اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د اولاد تربيت او د دوې پړاوونه

    د اولاد تربيت او د دوې پړاوونه

    د اولاد تربيت او د دوې پړاوونه
    Rate this post

    د اولاد تربيت او د دوې پړاوونه

    خدای تعالی د سوره تحريم په 16 ايت کې فرمايي؛ يا ايهاالذين امنو قوا انفسکم او اهليکم النار

    ترجمه : ای د ايمان خاوندانو ځانونه او کورنۍ مو د دوزح له اوره وژغورئ او وساتئ.

    حضرت علی عليه السلام د دي ايت په سپړنه کې فرمايي: ځان او کورنۍ او اولاد ته ښه ښوونه او روزنه ورکړئ او ښه يې وروزئ. چې د دوزخ له اوره بچ شي. يوه ډېره مهمه مسئله، چې نن ورسره علمي ټولنې او نړۍ مخامخ ده او ډېرې خبرې پرې شوې او کېږي، د انسان د ښوونې او روزنې مسئله ده.

    د اسلام له نظره د ښوونې او روزنې موخه (مطلب) هغه لارې چارې او طريقې دي، چې د يو ماشوم تر زېږېدو او ان د هغه تر زېږېدو مخکې بايد وکارول شي، چې د انسان پټې وړتياوې او په هغه کې نغښتې استعدادونه لازمه وده وکړي او وغوړېږي او انسان د تکامل او بشپړتيا لاره کچ کړي اسلام د يوې ايډيالې او بيلګه ټولنې د جوړولو لپاره ځان ته لارې چارې او ارونه لري. د اسلام د احکامو او اوامرو په توګه دغو ارونو ته بايد د کورنۍ له جوړولو يانۍ تر واده مخکې، د ماشوم تر زېږېدو د مخه، وروسته او د اولاد د ودې په پړاوونو کې پاملرنه وشي.

    ځان ته د جوړې (ښځې يا ميړه) غوره کول، د کورنۍ جوړول، د ښځې او مېړه پر يو بل حقونه، د نطفې (بچي) د غوټه کېدو څرنګوالی، د حاملګۍ او امېندوارۍ په پړاو کې د مور حالات، د جنين او سخړي ته هر اړخيزه پاملرنه، د ماشوم د نامه ټاکنه، د زېږېدو د وخت او لومړۍ اونۍ اداب او دودونه، د شودو ورکول او داسې نورې خبرې ټولې هغه چارې دي، چې د يو انسان په جوړښت او د هغه د شخصيت د رغيدو په څرنګوالي کې رول لوبوي.

    په کلي ډول د اسلام له نظره د ماشوم د تربيت او روزنې پړاوونه په دوو برخو وېشلی شو يانې  تر زېږدو د مخه او تر زېږېدو وروسته تر زېږېدو د مخه پړاوونو کې د جوړې (ښځه يا ميړه) په غوره کولو او واده کې د ضروري او لازمو څيزونو خيال ساتل. البته دا چاره ماشوم ته د ښو او غوره صفتونو او ځانګړتياو د لېږد له اړخه مهمه ده د نطفې د غوټه کېدو په وخت، ضروري خبرو ته پاملرنه او د امېندوارۍ او حامله توب په پړاو کې د ضروري تدبيرونو خيال ساتل.

    د ماشوم تر پېداکېدو وروسته پړاو په پېنځو مهمو برخو وېشل کېږي.

    · کوچنوالې او ماشوموالي

    · هلکتوب

    · ځواني (زلميتوب يا پيغلتوب)

    · لويوالی

    · زوړوالی.

    دلته زه غواړم، چې يوازې د يو انسان د ژوندانه د لومړيو درېو پړاوونو (کوچنوالي، هلکتوب او زلميتوب) په اړه يو څه وغږيږم.

    د خدای ګران استازې حضرت محمد(ص) د انسان د تربيت لومړي پړاوونه په درېيو مهمو برخو ويشي او فرمايي: اَلوَلَدُ سَيد سَبعَ سِنِينَ و عبد سبع سنين و وزير سبع سنين؛ (مکارم الاخلاق.222مخ)

    يانې: ماشوم په لومړيو اوو کلو کې باچا او سرخيل دے، په دويم اوو کلو کې مطيع او مريه اوغلام دے او په ورستيو اوو کلو کې وزير او مسئول دے.

    د اسلام د قدرمن پيغمبر د دې وينا په الهام سره تر 21 کلو د انسان دتربيت او لوبيدا پړاوونه په دريو پړاوونو وېشلي شو باچاهي، اطاعت او وزارت.

    دا درې پړاوونه په وړوکوالي، هلکتوب او زلميتوب تطبيق او سمون خوري.

    که يو ماشوم په حقيقي او رښتينې مانا سره د پاچاهۍ او واکوالۍ موده تېره کړي او په بشپړ ازادۍ يې غوښتنې پوره شي، نو ډير په ښې طريقې سره د اطاعت او منلو پړاوو ته ورننوځي او هر وخت به د مور و پلار او مشرانو خبره مني او که د اطاعت دا پړاو هم په سمه توګه تېر کړي، نو د کورنۍ په چاپېريال او کور کې د مور و پلار د وزارت او د هغوی د ځای ناستي مقام ته په ښه توګه رسېږي.