اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 71 تر 80

    د بقرې سورت له 71 تر 80

    د بقرې سورت له 71 تر 80
    Rate this post

    نهمه برخه – د بقرې سورت له  71 تر 80 ايتونه تفسير

    قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لا ذَلُولٌ تُثِيرُ الأرْضَ وَلا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لا شِيَةَ فِيهَا قَالُوا الآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ (٧١)

    ژباړه:

    [ بني اسراییلو موسی ته وویل : له خدایه دې وغواړه مونږ ته روښانه کړي چې (اخر) دا څرنګه غوا وي؟ دا غوا خو مونږ ته مشتبه شوه او که خدای وغواړي سمه لاره به ومومو. موسی په ځواب کې وویل:خدای تعالی فرمایی: هغه داسې غوا ده چې دکولبې او د پټي د ارټ چلولو لپاره نه وي رام شوې، روغه اوبې عیبه وي او هیڅ خال یا د رنګ ټاکی پکې نه وي . وې ویل اوس دې حق (سمه) خبره وکړه نو هغه یې حلاله کړه خو نزدې وه چې دا کار یې نه و کړی]
    په تیر پروګرام کې مو وویل چې کله خدای تعالی د قاتل دموندلو لپاره دیوې غوا دحلالولو امر وکړ د بني اسراییلو ځینو کسانو ډول دول پلمې راو ړې او په ټوکو سره یې دهغې د رنګ او عمر پوښتنه وړه . دا ایت هم د هغوی د پلمو په دوام کې فرمایی: سره له دې چې خدای تعالی د غوا رنګ او عمر بیان کړی دی خو بیا هم هغوی له موسی وغوښتل چې نورې نښې یې هم بیان کړي چې مونږه یې ښه وپیژنو.
    کله چې حضرت موسی د خدای له لورې د غوا نورې ځانګړتیاوې هم بیان کړې نو له مجبورۍ تسلیم شول او غوا یې حلاله کړله خو له دغه کاره د تیښتې په لټه کې وو.
    دا ایت وایی چې په انسان کې د ضد او ځان منمۍ خوي کله کله هغه دې حد ته رسوي چې انسان یوازې هغه څیز حق ګڼي چې په خپله یې خوښ وي او د خدای پیغمبر ته هم په بې ادبۍ سره وایی: اوس دې حق او سمه خبره وکړه ته وا له دې مخکې یې باطله خبره کوله .

    وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (٧٢)فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (٧٣)

    ژباړه :
    [ رایاد کړئ هغه وخت چې یو کس مو قتل کړ او بیا مو د قاتل په مسله کې شخړه وکړه خو خدای تعالی هغه څه چې تاسو یې پټ ساتئ ښکاره کوي ] [بیا مو وویل د غوا ځینې برخه په مقتول پورې ولګوئ(چې ژوندۍ شي او قاتل معرفي کړي) په دې ډول خدای تعالی مړي ژوندي کوي او خپلې نښې تاسو ته ښیي ښایي فکر وکړئ]
    په تیر ایت کې د بني اسراییلو پلمې په تفصیل سره بیان شوې دا دوه ایتونه یو ځل بیا د قتل ماجرا لنډه شان بیانوي او فرمایی:تاسو قتل وکړ او قاتل مو پټ کړ خو خدای تعالی په خپلې معجزې سره ستاسو له خلافکارۍ پرده پورته کړه نو پوه شئ چې خدای تعالی د ګناهکارو د رسوا کولو وس لري.
    دا ایت د مړو په ژوندي کولو کې د خدای تعالی د قدرت یوه بیلګه بیانوي چې نور خلک د هغو په لیدلوسره په قیامت کې فکر او سوچ وکړي او پوه شي چې که خدای اراده وکړي له یو مړي سره د بل مړي په لګولو سره هغه ژوندي کولې شي!
    اوس د بقرې سورې څلور اویایم ایت ته پام وکړئ:

    ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (٧٤)

    ژباړه :
    [نو له دغه کیسې وروسته ستاسو زړونه سخت شول، د کاڼي په شان یا تر هغه هم سخت، ځکه چې ځینې کاڼي څیرې کیږي او چینې ترې بهیږي او ځینې یې چاودیږي او اوبه ترې روانیږي او ځینې یې د خدای له ویرې ( له غره) رارغړي( خو ستاسو په زړونو هیڅ اثر نه کیږي) او خدای تعالی ستاسو له کارونو غافله نه دی]
    له نهه څلویښتم ایته تر اوسه په بني اسراییلو دخدای ډیرې معجزې بیان شوې منجلمه له فرعونیانو نجات، د دریاب څیرې کیدل، د خوسي له عبادته وروسته د هغوی د توبې منل کیدل، د اسماني خوړو نازلیدل او د واورو سایبان کیدل. او وروستی مورد دا و چې په معجزه ناک ډول ورته قاتل معلوم کړی شو.خو هغوی د خدای د دومره ایتونو اوړ معجزو له لیدلو سره سره دخدای امر ته تسلیم نه وو او د تیښتې لپاره به یې پلمې لټولې چې قران دغه چارې د زړه سختوالی او قساوت وایی.

    انسان کله کله دومره پریوزي چې د یو ځناور په شان او حتی تر هغه هم سپک شي او کله تر جماداتو او کاڼو هم سخت شي دا ایت فرمایی:سخت کاڼی هم کله کله چاودیږي او چینې ترې راوځي او یا لږ تر لږه حرکت کوي او رارغړي. خو د ځینې انسانانو زړونه تر کاڼو هم سخت دي نه په مینې او عشق سره راځوخیږي او نه د نیکو کارونو او د خیر ښیګړې په فکر کې دی. او نه له خدایه ویریږي ځکه چې دا ویره دهغه د خضوع او د خدای د احکامو په وړاندې د تسلیمیدو سبب کیږي.

    او له دغو ایتونو ځینې درسونو ته شاره کوو:
    ۱:د خدای داحکامو په وړاندې پلمې جوړول او ضد نه دی پکار او د خدای له فرایضو د تیښتې لپاره باید بې ځایه پلې رانه وړو. ځکه چې پوښتنه کول همیشه د د تحقیق او تلوسې نښه نه ده بلکه کله کله له دندو او فریضو د تیښتې له امله وي.
    ۲: کوم حیوان چې د خدای په امر ذبحه کوو باید روغ او بې عیبه وي لکه څرنګه چې د خدای دکور په زیارت او حج کې هم باید روغ حیوان قرباني شي.
    ۳: خدای تعالی زمونږ په ټولو پټو او ښکاره خبرو خبر دی نو باید دخدای په محضر کې ګناه ونه کړو او خپله ګناه دنورو په غاړه هم وانه چوو.
    ۴: خدای تعالی په ځینو مواردو کې مړي په همدې دنیا کې ژوندي کوي او ژوندي کړې یې دي چې د خپل قدرت نښه مونږ ته وښیی او مونږ هم دهغه په قدرت او په قیامت کې فکر او سوچ وکړو.
    ۵: د نړۍ ټول مخلوقات حتی کاڼي او بوټي هم د هغو قوانینو په وړاندې چې خدای تعالی د کائناتو د چلولو لپاره جوړ کړ ې دی خاضع او منونکي دي نو که انسان دخدای له اوامرو سر وغړوي دهغه زړه او روح به تر کاڼي هم سخت وي او په خپله به تر ځناورو هم پریوتی وي .
    په دې دعا سره چې خدای تعالی مونږ ته روغ زړه راکړي دا برخه پای ته رسوو.

    أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (٧٥)

    خدای تعالی په دغه ایت کې د بني اسراییلو دکیسې په پای کې مسلمانانو ته فرمایی:
    [تاسو هیله لرئ چې(یهودیان) ستاسو په دین ایمان راوړي، حال دا چې په هغوی کې ځینو کسانو د خدای خبره اوریدله او له پوهیدلو وروسته یې هغه تحریفوله حال دا چې د علم او پوهې خاوندان وو]
    د اسلام د راتللو په پیل کې هیله کیدله چې د یهودو قام تر نورو زیات اسلام ته مخه کړي ځکه چې هغوی دمشرکانو په اپوټه د کتاب خاوندان وو او د اسلام د پیغمبر نښې یې په خپل کتاب کې لیدلې او لوستلې وې خو عملا د مسلمانانو په مقابل او د مشرکانو په څنګ کې ودریدل.
    دا ایت د اسلام پیغمبر او مسلمانانو ته ډاډ ګیرنه ورکوي چې که تاسو وینئ چې یهودیان ایمان نه راوړي او د قران ایتونو او معجزو ته نه تسلیمیږي نو اندیښنه مه کوئ او په خپل دین کې شک مه کوئ او اصولا له هغوي دغه ډول تمه مه لرئ ځکه چې دوی د هماغه کسانو بچیان دي چې له حضرت موسی سره د طور غره ته لاړل ، دخدای خبره یې واوریدله او په اوامرو یې پوه شول خو بیا یې هم په دین کې تحریف وکړ او په خپل دین وفاداره پاتې نه شول.
    دا ایت مونږ ته وایي چې یوه خطره چې د هر قوم پوهان ګواښي د خلکو لپاره د حقایقو تحریفول دي سره له دې چې په حق پوهیږي او ورځینې خبر دي خو حق داسې بدلوي چې نور خلک پرې پوه نه شي.

    وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلا بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ أَفَلا تَعْقِلُونَ (٧٦)

    أَوَلا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ (٧٧)

    [(د یهودو ځینې کسان) چې کله له مومنانو سره کتنه کوي نو وایي مونږ ایمان راوړی دی خو کله چې له یو بل سره په خلوت کې ویني ( ځینې یې په ځینو اعتراض کوي) او وایی ولې هغه نښې چې خدای تعالی ( د اسلام د پیغمبر په هکله) تاسو ته بیان کړې دي ( مسلمانانو ته وایئ)چې هغوی ( په قیامت کې) د خدای په وړاندې ستاسو په خلاف احتجاج او استدلال وکړي ایا تاسو نه پوهیږئ؟]
    بیا خدای تعالی په اوه اویایم ایت کې دهغوی ځواب وایی او فرمایی:
    [ایا هغوی نه پوهیږي چې هغه څه چې پټ کړي یا یې ښکاره کړي خدای تعالی ترې خبر دی]
    د اسلام په لومړیو وختونو کې به ځینو یهودیانو کله چې مسلمانان لیدل ویل به یې له دې امله چې ستاسو د پیغمبر نښې زمونږ لپاره په تورات کې راغلې دي مونږ هم ستاسو په دین ایمان راوړو، خو همدغو کسانو به چې کله په خپلو کې لیدل نو یو بل به یې ملامتول چې ولې مسلمانانو ته د حضرت محمد (ص) نښې نښانې ښکاره کوئ مسلمانان به په قیامت کې د همدغه نښو په وسیله ستاسو په خلاف دلیل راوړي.
    د حقایقو د هغه تحریف چې د یهودو ملایانو وکړ یا عامو یهودو حقیقت پټ کړ نتیجه دا شوه چې نن په نړۍ کې په ملیونونو یهودیان او عیسایان په دنیا کې موجود دي.

    وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلا يَظُنُّونَ (٧٨)

    [ او په یهودیانو کې ځینې خلک عوام دي چې لیک لوست یې نه دی کړی او دخدای کتاب ورته یوازې خیالات او ارمانونه ښکاري(او یوازې په خپلو هیلو پورې یې زړونه تړلې دي)هغوی له دې ګمانه پرته بل څه نه لري]
    دا ایت د یهودو دقوم ځینې نور خلک معرفي کوي چې د تیرې ډلې په اپوټه چې ذکر مو یې وکړ چې عالمان دي خو په تورات کې راغلې د پیغمبر نښې پټوي ،دا کسان عوام دي خو د تورات له مطالبو نه دي خبر او یوازې په خپلو ارمانونو او هیلو کې ژوند کوي.
    دوی خیال کړی دی چې په تورات کې دیهودو قوم تر نورو لوړ توکم او قام بیان شوی دی هغوی د خدای محبوبان دي او یوازې همدا یهودیان به په قیامت کې نجات مومي او دوزخ ته به نه ځي. او که سزا هم ورپاره وي یوازې یو څو ورځې به وي.
    کیدی شي داسې خیالات او ارمانونه د نورو الهی دینونو په پیروانو کې هم موجود وي خو مونږ باید پوه شو چې دا ټول د خدای له کتابه د ناخبرۍ او بې تعلیمۍ نتیجه ده که نه وي په هیڅ اسماني دین کې داسې خیالي او چټي خبرې نیشته .

    فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ (٧٩)

    [نو افسوس پر هغو(عالمانو) چې ځینې مطالب په خپلو لاسونو لیکي او بیا وایی دا دخدای له لورې دي چې هغه په لږې شان بیې خرڅ کړي ، افسوس دي وي پر هغوی دهغه څه لپاره چې په لاسونو یې ولیکل او په هغه څه چې لاسته یې راوړل]
    په تاریخ کې هر وخت داسې عالمان تیر شوې دي چې دین یې د دنیا لپاره دام جوړ کړی دی دهغو پلورنکو په شان چې خپله سودا خرڅوي چې پیسې وګټي ځینې په پیسو مین خلک د دین جامه اغوندي چې دین خرڅ کړي او پیسې جمع کړي.
    د خلک د خوښۍ د لاسته راوړلو یا د پاچایانو او واکمنانو په نزد د مقام د پیدا کولو او د ذاتي یا ډاله ایزو ګټو د ساتلو لپاره په دین کې تحریف د دغه ایت یو روښانه مصداق دی چې قران یې ډیر په سختو ټکیو غندنه کوي او د « ویل» یعنې افسوس د کلمې په راوړلو سره په دې هکله خبرداری ورکوي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شوو.
    ۱:د ټولو خلکو د ایمان راوړلو تمه ښه ده خو باید پوه شو چې ډیر خلک د حق منلو ته تیار نه وي نو دهغوی کفر او انکار زمونږ په عقیدو کې د شک او لړزانتیا سبب نه شي.
    ۲: تر ټولو لوی خیانت کلتوري خیانت دی د حقایقو پټول یو داسې خیانت دی چې ډیر نسلونه په حقیقت له پوهیدو محرومه کړي او ټولنه له انحراف او بې لارۍ سره مخامخ کړي.
    ۳ : له اسماني کتابونو په تیره بیا له قرانه د منونکو لیرې والی په خلکو کې د چټي خیالاتو او خرافاتو د پیدا کیدو او خپریدو سبب کیږي او بې تعلیمي او بې سوادي ددغه لویې ستونزې سرچینه او بنیاد دی.
    ۴: دین جوړول او دین خرڅول هغه لوی خطر دی چې د فاسدو پوهانو او عالمانو له خوا خلک ګواښي.نو خلک باید ځیر او محتاط ووسي او هره خبره ونه مني که څه هم ویونکی یې په ظاهره د دین په جامه کې راغلې وي.

    وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلا أَيَّامًا مَعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لا تَعْلَمُونَ (٨٠)

    [او( بني اسراییلو)وویل د دوزخ اور بې له یو څو ورځو هیڅکله مونږ ته نه رسیږي ( ای پیغمبره هغوی ته) ووایه ایا تاسو له خدایه ژمنه اخستې ده چې البته خدای تعالی هیڅکله د خپل تړون خلاف ورزي نه کوي یا دا چې په خدای تعالی پورې داسې څیز تړئ چې خبر ترې نه یئ]
    لکه څرنګه مو چې په تیر پروګرام کې وویل د یهودو عوام چې له اسماني کتابونو خبر نه وو دا غلط خیال یې کاوه چې هغوی خدای ته تر نورو زیات نزدې دي او د یهودو قوم تر نورو لوړ قام دی.
    دا ایت همداسې یوه غلط خیال ته اشاره کوي هغوی به ویل چې که فرضا کومه ګناه وهم کړو مونږ ته به تر نورو کمه سزا راکول کیږي او یوازې څو ورځې به په عذاب کې وو.
    دا ایت دغه غلط ګمان باطلوي او فرمایی:دا عقیده ناروا خبره ده چې تاسو یې په خدای پورې تړئ ځکه چې خدای تعالی ټول انسانان یو شان پیدا کړې دي او په هغوی کې په سزا او جزا کې فرق نه کوي اصولا د قوم ، توکم یا دین په اساس د امتیاز او لوړاوی غوښتل له هیڅ منطق سره سمون نه خوري او یوازې تقوی او صالح عمل پر یو بل د انسانانو د لوړاوی سبب کیږي او همدا به په قیامت کې د انعام او سزا ورکولو معیار هم وي.