اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 101 تر 110

    د بقرې سورت له 101 تر 110

    د بقرې سورت له 101 تر 110
    Rate this post

    دولسمه برخه – د بقرې سورت له  101 تر 110 ايتونه تفسير

    وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ (١٠١)

    ژباړه:
    کله چې ( د اسلام پیغمبر) د استازي په توګه د خدای له لورې هغوی ته ورغی او له هغو نښو سره یې چې دهغوی لپاره ورغلې وې سمون درلود، په هغوي کې ځینو کسانو چې د کتاب خاوندان وو د خدای کتاب شاته وغورځاوه په دې ډول چې ګواکې بیخي خبر ترې نه دي
    د اسلام له راتګه مخکې یهودو عالمانو خلکو ته داسلام د راتګ زیری ورکاوه او په تورات کې راغلې دهغه دین او پیغمبر نښې به یې خلکو ته بیانولې خو کله یې چې اسلام او پیغمبر ولیده نوداسې انکار یې ترې وکړ ګواکې له هغه بیخي خبر نه وو.
    هو ، ځان منمي او مقام پرستي ټول انسانان په تیره بیا عالمان ګواښي کله چې د یهودو عالمانو ا حساس وکړ چې که د اسلام د پیغمبر په حقانیت اقرار وکړي نو خپل دنیاوي مقام به له لاسه ورکړی نو دهغه د نبوت انکار یې وکړ.
    البته قران چې د عدل او انصاف په اساس تاریخ بیانوي پاکو او نیکو یهودیانو حق خوندي ساتي او فرمایی:ډیری یې کافران شول مطلب دا چې په هغوی کې داسې کسان وو چې حق یې ومانه که څه هم کم وو.
    اوس د بقرې سورې یو سل دوهم ایت ته پام وکړئ:

     وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (١٠٢)

    ژباړه:
    یهودو(د تورات د پیروۍ په ځای) د هغه څه (سحر او جاود)چې شیطانانو به د سلیمان په زمانه کې لوستل، پیروي وکړه، حال دا چې سیلمان هیڅکله ( په سحر او جاود ککړ او) کافر نه شو خو شیطانان چې خلکو ته یې جادو ورزده کاوه کافران شول.او ( یهودو) له هغه څه چې د بابل ښار په دوو پرښتو هاروت او ماروت نازل شوې وو پیروي وکړه( که څه هم هغوی د جادو د ختمولو لپاره هغه خلکو ته ښوده) او هیچاته به یې څه نه ورزده کول مګر دا چې مخکې به یې هغه ته ویل چې مونږ ستاسو د ازمیښت سبب او وسیلې یوو.( نو له جاود په ناوړه استفادې سره) مه کافران کیږئ. خو هغوی له هغو دوو پرښتو یوازې هغه څیزونه زده کول چې دهغه په وسیله د ښځې او میړه په مینځ کې جدایي واچول شي که څه هم دخدای له اجازې پرته هیڅوک چاته تاوان نه شي رسولی، هغوی یوازې هغه برخې زده کولې چې هغوی ته یې تاوان درلود او هیڅ ګټه یې نه وررسوله،په رښتیا هغوی ته پته وه چې هر څوک دغه جنس واخلي په اخرت کې به یې هیڅه برخه نه وی او بې له شکه خپل نفس یې په ډیر بد څیز خرڅ کړی و که پوهیدلئ.

    د حضرت سلیمان علیه السلام په زمانه کې د سحر او جاود بازار ډیر ګرم و نو هغه حضرت امر وکړ چې د جاودګرانو پاڼۍ راغونډې کړئ او وې ساتئ. خو له حضرت سلیمان وروسته دغه پاڼې ځینو کسانو ته په لاس ورغلې او د سحر او جادو په تعلیم لګیا شول.
    دا ایت فرمایي چې ځینې بني اسراییل د تورات په ځای د جاود او سحر په کتابونو پسې لاړل او د خپل کار د توجیه لپاره به یې ویل چې دا کتابونه خو د حضرت سلیمان دي او هغه ډیر تکړه جاودګر و.
    البته یهودو له یوې بلې لارې هم جادو زده کړی و او هغه دهغو مطالبو په وسیله چې دوو پرښتو هارو ت او ماروت چې د انسانانو په شکل به ښکاره کیدې او د بابل خلکو ته به یې ځینو څیزونه ښودل چې هغوی د سحر اوجاود د ختمولو او شنډولو طریقه زده کړی شي.
    سره له دې چې دغه دوو پرښتو خلکو ته یادونه کوله چې له دغه تعلیمه ناوړه استفاده ونه کړي خو هغوی له دغو علمونو په غلطې استفادې سره خپلو مادي یا جنسي غوښتنو ته د رسیدلو لپاره د ښځې او میړه په مینځ کې جدایي راوستله .
    په هر حال یهودو له دغه دوو لارو جاود زده کړی و او خپلو ناروا غوښتنو ته د رسیدلو لپاره به یې کاروه سره له دې چې پوهیدل چې جادو کول د کفر برابر دي او کورنۍ او ټولنې ته تاوان رسوي.
    دغه ایت ښیي چې سحر او جادو حقیقت لري او د انسان په ژوند کې اغیزمن دی خو له دې امله چې هر څه د خدای په لاس کې دی نو خدای تعالی ته په پناه وړلو او په توکله دعا او صدقې او خیراتونو سره ځان د جاود له شره خلاصولی شو .
    همداراز روښانه شوه چې د علم زده کول همیشه ګټه ور نه دي بکله که زده کوونکی پاک او صالح کس نه وي نو له علمه د سمې استفادې او دخلکو د خدمت په ځای د فساد او تباهۍ سبب کیږي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو:
    ۱ : که مونږ وینو چې ډیر انسانان د ایمان راوړلو ته تیار نه دي نودخپل دین په حقانیت کې شک نه دی پکار بلکه باید پوه شو چې ګناه او خلاف او غلط کار د انسان په زړه داسې ناوړه اغیز کوي چې انسان د حق د منلو زمینه او تیاری له لاسه ورکوي.
    ۲ : یوازې علم کافي نه دی بلکه د حق منل هم ضروري دي یهودیانو د تورات له مخې د پیغمبر په حقانیت علم درلود خو نه یوازې دا چې ایمان یې رانه وړ بلکه نور کسان یې هم د ایمان له راوړلو منعې کول.
    ۳ : علم همیشه ګټه ور نه وي بلکه دیو داسې چاقو په شان دی چې که د یو متخصص او سرجن ډاکټر په لاس کې وي نو له مرګه د انسان د ژغورل کیدو سبب کیږي خو که د قاتل په لاس کې وي نو د یو روغ انسان د مرګ سبب کیږي.
    ۴: شیطانان د ښځې او میړه او د کورنۍ په مینځ کې په اختلافاتو پسې وي خو پرښتې د ښځې او میړه په مینځ کې د مینې او پخلاینې هڅه کوي انسانان هم دوه ډلې دي ځینې د شیطانانو په لیکه کې او ځینې یې د پرښتو په لیکه کې .

    وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ خَيْرٌ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (١٠٣)

    ژباړه:
    [ که هغوی ایمان راوړی او پرهیزګارې شوې وی، بې له شکه چې هغه ثواب چې دخدای په نزد دی دهغوی لپاره غوره و ، که هغوی پوهیدلی]
    په تیر پروګرام کې مو وویل چې یهود قام له تورات او نورو کتابونو سره دتمسک په ځای د سحر او جادو په کتابونو پسې لاړل او د دغه کار د توجیه لپاره یې وویل چې جادوخو به حضرت سلیمان هم کاوه او له هغه پیل شوی دی خو قران حضرت سلیمان له ده توره پاک وګاڼه .
    دا ایت فرمایی:که یهودو حقیقي ایمان لرلئ او له دغه ډول ناوړه کارونو یې ډده کړې وای او داسې ناروا تورونه یې نه لګولی نو د هغوی لپاره غوره وه ځکه چې یوازې ایمان کافي نه دی او تقوی او عمل هم ضروري دی.
    تقوا یوازې له بدو کارونو د ځان ساتنې او ډډه کولو په معنا نه ده بلکه یو دننیز حالت دی چې هم انسان د بدو کارونو لکه دروغو له کولو منعې کوي او هم یې ښو کارونو لکه لمانځه ته هڅوي.

    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ (١٠٤)

    ژباړه:
    [ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ( له پیغمبره د مهلت غوښتلو لپاره) مه وایئ چې راعنا، ( ځکه چې دا کلمه د یهودو په نزد یو ډول کنځل ګڼل کیږي) بلکه ووایئ« انظرنا» (یعنې مونږ ته مهلت راکړه) دا سپارښتنه واورئ او پوه شئ چې دکافرانو لپاره دردناک عذاب دی]
    د اسلام دلومړیو وختونو مسلمانانو به هغه وخت چې پیغمبر په وینا یا دخدای د ایتونو په لوستلو مشغول وی د دې لپاره چې د پیغمبر په خبره ښه ځان پوه کړي ، وې غوښتل چې هغه حضرت(ص) دې په کرار او اطمینان سره خبره وکړي چې دوي پرې ښه پوه شي.
    دوی به دا خبره د « راعنا» په کلمې سره مطرحوله چې په عربۍ ژبه یې معنا کیږي « زمونږ مراعات وکړه او زمونږ خیال وساته» خو دا ټکی په عبرۍ ژبه کې د حماقت او ناپوهۍ په معنا ده . او یهودو به په مسلمانانو پورې خندا کوله چې تاسو له خپل پیغمبره غواړئ چې تاسو احمق کړي.
    نو دا ایت نازل شو چې د راعنا په ځای وایئ انظرنا، چې دښمن ترې ناوړه استفاده ونه کړي او د هغې په وسیله په تاسو او په پیغمبر پورې مو ونه خاندي. او اصولا له هر هغه کاره باید ډډه وشي چې د مسلمانانو او دهغوی د سپیڅلتیاوو د مسخره کیدو سبب کیږي او دښمن ترې ناوړه استفاده کوي. که هغه په وینا کې وي او که په عمل کې.
    دا ایت ښیي چې اسلام د مناسبو تورو استعمال او له معلمانو او مشرانو سره د خبرو په کولو کې د ادب او احترام خیال ساتي او مسلمانان له هر هغه کاره منعې شوې دي چې د مسلمانانو د سپیڅلتیا د سپکاوي او ورپورې دخندا سبب کیږي.

    مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (١٠٥)

    ژباړه:
    [ له اهل کتابوکافران او همداراز مشرکان نه خوښوي چې ستاسو د رب له خوا خیر اوبرکت پر تاسو نازل شي په داسې حال کې چې خدای تعالی په هر چا چې وغواړي خپل رحمت نازلوي او خدای د لوی فضل خاوند دی]
    دا ایت له مومنانو سره د کافرانو او مشرکانو د دښمنۍ لوړه درجه بیانوي تر دې چې هغوی د حسد او کینې له وجې دې ته هم تیار نه دي چې وویني مسلمانان د مستقل کتاب او پیغمبر خاوندان وي او د اهل کتابو له تحریفاتو او چټیاتو سره مقابله وکړي .
    خدای تعالی په دغه ایت کې فرمایی:
    خدای پاک په د غه ایت کې فرمایی: خدای تعالی د خپل کرم او مهربانۍ او مصلحت له مخې هر څوک چې وغواړي پیغمبر جوړوي او د خلکو خوښې ته نه ګوري او دا هم نه ګوري چې د کوم نسل او توکم دی .

    مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (١٠٦)

    ژباړه:
    [هر ( حکم یا) ایت چې نسخ کړو او یا یې (نازلیدل) وځنډوو.تر هغې غوره یا دهغې په شان راوړو، ایا نه پوهیږې چې خدای تعالی پر هر څه قادر دی؟]
    د مسلمانانو قبله په اوله کې بیت المقدس وه خو له دې امله چې یهودو په هغه غورې وهلې او ویل به یې چې تاسو مسلمانان ځانته خپلواکه دین نه لرئ او ځکه زمونږ قبلې ته ودریږئ. له دې امله خدای تعالی د مسلمانانو قبله له بیت المقدسه مکې ته بدله کړه.
    دا ځل یهودیانو یو بل اعتراض وکړ چې که لومړۍ قبله سمه وه نو ولې مو بدله کړه او که دوهمه قبله سمه ده نو ستاسو تیر ټول عملونه باطل دي.
    قران د دغه اعتراضونو په ځواب کې فرمایي: مونږ هیڅ یو حکم نه نسخ کوو او نه یې ځنډوو مګر داچې تر هغه غوره یا یې ورته راوړو. د قبلې بدلون او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د کعبې په اعلانولو کې ځنډ مختلفو دلیلونه او اهداف لري چې تاسو ترې غافله یئ.
    له دې امله چې د اسلام احکام د مصلحت او حکمت تابع دي نو دوخت ، ځای یا مکان او شرایطو په بدلیدو سره ښايي د هغه مصلحت هم بدل شي. او تیر حکم نسخ شي او په ځای یې بل حکم راشي البته د خدای احکم ثابت او نه بدلیدونکې دي خو پّ جزییاتو کې او په تیره بیا په حکومتي چارو کې دا خبره د منلو وړ ده .
    دا ایت ښیي چې اسلام بندون نه لري ځکه چې یو تل پاتی او نړیوال دین دی. او د ثابتو احکامو په څنګ کې د اسلام د مصلحت د اقتضا مطابق بدلیدونکې قوانین لرلی شي.

    أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا نَصِيرٍ (١٠٧)

    ژباړه:
    [ایا نه پوهیږې چې د اسمانونو او ځمکې حکومت د خدای دی؟ او بې له خدایه ستاسو هیڅ ملګری او سرپرست نیشته].
    له تیر ایته وروسته چې د خدای د ځینو احکامو دنسخیدو په هکله وو دا ایت فرمایي: هغه کسان چې د احکامو په بدلیدو اعتراض لري ایا دخدای مطلق حاکمیت ته پام نه کوي.
    ایا دوي نه پوهیږي چې خدای تعالی په ټوله نړۍ منجمله انسانانو واکمني لري او حق لري چې د خپل حکمت مطابق په قوانینو او احکامو کې هر ډول بدلون راولي.
    له بده مرغه بني اسراییلو له الهی واکمنۍ غلط تصور درلود او په خپل حاکمیت کې یې دخدای لاسونه تړلې او بند انګیرل. حال دا چې هم د قوانینو په جوړولو او هم بدلولو کې دخدای لاسونه ازاد دي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له د غو ایتونو یې زده کولی شو.
    ۱: یوازې ایمان کافي نه دی بلکه تقوا او څارنه هم ضروري ده چې د ایمان ونه له هر ډول خطر او افته وژغورل شي.
    ۲ : د ښمن زمونږ ټول کړو وړه حتی ټکي تر نظر لاندې لري نو باید د هر ډول داسې کار او وینا له کولو ډډه وشي چې دښمن ته زمونږ په خلاف پلمه په لاس کې ورکوي. چې هغوی ترې د اسلام په خلاف استفاده وکړی شي.
    ۳:د اسلام دښمنان غواړي چې هر ډول پرمختګ او ترقي د هغوي په ولکه کې وي او نه غواړي چې مسلمانانو ته خیر او برکت ورسیږي نو په هغوي پورې زړه مه تړئ او تمه مه ورلرئ او یوازې په خدای توکل کوئ.
    ۴: د احکامو جعل کل او په هغو کې بدلون یا ځنډ د خدای په لاس کې دي او د انسان د ثابتو او بدلیدونکو اړتیاوو په اساس د خپل حکمت او مصلحت له مخې خدای تعالی په احکامو کې بدلون راولي.

    أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالإيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (١٠٨)

    خدای تعالی په دغه ایت کې مسلمانانو ته فرمایي:
    ایا غواړئ له خپل پیغمبر مو(بې ځایه غوښتنې او) پوښتنې وکړئ څرنګه چې له موسی له دې مخکې ( د بني اسراییلوله خوا) پوښتنې شوې وې.( پوه شئ چې)هر څوک ( په دغو پلمو سره له ایمانه سر وغړوي او) کفر وکړي نو بې له شکه چې له نیغې لارې بې لارې شوی دی.
    د ځينو سست عقیده مسلمانانو زړه غوښتل چې دوي له پیغمبره هر څه وغواړي هغه یې وکړي ، مثلا غوښتل به یې چې مونږ ته د خدای له لورې یو لیک راوړه لکه څرنګه چې بنی اسراییلو له موسی وغوښتل چې خدای وروښيي چې په خپلو سترګو یې وویني او ایمان پرې راوړی.
    اصولا د معجزې راوړل د نبوت د اثبات او د حجت د بشپړولو لپاره دي نه دا چې پیغمبر دنده ولري چې هر څوک ترې په خپله خوښه څه وغواړي هغه یې وکړي. لکه څرنګه چې یو انجنیر د خپل کار د اثبات لپاره د خپل کار څو بیلګې ښیي نه دا چې هر څوک ترې وغواړي دی یو کور ورجوړ کړي.

    وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (١٠٩)

    ژباړه:

    [ له اهل کتابو ډیر کسان( نه یوازې دا چې په خپله ایمان نه راوړي بلکه)د خپل حسد له امله غواړي چې تاسو هم د ایمان له راوړلو وروسته کفر ته ستانه کړي، سره له دې چې حق هغوی ته روښانه شوی دی، خو تاسو هغوی وبخښئ او له هغوی تیر شئ چې خدای تعالی خپل امر راولیږي، بې له شکه چې خدای پر هر څه وسیال دی]
    په مدینې کې میشته یهودیانو به هڅه کوله چې مسلمانان له خپله دینه ستانه کړي او یا لږ ترلږه دهغوی ایمان کمزوری کړي، قران مسلمانانو ته فرمایی: ګمان مه کوئ چې هغوی له دې امله چې ځان په حقه ګڼي دا کار کوي بلکه د اسلام او قران په حق والي پوه شوې دي خو دهغوی حسد او کینه د دغه کار سبب شوې ده.
    له دې امله چې په هغه وخت کې د مسلمانانو طاقت کم و نو ځکه چې خدای تعالی امر وکړ چې فی الحال د دښمن د سختو دباوونو په وړاندې د عفوې او تیریدنې له وسلې استفاده وکړئ. او د خپل ځان د رغولو هڅه وکړئ. چې د خدای امر یعنې له کفارو سره جهاد نازل شي.
    دا ایت ښیي چې د دښمن په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخستل لومړی پروګرام نه دی بلکه اسلامي اخلاق ایجابوي چې په بخښلو او تیریدلوسره دهغوی د اصلاح زمنیه برابره شي. او بیا که اصلاح نه شو ورسره مقابله وشي.
    اوس د بقرې سورې یو سل لسم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایی:

    وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُوا لأنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (١١٠)

    ژباړه:

    او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او( پوه شئ چې)هر خیر چې له ځانه مخکې یې لیږئ، هغه به ( په قیامت کې) د خدای په نزد ومومئ. بې له شکه خدای تعالی د هغه څه چې کوئ یې ښه کتونکی دی.
    د دښمن د غوښتنې په مقابل کې چې د مسلمانانو د ایمان کمزورې کول دي خدای تعالی د هغوی د ایمان د ساتلو لپاره امر کوي چې د لمانځه له لارې له خدای سره او دزکات له لارې له نورو مسلمانانو په تیره بیا له بې وزلو سره خپله رابطه غښتلې کړئ.
    معمولا د لمانځه امر په قران کې د زکات له امر سره یو ځای راغلی دی ښایي له دې امله وي چې دخدای عبادت خلکو ته د خدمت له کولو پرته کافي نه دي او له بل پلوه له بې وزلو سره مرسته که دخدای له بندګۍ او عبادت سره یو ځای نه وي نو دکبر غرور او په بیوزلانو د منت او احسان اړولو او دهغوی د مریې کولو سبب کیږي.
    د انسان یوه اندیښنه دا ده چې خلک د هغه له زحمتونو او خدمتونو خبر نه شي او که خبر شي قدرونه او ستاینه یې نه کوي ، نو ځکه د خیر په کارونو کې سستیږي، دا ایت فرمایی چې : اندیښنه مه کوئ ځکه چې تاسو هر څه کوئ خدای پرې ښه خبر دی او ویني یې او ستاسو بدله له خدای سره خوندي ده .