اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 36 تر 47 ايتونه

    د بقرې سورت له 36 تر 47 ايتونه

    د بقرې سورت له 36 تر 47 ايتونه
    Rate this post

    شپږمه برخه – د بقرې سورت له  36 تر 47 ايتونه تفسير

    فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ (٣٦)

    ژباړه :

    نو شیطان ادم او دهغه میرمنه تیرباسل او هغوی یې له هغه جنته چې دوي پکې وو وویستل. په دې وخت کې مو هغوی ته وویل ورکوز شئ، په تاسو کې به ځینې د ځینو دښمنان وي او ستاسو لپاره په ځمکه کې هستوګن ځای او تر یوې ټاکلې مودې برخه ده
    په تیرو پروګرامونو کې چې د حضرت ادم د خلقت او خلافت کیسه مو وکړه دغه ځای ته ورسیدو چې خدای تعالی حضرت ادم او دهغه میرمنه د جنت په شان یو باغ کې استوګن کړل او هغوی ته یې هر ډول خواړه برابر کړل خو وې ویل چې دغه خاص بوټی ته مه نزدې کیږئ ځکه چې د دغه بوټي خوړل په ځان د ظلم سبب کیږي.
    خو شیطان چې د حضرت ادم په وړاندې د سجدې له پاره دخدای له امره د سرغړونې له امله د خدای له دره شړل شوی و له حضرت ادمه د غچ اخستلو په فکر کې شو او اراده یې وکړه چې حضرت ادم له دغه ارام او هوسا ځایه وباسي. نو په ډیرې وسوسې سره یې چې ځان یې د حضرت ادم خیرخوا ښوده د دغه منع شوې بوټي یې دومره تعریفونه وکړل او دومره فایدې یې بیان کړې چې اخر حضرت ادم او میرمنې یې هغه وخوړه.
    هغوی د خدای د امر د سرغړاوي اراده نه لرله خو د هغه ماشوم په شان چې د دروغو اودوکې تجربه نه لري او نور هم د ځان په شان رښتنیي ګڼي کله چې شیطان هغوی ته قسم وخوړه چې هغه څه چې د دغه بوټي د فایدو په هکله یې وایی رښتیا او سم دي هغوی پرې باور وکړ او وغولیدل.
    د خدای د امر د مخالفت نتیجه دا شوه چې هغوی له دغه جنته وویستل شول اوبیا دخدای له لورې دا امر راغی چې کوز شئ ځکه چې ستاسو او دشیطان په مینځ کې د کینې او دښمنۍ تخم وشیندل شو اوتر یوې ټاکلې مودې به په ځمکه کې پاتې کیږئ.
    د حضرت ادم له پیدا کولو اصلي مقصد په ځمکه کې د هغه خلافت و نو ادم باید په ځمکه کې استوګن شوی وی. خو په اوله کې خدای تعالی هغه ته یو کرار او له مشکلاتو او کړکیچونو لیرې ماحول برابر کړ چې په دغه ټریننګ ځای کې هم په ځمکه کې د اوسیدو له شرایطو سره بلد شي او هم خپل حقیقي دښمن یعنې شیطان وپیژني.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه ایته یې زده کولی شو:
    ۱ : د شیطان اطاعت نه یوازې انسان له الهي مقامه لیرې کوي بلکه حقیقي هوساینه او کرار له انسانه لیرې کوي او هغه په کړاو کې اچوي لکه څرنګه یې چې حضرت ادم او دهغه میرمنه د رحمت له جنته د کړاو ځمکې ته وروستل.
    ۲ : له انسان سره د شیطان دښمني پخوانۍ دښمني ده چې د پنځون له پیله تر اوسه روانه ده.
    ۳ : ځمکه د انسان د موقته ژوند ځای او له هغه د محدودې او موقته فایدې ځای دی. مونږ باید په الهی بهشت کې د خپل تل پاتې مقام په فکر کې شو.
    ۴: هر یو انسان د هغو استعدادونو په خاط چې خدای تعالی په هغه کې ایښې دي جنتي دی خو نافرماني دهغه د ځوړتیا او بدبختۍ سبب کیږي.
    ۵ : هیڅ یو انسان له خطا ګناه او بې لارې کیدو بچ نه شي پاتې کیدی مګر هغه کس چې خدای یې وساتي ، حضرت ادم چې په ځمکه کې خدای خلیفه او دپرښتومسجود و یوه شیبه غفلت سبب شو چې دخدای له دره وشړل شي . البته د حضرت ادم تیروتنه د نبوت مقام ته د هغه له رسیدلو مخکې وه.

    اوس د بقرې سورې اوه دیرشم ایت ته ستاسو پام غواړو هلته چې لوی خدای فرمایی:

    فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (٣٧)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده :

    بیا ادم د خپل پالونکي له لورې ځینې الفاظ لاسته راوړل ( او په هغو سره یې توبه وکړه) نو خدای دهغه توبه ومنله او بې شکه هغه توبه قبلوونکی مهربان دی
    له هغه ارام او کرار ځایه له وتلو او له کړاو او مصیبتونو ډکې ځمکې ته له کوزیدلو وروسته حضرت ادم خپلې خطا او د شیطان دوکې ته متوجې شو نو له خپل کاره پښیمان شو او د توبې فکر ورپیدا شو. خو باید څرنګه توبه وکړي چې خدای یې ومني؟
    دلته هم خدای تعالی ادم پرې نه ښوده او هغه ته یې ځینې کلمې او جملې ورزده کړې چې په هغو سره د خپلې باطني پښیمانۍ څرګندونه وکړي . دا کلمات په اعراف سورې کې په دې ډول راغلې دي:« قالا ربنا ظلمنا انفسنا و ان لم تغفرلنا و ترحمنا لنکونن من الخاسرین» یعنې : ای ربه مونږ په خپلو ځانونو ظلم وکړ او که ته مونږ ونه بخښې او په مونږ رحم ونه کړې مونږ به له تاوانیانو څخه وو»
    دا کلمات او تعبیرات یوازې د حضرت ادم له توبې سره ځانګړې نه دي بلکه د حضرت موسی او حضرت یونس (ع) په هکله هم داسې کلمات راغلې دي قران د حضرت موسی علیه السلام په هکله فرمایی:« قال انی ظلمت نفسی فاغفرلی» وې ویل : ای ربه ما په ځان ظلم وکړ نو ما وبخښه»
    البته حضرت ادم د خپلې توبې د قبلولو لپاره ځینې شفیعان هم چې خدای تعالی دهغوی نومونه حضرت ادم ته ښودلې وو راوړل، سیوطي په در المنثور لومړي ټوک شپیتم مخ کې ځینې روایتونه نقل کړې دي چې حضرت ادم خدای تعالی ته د حضرت محمد (ص) په حق قسم ورکړ چې توبه یې ومني او له ابن عباسه په یوه روایت کې راغلې دي چې حضرت ادم خدای ته د محمد، علی فاطمه ، حسن او حسین په حق قسم ورکړ چې توبه یې ومنل شي.
    توبه په لغت کې ستنیدو ته وایی. کله چې دا کلمه د انسان لپاره وکارول شي نو مطلب یې له ګناه ستنیدل دي او کله چې دخدای لپاره وکارول شي نو دخدای د رحمت د ستنیدو په معنا راځي یعنې هغه رحمت چې خدای تعالی په ګناه د انسان داخته کیدو له امله له هغه اخستی دی دوبارهغه ته ستون کړي.
    خدای تعالی هم «تواب» کله څرنګه چې په دغه ایت کې فرمایی: انه هو التواب الرحیم او هم له توبه کوونکو سره مینه کوي لکه څرنګه چې د بقرې سورې په دوه سوه دوه ویشتم ایت کې فرمایی: ان الله یحب التوابین، نو انسان باید دخدای له رحمته نهیلی نه شي او تل باید توبه او استغفار وکړي ځکه چې الهی مهرباني همیشنۍ ده.
    اوس هغو درسونو ته پام وکړئ چې له دغو ایتونو یې زده کوو:
    ۱ : لکه څرنګه چې د توبې توفیق له خدایه دی ، مونږ بایدد توبې د کولو څرنګوالی او لاره چاره هم له خدایه وغواړو.لکه چې دا ایت د حضرت ادم د توبې په هکله فرمایی: د توبې کلمات او الفاظ خدای تعالی هغه ته وښودل.
    ۲ : که د انسان توبه حقیقي وي خدای یې هم توبه قبلوي ځکه چې هغه تواب او توبه قبلوونکی دی.
    ۳ : دخدای تعالی عذر منل له رحمت او محبت سره یو ځای دي نه له سزا او عذاب سره یا له احسان اړولو او بې عزته کولو سره .
    ۴ : که توبه مو ماته کړه او ګناه مو وکړه باید د خدای له مهربانۍ نهیلي نه شو ځکه چې هغه تواب یعنې ډیر توبه قبلوونکی دی او که بیا مو توبه وکړه هغه بیا هم زمونږ توبه قبلوي.

    قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٨)

    ژباړه:

    ومو ویل ټول له دغه جنته کوز شئ. نو هغه وخت چې زما له لورې تاسو ته هدایت درغی هغه کسان چې دهدایت پیروي مې وکړي نه دهغوی لپاره کومه ویره شته او نه به غمجنیږي
    د حضرت ادم له توبې او دخدای له لورې د هغې له قبلیدو وروسته یو ځل بیا د اهبطوا یعنې کوز شئ امر راغئ چې ګمان ونه شي چې توبه هغه جنت وزمه باغ ته دهغوي د ستنیدو سبب کیږي دخدای له لورې عفو د ګناه سزا ختموي خو د ګناه وضعي اثار په عفوې سره له مینځه نه ځي.
    له جنته د ادم وتل د دغه ممنوعه بوټي وضعي او طبیعي اثر و چې په توبې سره له مینځه نه تله او په هر حال ادم او میرمن یې باید له جنته وتلې وئ او د دنیا په یو بل ځای کې چې دغه ډول امکانات یې نه درلودل استوګن شوې وای.
    له دې امله چې له جنته وتل د دحضرت ادم او د هغه د اولاد د همیشه لپاره د وتلو سبب کیدل د هبوط او کوزیدو امر ټولو انسانانو ته شوی دی خو له هغه وروسته د انسان د هدایت خبره شوې ده چې خدای تعالی فرمایی: زه ستاسو د هدایت اسباب درلیږم که هغه د هدایت کتاب وي او که د هدایت رسول خو خلک د هغه په وړاندې دوه ډلې کیږي یوه ډله یې مني او بله یې انکار کوي.
    خدای تعالی د خلقت په پیل کې د هستۍ د حقایقو او مخلوقاتو حقایق ادم ته وښودل او دهغه په خټه کې یې د زده کړې او علم استعداد کیښوده او هماغه علم په پرښتو د هغه د برترۍ سبب شو. خو دا عقلاني درک او شعور له شیطاني وسوسو د خلاصون سبب نه شو او ادم په هماغه پیل کې دوکه وخوړله او ګمراه شو.
    نو خدای تعالی د توبې له قبلولو او په ځمکه کې له استوګنه کیدو وروسته د انسان د هدایت اسباب برابر کړل چې هغه حق له باطله وپیژني او بې لارې نه شي د وحي نازلیدل د خدای دوهم لوی نعمت و چې خدای د عقل په څنګ کې انسان ته ورکړ.
    که څه هم دوحي نازلول او د هدایت اسباب په خدای لازم دي خو هدایت کیدل د انسان په خپل اختیار دي نه دا چې الهي هدایت تکویني یا اجباري هدایت وي او خدای تعالی ټول خلک د هغه منلو ته مجبوره کړې وي بلکه انسان یې دخپلې لارې په انتخاب کې ازاد پریښی دی چې له الهي هدایته پیروي وکړي او یا ترې سرغړونه وکاندي.
    د انسان تر ټولو لویه اندیښنه له راتلونکي اندیښنه ده په دنیا او اخرت کې د ځان اندیښنه، کله څرنګه چې تیر عمراو بایللي ژوند ته پام او د فرصتونو او امکاناتو له لاسه په تللو د انسان د غمجنیدو سبب کیږي خو څوک چې الهي هدایت ومني خدای تعالی یې راتلونکی تضمینوي او نوره به څه اندیښنه ونه لري لکه څرنګه چې په خپل تیر وخت نه پیښمانه کیږي ځکه چې تیر عمر یې دخدای په اطاعت کې تیر کړی وي او په خپله دنده یې عمل کړی وي که څه هم کار یې نتیجه نه وي ورکړې او ظاهري کامیابي یې لاسته نه وي راوړې.
    اوس له دغه ایته زده کړو سبقونو ته پام کوو:
    ۱: کله کله د یو غلط حرکت پایلې دومره زیاتې وي چې راتلونکي نسل ته رسیږي ادم یوازې یوه خطا وکړه خو هغه اونسل یې له جنته راوویستل شو.
    ۲ : خدای تعالی هیڅکله له انسانه خپله مهرباني نه اخلي که څه هم انسان ګناه وکړه خو خدای تعالی هغه ته د توبې لاره وټاکله او هم یې ورته د هدایت اسباب برابرکړل.
    ۳ : الهی هدایت په ځمکه کې د انسان له استوګنې سره په یوه وخت پیل شو او حقیقي هدایت یوازې دخدای له لورې دی .
    ۴ : اختیار د انسان ځانګړتیا ده خلک د هدایت منلو ته مجبوره نه دي له همدې امله ځینې مومن او ځینې کافران کیږي.
    ۵: څوک چې په حقیقي ډول هدایت شي حقیقي ارمښت ته رسیږي او له هر ډول اضطراب او اندیښنې بچ کیږی.

    اوس د بقرې سورې نهه دیرشم ایت ته پام وکړئ:

    وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (٣٩)

    ژباړه:

    او څوک چې کافران شي او زمونږ ایتونه دروغ وګڼي هغوی د دوزخ خاوندان دي او تل به په دوزخ کې وي
    د هغو کسانو په اپوټه چې په خپله خوښه دخدای هدایت خپلوي او نیک انجام مومي ځینې کسان د دښمنۍ او کفر له مخې دخدای په ایتونو سترګې پټوي او هغه دروغ ګڼي.
    د خدای د هدایت اسباب دهغه روښانوونکي ایتونه دي خو څوک چې د کفر او حق پټوونې په سترګه هغو ته وګوري نه یوازې د هغه حقانیت دروغ ګڼي او وایی چې دا دخدای خبره نه ده . په قیامت کې د دغه ډول کسانو انجام دوزخ دی او له دې امله چې د دوي ضد او زیل همیشنی دی په دوزخ کې به هم د همیشه لپاره پراته وي.
    له دغه ایته زده کوو چې : خدای تعالی دکافرانو لپاره هم د هدایت اسباب برابر کړې دي خو هغوی په خپله نه دي غوښتې چې هدایت ومني او په خپل لاس یې د دوزخ اور اخستی دی.

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ (٤٠)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده:
    ای بني اسراییلو هغه نعمت دریاد کړئ چې درلورولی مې دی ، او زما ژمنه پوره کړئ چې زه هم ستاسو ژمنې پوره کړم او یوازې زما(له مخالفته) وویریږئ
    په ځمکه کې د حضرت ادم د خلافت له کیسې او دخدای د ژمنې د هیرولو په وجه له جنته دهغه د وتلو له کیسې وروسته په دغو ایتونو کې لوی خدای د حضرت ادم د ځینو بچیانو یعنې د بني اسر اییلو چې د با با ادم په شان برخلیک سره مخامخ شول کیسه بیانوي .
    اسراییل د حضرت یعقوب دوهمه نامه وه او له بني اسراییلو مطلب د هغه نسل او بچیان دي ، هغه قام چې ډیر له ټیټو هسکو ډک تاریخ لري او په قران کې ډیر ایتونه دهغوی د کیسې په هکله راغلې دي .
    په دغه ایت کې درې اوامر راغلې دي چې د خدای تعالی د ټولو پروګرامونو اساس او بنیاد دی . اول دخدای د نعمتونو یادول چې په انسان کې د شکر کولو او شکریې احساس ژوندی ساتي . او له خدای سره دهغه د مینې او ورځینې د اطاعت سبب کیږي .
    دوهم : دې ټکي ته پام چې دا نعمتونه بې قید اوشرطه نه دي او خدای تعالی دهغوپه څنګ کې له تاسو وعده او ژمنه هم اخستې ده او انسان د هغو په وړاندې مسوولیت لري . او دخدای له الطافو ګټه پورته کول دخدای په لاره کې په ګام اخستلو پورې تړلې دي.
    دریم امر چې په ایت کې راغلی دی دا دی چې دخدای د اوامرو او دندو په ترسره کولو کې له هیڅ یوه طاقته مه ویریږئ او پام چې د دښمن دړکې او تبلیغاته په تاسو تاثیر ونه کړي.

    اوس د بقرې سورې یو څلویښتم ایت ته پام وکړئ:

    وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ (٤١)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده :
    او(له قرانه) په هغه څه چې نازل کړې مو دي ایمان راوړئ ځکه چې(له توراته) هغه څه چې له تاسو سره دي تصدیقوي او په هغه لومړی کافر مه کیږئ او زما ایتونه په کمه بیه مه پلورئ او یوازې زما( له مخالفته) وویریږئ
    دا ایت یهودو عالمانو ته په خطاب کې فرمایی چې تاسو چې د تورات د زیرو په اساس د اسلام د پیغمبر د راتللو په تمه وئ نو اوس دهغه په قران چې ستاسو له تورات سره غږمله دی ایمان راوړئ.او دخپل پوزیشن دساتلو لپاره دتورات هغه ایتونه چې د اسلام د پیغمبر نښې پکې بیان شوې دي مه پټوئ او خپل دین په دنیا مه خرڅوئ. یا لږ تر لږه د پیغمبر په انکار کولو کې لومړي کسان مه ګرځئ چې ستاسو په پیروئ نور یهودیان هم د اسلام له راوړلو ډډه ونه کړي.
    یو مسلمان کس په ټولو اسماني کتابونو او پیغمبرانو ایمان لري خو له دې امله چې اسلام تر ټولو دینونو وروسته راغلی دی او تیر کتابونه هم تحریف شوې دي یا یې ځینې برخې پټې کړی شوې دي یوازینی کس چې اوس یې باید پیروي وشي د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) دی .
    نو قران د تیرو دینونو پیروان بلي چې په قران ایمان راوړئ ځکه چې مطالب یې ستاسو له کتابونو سره غږمله دي او تحریف هم پکې نه شته او غلا شوې یا پټ شوی هم نه دی . او په دې چارې کې یوازې خدای تعالی په نظر کې ونیسئ نه بل څوک .

    اوس به راشو د بقرې سورې دوه څلویښتم ایت ته هلته چې لوی خدای فرمایی:

    وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (٤٢)

    ژباړه:

    او حق له باطل سره مه ګډوډئ او حقیقت سره له دې چې پوهیږئ، مه پټوئ
    هغه خطرات چې دهر قوم او دین عالمان ګواښي ځینې یې دا دي چې خلکو ته حقیقتونه بیان نه کړي او یا هغه شان چې په خپله یې غواړي حق او باطل بیان کړي.
    د دې په نتیجه کې خلک په شک او تردید اخته کیږي او دا ډیر لوی ظلم دی چې ښایی د هر یو قام مشران یې وکړي.
    امیرالمومنین علي علیه السلام د نهج البلاغې په نه څلویښتم کلام کې په دې هکله فرمایی: « که باطل خالص او سم بیان کړی شي د اندیښنې ځای نه دی ( ځکه چې خلک پرې پوهیږي او پریږدي یې) او که حق هم خالص بیان او مطرح کړی شي د مخالف خوله بندیږي او خلک یې مني ، خطر اواندیښنه هغه ځای ده چې حق او باطل داسې له یوه بل سره واخښل شي چې په خلکو د شیطان د برلاسۍ زمینه برابره شي.»

    اوس د بقرې سورې درې څلویښتم ایت ته پام وکړئ:

    وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ (٤٣)

    ژباړه:
    او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو سره رکوع وکړئ
    یوازې د حق پیژندل او ورباندې پوهیدل کافي نه دي بلکه ایماندار کس باید د عمل خاوند وي او تر ټولو ښه عملونه د خدای عبادت او د خلکو خدمت دی.
    د قران په ډیر ایتونو کې لمونځ او زکات د یو بل تر څنګ راغلې دي چې وپوهوي لمونځ او عبادت باید تاسو د خلکو له خدمت او بیوزلانو ته له پام کولو ونه غړوي.
    حتی د لمونځ کولو د طریقې په باب یې هم د خلکو په مینځ کې شتون ضروري ګڼلی دی او فرمایی: لمونځ له جمې سره وکړئ او له نورو مسلمانانو سره یو ځای رکوع اوسجده وکړئ. ځکه چې په اسلام کې په ټولنه کې څنډې ته کیدل او ځان ګوښه کول غندل شوي دي.
    په پای کې د دغه سبق څو درسونه در اوروو:
    ۱ : هغه نعمتونه چې خدای تعالی مونږ او زمونږ کورنۍ او ټولنې ته راکړې دي همیشه یې یاد ساتل او یو بل ته یې یادول پکار دي ځکه چې دا د هغه لوی ذات د عبادت ، اطاعت او مننې او محبت زمینه برابروي.
    ۲ : په هغه تړونونو چې خدای تعالی د باطني فطرت یا د اسماني شریعت په وسیله د ځینو فرایضو د سر ته رسولو لپاره له مونږ اخستې دي باید پابند ووسو او پوه شو چې دخدای له ځانګړو مهربانیو استفاده په دې پورې تړلې ده چې دهغه د فرایضو په لاره کې ګام پورته کړو.
    ۳ : د خدای له خوا د رالیږل شویو فرایضو او دندو په ترسره کولو کې له هیچا ویره نه ده پکار او د خپل مال او مقام د ساتلو لپاره په کفر کې مخکې کیدل نه دي پکار.
    ۴ : د ژبې یوه ګناه د حقیقت پټول دي چې انسان له یوه حقه خبر وي خو دخپلو ګټو په خاطر هغه ونه وایی .
    ۵ : ایمان له عمله جدانه دی او لمونځ په ټولو اسماني دینونو کې لومړی امر دی.
    ۶: د لمانځه اصل دا دی چې له جمې سره وشي او د مسلمانانو په جمې کې شتون یوه دیني دنده ده

    أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ (٤٤)

    د دغه ایت ژباړه په دې ډول ده :

    ایا خلکو ته دنیکۍ امر کوئ او خپل ځان هیروئ حال دا چې تاسو اسماني کتاب لولئ؟ ایا فکر نه کوئ
    په تیر پروګرام کې ځینې ایتونه تلاوت شول چې خدای تعالی د یهودو عالمانو ته فرمایل: ولې حق له خلکو پټوئ او نه پریږدئ چې خلک له حقه خبر شي. دا ایت هم هغوی ته فرمایی چې تاسو چې د پیغمبر له بعثته مخکې خلکو ته درسول الله مبارک د راتللو زیري ورکول او هغوی مو ایمان ته بلل ولې په خپله په هغه ایمان نه راوړئ حال دا چې له توراته زیات خبر یئ.
    که څه هم دغه ایت بني اسراییلو او دهغوی عالمانو ته په خطاب کې دی خو مفهوم یې پراخ دی او د هر دین ټول مبلغان پکې شاملیږي.
    د رسول الله مبارک ګران لمسی امام جعفر صادق علیه السلام په دې هکله فرمایی: خلک په خپلو عملونو سره نیکۍ ته وبلئ نه په خبرو سره .
    امیر المومنین حضرت علي (س) هم فرمایی: ای خلکو په خدای قسم تاسو هیڅ اطاعت ته نه بلم مګر دا چې اول مې په خپله هغه ترسره کړی وي او له هیڅ بد کاره مو نه منعې کوم مګر دا چې اول مې ځان له هغه نه وي منعې کړی.
    قران هم د جمعې سورې په پینځم ایت کې بې عمله عالم هغه خره ته ورته بللی دی چې کتابونه پرې بار وي او نور له هغو استفاده کوي خو په خپله هیڅ ګټه نه پورته کوي مګر دا چې پیټی یې دروند وي.

    اوس دبقرې سورې پینځه څلویښتم ایت ته ستاسو پام غواړو:

    وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلا عَلَى الْخَاشِعِينَ (٤٥)

    ژباړه: له صبر او لمانځه مرسته وغواړئ او بې له شکه دا کار سخت او دروند دی مګر

    هغو کسانو ته چې خاشع دي او له خدایه ویریږي
    دبهرنیو مشکلاتو یا داخلي شهوتونو په وړاندې ټینګتیا او استقامت په ژوند کې دانسان تر ټولو ښه ملګر ی دی چې هغه ته وس او ځواک ورکوي چې خاشعانه د خدای په وړاندې عبادت وکړي او یوازې دهغه غوښتنو ته تسلیم شي.
    که څه هم ځینو روایتونو په دغه ایت کې له صبره مطلب روژه اخستې ده خو صبر پراخ مفهوم لري چې روژه یې یوازې یو مصداق دی لکه څرنګه چې دخدای رسول فرمایلې دي: صبر په درې ډوله دی: یو د مصیبتونو او بلاګانو په وړاندې صبر ، دوهم د ګناه او معصیت په وړاندې صبر او دریم د خدای د دندو او عبادتونو په ترسره کولو صبر.
    امام صادق علیه السلام فرمایی: کله چې په تاسو د دنیا له غمونو یو غم راشي اودس وکړئ او جومات ته لاړ شئ ، لمونځ وکړئ او دعا وکړئ ځکه چې خدای تعالی امر کړی دی چې له لمانځه مرسته وغواړئ.
    البته لمونځ یوازې د پاکو او خاشعو کسانو په نظر کې دا مقام لري خو هغه کسان چې خضوع او خشوع نه لري لمونځ د ځان لپاره دروند پیټی ګڼي او لمانځه ته د پام په ځای له هغه تښتي.

    اوس د بقرې سورې شپږ څلویښتم ایت ته پام وکړئ:

    الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (٤٦)

    ژباړه:

    خاشعان هغه کسان دي چې باور لري چې له خپل پالونکي سره به ملاقات کوي او هغه ته به ستنیږي
    په قیامت او دخدای لور ته په ستنیدو ایمان په انسان کې د خشوع او خدا ترسۍ حالت او د مسوولیت احساس پیدا کوي او د ژوند ډګر د داسې یوې محکمې ‌ډګر ګرځوي چې انسان باید د ټولو کارونو ځواب ووایي.
    له «لقاء الله» مطلب په قیامت کې له خدای سره احساسي ملاقات نه دی ځکه چې خدای تعالی جسم نه دی چې په سترګو ولیدی شي بلکه مطلب په جزا او سزا کې د خدای د قدرت د اثارو لیدل دي.
    په دې ډول مشاهده چې ګواکې انسان یو ډول باطني او قلبي شهود پیدا کړي ته وا خدای یې د زړه په سترګو لیدلی دی او هیڅ شک او تردید پکې نیشته.
    د امام علی علیه السلام یوه ملګری له هغه حضرته پوښتنه وکړه: ایا تا خپل خدای لیدلی دی؟ امام علی وفرمایل: ایا کوم خدای چې ونه وینم عبادت یې وکړم؟ بیا یې وضاحت وکړ چې ظاهري سترګې هغه نه شي لیدلی بلکه زړونه د ایمان په رڼا سره هغه درک کوي.

    اوس د بقرې سورې اوه څلویښتم ایت ته غوږ شئ:

    يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ (٤٧)

    ژباړه:
    ای بني اسراییلو هغه نعمت یاد کړئ چې تاسو ته مې درکړی دی دا زه وم چې تاسو ته مې پر نړیوالو لوړاوی درکړ
    د یهودو په قام دخدای یوه مهرباني د فرعون له واکمنۍ د هغوي ژغورل وو چې له هغه وروسته بني اسراییل دمصر حکومت ته ورسیدل او پریمانه مادي نعمتونه یې لاسته راوړل.
    دا ایت د خپلې زمانې په خلکو د بني اسراییلو فضیلت بیانوي او له هغوي غواړي چې دا لوی نعمت چې د حضرت موسی د هدایت او مشرۍ په برکت لاسته راغلی دی د یوې الهی لورینې په توګه یاد کړي او دهغې شکر وباسي.
    اوس هغو درسونو ته یو پام کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو:
    ۱ : نیکیو د نورو د بللو تر ټولو ښه لاره عملي بلنه ده نه په خولې بلنه یعنې باید اول په خپله په یوه خبره عمل وکړو بیا یې نورو ته ووایو.
    ۲ : په ستونزو د بریالیتوب لپاره دوه چاره لازمې دي یوه دننیزه پیاوړې تکیه چې صبر او استقامت او ټینګتیا ده او بله بهرنۍ پیاوړې تکیه چې لمونځ او له خدای سره رابطه ده.
    ۳ : نه یوازې ایمان او په قیامت یقین بلګه دهغه په وجود ګمان هم کافي دی چې انسان له بدو کارونو لاس واخلي او د خپلو کارونو خیال وساتي.
    ۴ : انسان د الهي پیغمبرانو د مشرۍ په سیوري کې نه یوازې په قیامت کې جنت ته رسیږي بلکه په دنیا کې هم له مادي لورینو برخمن کیږي. او پر نورو انسانانو لوړاوی مومي.

    ژباړه: عبدالرحيم دراني