اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 27 تر 35 ايتونه

    د بقرې سورت له 27 تر 35 ايتونه

    د بقرې سورت له 27 تر 35 ايتونه
    Rate this post

    پنځمه برخه – د بقرې سورت له  27 تر 35 ايتونه تفسير

    الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (٢٧)

    ژباړه :
    فاسقان هغه کسان دي چې د خدای تړون له دې وروسته چې کلک یې وتاړه ؛ ماتوي او هغه پیوندونه چې خدای امر کړی دی چې ټینګ یې وساتي پرې کوي او په ځمکه کې فساد کوي ، هغوی تاوانیان دي
    په تیر ایت کې چې د فاسقانو د ګمراهۍ خبره وه دا ایت د هغوی درې ځانګړتیاوې بیانوي. لومړۍ دا چې هغوی د خدای تړونونه ماتوي او د خپلو غوښتنو او نفساني خواهشاتو پیروي کوي . په دغه ایت کې له الهی تړونونو مطلب یو ډول تکویني تړون دی نه تشریعي چې خدای تعالی د ټولو انسانانو په فطرت او خټه کې ایښی دی چې دهغه په هدایت سره ښه له بدو او حق له باطله پیژندلی شي او د پیغمبرانو د بلنې د منلو چمتووالی هم ولري.
    دوهمه دا چې، هغه پیوندونه چې خدای تعالی یې د ټینګولو امر کړی دی دوي یې شلوي که هغه له الهی رهبرانو سره مکتبي اړیکي وي او که له مومنانونو سره ټولنیز اړیکي او که له خپلوانواو کورنۍ سره د خپلوۍ پیوندونه.
    دریم دا چې په فسق او ګناه سره په ځمکه کې فساد او فحشا زیاتیږي . کیدی شي ځینې کسان ګمان وکړي چې ګناه یوه شخصي او فردي چاره ده او پایلې یې یوازې په خپله په کوونکي پورې محدودې دي ، حال دا چې د ګناه ټولنیزه اثار دهغې تر وګړنیزو اثارو کم نه دي اوټولنه فساد ته کاږي.
    روښانه ده چې څوک د خدای د تړونونو او انساني پیوندونو درناوی نه کوي او په ازاده هر څه چې یې زړه غواړي کوي یې ځانته ډیر لوی تاوان رسوي او د خپلو ټولو مادي او معنوي پانګو په بایللو سره بې له سپکۍ ، بدۍ او تورې ورځې بل څه په لاس نه راوړي.
    اوس هغو سبقونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو :
    ۱ : د وعدې او تړون ماتول له دین سره سمون نه خوري مومن انسان پیمان شکنه نه وي حتی له کافرانو سره وعده او ژمنه نه ماتوي نو له خدای سره به یې څه ماته کړي.
    ۲ : د فطرت د غږ تر پښو لاندې کول د هرې ګناه لپاره زمینه برابروي او اخر په ځمکه کې د فساد سبب کیږي.
    ۳: حقیقي تاوان ، د عمر او فکر د پانګې تاوان او د فطرت او شریعت د احکامو خلاف ورزي ده.
    ۴ : د بقرې سورې د یو سل څلور ویشتم ایت له مخې چې فرمایی : ( لا ینال عهدی الظالمین) امامت او مشري دخدای عهد دی او ددغه ایت مطابق، ددغه تړون او عهد ماتول او د بیعت ماتول د فاسقانو ځانګړتیا ده .
    ۵ : د اسلام سپارښتنه په وصل او رغیدو ده نه په فصل او جدا کیدو، نو صله رحم او له خپلوانو په تیره بیا له والدینو سره په لیدو کتو همیشه ټینګار شوی دی .
    ۶: اسلام له ګوښه نشینۍ او له ټولنې او کورنۍ له څنګته کیدو سره مخالف دی او خلک یې تل دمسلمانانو په ټولنو ، د جمې او جمعې په لمونځونوکې شتون او د ناروغانو پوښتنې او ګاونډیانو او بیوزلانو ته پام ته بللې دي.
    په اسلامي روایتونو کې د صله رحم په هکل ډیرې سپارښتنې شوې دي چې ځینو ته یې اجمالا اشاره کوو:
    فرمایی: د خپلو خپلوانو کتنې ته ورشئ چې فقر له تاسو لیرې شي او روزي مو پراخه شي او ستاسو په عمر کې برکت پیدا شي.
    صله رحم کوئ که څه هم خپلوان مو تاسو ته بې پروايی کوي او یا نیکان او صالحان نه وي.
    صله رحم کوئ که څه هم یو کال لاره ووهئ او یا د سلام کولو او د اوبو د څښلو په اندازه فرصت پیدا کړئ.
    صله رحم د قیامت د روځې حساب او مرګ اسانوي او په جنت کې خاص مقام ته د رسیدلو سبب کیږي.

    اوس د بقرې سورې اته ویشتم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایی:

    كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنْتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (٢٨)

    ژباړه:
    څرنګه د خدای انکار کوئ حال دا چې تاسو (بې روحه جسمونه او) مړي وئ چې هغه ژوندي کړئ بیا به تاسو مړه کړي او یو ځل بیا به موژوندي کړي بیا به خپل رب ته ستانه کړې شئ
    د خدای پیژندلو تر ټولو ښه لاره دځان او جهان په پیدایښت کې فکر کول دي. په پیدایښت او مرګ کې فکر کول انسان دې حقیقت ته متوجې کوي چې که زماژوند زما په لاس کې وی باید همیشه ژوندی وی حال دا چې مخکې نه وم او بیا پیدا شوم اویو ځل بیا به مړ کیږم.
    له دې مخکې مونږ هم د کاڼو لرګیو او جماداتو په شان بې روحه موجودات وو د خدای د ژوند وږمه په مونږ ولګیده او مونږ ته یې روح وباخښه او ادراک شعور او پوهه یې راکړه . نو د خدای تر ټولو لوی نعمت د ژوند نعمت دی چې انسان له دومره پرمختګ سره سره چې په علم او ساینس کې یې کړی دی د ژوند له اسرارو او رموزو ناخبره او ناتوانه دی.
    خو نه یوازې پیدا کیدل او ژوند بلکه مرګ هم دخدای په لاس کې دی مونږ نه په خپل اختیار راغلې یو او نه به په خپل اختیار ځو، هغه راوستې یو او هماغه ذات به مو بوځي. او په دې مینځ کې یوازې زمونږ عمل دی چې زمونږ په خپل لاې کې دی . نو څرنګه دخدای انکار کولی شو چې هم زمونږ پیل او پای دهغه په لاس کې دی . او څرنګه له مرګه وروسته د دوباره ژوند انکار کولی شو حال دا چې زمونږ بیا ژوندي کول په لومړي ځل تر ژوندي کولو ډیر اسان دي او که اسان نه وي تر هغې ګران نه دي او څرنګه هغه خدای چې مونږ یې په لومړي ځل پیدا کړو په دوهم ځل زمونږ له پیدا کولو عاجزه کیدی شي؟
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کوو:
    ۱ : د قراني هدایت او ارشاد یوه طریقه دا ده چې د انسان د عقل او فطرت په وړاندې پوښتنه مطرح کوي چې انسان په خپل عقل او فکر سره په حقایقو پوه شي او په تقعل سره هغه ومني نه په تقلید او بې ځایه تعبد سره .
    ۲ : ژوند، دخدای د وجود دلیل دی او مرګ د قیامت د شتون نښه ده .
    ۳: ځان پیژندنه د خدای پیژندې سریزه ده . که انسان خپل حقیقت وپیژني نو خپل خدای به هم وپیژني ځکه چې په دې به پوه شي چې دده هیڅه خپل نه دي او هر څه چې دي له خدایه دي.
    ۴: د انسان د کمال د لارې پای ، خدای ته رسیدل او د ژوند مبدا او دنعمتونو سرچینې ته ستنیدل دي.
    ۵: مرګ د ژوند پای نه دی بلکه د یو بل ژوند پیل دی او دخدای په لور حرکت دی
    ۶: کفارو چې د قیامت او معاد د نفي کولو لپاره یې هیڅ دلیل نه لرلو له مرګه وروسته د ژوند په هکله د پوښتنو په مطرح کولو سره یې شکونه او شبهې پیدا کولې قران هم د دې پوښتنې په مطرحولو سره چې ستاسو لومړی ژوند له کومه دی دهغوی ځواب ورکوي .

    د بقرې سورت ۲۹ او ۳۰ ايتونه

    هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الأرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (٢٩)

    ژباړه :

    هغه ، هغه ذات دی چې هر څه یې چې په ځمکه کې دي ستاسو لپاره پیدا کړل، بیا یې د اسمانونو پیدایښت ته مخه کړه او هغه یې د اوو اسمانونو په شکل کې برابر کړل او هغه پر هر څه خبر دی
    خدای تعالی چې مونږ پیدا کړو زمونږ دهوساینې او ارام اسباب یې هم برابر کړل او ځمکه او اسمان یې انسان ته ورکړل ځکه چې انسان تر ټولو لوړ او غوره مخلوق دی چې خدای پیدا کړی دی او باید هر څه که هغه جمادات وي که نباتات او که حیوانات او په ځمکه او اسمان کې هر څه د انسان په خدمت کې وي نو ځکه قران فرمایی چې : ( خلق لکم ما فی الارض جمیعا) یعنې هغه څه چې په ځمکه کې دي ټول ستاسو لپاره پیدا شوې دي او د جاثیې سورې په دیارلسم ایت کې فرمایی چې : ( سخر لکم ما فی السموات والارض) یعنې نه یوازې ځمکه بلکه هغه څه چې په اسمانونو کې دي خدای تعالی تاسو ته تسخیر کړې دي.
    د توحید یو بل دلیل داسمانونو ډير پیچلی خو له تدبیره ډک نظام دی چې پوهانو د هغه په پوهیدلو په خپلې ناتوانۍ او عاجزۍ اقرار کړ ی دی د ځمکې کره چې زمونږ لپاره د ډول ډول نعمتونو او ژوند سبب ګرځیدلې ده یوه وړه شان سیاره ده چې قران هغه ته د مفرد یعنې واحد لفظ کاروي او فرمایی چې ( الارض) یعنې ځمکه خو د اسمان په هکله په ډیر ایتونو کې منجمله په دغه ایت کې فرمایی چې : ( سبع سموات) یعنې خدای اوه اسمانونه د خپل تدبیر او لوی قدرت له مخې پیدا کړل او هغه یې د انسان په خدمت کې ورکړل . اوه اسمانونه چې د نورو ایتونو په اساس هغه څه چې انسان یې ویني ( السماء الدنیا) یعنې ددې دنیا اسمان دی یعنې تر ټولو ټیټه طبقه ده او شپږ نور اسمانونه د انسان له لاسرسۍ بهر دي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : انسان د ځمکې او اسمانونو تر ټولو مخلوقاتو لوړ او د خلقت وروستی هدف دی.
    ۲ : خدای تعالی کاینات زمونږ لپاره پیداکړې دي نو مونږ هم باید یوازې د خدای لپاره پاتې شو.
    ۳ : په پنځون کې هیڅ یو مخلوق چټي نه دی بلکه د انسان د خدامت لپاره پیدا شوی دی که څه هم له هغه د فایدې اخستلو په طریقه نه پوهیږو.
    ۴ : دنیا دانسان لپاره ده نه دا چې انسان د دنیا لپاره وي . دنیا وسیله ده نه هدف.
    ۵ : د پنځون له نعمتونو هر ډول ا ستفاده د انسان لپاره مباح او حلاله ده مګر دا چې د عقل یا شرعې مخصوص دلیل هغه منعې کړي.

    اوس د بقرې سورې دیرشم ایت ته پام وکړئ:

    وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لا تَعْلَمُونَ (٣٠)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده :

    او کله چې ستا پالونکي پرښتو ته وویل:زه غواړم چې په ځمکه کې یو ځای ناستی وټاکم، پرښتو وویل: ایا په ځمکه کې داسې کس ټاکې چې په هغې کې به فساد کوي او وینه به تویوي؟حال دا چې مونږ ستا حمد او ستاینه کوو، او ستا تسبیح وایو، خدای تعالی وفرمایل: بې شکه زه په داسې څیزونو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ
    په تیرو ایتونو کې خدای تعالی بې شماره مادي نعمتونه یاد کړل چې انسان ته یې ورکړې دي دا ایت د انسان معنوي مقام او موقعیت چې هغه یې ددومره نعمتونو وړ ګرځولی دی بیانوي :
    خدای تعالی د انسان له خلقته وروسته پرښتې له دې خبرې خبر کړې چې ادم دومره انسان چې په ځمکه کې به زما ځای ناستی وي دومره وړتیا لري چې زما اصلي جانشین شي او د الهی خلافت مقام ته ورسیږي خو پرښتې په دې خبره اندیښنه څرګندوي او وایی چې څرنګه هه کس چې نسل یې د فساد او وینه بهیولو نسل دی په ځمکه کې خپل ځای ناستی ګرځوې؟
    د پرښتو نظر دا و چې که خدای تعالی غواړي چې په ځمکه کې خپل یو ځای ناستی وګرځوي نو طبعا باید هغه مخلوق له هر ډول ګناه او فساد پاک وي او خدای پوره پوره مطیع اومنونکی وي . او هغه پیژندګلو ته په پام سره چې هغوی له انسانه لرله حیرانه شوې چې څرنګه خدای پاک داسې یو کس چې نسل یې فساد کوي او وینه بهیوي په ځمکه خپل ځای ناستی ګرځوي هغه هم د پرښتو په ځای چې همیشه د خدای په اطاعت او عبادت کې مشغولې وي.
    خدای تعالی دهغوي په ځواب کې فرمایی:تاسو یوازې د انسان کمزورۍ لیدلی دي او دهغه له مثبتو اړخونو او ارزښتونو بې خبره یئ. خو زه په داسې څیزونو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ. که تاسو زما په تسبیح او صفتونو مشغولې یئ او هغه د خلیفة الله په مقام کې پر انسان د خپل لوړاوي او غوره والي دلیل ګنئ نو پوه شئ چې په انسانانو کې داسې ډیر کسان شته دي چې تر تاسو لوړ دي او د خلیفة الله دمقام لایق اووړ دي.
    البته روښانه ده چې ټول انسانان په ځمکه کې دخدای ځای ناستې او خلیفه نه دي او له الهي خلافته مقصد دا دی چې خدای تعالی انسان په ( احسن تقویم) او تر ټولو ښه شکل کې پيدا کړې دی او په هغه کې یې خپل الهی روح پو کړی دی هلته چې فرمایی(ونفخت فیه من روحی) د انسان په فطرت او خټه کې دا وړتیا شته ده چې هغه په ځمکه کې دخدای ځای ناستی شي.
    د دغو کسانو چې په ځمکه کې دخدای ځای ناستې او خلیفه ګان شوې دي پیغمبران ، امامان، پاکان ، صالحان او شهیدان دي او ځینې انسانان بیا داسې هم شته دي چې دغه الهی وړتیا یې تباه کړې او د انسانیت تر حده هم پریوتې دي لکه څرنګه چې قران دهغوي په هکله فرمایی: ( اولئک کالانعام بل هم اضل) یعنې دغه کسان د ځناورو په شان دي بلکه تر هغو هم بد او بې لارې دي.
    روښانه ده چې په ځمکه کې د انسان جانشیني د ځمکې له اداره کولو او چلولو د خدای د ناتوانۍ نښه نه ده بلکه د انسان د کرامت او دهغه د مقام د فضیلت نښه ده چې د دغه ډول خلافت وړتیا یې موندلې ده . پر دې سربریه چې کاینات او نړۍ په اسبابو او عللو ولاړه ده . یعنې سره له دې چې خدای تعالی د هر کار وړتیا او وس لري خو د چارو د چلولو لپاره یې اسباب او واسطې ټاکلې دي ، لکه د پرښتو په هکله چې فرمایي: (والمدبرات امرا) د دنیا تدبیر دهغو په غاړه دی ، سره له دې چې په حقیقت کې اصلي مدبر خدای تعالی دی او هم ځکه فرمایی چې ( یدبر الامر) یعنې هغه دی چې د چارو تدبیر کوي.
    اوس هغو درسونو ته پام وکړئ چې له دغه ایته یې زده کوو:
    ۱: په کائناتو کې د انسان مقام او حیثیت دومره لوړ دی چې خدای تعالی دهغه د پیدا کولو او خلافت موضوع له پرښتو سره وڅیړله.
    ۲: د الهی حاکم او خلیفه ټاکنه د خدای په لاس کې ده نه د نورو په لاس کې .
    ۳ : له خپل لاس لاندې کسانو لپاره دمهمو او پوښتنه پیدا کوونکو موضوعګانو مطرحول او دهغوی پوښتنو او ابهاماتو ته ځواب ورکول یو ارزښت دی . خدای تعالی د انسان د خلقت په هلکه هم داسې وکړل او د پرښتو ابهام یې ختم کړ.
    ۴ : الهی خلیفه او حاکم باید عادل وي نه فاسق او فاسد، پرښتو وویل چې څرنګه یو وینه بهیوونکی کس په ځمکه کې د خدای خلیفه جوړیدلی شي.
    ۵: له نورو سره د ځان په پرتلې کې داسې نه ده پکار چې د مخالف اړخ یوازې منفي او کمزوري ټکي او د ځان یوازې ښه او مثبت ټکي ووینو او زر قضاوت وکړو.
    ۶: د لیاقت او انتخاب معیار یوازې عبادت نه دی بلکه نورې چارې هم ضروري دي پرښټې سره له دې چې په عبادت کې تر انسان لوړې وې خو دخدای له لورې دخلافت لپاره غوره نه کړی شو.
    ۷: د ځینو کسانو د انحراف او بې لارې کیدو له امله باید د نورو د ودې او پرمختګ د امکان مخه ونه نیول شي که څه هم خدای ته پته وه چې ځینې انسانان به غلطه لاره خپلوي خو انساني نسل یې له خلقت اوخلافته محرومه نه کړ.
    ۸: د ځان د پوهولو او د ابهام د ختمولو لپاره پوښتنه کول باک نه لري د پرښتو پوښتنه د دې لپاره نه وه چې دخدای په کار اعتراض وکړي بلکه د ځان د پوهولو او د ابهام دختمولو لپاره وه .

    وَعَلَّمَ آدَمَ الأسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٣١)قَالُوا سُبْحَانَكَ لا عِلْمَ لَنَا إِلا مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (٣٢)
    د دغو دوو ایتونو ژباړه په دې ډول ده :
    او خدای تعالی (د هستۍ د حقایقو) ټول نومونه ادم ته وښودل، بیا یې هغه پرښتو ته وړاندې کړل او وې فرمایل:که تاسو رښتیا وایئ د دغه نومونوخبر ماته راکړئ  پرښتو( په ځواب کې) وویل: ای خدایه ته له هرې خطا اونیمګړتیا پاک یې، مونږ بې له هغه چې تا راښودلې دي په بل څه نه پوهیږو، بې له شکه چې ته پوه او حکیم یې
    خدای پر پرښتو د انسان د وړتیا د ثابتولو لپاره دواړه ډلې و ازمایلې اول یې هغوي ته ځینې علمونه وړاندې کړل او بیا یې له هغوی وغوښتل.
    قران په دې باره کې چې دا علوم څه وو څه نه دي ویلې خو د اکثرو مفسرانو نظر دا دی چې خدای تعالی هستي او طبیعت په هماغه اوله کې انسان ته وروپیژنده او د هغو نومونه یې هغوی ته ورزده کړل . دا هماغه د څیزونو د پیژندلو توان او استعداد دی چې د انسانانو په خټه کې یې اچولی دی .
    له دې امله چې پرښتو تصور کاوه چې د خپلو عبادتونو په وجه تر انسانانو لوړ دي خو خدای تعالی هغوی وزامایل او وې فرمایل: که په دغه ادعا کې رښتیني یئ نو هغه حقیقتونه چې تاسو ته مې درزده کړل ماته وښئ .خو پرښتو د تیروتنې په وجه داسې خیال کاوه او پوه شول چې عبادت او تسبیح دالهی غوراوي یوازینی معیار نه دی او الهی خلیفه باید لوړ علمی او معرفتی موقعیت ولري . د خدای ددغه غوښتنې په ځواب کې وویل: خدایه ته له هر بې دلیله او بې حکمته کار پاک او سپیڅلی یې. یقیناد انسان په خلقت او په ځمکه په خلافت کې لوی مصلحت و چې د ځینو انسانانو د وجود تر مفسدې زیات و او دهماغه مصلحت په اساس تا انسان پیدا کړی دی.
    ای خدایه! مونږ یوازې په هغه څه پوهیدو چې تا مونږ ته رازده کړې دي او په بل څه نه پوهیږو او مونږ که پوښتنه کړې ده نو له دې امله چې له دغه خبرې ناخبره وو چې انسان دومره امتیاز او ځانګړتیا او قدرت لري . ای خدایه دا ته یې چې له هر څه خبر یې او تل د حکمت او مصلحت له مخې عمل کوې.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کوو:
    ۱ : دانسان لومړی استاد خدای تعالی دی چې انسان ته یې د حقایقو د درک کولو او پیژندلو قدرت ورکړی دی هغه قوت چې دانسان ټول استعدادونه او وړتیاوې هغه ته پامته داره دي.
    ۲ : انسان د هستۍ د ټولو حقایقو او علومو د درک کولو او پوهیدلو وړتیا لري که څه هم لا د لارې په سر کې دی او ډیر مجهولات موجود دي.
    ۳ :په ټولو مخلوقاتو منجمله په پرښتو د انسان لوړاوی او امتیاز دعلم پوهې او تعقل او تفکر له امله دی چې په خپله تر ټولو لوی عبادت دی.
    ۴ : حقیقي معلم خدای دی او استاد او کتاب د تعلیم او یادونې زمینې دي.
    ۵ : الهی خلیفه او حاکم تر عبادت او تسبیح زیات علم او پوهې ته اړتیا لري نو ځکه خدای تعالی د انسان د لوړاوي د ثابتولو لپاره د علم خبر وکړه .
    ۶: د غلطې خبرې په وجه چټکه عذر خواهي یو ملکوتي ادب دی . پرښتې چې کله پوه شوې چې غلطه خبره یې کړې ده نو سمدستي یې وویل چې (سبحانک) یعنې ای خدایه ته سپیڅلی یې او د خپلې خبرې بخښنه یې وغوښتله.
    ۷:انسان باید د نه پوهیږم او نه یم خبر په ویلو شرم ونه کړي. پرښتو ډیر په جار په خپل جهل اقرار وکړ او وې ویل چې لا علم لنا یعنې مونږ نه پوهیږو.
    ۸: بخښنه غوښتل او توبه د انسان د ژغورنې سبب کیږي. پرښتو چې خپل عبادت او تسبیح یې پر انسان د لوړاوي سبب ګڼل کله چې له حقیقته خبر شول نو بخښنه یې وغوښتله او خدای تعالی ومنله خو شیطان چې له اوره خپل خلقت یې پر خاورین ادم د لوړاوی سبب ګاڼه په خپلې ادعا ټینګ ودریده او زیل یې وکړ او د خدای له دره وشړل شو.

    اوس د بقرې سورې درې دیرشم ایت ته ستاسو پام غواړو:

    قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (٣٣)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده :
    هاله خدای تعالی وفرمایل:ای آدمه، پرښتې د هغو حقایقو له نومونو خبر کړه ، نو کله یې چې هغوی ته هغه نومونه واورول، خدای تعالی پرښتو ته وفرمایل ایا تاسو ته مې نه وو ویلې چې زه د اسمانونو او ځمکې په غیبونو(پټو رازونو) خبر یم، او په هغه څه چې تاسو یې پټوئ یا یې ښکاره کوئ پوهیږم
    په دغه ازمیښت کې ادم سرلوړی شو او د الهی تعلیماتو له مخې الهی اسرار او نومونه یې هغوی ته بیان کړې او هغوی په دغه حقیقت پوه شول چې خدای تعالی انسان ته د یادولو وړتیا ورکړې ده چې پرښتې له دغه استعداده محرومه دي.
    له دغه ازمیښته وروسته خدای تعالی پرښتو ته وفرمایل:تاسو فکر کاوه چې دخدای د خلافت لپاره تر هر چا غوره یئ خو دا خبره مو پټوله او په ډاګه مو نه بیانوله خو پوه شئ چې خدای تعالی څومره چې ستاسو له ښکاره چارو خبر دی ستاسو له باطنه هم خبر دی او هیڅه د هغه له احاطې بهر نه دي .
    د انسانانو او نورو مخلوقاتو له ظاهر او باطنه د خدای پر خبریدو د دغه ایت ټینګار د دې لپاره دی چې ووایی: تاسو چې د هستۍ له رازونو خبر نه یئ او یوازې د چارو ظاهر ته ګورئ بې دلیله دخدای په کارونو چې د علم اوحکمت له امله دی اعتراض اونیوکه مه کوئ . که په نظام کې ځینې چارې ستاسو په خیال غلطې وي نو دا ستاسو د ناپوهۍ او جهل له امله دی نه دا چې دخدای په کار کې کومه نیمګړتیا وي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : انسان د علم او پوهې او د یادونې د وړتیا له امله پر پر ښتو لوړاوی لري نو ځکه خدای تعالی هغه څیزونه چې پرښتو ته نه وو زده حضرت ادم ته ورزده کړل .
    ۲ : د لیاقت او برلاسۍ د ثابتولو لپاره ازمیښت اوامتحان ضروري دی ، سره له دې چې خدای تعالی پر پرښتو د حضرت ادم په لوړاوي پوه و خو په نورو د هغه د ثابتولو لپاره یې دغه ازموینه وکړه.
    ۳: پرښتې له ځانه دغیبو علم نه لري بلکه په هره اندازه چې خدای وغواړي او اجازه ورکړي هغوي خبریږي. په تیرو څو ایتونو کې خدای تعالی وفرمایل چې « انی اعلم ما لا تعلمون» زه په هغو څیزونو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ او دا ایت فرمایی :« انی اعلم غیب السموات والارض » زه د اسمانونو او ځمکې په غیبونو خبر یم.
    ۴: باید د استعدادونو او وړتیاوو دغوړیدو لپاره زمینه برابره کړو خدای تعالی په یوې ازموینې سره د حضرت ادم وړتیا ثابته کړه چې هم انسان په خپل لیاقت پوه شي او هم نور له دغه امتیاز او لوړتیا خبر شي.

    وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلا إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ (٣٤)

    ژباړه:

    هغه وخت چې پرښتو ته مو وویل ادم ته سجده وکړئ، نو ټولو سجده وکړه بې له ابلیسه چې سرغړونه یې وکړه او کبر یې وکاوه او له کافرانو شو
    له تیرو ایتونو وروسته چې په انسان یې دخدای مادي او معنوي نعمتونه بیان کړل او الهی خلافت یې چې د انسان د کرامت نښه ده بیان کړ دا ایت د انسان لپاره یو بل شرافت بیانوي او هغه ادم ته د پرښتو سجده ده .
    د حجر او ص سورو له ایتونو معلومیږي چې خدای تعالی د انسان د پیدا کولو په وخت پرښتو ته وفرمایل: « فاذا سویته و نفخت فیه من روحی فقعوا له ساجدین» یعنې کله چې ما د ادم خلقت بشپړ کړ او خپل روح مې په هغه کې پو کړ نو هغه ته سجده وکړئ.
    نو دا سجده د انسان د خلقت له امله وه نه د هغه د خلافت په وجه او په ځمکه کې د هغه د خلافت موضوع او د پرښتو ازمیښت له دې مرحلې وروسته شوی دی او اصولا که د سجدې امر دادم د خلافت د مقام له روښانیدو وروسته شوی وی نو د پرښتو لپاره چندانې ویاړ نه حسابیده ځکه چې نور نو د خدای تعالی د امر په وړاندې د تعبد او تسلیم به وجه نه بلکه د ادم د مقام په خاطر و.
    البته په دې مینځ کې ابلیس چې د کهف سورې د پنځوسم ایت مطابق له پیریانو و خو د ډیرو عبادتونو له امله د پرښتو په لیکه کې راغلی و د خدای له دغه امره سر وغړاوه او په کبر او غرور اخته شو او ګمان یې وکړ چې په خلقت کې تر ادمه غوره دی او ادم باید هغه ته سجده وکړي نه دا چې هغه ادم ته سجده وکړي .
    ابلیس نه یوازې په عمل کې ګناه وکړه بلکه له اعتقادي نظره یې هم دخدای امر غیر عادلانه او بې حکمته وګاڼه او په کفر او بې دینۍ اخته شو او ایمان یې بایله.
    حضرت ادم ته د پرښتو سجده هغه ته د عبادت په عنوان سره نه وه ځکه چې بې له خدایه د بل چا عبادت جایز نه دی بلکه د خدای په امر یې د احترام او درناوي لپاره هغه ته سجده وکړه او په حقیقت کې د خدای لپاره سجده وه خو د انسان په شان د یو شریف مخلوق د پیدا کولو په خاطر.
    له دغه ایته زده کوو چې :
    ۱ : حقیقي عبادت دا دی چې انسان د خدای د امر لپاره یو کار وکړي نه دا چې په هغه خبره عمل وکړي چې زړه یې غواړي ابلیس دې ته حاضر و چې په پیړیو پیړیو دخدای په وړاندې سجده وکړي خو یوه شیبه هم حضرت آدم ته سجدې ته تیار نه و.
    ۲ : دا خبره له انصافه لیرې ده چې ټولې پرښتې انسان ته سجده وکړي خو انسان دخپل خدای په وړاندې سجده ونه کړي.
    ۳ : د حق په وړاندې کبر او غرور انسان کفر او بې دینۍ ته کاږي.
    ۴ : بې له خدایه د بل چا په وړاندې خضوع او سجده که دخدای په امر وي نه یوازې شرک نه دی بلکه عین توحید او بندګي ده.
    ۵: غوره والی او لیاقت تر عمر او مخینې مهم دی ځکه چې ډیر پخوانیو پرښتو حضرت ادم ته سجده وکړه.
    ۶ : ادم ته سجده یوازې د هغه ذات ته سجده نه وه بلکه دهغه د نسل او انساني توکم له امله وه نو ځکه د اعراف سورې په یوولسم ایت کې فرمایي« خلقناکم ثم صورناکم ثم قلنا للملائکة اسجدوا لادم» ای خلکو مونږ تاسو پیدا کړئ او انځور مو کړئ بیا مو پرښتو ته وویل چې ادم ته سجده وکړي»

    اوس د بقرې سورې پینځه دیرشم ایت ته ستاسو پام غواړو:

    وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (٣٥)

    ژباړه:
    او ومو ویل ای ادمه، ته سره له میرمنې په دغه بڼ کې استوګن شه او دهغې له پریمانه او خوږو میوو هر څه غواړئ وخورئ ، خو دغه ونې ته مه نزدې کیږئ ګني له ظالمانو به شئ
    خدای تعالی چې انسان یې د ځمکې له خاورې او په ځمکه کې د خلافت لپاره پیدا کړ د دې لپاره چې په ځمکه کې دهغه د ژوند اسباب برابر شي اول یې د هغه لپاره د هغه له جنسه یوه میرمنه پیدا کړه چې هم د هغه ملګرې او همدمه وي اوهم د هغه دنسل د بقا سبب. بیا یې هغوی ته په ځمکه کې د جنت په شان یو باغ جوړ کړ چې هم پکې ووسیږي او هم دهغوی د خوراک او خوړو سرچینه وي.
    په دغه کار سره خدای تعالی نعمت په حضرت ادم بشپړ کړ او د هغه میرمن خواړه او کور یې برابر کړ چې په ځمکه کې دهغوی د هوساینې او کرار اسباب برابر شي او په تجربې سره د ځمکې له نعمتونو د ګټه پورته کولو طریقه زده کړي.
    خو داسې نه ده چې هر ډول خورا ک دې د بدن لپاره ضروري او ګټه ور وي له دې امله خدای تعالی هغوی د یو خاص بوټي له خوړلو منع کړل ځکه چې د دغه بوټي خوړل د بدن د ځوریدلو او دهغوی په روح او ځان د ظلم سبب کیده او له ځمکني جنته دهغوی د وتلو سبب ګرځیده.
    له هغه څه چې مو وویل روښانه شوه چې هغه جنت چې ادم پکې استوګن شو هغه جنت نه و چې په قیامت کې یې انسان ته وعده ورکړل شوې ځکه چې اول خو هغه جنت د بدلې او انعام لپاره دی او حضرت ادم لا داسې څه نه وو کړې چې په انعام کې دغه جنت ورکړل شي. لکه څرنګه چې خدای د آل عمران سورې په یو سل دوه څلویښتم ایت کې فرمایی:« ام حسبتم ان تدخلوا الجنة و لما یعلم الله الذین جاهدوا منکم»
    او بله دا چې څوک چې جنت ته داخل شي بیا له هغه نه وځي لکه خدای تعالی چې د حجر سورې په اته څلویښتم ایت کې فرمایی:« و ما هم بمخرجین» یعنې هغوی به له جنته نه وځي.
    دریمه دا چې په جنت کې ممنوعه ونه او بوټی نه شته چې خدای تعالی انسان د هغه له خوړلو منع کړي بلکه هر څه مباح او حلال دي.
    له بل پلوه خدای تعالی د دې دنیا شنو باغونو ته هم « جنت» ویلې دي او دا لفظ یوازې له هغه جنت سره مخصوص نه دی چې له قیامته وروسته به وي لکه څرنګه چې د قلم سورې په اولسم ایت کې فرمایی: « انا بلوناهم کما بلونا اصحاب الجنة» ای پیغمبره مونږ د شتو زیرمه کوونکي او متکبر او مشرک کسان هماغه د باغ د خاوندانو په شان ازمایوو.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : میرمن، خواړه او کور هغه نعمتونه دي چې خدای تعالی په ځمکه کې د انسان د هوساینې او ارام لپاره هغه ته ورکړې دي.
    ۲ : ښځه د کور په غوره کولو کې د میړه تابعه ده . دا ایت په نورو چارو کې حضرت ادم او بي بي حوا دواړو ته خطاب کوي او فرمایی: کلا، شئتما، تقربا، خو د کور په معامله کې یوازې حضرت ادم ته خطاب کوي او دهغه میرمنه یې دهغه تابعه ذکر کړې ده او فرمایی: اسکن انت و وزوجک ، یعنې دې له میرمن سره هستوګن شه.
    ۳: د یوه څیز له منعې کولو مخکې باید د هغې اړتیا د لیرې کولو سمې لارې بیان کړی شي. انسان خوړو ته اړتیا لري ، نو ځکه خدای تعالی اول حضرت ادم ته حلال او صحیح خواړه ورکړل بیا یې ورته وفرمایل چې دغه خاص بوټی مه خورئ او مه ورته نزدې کیږئ.
    ۴: ګناه دومره خطرناکه ده چې حتی باید هغه ته نزدې قدرې هم نه شو له دې امله خدای تعالی په ځای د دې چې وفرمایی: لا تاکلا، یعنې دا مه خورئ ، فرمایی چې لا تقربا، یعنې دې بوټي ته مه نزدې کیږئ
    ۵: هغه څه چې خدای منع کړې دي که انسان یې وکړي تاوان یې خپل ځان ته رسیږي نه خدای ته ، دخدای له اوامرو سرغړونه په ځان ظلم دی او انسان له الهی نعمتونو محرومه کوي.
    ۶ : انسان ته نه دي پکار چې په خوراک کې د ځناورو په شان خیټې ته تسلیم وي او هر څه چې یې زړه غواړي وخوري بلکه باید دخدای امر ومني او هغه څه چې دانسان لپاره یې جایز کړي او د انسان په سلا دي هغه وخوري او څه چې یې منع کړې هغه پریږدي.