اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 20 تر 26 ايتونه

    د بقرې سورت له 20 تر 26 ايتونه

    د بقرې سورت له 20 تر 26 ايتونه
    Rate this post

    څلورمه برخه – د بقرې سورت له  20 تر 26 ايتونه تفسير

    يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاء لَهُم مَّشَوْاْ فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُواْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (20)

    ژباړه :
    نزدې ده چې د اسماني بریښنا رڼا د دوي د سترګو لید یوسي، هر کله چې په هغه تیاره دښته کې د اسمان بریښنا دهغوی لپاره رڼا راولي، هغوی څو ګامه لاړ شي خو کله یې چې لاره تیاره کړي ، ودریږي، که خدای غوښتلی دهغوی اوریدنه او لیدنه به یې ورځینې اخستې وای بیشکه چې خدای پر هر څه وسیال دی

    د اسمان بریښنا او غرهار د باران د ورښت او د زمکې او خلکو لپاره د تاندوالي او ښیرازۍ نښه ده خو نه د ټولو لپاره بلکه دهغو کسانو لپاره چې دخدای له دغه نعمته د استفادې تیاری او وړتیا ولري خو که یو مسافر تر شین اسمان لاندې په لاره کې پاتې وي دهغه لپاره څنګه؟
    د هغه اور چې منافقانو د ځان لپاره بل کړی کمزورې رڼا او د اسمان بریښوونکې رڼا هیڅ یوه د ژوند په لاره کې د هغوی لارښود نه شي پاتې کیدی، ځکه چې لومړی خو دوام او پایښت نه لري او دوهم هم یوازې د باران د وریدو زیری راوړي او دمنافق یا په لاره کې دپاتې کس لپاره بې له مصیبته بل څه نه لري.
    الهی وحي د اسمان بریښوونکې رڼا ده چې منافقان د هغې د لیدلو توان نه لري او له پیغمبره د هغه د برکاتو په اخستلو پسې نه دي.که څه هم هغوی د خپل ایمان په څرګندولو سره غواړي له دغه رڼا استفاده وکړي خو دا بریښنا د هغوي سترګې ړندوي او لاره پر هغوي پټوي.
    قران په دې ډول هغوی رسوا کوي چې له مجبورۍ له مومنانو سره د لارې له دوامه دریږي نه مخې ته کومه لاره لري او نه د ستنیدو لاره .او حیرانه پریشانه او لالهانده پاتې شي.البته دا ټول له خدای او مومنانو سره د نفاق دنیاوي پایلې دي او که خدای وغواړي چې د هغوی حقیقي سزا ورکړي نه یوازې له تګه پاتې کیږي بلکه خپله خپلې سترګې او غوږونه هم له لاسه ورکوي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : منافقه د الهی رڼا دلیدلو توان نه لري او الهی کلام د اسمان د بریښنا په شان دهغه د سترګو رڼا تښتوي.
    ۲ : منافق په خپله کومه رڼا نه لري او د مومنانو په رڼا کې د تګ هڅه کوي.
    ۳ : منافق د خپلو عملونو په وجه هره شیبه ممکنه ده چې د خدای په قهر اخته شي.
    ۴: که څه هم منافق څو ګامه مخکې اخلي خو پرمختګ نه لري او تم کیږي.
    ۵ : منافق خدای نه شي غولولی او د هغه له قهر او سزا نه شي تښتیدلی ځکه چې خدای په هر څه وسیال دی.

    يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (21)

    ژباړه :
    ای خلکو د خپل پالونکي چې تاسو او تر تاسو مخکې کسان یې پیدا کړې دي عبادت وکړئ چې د تقوا خاوندان شئ

    په تیرو شلو ایتونو کې خدای تعالی د درې ډلې خلکو ځانګړتیاوې او حالات بیان کړل: پرهیزګاران ، منافقان او کافران،د ایت د دغه دریو ډلو د افکارو، عقایدواو خبرو له پرتله کولو وروسته د نیکمرغۍ او ژغورنې لاره په ګوته کوي او فرمایی: له لومړۍ ډلې سره د یو ځای کیدو او تقوا ته د رسیدلو لپاره یوازې یوه لاره موجوده ده او هغه دا چېز انسان له نورو زړه او اړیکي وشلوي او یوازې په هغه خداي پورې چې تاسو او ستاسو پلار نیکونه یې پیدا کړې دي زړه وتړي او یوازې دهغه بندګي وکړي چې د نورو له بندګۍ او مرییتوبه خلاص شي.
    ډیر خلک خدای تعالی د خپلې هستۍ او وجود د پنځوونکي په توګه مني خو د خپل ژوند او ټولنې قانون له نور خلکو اخلي ته وا هغه خدای چې دوي یې پیدا کړې دي په خپل حال یې پریښې دي چې هر څه چې زړه یې غواړي وکړي.
    دا ایت فرمایی چې ستاسو پیداکوونکی ستاسو پالونکی هم دی او ستاسو د پالنې او ودې لپاره یې خاص پروګرامونه او دندې ټاکلې دي او یو قانون او نظام یې برابر کړی دی تشریع او قانون جوړول د هغه خدای حق دی چې تاسو یې پیدا کړې یئ.
    اوس هغو درسونو ته ځغلنده کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو.
    ۱ : د پیغمبرانو بلنه عام ده او په کومې خاصې ډلې یا پرګنې او قومه پورې اړه نه لري. نو قران ځکه کابو شل ځله عام خلک مخاطب کړې دي او فرمایلې یې دي : یا ایهاالناس ، یعنې ای خلکو.
    ۲ : د خدای تعالی د عبادت یو دلیل او فلسفه پر مونږ دهغه د بې پایه نعمتونو شکر ایستل دي نو ځکه فرمایی: « اعبدوا ربکم الذی خلقکم»
    ۳ : د پیدایښت نعمت تر ټولو لومړی او لوی نعمت دی چې خدای تعالی په مونږ لورولی دی چې دخدای په وړاندې د اطاعت او عبادت تقاضا لري.
    ۴ : عبادت د تقوا او پاکلمنۍ لامل ګرځي . که یو عبادت په مونږ کې دتقوا روح پیاوړی نه کړي عبادت نه دی.
    ۵: باید د خپلو پلار نیکونو دودونه د خدای تعالی د اوامرو په وړاندې را نه ولو ځکه چې هغوی هم د خدای مخلوق وو او باید دهغوی ا طاعت د خدای د عبادت مخه ونه نیسي.
    ۶ : خدای تعالی زمونږ عبادت او مننې ته ضرورت نه لري نه زمونږ لمونځونه او عبادتونه د هغه عظمت زیاتولی شي او نه د هغو پریښودل د خدای له قدرت او عظمته څه کمولی شي. دا مونږ یو چې د خپل کمال او ودې لپاره عبادت او اطاعت ته اړتیا لرو او باید دهغه قوانینو ته تسلیم ووسو.
    ۷ : په خپل عبادت غره کیدل نه دي پکار ځکه چې د ریا او عجب افت تقوا ته د رسیدلو مخه نیسي او ښایی زمونږ عبادتونه د تقوا سبب نه شي.
    دوستانو اوس راځو د بقرې سورې دوه ویشتم ایت ته هلته چې لوی خدای فرمایی:

    الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (22)

    ژباړه :
    هغه خدای چې ځمکه یې تاسو ته فرش آو اسمان یې هسکه ودانۍ وګرځوله او له اسمانه یې اوبه راواستولې او په هغو سره ستاسو لپاره له میوو روزي راوباسي ، نو له خدای شریک او ساری مه ټاکئ. سره له دې چې په خپله پوهیږئ ( چې هیڅ یو بت او شریک تاسو نه یئ پیدا کړې او نه تاسو ته روزي درکوي او دا یوازې دخدای کار دی)
    په دغه ایت کې خدای تعالی ډیرو نعمتونو ته اشاره کوي چې هر یو یې د بل نعمت سرچینه ده . ځمکه یې د فرش په شان په دې خاورینه نړۍ کې د انسان د ژوند بستر وګرځاوه. غرونه دښتې او اوبه او خاوره یې او دهغه ډول ډول معدنونه او ځمکې په تل کې او تر غرونو لاندې خزانې ټولې او ټولې د انسان د ژوند د بقا اسباب برابروي.
    د ځمکې او اسمان په مینځ کې غږملتیا ، د باران د ورښت او د شینکي د زرغونیدو سبب کیږي او د انسان رزق او خواړه برابروي هو دا ټول دخدای په تدبیر او بې پایه قدرت سره شوې دي نو څرنګه داسې څیزونه چې په خپله د هغه مخلوق او د ژوند په تیرولو کې د غه محتاجه دي د خدای لپاره شریک او ساري ټاکلی شو. او د خدای په ځای د هغوی حکمونه منلی شو.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : الهی نعمتونوته پام ، دخدای پیژندنې او دخدای د بندګۍ او عبادت تر ټولو ښه لاره ده .نو له تیر ایته وروسته چې د خدای د عبادت امر یې کاوه دا ایت انسان ته دخدای نعمتونه ښیی.
    ۲ : د ځمکې او اسمان په مینځ کې نظم او غږملتیا د عالم او قادر خدای په وجود ډیر ښه دلیل دی.
    ۳ : له دوو عبارتونو« جعل لکم» او « رزقا لکم» پوهیږو چې خدای تعالی هستي د انسان لپاره وپنځوله د نورو مخلوقاتو د پیدا کولو وروستی هدف دا دی چې انسان له هغو استفاده وکړي.
    ۴ : د هستۍ په اجزاوو کې نظم او غږملتیا د خدای تعالی په توجه او یو والي ډیر ښه دلیل دی نو باید یکتا پرستان او موحدان جوړ شو اونور کسان په خلقت کې له خدای سره شریک ونه ګڼو.
    ۵: خدای پیژندنه او خدای پالنه یوه فطري چاره ده چې د ټولو انسانانو ضمیر یې شهادت ورکوي نو ځکه ایت فرمایی چې :« و انتم تعلمون» یعنې تاسو په خپله په دې خبره پوهیږئ.
    ۶: اوبه او خاوره وسیله ده خو ټوکتیا او زرغونتیا د خدای په لاس کې ده نو ځکه فرمایی چې:«فاخرج» هغه میوې ستاسو لپاره پیدا کړې.

    وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (23)

    ژباړه:
    او که په هغه څه کې چې په خپل بنده مو نازل کړې دي شک لرئ، نو ( لږ ترلږه) یوه سوره خو دهغه ( قران) په شان راوړئ او بې له خدایه خپل شاهدان د دغه کار لپاره وغواړئ که تاسو رښتیا وایئ
    هر یو پیغمبر د خپلې ادعا اونبوت د ثابتولو لپاره باید یوه معجزه خلکو ته وړاندې کړي چې نور خلک دهغې په شان څیز له راوړلو ناتوانه وي .د اسلام د پیغمبر معجزه قران دی چې انسان د معنی ، لفظ او محتوا له نظره د هغې د ساري له راوړلو عاجزه دی.
    خدای تعالی په ځلونو داسلام مخالفان مقابلې ته بللې دي چې که تاسو دا کتاب دخدای له لورې نه ګڼئ او د انسان د لاس جوړ څیز یې ګڼئ نو د دې په شان کتاب جوړ کړئ چې داسلام غږ غلی شي.
    په زړه پورې دا ده چې قران په دغه مبارز غوښتلو کې تل دښمنانو ته رعایت ورکړ ی دی یو ځل وایی چې د دې په شان یو کتاب راوړئ . په بل ځای کې وایی چې د قران په شان لس سورې راوړئ او په د غه ایت کې فرمایی چې لږ تر لږه د قران په شان یوه سوره راوړئ.
    له بل پلوه قران هغوی دغه کار ته هڅوي او فرمایی: ددغه کار لپاره له خپلو ټولو ملګرو او په درسته نړې کې له خپلو ملاتړو مرسته هم وغواړئ او بلنه ورکړئ خو پوه شوئ چې ددغه کار د کولو توان نه لرئ.
    که څه هم ټولو پیغمبرانومعجزه لرله خو د اسلام د پیغمبر معجزه یعنې قران مخصوص ځانګړتیاوې لري چې په لنډه توګه یې څلورو ته اشاره کوو.
    لومړۍ ځانګړتیا: ګویا والی، د نورو پیغمبرانو معجزو ژبه نه لرله بلکه باید په خپله پیغمبران له خپلو معجزو سره وای او ویلې یې وی چې دا زما معجزه ده، خو قران معرفۍ ته اړتیا نه لري بلکه په خپله خپل مخالفان مبارزې ته بلي او هغوی پړوي، قران هم قانون دی او هم د قانون سند.
    دوهمه ځانګړتیا: تل پاتې والی، د نورو پیغمبرانو معجزې په یوه خاص وخت کې وشوې او یوازې دهغه وخت خلکو لیدلې او اوریدلې دي خو قران یوازې د پیغمبر په وخت کې معجزه نه وه بلکه په ټول تاریخ کې معجزه ده او د وخت تیریدل نه یوازې هغه لړزانه کوي نه بلکه معارف او مطالب یې ورځ په ورځ روښانه کیږي او غوړیږي.
    دریمه ځانګړتیا: نړیوالتیا، لکه څرنګه چې قران په یوې خاصې زمانې پورې مخصوص نه دی او په خاص ټاټوبي پورې هم محدود نه دی همداسې د قران مخاطبان هم یوازې عرب نه وو بلکه د هر قوم او هر ولس کسان د قران مخاطب دي . نو په قران کې په هیځ ځای کې « یا ایهاالعرب نه دي راغلې بلکه ټولو خلکو ته خطاب شوی دی چې فرمایی:«یا ایهاالناس».
    څلورمه ځانګړتیا: روحاني والی، معمولا د نورو پیغمبرانومعجزو مادي او جسماني اړخ درلود چې د انسان سترګې او غوږونه او ظاهري حواس به یې حیرانول خو قران که څه هم کلام او خبرې دي چې له همدغه معمولي الفبا تورو جوړ شوی دی خو د انسان په زړه او روح کې دومره تل ته کوږیږي چې عقل ورته د تعظیم سر ټیټوي او روح او فکر تسخیروي.
    اوس هغو درسونو ته پام کووو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : د پیغمبرانو تر ټولو لویه ځانګړتیا چې سبب شوه هغوی د وحی د لاسته راوړلو وړتیا پیدا کړي دا ده چې یوازې د خدای بندګان وو او هغه ته تسلیم وو. نو قران په ډیرو ایتونو کې پیغمبرانو ته د «عبادنا» ټکی استعمالوي لکه په دې ایت کې چې فرمایی : (نزلنا علی عبدنا)مونږ قران په پخپل بنده نازل کړ.
    ۲ : قران د استدلال او احتجاج کتاب دی او د شک او وسوسې ګنجایش نه پریږدي ځکه فرمایی چې:( ان کنتم فی ریب) که تاسو په شک کې یئ (فاتوا بسورة من مثله) د دې په شان یوه سوره خو راوړئ.
    ۳: قران د خدای تل پاتې معجزه ده چې په ټولو زمانو کې ټول انسانان مبارزې ته بلي.
    ۴: اسلام تل پاتی او نړیوال دین دی ځکه چې د هغه معجزه یعنې قران هم داسې دی او په کوم خاص وخت پورې محدود نه دی.
    ۵ : مونږ باید په ځان کې د دین د اصولو په هکله هیڅ شک او تردید پرې نه ږدو که شک مو وکړ باید سملاسي یې لیرې کړو چې زمونږ د دین د لړزانتیا سبب نه شي.
    ۶ : تر ټولو غوره قاضي د انسان ضمیر دی . دا ایت فرمایی: که ستاسو خپلو هم فکرانو هم ګواهي ورکړه چې هغه څه چې راوړې مو دي د قران په شان دي مونږ یې منو، یعنې مونږ په خپله تاسو قاضی او فیصله کوونکي ګرځوو.
    ۷: د قران حقانیت دومره یقیني دی چې که مخالفان دهغې په شان یوه سوره هم راوړي مونږ یې د ټول قران په ځان منو.
    اوس د بقرې سورې څلور ویشتم ایت ته پام وکړئ:

    فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (24)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده:
    ( نو که دغه کار مو ونه کړ چې هیڅکله یې نه شئ کولې، نو له هغه اوره چې سونګ یې خلک او کاڼي دي او دکافرانو لپاره تیار شوی دی ځان وساتئ)
    له تیر ایته وروسته چې قران خلک د خپل ځان په شان دیو ایت راوړلو ته بلل، دا ایت فرمایی:خو پوه شئ چې هیڅکله دغه کار شوونی نه دی نه تاسو چې د رسول الله مبارک په زمانه کې یئ او دهغه له ژبې او کلام سره بلد یئ د قران مثال راوړلی شئ او نه په راتلونکي کې بل هیڅ کس ددغه کار قدرت لرلی شي، ځکه چې د خدای کلام د هغه د ذات په شان د انسان له خبرو سره د پرتلې وړ نه دی.
    بیا قران د دښمنانو په ګواښلو سره هغوي ته د جهنم د اور خبرداری ورکوي او فرمایی د دوزخ سونګ د ګناهکارانو بدنونه دي چې له کاڼو سره یو ځای سوزي.
    په ایت کې د «کاڼو» مطلب یا سوزیدونکي کاڼي دي لکه کوئله یا د ډبرو سکاره چې د جهنم اور به جوړي یا هم هغه د کاڼو بوتان دي چې د اسلام د پیغمبر دښمنانو به پالل او خدای تعالی به د جرم د سند په توګه هغه په قیامت کې حاضروي چې بوت پالي د خپل کار انکار ونه کړی شي.
    لکه څرنګه چې خدای تعالی د انبیاء سورې په اته نویم ایت کې فرمایی:( انکم و ما تعبدون من دون الله حصب جهنم) یعنې تاسو او هغه څه چې بې له خدایه یې عبادت کوئ د دوزخ سونګ دي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کوو:
    ۱ : د خپل دین د حقانیت په هکله له مخالفانو سره کلکه او پریکنده خبره کوئ او د خپل دین په سموالي یقین لرئ، دا ایت مخالفانو ته په خطاب کې فرمایي ( لم تفعلوا و لن تفعلوا) یعنې ومو نه شول کړی او وبه یې نه کړی شئ.
    ۲ : انسان د کفر په وجه داسې مقام ته رسیږي چې د کاڼو او جماداتو برابر شي دا ایت فرمایی:(وقودها الناس والحجارة) یعنې د دوزخ سونګ انسان او کاڼي دي.
    ۳ : هغه زړه چې د کاڼي په شان سخت وي او قران ونه مني په قیامت کې به هم له کاڼي سره محشور کیږي.
    ۴ : د قران معجزه والی د پیغمبر په زمانې پورې خاص نه دی بلکه په هره زمانه کې معجزه ده نو فرمایی: (لن تفعلوا) په راتلونکي کې هم دقران مثال نه شئ راوړلې.
    ۵ : د دوزخ اور دومره سخت او سوزوونکی دی چې کاڼی هم د خشاکو په شان سوزو

    وبشر الذین ءامنوا و عملوالصلحت ان لهم جنت تجري من تحتها الانهر کلما رزقوا منها من ثمرة رزقا قالوا هذالذی رزقنا من قبل واتوا به متشبها ولهم فیها ازواج مطهرة و هم فیها خالدون
    ژباړه:
    او هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی او نیک کارونه یې کړې دي زیری ورکړه چې د هغوی لپاره داسې باغونه دي چې تر ونو لاندې یې ویالې بهیږي، کله چې له دغو(باغونو) جنتیانو ته کومه میوه روزي شي وایی :«دا هماغه ده چې له دې مخکې مونږ ته راکړل شوې وه»په داسې حال کې چې هغه څه چې دوی ته ورکړل شوې دي (دنیاوي نعمتونو ته) ورته دي (په خپله هغه نه دي) او دهغوی لپاره په جنت کې پاکې جوړې دي او هلته به تل پاتې وي
    له تیر ایته وروسته چې کافران یې د دوزخ په اور ګواښل ، دا ا یت د مومنانو انجام بیانوي چې د دغه دوو ډلو د برخلیک په پرتلې سره حقیت روښانه شي ، البته ایمان په هغه بڼه کې ګټه ور دی چې نیک عمل ورسره وي . نو یوازې ایمان یا یوازې عمل د انسان نیکمرغي نه تضمینوي.
    ایمان د ونې د جرړې په شان دی او نیک عمل یې د میوې په شان . د خوږې میوې وجود د جرړې د سلامتیا دلیل دی او د جرړې سلامتیا او مزبوتیا د روغې میوې د زرغونیدو سبب کیږي.
    بې ایمانه کسان کله کله نیک کارونه کوي خو له دې امله چې ایمان یې په زړه کې نیشته دا ښه کار همیشنی نه دی.
    په قیامت کې د ایماندارو کسانو ځای جنت دی چې باغونه یې خزان نه لري او تل به شنه وي. اوله داسې میوو به ډک وي چې انسان به همیشه تازه ساتي او تر ونو لاندې به یې همیشه رڼې ویالې بهیږي.که څه هم جنتي میوې له ظاهري نظره د دنیا میوو ته ورته دي چې جنتیان یې وپیژني او نا بلده ورسه نه وي خو د خوند او بوي له اړخه به د دنیا تر میوو ډیرې ښې وي.
    په قیامت کې زیږیدل او زیږول نیشته خو له دې امله چې انسان جوړې او همدم ته اړتیا لري خو خدای تعالی د جنت دخاوندانو لپاره داسې جنتي جوړې ټاکلې دي چې دهغوی اصلي ځانګړتیا پاکي او طهارت دی.
    که څه هم د قران ډیرو ایتونو او منجمله دغه ایت د جنت مادي نعمتونه باغ او ماڼۍ او پاکې جوړې بیان کړې دي خو په ځینو نورو ایتونو کې یې د دغو نعمتونو تر څنګ د جنت معنوي نعمتونو ته هم اشاره کړې ده لکه د توبې سورې په دوه اویایم ایت کې د جنت د مادي نعمتونو له بیانولو وروسته فرمایی:(ورضوان من الله ا کبر) یعنې دخدای رضا تر دغو ټولو لوړه ده . او د بینه سورې په اتم ایت کې فرمایی:(رضی الله عنهم و رضوا عنه) خدای تعالی له هغوی راضي دی او هغوی له خدایه راضي دي. داسې ښکاري هغه څه چې په قران کې د جنتي نعمتونو په هکله راغلې دي د جنتیانو د اوسیدلو ځای بیانوي نه دا چې د ا چارې د هغوي ټوله بدله او انعام وي بلکه د خدای دپیغمبرانو او اولیاوو او د انسانیت د تاریخ په پاکانو او صالحانو کې شتون د جنتیانو ځینې معنوي انعامونه دي چې هغوی به ترې خوند اخلي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : د سمې روزنې لپاره باید ګواښ او تشویق، یعنې هڅول او ویرول دواړه یو ځای وي ،په دوزخ د کفارو له ګواښلو وروسته قران مومنانو ته د جنت زیری ورکوي.
    ۲ : د ایمان د شتون نښه په صالح عمل کې ده . نو قران تل دغه دوه د یو بل په څنګ کې راوستې دي او فرمایی : ( آمنوا و عملوالصالحات)
    ۳ : د قران په لغت کې صالح او غوره عمل هغه عمل دی چې په انګیزې او نیت سره شوی وي نه هر نیک کار چې د شخصي غوښتنو یا ټولنیزو جاذبو په وجه تر سره کیږي نو نیک عمل په خدای له ایمانه وروسته مطرح شوی دی.
    ۴ : هغه محرومیتونه چې مومن انسان یې د حلالو او حرامو د خیال ساتلو په وجه په دې دنیا کې ویني په جنت کې به یې وټ کټ وویستل او جبران به شي.
    ۵: د دنیا نعمتونه ختمیدونکي دي نو دهغو په تللو سره انسان غمجنیږي خو د اخرت نعمتونه تل پاتې او همیشني دي نو انسان یې له لاسه د ورکولو غم نه لري. لکه چې د ا ایت فرمایی ( وهم فیها خالدون) یعنې هغوی به پکې همیشه وي.
    ۶ : مناسبه جوړه هغه جوړه ده چې له هر اړخه پاکه او پاکیزه وي هم د روح اوزړه له نظره او هم دجسم او تن له اړخه . نو ځکه ایت د جنتي جوړو په هکله فرمایی چې ( ازواج مطهرة) یعنې په ظاهر او باطن کې پاکې جوړې.
    اوس د بقرې سورې شپږ ویشتم ایت ته پام وکړئ:

     ان الله لا یستحی ان یضرب مثلا ما بعوضة فما فوقها فاما الذین ءامنوا فیعلمون ان الحق من ربهم و اما الذین کفروا فیقولون ماذا اراد الله بهذا مثلا یضل به کثیرا ویهدی به کثیرا و ما یضل به الالفاسقین
    ژباړه:
    بې له شکه خدای تعالی په دې چې د یو ماشي یا تر هغې د( وړوکي) یا لوی څیز مثال راوړي نه شرمیږي . خو هغه کسان چې ایمان لري پوهیږي چې دا مثال، د دوي د پالونکي له لورې، په حق او په ځای دی خو کومو کسانو چې کفر وکړ، وایی :خدای تعالی له دغه مثاله څه مقصد لرلی دی ؟ هو، خدای په دغه مثال سره ډیر کسان ګمراه او ډیر هدایتوي. خو پوه شئ چې خدای په هغه بې له فاسقو کسانو څوک نه بې لارې کوي)
    د اسلام مخالفان چې د قران په شان کتاب د مثال له راوړلو پاتې راغلل او د قران د پیاوړي منطق په وړاندې یې منطق نه لرلو د قران مثالونه به یې پلمه ګرځول او ویل به یې: خدای تعالی تر دې لوړ دی چې د داسې څیزونه مثالونه راوړي دا د انسان مثالونه دي نه دخدای له خدای سره نه ښایی چې د عنکبوت (غڼې) یا ماشي مثال راوړي. دا مثالونه د خدای له شان سره نه ښایی.
    مخالفان چې په خپله خدای یې هم نه مانه له دغو خبرو یې مقصد دا و چې په مسلمانانو کې په قران او پیغمبر شک پیدا کړي او دهغوی ایمان لړزانه کړي.
    په داسې حال کې چې اول خو د قران ټول مثالونه داسې نه دي ،لکه په تیرو ایتونو کې خدای تعالی منافقان په لاره کې پاتې کسانو ته ورته وبلل چې له ډول ډول ځمکنیو او اسماني خطرو سره مخامخ وي او د تګ لپاره رڼا نه لري.
    او بله دا چې مثال د یو حقیقت د پوهولو او انځورولو لپاره یوه وسیله ده ، کله چې یو ویونکی غواړي یو کس سپک کړي یا یې کمزورتیا بیان کړي نو هغه یو کمزوري مخلوق لکه ماشي او غڼې ته ورته ګڼي لکه څرنګه چې خدای تعالی د حج سورې په درې اویایم ایت کې فرمایی:( ان الذین تدعون من دون الله لن یخلقوا ذبابا و لو اجتمعو له و ان یسلبهم الذباب شیئا لا یستنقذوه من ضعف الطالب والمطلوب) یعنې هغه څه چې دخدای په ځای یې عبادت کوئ حتی یو ماشی هم نه شي پیدا کولی، که څه هم له یو بل سره مرسته وکړي، او که ماشی له هغوی څه وتښتوي نو د هغه د بیرته اخستلو وس نه لري . څومره کمزوری دی غوښتنه کوونکی او غوښتنه کیدونکی.
    نو دا ایت فرمایی چې خدای په دې خبره څه پروا او شرم نه لري چې دماشي یا تر ماشي د وړوکي څیز مثال راوړي، ځکه چې عقلاني او معنوي حقایق باید د محسوسو څیزونو په مثال سره بیان کړی شي چې خلک پرې پوه شي او په مثال کې د مچ ماشي او هاتي په مینځ کې څه فرق نیشته او هر یو د خپلې موضوع په مناسبت استعمالیږي.
    البته د قران او دهغه د مثالونو په وړاندې خلک دوه ډوله دي: یوه ډله چې حق بینې سترګې لري او د قران د مثالونو په منطق پوهیږي دا مثالونه د هغوی لپاره د هدایت او په حقیقت د پوهیدلو سبب کیږي خو کوم کسان چې د دښمنۍ او ضد او له قران سره د کینې او پلمو جوړولو له مخې قران او پیغمبر ته ګوري د خدای له هدایته لیرې کیږي او په ګمراهۍ اخته کیږي.
    اوس هغو درسونو ته کتنه کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو:
    ۱ : د دیني تعلیماتو او حقایقو په زده کولو کې شرم نه دی پکار بلکه انسان باید په هغو ځایونو کې شرم وکړي چې د شرعې ، عقل یا دخلکو د عرف په خلاف او سپک کار کوي.
    ۲ : لوړ حقایق او تعلیمات باید په ساده ژبه بیان کړی شي چې عام خلک پرې پوه شي حتی خدای تعالی هم سره د دومره عظمت او سترتوبه په دغه کار نه شرمیږي.
    ۳ : د قران مثالونه د حقیقي او واقعي کارونو په اساس دي نه تخیلی او وهمي کارونو نو کله کله د مختلفو حیواناتو مثال راوړي اوکله د تالندې ، باران او بریښنا په شان د طبیعي چارو.
    ۴ : ګناه او فسق د حقایقو د سمو پیژندلو خنډ او د انسان د ګمراهۍ سبب کیږي.
    ۵ : هغه څه چې د خدای له لورې دي د حقایقو بیان دی هدایت منل یا ګمراه کیدل د دغه حقیقت په وړاندې د انسان په غبرګون پورې اړه لري.

    ژباړه: عبدالرحيم دراني