اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 17 تر 19 ايتونه

    د بقرې سورت له 17 تر 19 ايتونه

    د بقرې سورت له 17 تر 19 ايتونه
    Rate this post

    دريمه برخه – د بقرې سورت له  17 تر 19 ايتونه تفسير

    ګرانو لوستونکو په دغه برخه کښيې اوس د بقري سوري 17، 18 او 19 آيت تلاوت کوو چې لومړے 17 آيت شريف تلاوتوو:

    مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَاراً فَلَمَّا أَضَاءتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَّ يُبْصِرُونَ

    ژباړه: ددغو منافقانو مثال د هغو کسانو مثال دے چې اور يې بل کړ نو لکه څرنګه چې اور د هغوي شاوخوا روښانه کړه خداي يې رڼا ور ورکه کړه او هغوي يې په داسې تيارو کښې چې نه يې ويني خوشي کړل.

    ترو آيتونو د منافقينو ځينې نمونې اعلان کړي، دغه آيت شريف هغه چار ته د هغوي په ورته بللو سره يچ په تيارۀ بيديا کښې يې اور بل کړے وي فرمائي: د منافقينو د ايمان نور د اور د رڼا په څير کمزوري دي، ناپايښته، ايرو او لوگي سره يو ځاي دي، د ايمان نور څرګندوي خو د هغوي باطن د کفر اور دي. دغه کم نور هم د هغه پاک فطرت وړانګه ده چې خداي تعالیٰ د هغو په وجود کښې ايښې دے. خو ورو ورو د تعصبونو او سرزوريو په وجه لا کمزورے کيږي. تر څو چې د ظلم او جهالت پردې هغه پټ کړي او د کفر تيارې د هغو ټول وجود ونيسي. منافقان د نفاق د لارې په انتخابولو سره داسې فکر کوي چې کولاي شي هم د اهل نار يعنې کفار له ځانه راضي وساتي او هم اهل نور يعنې مومنان، هم د کفارو له دنيا څخه ګټه واخلي او هم د مومنانو له آخرته بې برخي نه وي. ځکه قرآن هغوي هغه چا ته ورته وبل چې د اور په بلولو سره يې نار او نور يو ځاي ټول کړي دي څو له دواړو ګټه واخلي. خو د ژوندون ډګر د يوې تيارې دښتې په شان دي چې له هغه څخه د تيريدو لپاره د خطرړ په زغملو او مقصد ته په سلامت رسيدلو سره يو ځلاندۀ او پايښتے نور په کار دے. ځکه د پيښو او حادثو طوفان هره کمزوري وړانګه وژني او انسان د تيارو په مينځ کښې خوشي کوي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د منافقانو نور د اور د نور په شان کمزوے او ناپايښته دي.
    2. د منافق وجود د اور بلوونې او فتنې سبب دي.
    3. منافق اور ته د رسيدو لپاره له نار يعنې اوره کار اخلي چې ايرې او سوځندوالے ورپسي شته.
    4. بالخره پاک خداي منافق رسوا کوي او د هغه هماغه ظاهري نور هم ورڅخه واخلي.
    5. د منافق راتلونکي تيارۀ او مبهم دے او ژغورلو ته يې تمه نشته ده.
    6. نفاق او دومه مخې هغه هم د خداي په مقابل کښې د زيرکۍ او هوښيارۍ نښـه نه ده بلکې د ظلمت او تباهۍ سبب ده.

    صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ

    ژباړۀ: هغوي د حق له اوريدلو کاڼه او د حق له ويلو ګنگيان او د حق له ليدلو څخه وړاندۀ دي، ځکه له کفره لاس نه اخلي او د حق لورې ته بيرته نه ستنيږي. که څه هم منافقان د نورو انسانانو په څير ژبه، سترګي او غوږونه لري خو څرنګه چې يې سترګه د حق ليدلو او درک ته او غوږ يې د حق د کلام اوريدو ته حاضر نه دي او ژبه يې هم د حقيقت له اقراره ډډۀ کوي نو ځکه قرآنکريم هغوي داسې کسانو ته ورته وربللي دي چې چې ته وا دغه د بيان او شناخت اوزار نه لري په دغه آيت سربيره په نورو آيتونو کښې هم د منافقانو په بارۀ کښې (لا يشعرون، لا يعلمون، لا يبصرون او يعمهون) تعبيرونه راغلي دي. د منافق باطني فکر داسې د هغه سترګه، غوږ او ژبه پوښي او پر حقيقتونو برغولے ږدي چې هغه هم لکه کافران حقيقتونه برعکسه او اپوټۀ ويني او له حق څخه د باطل د توپير توان له لاسه ورکوي. په مخکښې آيت شريف کښې يې بيان کړ چې د ايمان د نور په تلو سره د کفر تياره داسې د هغوي وجود نيسي چې د نور د ليدو توان نلري. خو دغه آيت شريف فرمائي: نه يوازې د ليدلو قدرت نلري بلکه د حق د ليدلو او اوريدلو توان هم له لاسه ورکوي او د تيارو په کنده کښې د حرکت نتيجه بې له سقوط او تباهۍ څخه بل څه نه دي داسې لاره چې د بيرته راګرځيدو امکان نه لري.

    أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاء فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصْابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ واللّهُ مُحِيطٌ بِالْكافِرِينَ

    ژباړۀ: يا د هغو کسانو په څير دي چې له آسمان څخه د تيز باران د اوريدو په وخت د تيارو او تالندي او بريښنا په مينځ کښې بند پاتي شوے وي. د وژونکو تالندو د خپلو ګوتو سرونه، غوږونو ته ننباسي خو خداي پر کافرانو احاطه لري او غالب دي.

    په 17 آيت کښې لوئي خداي منافق په يوه داسې کس چې په لاره کښې پاتي شوے دے ورته وباله چې خپل نور او رڼا يې له لاسه ورکړې ده او په تيارو کښې سرګردانه شوے دے او د بيرته راګرځيدو لاره نلري خو دغه آيت شريف فرمائي: هغه د په خټو کښې د يوه پاتي شوي کس په شان چې د بارانونو اورښت، د شپي تورتم، د تلندې غوږ غورځوونکې غړمبهار، د بريښنا بريښنده نور او د مرګ هيرې او ډار هغه احاطه کړے دے خو هعه نه له باران څخه د ځان د ساتنې لپاره پناه ځاي لري او نه د تيارې په مقابل کښې کوم نور او نه د وژونکې تالندې په مقابل کښې هوسا غوږ او يا آرامه روح.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. منافقان په مشکلاتو او انديښنو کښې ډوب دے او په همدې دنيا کښې هم انديښنه او اضطراب د هغوي لمن نيسي.
    2. له مرګه د ډار، اواز هميشه د منافقانو په غوږو کښې کړنګيږي او روحي آرامښت ځينې اخلي.
    3. لوئي خداي په منافقانو احاطه لري او اسرار او دسيسې يې ورافشۀ کوي.
    4. نفاق بالاخره په کفر بدليږي، ځکه دغه آيت شريف ددې پر ځاي چې وفرمائي (و الله محيط بالمنافقين )  فرمائي چې  (والله محيط بالکافرين).
    5. د آسمان له بارانه د منافق برخه او نصيب د هغه وژونکې تالندې او بريښنا غړمبهار دے.
    6. قرآن کريم د الهي رحمت سبب دي چې پر بشر نازل شوي دي خو د منافق لپاره د خطر زنګ يا ټلۍ او ذلت او سروايۍ سبب دي.