اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 1 تر 7 ايتونه

    د بقرې سورت له 1 تر 7 ايتونه

    د بقرې سورت له 1 تر 7 ايتونه
    Rate this post

    لومړۍ برخه – د بقرې سورت له  1 تر 7 ايتونه تفسير

    د قرآنکريم دويم سورت چې سوره بقره هم نوميږي او د قرآن تر ټولو ستره سوره ده. دغه نوم د بني اسرائيلو د غوا د داستان په وجه چې په دې سوره کښې راغلي ايښودل شوے دے. دغه سوره په دې آيت سره پيلوو.

    آلم

    په معمولي ډ‌ول يوه کلمه د څو ټکو له جوړښته پيدا کيږي او معنی لري خو خداي پاک د خپل کتاب له يو سلو څوارلسو سورتونو څخه نهه ويشت سورۍ په داسې ټکو پيل کړي دي چې هر ټکے يې يوازې او په خپل نامه ويل کيږي. د بقرې سورې د همدغې آيت په څېر چې هغه الم نه لولو بلکې الف لام ميم يې لولو دغه ډول ټکي چې د عربو په ژبو کښې يې څه مخينه نه ده درلودلے د قرآن پوهانو په اصطلاح حروف مقطعه ورته وايي يعنې هغه ټکي چې له يوه بل جلا دي او بيل بيل ويل کيږي. په ډيرو موردونو کښې له دغو ټکو وروسته داسۍ آيتونه مطرح شوي دي چې د قرآن اعجاز ستر توب او اصالت مطرحوي لکه څنګه چې د شورا سورې په حم عسق پسې فرمائي:

    ژباړۀ: همدغه شان خداي پر تا او ستا وړاندنيو پيغمبرانو وحي نازلوي چې خداې غالب او د حکمتونو خاوند دے.

    خداي پاک غواړي چې ووائي زه خپل کتاب چې معجزه ده د همدغو الفبا ټکو چې له تاسو سره هم دي برابروم او جوړوم نه د خاصو ترکيباتو او کلمو څخه چې تاسو ته نا آشنا او درک او پوهې وړ نه وي. اوس هغه کسان چې ادعا کوي قرآن معجزه نه ده نو که رښتيا وايي هغوي دې هم له دغو الفبا حروفو څخه يو کتاب وليکي چې د قرآن په څېر يې د جملو فصاحت او بلاغت بې سارے وي او هم د محتوا او مطالبو له نظره مثال ونلري. هو دا د خداي پاک هنر دے چې له الفبا له ټکو داسې کتاب تاليف کړي چې بشر حتیٰ د هغه د يوې سورې د ليکلو وس نلري څرنګه چې د طبيعت په نړۍ کښې هم خداي پاک له مړې خاورې په زرګونه ډول ګلان اوبوټي زرغونوي په داسې حال کښې چې بشر له خاورې، خښتې او کودړي جوړوي.

    په دې سوره کښې هم د شورا د سورې په څېر په مقطعه ټکو پسې فرمايي:

    ژباړۀ: هغه عظمت درلودونکے کتاب چې په حقانيت کښې يې هيڅ شک نشته د پاکانو او پرهيزګارانو لارښود دے.

    دا کتاب د نني بشر لپاره د تيرو نسلونو تر ټولو با ارزښته کتاب دے چې په خپله پټه خوله ډير ستر مفهومونه او معارف د نړيوالو غوږونو ته رسوي. که څه هم قرآن د کتاب په بڼه له آسمان څخه نه دے نازل شوے خو له هر ډول تفسير او تبديل پرته د الهي آياتونو د ساتنې په خاطر د اسلام په ګران پيغمبر باندې د هغه څه وحي کيده چې خلکو ته يې اوروله چې د قلم خاوندان هغه وليکي او عام خلک هغه زده کړي او په خپله سينه کښې يې ځاي کړي.

    که انسان دغه الهي کتاب په ځيرتيا سره ولولي او مطلبونه يې درک کړي نو باور به وکړي چې دغه کتاب د خداي له طرفه دے او د يوه انسان لخوا د دغه ډول کتاب بيان هغه هم څوارلس پيړۍ پخوا او په هغه قوم کښې چې علم او سواد يې نه درلودۀ ناشونې چاره ده. خداي پاک د بقرې سوري په 185 آيت کښې فرمائي: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې پکښې قرآن نازل شو چې د خلکو لپاره هدايت دے او د هدايت روښانه نښې (پکښې دي) او حق له باطله جلا کوونکے دے.

    ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًي لِّلْمُتَّقِينَ

    ژباړۀ: د هغه کتاب دے چې پکښې هيڅ شک نشته، هدايت دے پرهيزګارانو لره.

    هسې خو قرآن د ټولو خلکو د هدايت او لارښوونې لپاره نازل شوے دے البته روښانه ده يوازې هغه کسان چې له دغه کتاب څخه ګټه اخلي چې حق مني او د حق د پيژندلو هڅه کوي او که نه نو هغه کسان چې هواپال، متعصب او زيلي دي نه يوازې حق نه غواړي بلکې په هر ځاي کښې چې يې ومومي د هغه د پټولو او بندولو هڅه کوي او دغه کسان له قرآن څخه ګټه نه اخلي. نو په دې اساس د لارې په پيل کښې يوه باطني او فطري تقوا ضروري ده چې د قرآني لارښوونې د مننې زمينه جوړونکي وي نو ځکه دغه آيت فرمايي: هدی اللمتقين (قرآن يوازې د پرهيزګارونو د هدايت سبب کيږي).

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د اسلام د ګران پيغمبر ملګرو د قرآن ساتلو او ليکلو ته ډير اهميت ورکاوه نو ځکه له نازل شويو آيتونو څخه کتاب جوړ شو او مونږ ته راورسيده او مونږ هم بايد د دغه کتاب حرمت او سپيڅلتيا وساتو.

    2. د دغه سپيڅلي کتاب مطالب محکم او استوار دي ځکه چې د لوي خداي له خوا نازل شوي دي.

    3. قرآن د بشر د لارښوونے کتاب دے نه د يوې خاصے ډلے لپاره ځانګړے کتاب.

    4. مونږ هغه وخت په خپلو زړونو کښې د قرآن وړانګې ځلولاي شو چې خپل روح د هغه د حقايقو منلو ته چمتو کړو. هو رڼا له پاکې شيشې تيريږ‌ي نه له خټے او تورې خښتې.

    الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ

    ژباړۀ: پرهيزګاران او پاکان داسې کسان دي چې په پټه او غيبه نړۍ باندې ايمان راوړي او لمونځونه کوي او هغه مالونه چې خداي ورکړي دي حقدارو ته يې ورکوي.

    قرآن، دنيا په دوو برخو ويشي يوه غيبه نړۍ چې زمونږ له حواسو پټه او پوښلي ده او بله د شهود دنيا چې د مادي طبيعت او محسوساتو دنيا ده. ځينې هغه کسان يوازې هغه څه ويني اوري او په پينځو واړو حواسو يې درک کوي مني او غواړي چې ټول شيان د حواسو له لارې درک کړي. په داسې حال کښې چې زمونږ محدود حواس د ټولو هستۍ د درک قدرت نلري. مثلا د جاذبي قوه چې يو مادي خاصيت هم دے پر حواسو باندي د درک وړ نه ده بلکې کندو ته د شيانو په ورغورزولو پوهيږو چې ځمکه جاذبه لري نو په جاذبې باندې زمونږ علم د جاذبې د هغو آثارو له مخې دے نه د هغه د خپل نيغ درک له مخې. ځينې داسې تمه لري چې خداي په خپلو سترګو ويني چې پرې ايمان راوړي او څرنګه چې د بني اسراييلو قوم حضرت موسی ته وويل: (مونږ پر تا ايمان نه راوړو تر دې چې خداي پاک روښانه ووينو) په داسې حال کښې چې خداي پاک جسم نلري چې وليدل شي خو په پيدايښت کښې د هغه د سترو نښو نښانو له لارې د هغه په وجود پوهيږو او ايمان پرې راوړو. پرهيزګار او حقيقت پال وګړي په مادي نړۍ پورې خپله پيژندنه نه محدودوي. بلکه په غيبه نړۍ يعنې د خداي د پرښتو او همدغه راز د آخرت د دنيا وجود چې زمونږ له ظاهري حواسو پټ دے ايمان لري. البته ايمان د علم او پيژندنې څخه لوړ دے داسې پړاوو چې د انسان زړه او روح هم د يو شي په وجود شاهدي ورکړي رابطه ورسره ټينګه کړي او عشق ورسره روښانه دے چې دغه ډول ايمان او عقيده به نيک او ښه عمل په ځان پسې ولري او په اصولي توګه د اسلام له نظره يوازې بې عمله ايمان او عقيده د انسان د ودې او کمال سبب نه کيږي. دغه آيت فرمائي: پريهزګاره کسان هم په غيبو ايمان لري او هم لمونځ کوي او نفقه ورکوي. په هغه لمونځ سره چې د خداي ياد دے د خپل روح اړتياوې پوره کوي او آرامښت او ډاډ ته رسيږي او بې وزلو ته د خپل عايد د يوې برخې په ورکولو سره د ټولنې اړتياوې تامينوي چې ټولنه هم لازمه سوکالي او آرامي ومومي.

    البته يوازې لمونځ کول کافي نه دي بلکې لمونځ هم بايد وشي يعنې انسان هم په خپله لمونځ وکړي او هم نور لمانځه ته راوبولي او هم يې په لومړي وخت کښې وکړي، هم يې په جومات کښې په جمعه وکړي چې په دې وسيله لمونځ په ټولنه کښې په جمعه کيږ‌ي او خپل خاص ځاي ومومي. په نفقه ورکولو کښې يوازې مالي مرستې د اسلام هدف نه دے بلکې د قرآن په تعبير (مما رزقناکم) يعنې له هغو شيانو څخه چې ما درکړي دي نفقه وکړئ چې پر ثروت، قدرت، علم او هر ډول خداي ورکړي استعدادونو او امکاناتو ته شامليږي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د هستۍ نړۍ په مادي نړۍ پورې محدوده نه ده بلکه داسې چارې شته چې له مونږ څخه پټي د ي خو زمونږ عقل از زړه د هغو د شتون شاهدي ورکوي نو بايد د هغو په شتون ايمان راوړو.

    2. ايمان له عقل څخه بيل نه دے او مومن د عمل خاوند دے البته عمل له هغه څه سره سم چې خداي فرمائلي دي.

    3. لمونځ د ايمان درلودونکو انسانانو د کار اساس دے.

    4. هغه څه چې لرو يې د خداي دي نو يوه برخه به يې د خداي لپاره ورکړو چې خداي پاک يې هم په دنيا او اخرت کښې اجر را کړي.

    5. اسلام جامع دين او د ټولنې د ادارې لپاره دے، هم له خداي سره د ارتباط سپارښتنه کوي او هم له خلکو سره د ارتباط او د ټولنې اړتياوو ته د پام سپارښتنه کوي.

    والَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

    ژباړۀ: هغو کسانو ته لاره ښيي چې تا باندې دا نازل شوي کتاب هم مني او هغه درست کتابونه هم مني چې له ته پخوا پر نورو نبيانو نازل شوي وو او د قيامت په ورځ يقين لري.

    وحي د پيژندلو يوه لاره ده چې پرهيزګاران پرې ايمان لري لکه څرنګه چې په مخکې آيت کښې وويل د انسان د پيژندلو لاره يوازې په حس پورې محدوده نه ده او د احساساتو له نړۍ وراخوا دنيا هم شته چې په شتون باندې يې عقل شاهدي ورکوي خو عقل د هماغه دنيا د دقيقې پيژندنې وس نلري نو دلته ده چې خداي پاک زمونږ د پوهيدو لپاره وحي را استوي. عقل وايي خداي شته خو وحي د هغه خداي صفات او ځانګړتياوې مونږ ته رابيانوي، عقل وايي: دانسانانو د انعام او سزا لپاره بايد نړيواله محکمه جوړه شي، وحي وايي: دا قيامت دے چې داسې ځانګړتياوې ولري نو عقل او وحي د يو بل بشپړونکي دي او ايمان درلودونکي کسان له دواړو وسلو ګټه اخلي. وحي د اسلام پيغمبر ته خاصه نه ده بلکې درستو پيغمبرانو ته د الهي خبرو خطاب شوے دے نو ځکه پرهيزګاران بې ځايه تعصب نلري چې پخواني پيغمبران نفي کړي او يوازې د اسلام پيغمبر ومني بلکې په ټولو الهي پيغمبرانو ايمان لري او هغه څه مني چې وحي يې پرې شوي ده. د آخرت دنيا له داسې غيبي چارو څخه ده چې سمه پيژندنه يې يوازې د وحي له لارې امکان لري نو ځکه مومنان په دې اساس په قيامت يقين لري او مړينه د خپل کار پاي نه ګڼي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. درستو انبياوو يو هدف درلودۀ نو ځکه په ټولو آسماني کتابونو باندې ايمان ضروري دے.

    2. اسلامي امت د پخوانيو آسماني کتابونو وارث دے نو د هغو په ساتلو کښې بايد کوښښ وشي.

    3. په قيامت باندې يقين ډير آثار لري د انسان له نظره دنيا وړه کوي او انسان د خپلې ګناه په مقابل کښې ساتي او د انسان کارونو ته مخه ورکوي.

    أُوْلَـئِكَ عَلَي هُدًي مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    ژباړۀ: هغه مؤمنان د خپل پروردګار له لورې په سمه لاره روان دي او همدوي له عذابه خلاص دي.

    دغه آيت د پاک زړو کسانو انجام ژغوريدا بيانوي چې د الهي هدايت د منلو په سيورې کښې ور رسيږي. ژغوريدل يعنې له نفساني خواهشاتو او غوښتنو څخه آزادي او د الهي فضايلو وده او غوړيدا ده او په عربۍ کښې کرونده ګر ته فلاح وايي ځکه په هغو کارونو چې کوي يې له خاورې څخه د تخم د راوتلو او د وښو او بوټو د ودې زمينه برابروي. فلاح يا ژغوريدا د انسان د کمال تر ټولو اوچت پړاوو دے ځکه د قرآن کريم له آيتونو سره سم هستي د بشر لپاره پيدا شوې ده او بشر د عبادت لپاره او عبادت پرهيزګارۍ ته د رسيدو لپاره دے او دغه آيت فرمائي پرهيزګاري ژغورنې ته رسيږي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. خوشبختۍ او نيکمرغۍ ته د رسيدو لاره د الهي هدايت په منلو کښې ده.

    2. بې هڅې ژغوريدنه نه شي ترلاسه کيدلاي هم علم او هم ايمان غواړي هم ښه کار او ښه عمل.

    إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ

    ژباړه: هغوي چې کافران شوي دي نو که هغوي له عذابه وهيروې او يا يې ونه ډار کړې هغوي ته څه فرق نشته هغوي به ايمان را نه وړي.

    دپاکانو او پهيزګارانو له معرفۍ وروسته دغه آيتونه کافران معرفي کوي چې داسې زيل، کينه او تعصب کوي چې حق خبره پرې هيڅ اغيزه نه کوي او ايمان نه راوړي. کفر په عربۍ کښې د سترګو د پټولو او ځان د نا غرضه کولو په معنی دے، کفران نعمت هم په نعمت باندې د سترګو د پټولو او نا شکرۍ په معنی دے کافر يعنې هغه څوک چې حق پټوي او ځان پرې ناغرضه کوي. که خداي پاک غوښتل چې ټول خلک مجبوره وو چې ايمان راوړي خو جبري ايمان راوړل خو څه ارزښت نلري او خداي غوښتي دي چې بشر د ارادې او اختيار له مخې ايمان راوړي نو مونږ بايد هم دغه هيله ونلرو چې ټول خلک مؤمن او پرهيزګاره وي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. کفر او تعصب انسان د کاڼي په څېر سختوي دومره چې د پند او نصيحت په مقابل کښې د لرګي او ډبري په څېر بې تفاوته پيدا کيږي.

    2. که خلک د حق منلو ته چمتو نه وي د پيغمبرانو بلنه هم اغيزمنه نه ده د پيغمبرانو بلنه د باران په څير ده چې که په چمتو ځمکه ووري ګل زرغونوي او که په شوره ناکه ځمکه ووري نو ازغي او غنې زرغونوي.

    3. که څه هم پوه شو چې کفار ايمان نه راوړي خو مونږ بايد په خپله دنده عمل وکړو او هغوي پوه کړو.

    خَتَمَ اللّهُ عَلَي قُلُوبِهمْ وَعَلَي سَمْعِهِمْ وَعَلَي أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ

    ژباړه: خداي پاک د هغوي زړونه او غوږونه قفل کړي دي او پر سترګو يې پرده ده او هغوي ته لويه سزا مقرر شوې ده.

    کافران عقل، سترګې، او غوږونه لري خو د زيل او تعصبي روحيې او بدو کارونو د هغوي پرمخ پرده غوړولې ده چې د حقيقتونو د اوريدلو، ليدلو او درک کولو قدرت يې ترلاسه کړے دے او دا داسې سزا ده چې خداي پاک په دنيا کښې هغوي ته مقرره کړې ده خو په قيامت کښې ستر عذاب د هغوي په تمه دے. دلته پوښتنه مطرح کيږي چې که خداي پاک د کافرانو زړونه، سترګې او غوږونه قفل کړي وي نو هغوي په خپل کفر څه ګرم نه دي څرنګه چې کافريدلو ته مجبوره وو؟

    ددغې پوښتنې ځواب قرآن په څرګنده توګه بيان کړے دے د مؤمن سورې په 35 آيت کښې فرمائي: (کذالک يطبع الله علی کل قلب متکبر جبار) خداي پاک د کبرجنو او ظالمانو په زړۀ باندې قفل لګوي او يا د نساء سوري په 155 آيت کښې فرمائي: (بل طبع الله عليها بکفرهم) يعنې خداي پاک د هغوي د کفر له کبله د هغوي زړونه قفلوي.

    په حقيقت کښې دغه آيت د انسان په باب د خداي پاک سنت بيانوي. چې د حق په مقابل کښې سرزوري کوي، سرسختي او کبر وکړي نو بالاخره د هغه د پيژندني اوزار له کاره لويږي او حقايق اپوټه ګوري او په دنيا او آخرت کښې يې عاقبت بديږي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. څوک چې پر حق پوه شو او پر هغو يې برغولے کښيښوده نو خداي پاک هم د هغه په سترګو او زړۀ برغولے ږدي او دا د خداي سزا ده.

    2. پر حيوان باندې د انسان امتياز د هغه عقل، ادراک او سم بصيرت دے چې په کفر سره دغه امتياز هم له لاسه ورکوي.