اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د ا قیامت دی که معراج دی او که ورځ د کربلا

    د ا قیامت دی که معراج دی او که ورځ د کربلا

    د ا قیامت دی که معراج دی او که ورځ د کربلا
    Rate this post

    غنی خان په شلمه پیړۍ کې د پښتو په شاعرانو کې ځانته نوم او مقام لري ، دغه لوی شاعر په نولس سو ه څوارلسم کال کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او په نولس سوه شپږ نویم کال کې یې حق ته لبیک ووایه . دغه لوی شاعر د پښتنو د قدرمن او لوی مشر او د خدایی خدمتکارو د ګوند د مشر باچا خان صیب زوی و او د علی خان او ولي خان په شان لوی کسان دهغه وروڼه وو . عبدالغنی خان ته په پښتو کې د لوی فلسفي شاعر حیثت حاصل دی . له دې سره په یو وخت هغه یو لوی هنر من او مجسمه ساز هم و. او په بهر کې یې زده کړې کړې وې .. دغه لوی اندوال ته په پښتو کې لیونی فلسفي هم ویل کیږي . د دې لامل دا دی چې هغه یو ریالسټک او حقیقت پسند شاعر و او په خپلو شعرونو کې یې ځینې حقیقتونو ته اشاره کړې ده هغه حقیقتونه چې متحجر ملا د هغو قانع کوونکی ځواب نه درلود . په عین حال کې هغه یو مسلمان او په دین مین کس و . او که په شعرونو کې یې په ملا ټکونه کړې دي نو د دې مطلب په دین او اسلام ټکونه نه دي ځکه چې باید دې خبرې ته پام وشي چې ملا او اسلام یا اسلام او مسلمان دوه جدا مقولې دي او زمونږ د اکثرو خلکو تیروتنه دا ده چې مسلمان او اسلام یو څیز ګڼو حال دا چې ښایی د نن زمانې مسلمان چې د اسلام دعوا کوي د اسلام په حقیقي لاره نه وي روان . بله دا چې متحجر ملا خو هغه دی چې هغه انسان له اسلام او په ټول کې له دین عقل او منطقه لیرې کوي او خپلو متحجرو خیالاتو ته دین وایی. او د اسې ملایانو هم په حدیثونو او روایتونو کې غندل شوې او هم د پوهو کسانو په کلام کې . لکه څرنګه چې د ایران داسلامي انقلاب ارواښاد مشر هم په خپلو شعرونو کې د دغه ډول ملایاتو غندنه کړې ده . هلته چې وایی :
    بګشایید در میخانه برویم شب و وروز
    که من از مسجد و از مدرسه بیزار شدم.
    واعظ شهر که از پند خود ازارم داد
    از دم رند می الوده مدد کار شدم
    په هر حال غني خان په دین مین او یو متعهد او لوی شاعر تیر شوی دی چې د هغه کلام په پښتنو کې دعامو او خاصو خوخیږي .
    د غني خان په کلام کې په تیره بیا د امام حسین په شان کې دهغوی مرثیه ډیره مشهورده ده . چې زما په خیال دا د هغه لوی شاعر د مظلوم دوستۍ عدالت غوښتنې او له ظالم سره د مقابلې د خوی او افکارو تر ټولو لویه بیلګه ګڼل کیدی شي. او له دې سره په یو وخت له دین او اهلبیتو سره دهغوی دمینې څرګندویې هم دی.
    اوس چې بیا د محرم غمژنه میاشته رارسیدلې ده نو دغه میاشتې ته د هرکلي په توګه مو غوره وګڼله چې د غني خان دا مشهوره ویرنه درته وړاندې کړو

    غنی بابا وایی:
    دا قيامت دے كه معراج دے او كه ورځ د كربلا
    دى دا شګو كښې سرې وينې كه ګلونه د لاله
    سُور خمار زهرو كښې ګډ دے ترې نه ډكه ده پياله
    څه په جوش ورته روان دے د مئينو سربالا
    ولې خپل عاشق ته اچې د سكروټو كټمالا
    چا ته وې ګلاب بچے دې درنه غواړم حلاله
    چا ته اور صليب او دار كړې هم خمار شې هم وصال
    چا نه سر چا نه ګلونه د ژوند حسن او كمال
    ن بادشاه د عاشقانو در روان دے اے جانانه!
    شان د مينې درته ښئ, توان د دې خاورې بې توانه
    ټول جهان تيارو كښې رپى يو بڅرے ځى روښانه
    ګوره سترګې يې ځليږي په څۀ نوى نُور مستانه
    ستا منصور ورته پڅخيږي ستا عيسى ورته حېرانه
    دا د دۀ د دړد لمبې دى كه د نُور ستورے روښانه
    يو ګلاب ځانته روان دے تک تور سوى بيابان کښې
    يوه سپينه شمع خاندي د يو قهر په طوفان كښې
    ولې كوم خوا ته روان يې اے حُسېنه! ولې ولې
    كربلا نه ده بلا ده په دې شګو كښې څۀ ګورې
    ولې غم دې لا ښائسته كړې پستې ښکې سترګې تورې
    زور او زر اقبال او بخت دې هم هما دے هم يې سورے
    يزيد خان دے د جهان نن انسان اوږے او كمزورے
    د انسان د شان مثال ښئ دې خرڅ شوي ورک غلام ته
    د سبا د ستورى نُور ښئ د دې ژمى تور ماښام ته
    بره مه ګوره حُسېنه ! نن ستا خداے دے ستا جانان
    نۀ مدد كړي نۀ پره كړي ستا دے وخت د امتحان
    ستا اختيار او تقدير يو شو په دې ورځ په دې مكان
    ستا د مينې مستى ګورى زور دې ګورى د ايمان
    اے د سرو ګلابو څانګې نن ماښام دے د خزان
    دا كافرې شګې تږې ستا د وينو په ارمان
    ځه ورځه زما جانانه ساقي لرې مېخانه كړه
    د سُور اور او سُور خمار نه تا له يې ډکه پېمانه كړه
    اے زما غمګينه ياره! غم د مينې ده حيصه
    سوز د ساز ښائست خمار او د يقين مور تلوسه
    چا چې موندے دے جانان خپل په ارام په دلاسه
    نوم نشان يې مرګي ورک كړل وخت يې وركه كړه قيصه
    چې له سر ه نه پرې داؤ کړي مستي حُسن ارمانونه
    سرور زر قسمه مستي شي خمار زر قسمه نشه
    ګوره ګوره اے حُسېنه! ګوره دغه دے عيسى
    دغه مست ملنګ منصور او ابراهيم د رب اشنا
    يـو په دار بل د اور مېنځ كښې حُـسن وليد د دلبر
    بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر
    ستا لپاره اے حُسېنه! دغه سپين تېغ د شمر
    هم ايمان دے هم نرتوب دے هم قسمت دے هم باور
    اے د مينې بل مشاله رڼا راغله د سحر
    دا د قهر طوفان راغے كه يزيد سره لښكر
    ګوره ګوره پاكه ربه! عجيبه مېدان د جنګ دے
    يو خوا زور تُورې صفونه بل خوا تش د حُسېن ننګ دے
    يو خوا زورغرور اوحرص قط په قط اوڅنګ په څنګ دے
    بل خوايومئين ايمـان دے مستانه اوپـه غورځنګ دے
    ربه وګوره فرعون نن بيا موسى سره پـه جنګ دے
    عـجيبه شين ازمرے دے هم بادشاه دے هم ملنګ دے
    يـو خوا سترګې دي د كاڼو هر ضمير خـوړلے زنګ دے
    بل خوا وړوکےخوارټولے دے مرى له تندې په سا تنګ دے
    د هر يو نظر کښې ګوره نرتوب څه چې لېونتوب دے
    د ادم د شان قيصه ده كلک يقين د سړيتوب دے
    ټول جهان توره تيارۀ دے دوي د نُور ليدلے خوب دے
    جنګ په تاج كړي نه په تخت، جنګ په حق دسړيتوب دے
    دا مغروره فرعون ناست دےكه يـو مست ببر حيوان
    يخ بې رحمـه چمچمار چجه شوے په ډېران
    مري له تندې وهى لتې وړوكي وړوكي ماشومان
    چار چاپېره ترې ولاړ دى قطارونه لښكريان
    يو يو ګل له تندې رژي د رسول د ګلستان
    او يزيد ولاړ دے اوري دا سلګۍ او هاۍ سُوران
    دا بلا د كربلا وه نيم لېوۀ او نيم شېطان
    په دنيا كښې دي تېر شوي ډېر بې رحمه بلاګان
    داسې ظلم نۀ دے شوے نۀ به وشي په جهان
    د چينې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان
    اخېر چغه كړه حسېن نر بچے زۀ د حېدر يم
    څه كه نن يم اوږے تږے خو په اصل شېر ببر يم
    راشه ګوره فرعونه د حېدر د وينې اور
    لږ راودانګه مېدان ته چې ښكاره کړو سره زور
    خو يزيد ترې شا ته پټ شو چارچاپېره جنګ شروع شو
    كربلا په وينو سره شوه بيابان ډک د نعرو شو
    دا د لسو او د زرو جنګ خو نه وى قتل عام وى
    په لكاؤ په زرو خرڅ د خپل حرص هر يو غلام وى
    د حسېن ملګرى واړه په نرتوب كښې حېدرى وو
    خو سېلاب د تُورو ډوب كړل كه سل ځله ازمرى وو
    سترګې تږې خوږ يواځې حسېن وكتل اسمان ته
    ؤ على مسكے ولاړ يې كتل ښکته مېدان ته
    وې اے حسېنه! زمونږ وينه تل ده خداے له بَيدلې
    ستا نيكۀ او بابا دواړو څو څو ځله بيولې
    اور بس اور دے اے بچيه! چې پاكيږي پرې فولاد
    د شهيد وينه مستيږي تل په توره د جلاد
    ټول جهان تيارو کښې ګېر ؤ خپل غېرت ايمان ترې هېر ؤ
    چې بنده د بل بنده شى ډېر نسلونه کړي برباد
    زور هم زهر هم شراب دى له سړى نه ځان خطا كړى
    د غرور ماڼۍ وى دنګه خو كچه يې وى بنياد
    د ادم نمسه نمسو كښې نه بادشاه شته نه غلام
    خپله خېټه سړے سپے کړي سړيتوب يې شي برباد
    بل په مكر په فرېب په دوكو په چلولونو
    نيم لومبړ نيم ازمرے وى په خپل علم كښې استاد
    رحم ورك شى ظلم ډېر شى سړيتوب له سړو هېر شى
    يو سور اور ترېنه چاپېر شىهرڅرک خپل عذاب كښې ګېر شى
    قانون مړ شى زور نادر شى نر تالا ګيدړ دلېر شى
    بې غېرته عزتمن شى سپے غړمبيږي ببرشېر شى
    زر شى زور د هرچا خان شي خوارغريب په ژوندستومان شى
    بدخنزير د هر چا پلار شى كه خنزير سره مال ډېر شى
    وزير غل امير ډاكو شى ايماندار په سيند لاهو شى
    روغ به مرى يا به غل كيږى چې ټول غلۀ ترې نه چاپېر شى
    ټول وطن يو تور ځنګل شى يو د بل په غوښو پائى
    ځناور ترې امان غواړي چې انسان په كومه تېر شى
    علم چل شى مذهب دام شى رنګ حلالو کښې حرام شى
    هر سبا لكه ماښام شى ژوند په تور آفت كښې ګېر شي
    دغه وخت کښې د خداے رحم او رحمت په جوش كښې راشى
    چرته غلے د چا كور كښې يو حسېن پکښې پېدا شى
    چې دې ښۀ كلک پالوان شى ورته جوړه كربلا شى
    مرګ ته نوې معنا وركړي ژوند كښې نوې رڼا راشى
    اخېر چرته په سپرلى كښې پرې باران او بړقا راشى
    ناګهان وچه صحرا ټول سرۀ ګلونه د لاله شى
    ځه ورځه ورځه حسُېنه په خپل بخت شكرګزار شه
    ستا شمر سره نېټه ده سپېلنې له مخ د يار شه
    كه رښتيا پرې تۀ مئين يې په خندا ورته تيار شه
    اے په غم سوى ګلابه ورشه څمله په قلار شه
    حُسېن ووې مرحبا دا ارزانه ده سودا
    كاش چې وې مې په تنه قط سرونه په زرها
    او يو يو وركولے ما په زر قسمه كربلا
    دا دې درغلم بابا لا اله الا الله
    اے بادشاه د يزيدانو اے مالكه د جهان
    ستا تقدير هسې يو اور دےځى په مخه دے روان
    كله وسيزى بې وجې سپين ګلونه ماشومان
    كله تاج د سرو په سر كړى ګيدؤسترګي شرمخان
    د يزيد په لوے محل كښې د شرابو رود روان
    د رسول بچى دې مړۀ کړل اوچې شونډې په مېدان
    د يزيد په سُور پالنګ كښې په ژوندون حورې غلمان
    د حسېن جانان مرګے دے او پالنګ يـې رېګستـان
    ظلم ظلم دومره ظلم وران دې نه كړو پرې جهان
    د حسېن په ځنكدن كښې د يو ګوټ اوبو ارمان
    امتحان دې کړو د مينې د حسېن څۀ امتحان؟
    ولې زوے د حېدر نۀ ؤ شېرببر مرد مېدان؟
    مۀ كو, مۀ كو اے اجله! دا سر نه دے د وژلو
    د ادم شان او سينګار دے تا پرې اور ولګولو
    موټې خاوره داسې مسته د زهره په شان ځليږي
    پټ د زړۀ په تارخانو كښې يو سرود دے چې غږيږي
    حسېن وكتل چاپېره وې شوې ژونده اور شوې اور
    دې بې حِسه تور ماحول كښې هره سا شرم پېغور
    په دې ظلم په دې اور كښې يو ساعت ژوندون حرام دے
    دا دے درغلم مرګيه زور او صبر مې تمام دے
    كربلا ذره ذره ستا وائى به چغې تر قيامته
    چې انسان به زوراور ته په هيڅ شان نه كړى سر ښكته
    غلامۍ نه هر څۀ ښۀ دى دا چې تېر شو او تېريږي
    ربه داسې زمانه ده ژوند د مرګ په بيه كيږي
    په خپل ژوند كښې په هر چا به كربلا يوه جوړيږي
    چې څوک ځي د جانان كور ته په دې لاره به تېريږي
    دا يو ستړے غمګين سر دے لوګے كومه يې له تا نه
    دا وروستے مړاوے سُور ګل دے د حېدر له ګلستانه
    سر دې وركړو لكه نر شېر بچے د شېر ببر
    د ښائست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر
    اے بادشاه د شهيدانو نره خانه د نرانو
    ستا مرګ هغه ياد تازه كړ چې هېر كړے هر انسان ؤ
    تا د ژوند او د مرګ تول ما ته وښود كربلا كښې
    څۀ رنګين سرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې
    ځکه كله كله زۀ اوس هم د شپې ژاړمه
    ستا د ښائست او نُور كمال بيا په دنيا غواړمه
    مدام كوم درته منت دعا اے حُسېنه! راشه
    هر قدم شوكربلا اے حسېنه! راشه
    (كليات غنى, د غنى فانوس)
    سر دې وركړو لكه نر ر ښتيا زوے وې د حېدر
    دښائست او ستا د تورې نه ثانى نه برابر
    ځکه زۀ وهم سينه اے حسُېنه! راشه
    هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه
    هغه وخت يزيد ؤ يو اوس خو په زرګونو دى
    هغه يو كوترے شمر اوس په قطارونو دى
    ځكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا
    هر قدم شو كربلا اے حسُېنه! راشه
    كُل دې د نيكۀ اُمت خوار او ذليل شوے دے
    سر په خندا نه وركئ چل ترې نه هېر شوے دے
    راشه د مستانو شاه سر وركول وښيه
    وكړه نامردانو ته نوې د مردۍ قيصه
    هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه