اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د اهلبېتو (ع) ولايت د هدايت لاره

    د اهلبېتو (ع) ولايت د هدايت لاره

    د اهلبېتو (ع) ولايت د هدايت لاره
    Rate this post

    وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى (١)
    او بې له شکه چې زۀ بخښونکے د هغه کس يم چې توبه وکړی، ايمان راووړی او ښه کارونه وکړی او سمې لارې ته هدايت شی.

    له حضرت ابوذر غفاری (رض) نه نقل شوی دی  چې د ايت مبارک إِنِّي لَغَفَّارٌ… په هکله يې وويل چې له لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا نه مراد دا دے چې په هغه څه ايمان راوړی چې د خداے ګران رسول (ص) راوړی دی او فرائض او واجبات ترسره کړی او د ثُمَّ اهْتَدَى په باره کښې وائی چې مراد ترې دا دے چې د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) د مينې او محبت په لور هدايت شی ( داخل شی) (2)
    حضرت امام محمد باقر (ع) د پاسنی ايت په باره کښې فرمائی: ثُمَّ اهْتَدَى يعنې زمونږ اهلبېتو د ولايت په لور هدايت  ومومی. (3)

    حضرت امام محمد باقر (ع) همدا رنګ فرمائی: د خداے ګران رسول (ص) يوه ورځ له کوره بهر راووت په داسې حال کښې چې د وَإِنِّي لَغَفَّارٌ… ثُمَّ اهْتَدَى ايت مبارک يې لوستو بيا يې حضرت علی (ع) ته وفرمايل: هدايت ستا په ولايت سره دے (4)

    علامه سيد طباطبائی په خپل ارزښناک الميزان تفسير کښې ليکی: (( په حديث مبارک کښې له ولايت نه مراد په دين او دنيا کښې د خلکو ((ولايت امر)) دے او دا ولايت په دينی احکامو او قوانينو او د ټولنيزو چارو په چلولو کښې د مرجعيت قبلول دی او د قرآن مجيد د نص په بنياد د دې ايت مبارک په امثالو کښې: النبی اولی بالمومنين من انفسهم دا ولايت خاص د خداے د ګران رسول (ص) لپاره دے او بيا د هغه حضرت (ص) د اهلبېتو (ع) او عترت لپاره وګرځولے شو لکه د ولايت ايت مبارک، د ثقلين متواتر حديث مبارک، د منزلت حديث مبارک او داسې نورو کښې دا خبره ثابتيږی.

    که څه هم دا ايت مبارک د هغو ايتونو مبارکو ترمينځ راغلے دے چې بنی اسرائيل يې پکښې مخاطب کړی دی اد د ايت ظاهری بڼه همداسې ده خو ايت په څه کښې محدوديت نه لری چې خا مخا دې له بنی اسرائيلو پورې محدود وی او له دې نه علاوه د نورو مواردو خنډ وګرځی. نو ايت مبارک له دغه مورد نه علاوه هم جاری دے څنګه چې د هغو په هکله جاری دے.

    البته دا ايت د بنی اسرائيلو متعلق په دې وجه دے چې د موسی (ع) لپاره د دغه ولايت  له ډول څخه يو امامت ثابت ؤ چې بې له هغۀ نه يې په انبياو کښې وجود لرلو نو بس د هغۀ په امت لازمی وه چې د هغۀ په لور هدايت شی او د هغۀ په ولايت کښې داخل شی.

    او د دې ايت تعلق له غېر بنی اسرائيلو سره په دې وجه دې چې ايت عام دے او په يوې خاص ډلې پورې مربوط نه دے نو ځکه دا ايت مبارک د رسول اکرم (ص) په ژوند کښې خلک د هغوی د ولايت په لور رابلی او له هغوی نه پس خلک د هغوی د عترت او اهلبېتو (ع) د ولايت په لور هدايتوی.

    (١) سورۀ طه ٨٢ ايت
    (2) عن ابی ذر فی قوله تعالی : إِنِّي لَغَفَّارٌ… الايه، قال (لمن) من بما جاء به محمد (ص) و ادّی الفرائض ((ثم اهتدی)) قال: اهتدی قال اهتدی الی حب آل محمد (ص) (شواهد التنزيل للحافظ الحسکانی، ١ ټوک  ٣٧٧ مخ)
    (3) همدا رنګ په اخقاق الحق کښې د ١٤ ټوک په ٤٠٥ مخ، له عون بن ابی جحيفه  او ثابت البنانی نه يو لړ بيانونه  نقل شوی دی
    جمال الدين محمد بن يوسف الزرندی الحنفی فی  نظم در رالسمطين ص  ٨٦  طبع مطبعه القضاء روی عن ثابت بن البنانی فی قوله عزوجل  وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ… ثُمَّ اهْتَدَى الی ولايه اهل بيته (ص) قال: و کذا جاء عن ابی جعفر انه قال: ثم اهتدی الی ولايتنا اهل البيت
    (4) عن جابر، عن ابی جعفر (ع) فی قوله تعالی: وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى قال: الی ولايتنا اهل البيت