ماشوم يا انسان به په راتلونکي کې دژوند، نفسياتو او حتی فکر له اړخه څه خصوصيات لري. نو په دغو خصوصياتو د ډاکټرانو او پوهانو علم د دغه خصوصياتو په وجود کې څه دخالت نه لري. اوس که له دغو يو خصوصيت دا وي چې دا کس به په خپله اراده په پلانکي وخت کې پلانکے کار کوي دا علم د دې سبب نه کيږي چې له انسانه اراده او اختيار واخستل شي. همدا خبره د انسان د افعالو او کارونو په جزئياتو دخداي په علم هم صادقه راځي. خداي تعالی زمونږ د کارونو په ټولو جزئياتو خبر دے او په حقيقت کې په يوه ډول صحيح هم ده چې زمونږ برخليک له اوله خداي ته معلوم وي او مونږ به اخر هماغه انجام ته رسيږو. خو کومه لاره چې مونږ وهو زمونږ په خپل اختيار ده.مونږ د دغه لارې په وهلو کې له خپل اختيار او ارادې کار اخلو او ددغه برخليک د بدلولو لپاره هيڅ کار نه کوو. نه دا چې مونږ ته د دې کار امکانات نه دي راکړل شوې. د دې خبرې تر ټولو ښه دليل ضمير او وجدان ته مراجعه کول دي. که مونږ په يو داسې دوه لاره کې ګير شو چې يو طرف ته د ګناه کول او بل طرف ته يې پريښودل وي نو خپل ضمير ته مراجعه کوو او دغلته وينو چې مونږ د دغه ګناه د نه کولو طاقت هم لرو. خو خداي ته له ازله معلومه ده چې بلاخره مونږ به د دغه ګناه کول يا نه کول انتخابوو. له همدې امله خداي تعالی زمونږ پر برخليک له ازله خبر دے بې له دې چې له مونږ اختيار واخستل شي.

    د لا ډيرې څيړنې لپاره وګورئ:

    ۱. مرتضي مطهري، مجموعه آثار، ۱ ټوک ۳۶۸مخ.

    ۲. جعفر سبحاني، فرهنګ عقايد و مذاهب اسلامي، ۱ ټوک ۲۶۳ مخ.

    وروستے حديث:

    امام باقر عليه السلام فرمايي: خداي تعالی په هغه څه چې خلق کوي يې هميشه خبر و، نو د څيزونو او مخلوقاتو له پيدا کيدو مخکې پر هغو د خداي علم هماغه شان دے لکه څرنګه چې پرې له پيدا کيدو روسته علم لري.[12]

    [1]. مائده ۹۷ آيت.
    [2]. انعام دريم ايت.
    [3]. ملک ۱۴ آيت.
    4. انسان دريم ايت.
    [5]. بلد ۱۰ ايت.
    [6]. مرتضي مطهري، مجموعه آثار ۱ ټوک ۳۶۷مخ.
    [7]. رک، شيخ الصدوق التوحيد، باب الجبر و التفويض علي رباني ګلپايګاني، الکلام المقارن، پينځم څپرکي، هري اوستريس و السين، فلسفه علم کلام، ترجمه احمد آرام، د جبر او اختيار بحث.
    [8]. شهيد مطهري، مجموعه اثار، ۲ ټوک ۴۳۵ مخ (همدا نظريه ښاغلي ايت الله جعفر سبحاني هم منلې ده. رک، جعفر سبحاني، فرهنګ عقائد و مذاهب اسلامي ۱ ټوک ۲۶۳مخ جعفر سبحاني، الالهيات علي هدي الکتاب و السنة ۱ ټوک ۱۱۳ مخ).
    [9]. علامه باقر مجلسي بحار الانوار ۴ ټوک ۸۷ مخ.
    [10]. مثلا د نج البلاغې په ۱۹۱ خطبې کې حضرت علي فرمايية«متبدع الخلق بعلمه» يعنې مخلوق يې دخپل علم په اساس وپنځاوه، يا په يو بل رواي کې له امام صادق عليه السلام راغلې دي چې « د خداي علم تل و او دهغه علم د هغه عين ذات دي هغه و په داسې حال کې چې هيڅ معلنوم علم نه، اوريدل دهغه عين ذات دي په داسې حال کې جې هيځ مسموع او اوريدل کيدونکي څيز موجود نه او کله چې څيزونه خلق شول او معلوم شول د خداي علم په دغو معلوماتو تعلق وموند.(اصول کافي ۱ټوک ۱۰۷ مخ، ح۱.
    [11]. د ذاتي، فعلي، انفعالي او تبعي علم په مينځ کې په فرق د پوهيدلو لپاره مراجعه وکړئ : سيد کمال حيدري، التوحيد ۱ټوک ۲۱۴ مخ.
    [12]. منتخب ري شهري، منتخب ميزان الحکمه، پيشين، ۳۶۹ مخ.