اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 8 تر 16 ايتونه

    د بقرې سورت له 8 تر 16 ايتونه

    د بقرې سورت له 8 تر 16 ايتونه
    Rate this post

    دويمه برخه – د بقرې سورت له  8 تر 16 ايتونه تفسير

    وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ

    ژباړۀ: يوه ډله خلک وائي مونږ په خداي او د قيامت په ورځ ايمان راوړے دے په داسې حال کښې چې ايمان نلري.

    قرآن چې د هدايت کتاب دي مونږ ته موءمنانو، کافرانو او منافقانو ځانګړتياوې بيانوي چې هم خپل ځان وپيژنو چې له کومي ډلي يو او هم نور وپيژنو چې د ټولنې له وګړيو سره مناسب سلوک وکړو. د بقري سوري له پيل څخه تر دې پورې څلورو آيتونو مومنان او څلورو آيتونو کافران معرفي کړي دي. دغه آيت او وروسته آيتونه چې 13 آيتونه کيږي دريمه دله مطرح کوي چې نه د لومړۍ ډلي نورانيت لري او نه د دوهمي ډلي جسارت او صراحت، نه په زړۀ کښې ايمان لري او نه په ژبه کفر څرګندوي، دوئ داسې ډارن منافقان دي چې خپل باطني کفر پټوي او په ظاهره د اسلام ادعا کوي. وروسته له دې چې د اسلام ګران پيغمبر له مکي څخه مديني ته هجرت وکړ او مشرکانو له مسلمانانو د بدر په جګړه کښي ماتي وخوړۀ د مکې او مديني ځينو کسانو سره له دې چې په زړۀ کښې يې په اسلام عقيده نه درلودۀ خو د خپل ځان او مال د ساتلو او يا په مسلمانانو کښې موقعيت او مقام ته د رسيدلو لپاره په ظاهره د اسلام ادعا کوله او خپل ځانونه يې د نورو په شان کول. روښانه ده چې هغوي ډارن کسان وو او دغه شهامت او صراحت يې نه درلود چې د نورو کفارو په څېر خپل کفر په ډاګه کړي چې خپل صفونه له مومنانو بيل کړي.

    په هر حال بې اتفاقي دو ه مخي او ځو مخي داسې ښکارنده ده چې ټول انقلابونه او ټولنيز بدلونونه ورسره مخامخ د ي او بايد تصور ونه شي ټول کسان چې د ايمان اظهار ملګرتيا کوي په زړه کې هم داسې ژمنه لري سخ دهغو خلکو چې ظاهري اسلام لري خو په باطن کي اسلام ته ګوزار ورکوي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. ايمان قلبې چاره ده نه ژبنۍ نو د وګړيو د پيژندلو لپاره يوازې د هغوي په څرګندونو بسنه ونه کړو.

    يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ

    ژباړۀ: هغوي له خداي او مؤمنانو سره دوکه کوي، په داسې حال کښې چې له خپل ځان پرته بل څوک نه غولوي خو نه پوهيږي.

    منافقان دا ګمان کوي چې ځيرک، چست او چالاکه دي او د ايمان په اظهار سره د موءمنانو خداي غولوي او د مسلمانانو په څير امتيازونه اخيستلاي شي، هغوي د اسلام د ګران پيغمبر او موء منانو غولول غواړي څو په مناسب وخت کښې اسلام ته ګوزار ورکړي، په داسې حال کښې چې خداي پاک د هغو له باطني کفر څخه خبر دي او د هغوي په دوه مخۍ او بې اتفاقۍ پوهيږي او په حساسو وختونو کښې هغوي رسوا کوي او د مومنان ته د هغوي ناولي او ځيږه څيره وړاندې او په ډاګه کوي. کو ناروغ چې ډاکټر ته ورځي که هغه حکمونه چې ډاکټر يې ورته کوي ترسره نه کړي خو ډاکټر ته په دروغو ووايي ستا دارو او درمل مي خوړلي دي نو په خپل ګمان سره ډاکټر غولوي په داسې حال کښې چې خپل ځان يې غولولاي دي. او د ډاکټر غولول په حقيقت کښې د خپل څان غولونه ده نو د ناروغ دغه ځو مخي چې ګمان کوي خداي يې غولولے دے له خپل ځان پرته يې بل څوک نه دے غولولاي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. منافق چل باز وي بايد خيال وکړو چې د خلکو په ظاهر ونه غوليږو.

    2. په خپله بايد د نورو د غولولو هڅه ونه کړو او پوه شو څوک چې بل چا ته کنده کني په خپله به پکښې ورلويږي.

    3. له منافق سره د اسلام سلوک لکه له اسلام سره د منافق دسلوک په څير دے، هغه په ظاهره اسلام راوړي، اسلام هم په ظاهره هغه مسلمان ګڼي، هغه په زړۀ کښې ايمان نلري خديا پاک هم په قيامت کښې هغه ته د کفارو پع څير سزا ور کوي.

    4. منافق خپل ځان هوښـيار او چالاک ګڼي په داسې حال کښې چې ډير بې شعوره دے ځکه نه پوهيږي چې د هغه په مقابل کښې داسې خداي دے چې له ټولو باطني رازونو خبر دے.

    فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ

    ژباړۀ: د هغو منافقانو په زړونو کښې داسې ناروغي ده چې خداي پاک د هغوي دغه ناروغي زياتوي او هغوي ته د خپلو دروغو له آمله دردونکے عذاب دے. د قرآن له نظره د انسان روح د هغۀ د بدن په څير کلخ ناروغه کيږي چې که درملنه يې ونه شي نو زياتيږي او ود ه کوي دومره چې د انسان انسانيت ووژني. بې اتفاقي يوه تر ټولو خطرناکه ناروغي ده چې زمونږ ټول روح او زړۀ ګواښي نو روغ رمټ انسان يو مخ لري او د هغه د بدن او روح تر مينځ بشپړۀ غږملتيا شته، ژبه يې هغه څه چې په زړۀ کښې يې لري وائي او له افکارو سره يې سلوک برابر دے، خو که له دې پرته نورڅه وشوه نو روح يې ناروغيږي او بې لارې شوي دي.

    بې اتفاقي د بخل، کيني او طمعي په څير نوري روحي ناروغۍ پيدا کوي او د يوې سرطاني غدي په توګه ورځ په ورځ د منافق په زړۀ او روح کښر ريښي غزوي، قرآن د بې اتفاقۍ د ناروغۍ اصلي سرچېنه دروغ بولي چې بې اتفاقي ورڅخه پيليږي او ورسره دوام مومي. دروغ يوازې په ژبه نه دي بلکې هغه عمل هم چې د انسان له عقيدي سره برابر هم نه وي نو عملي دروغ دي. هغه مړزګه چې په اوبو کښې لويدلې ده او مردار بوي ورکوي هر څومره باران چې پرې وشي ددې پر ځاي چې ککړتياوې يې ليرې شي زياتيږي، بې اتفاقي هم ددغې مړزګي په څير ده چې که د انسان په روح او زړۀ کښې پاتې شي هر حکم چې د خداي له لورې نازل شي که څه هم رحمت دے خو منافق هغه ته د غاړې د ايښودلو پر ځاي تظاهر او ريا کوي او د هغه د بې اتفاقۍ ناولتيا ډيره ښکاري او په دې توګه د هغه د بې اتفاقۍ ناروغي زياتيږي. بې اتفاقي پراخه معني لري چې د ظاهر اوباطن، عمل او وينا ترمينځ په هر ډول دوه مخۍ مشتمليږي چې دغه معني په مومنانو کښې هم ممکنه ده کله ظهور وکړي لکه څرنګه چې د عبادت په کولو کښې ريا او تظاهر يعنې بې له خدايه د بل چا لپاره د کار ترسره کول يو ډول بې اتفاقي ده.

    د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) فرمائي: ددغو دريوو صفتونو درلودونکے منافق دي، که څه هم لمونځ وکړي، روژه نيسي، او خپل ځان مسلمان وگڼي څوک چې امانت خيانت کړي، څوک چې په څپرو کښې دروغ ووائي او څوک چې وعده او ژمنه وکړي او په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. بې اتفاقي روحي ناروغي ده او منافق د داسې ناورغ په څير دي چې نه مړ وي او نه روغ رمټ، نه مون دے او نه کافر.

    2. بې اتفاقي پراخه او سرطاني ودۀ کوي که چېرې يې مخه ونه نيول شي نو د انسان د وجود درست اړخونه نيسي.

    3. د بې اتفاقۍ سرچېنه دروغ دي او د دروغو ويل د منافقانو معمولي طريقه ده.

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ه أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ

    ژباړۀ: هرکله چې منافقانو ته وويل شي چې په ځمکه کښې فساد ونه کړئ نو دوئ وائي مونږ خو اصلاح کوو، په دې پوه شئ چې هغوي فساد کوونکې دي خو نه پوهيږي.

    بې اتفاقي يوه ساري ناروغي ده چې که مخه يې ونه نيول شي نو ډير زر به د ټولنې درست کسان پرې اخته شي او چاپلوسي، تظاهر، رياکاري، دوه مخي او څو مخي يوه ټولنه فساد ته ورکاږي. له څرنګه چې منافق په خپله ديني حکمونه نه عملي کوي نو غواړي چې نور مومنان هم د هغه په شان شي نو ځکه تل د خداي د حکمونو په سپکولو، کمزوري کولو او مسخره کولو سره خلک د خپلو دندو په ترسره کولو لټ او بې پروا کوي. قرآن د منافقانو ددغه ناوړۀ سلوک بيلګي د توبې او منافقين په سورو کښې بيانوي چې د اسلام له دښمنانو سره د جهاد په وخت کښې يې له جنګه څنګخ تـښتيدل او يا يې د مالي مرستو په ورکولو کښې په مومنانو ملڼدي وهلي چې دومره لږه مرسته څه ارزښت لري ؟ هو بې اتفاقي په ټولنه کښې د هر ډول فساد سرچېنه ده خو منافقين چې د حقيقتونو له ليدلو يې سترګي پټي کړي دي خپل فساد اصلاح ګڼي. ځکه د هغۀ په نظر له ويني تويولو څخه د مخنيوي او له دښمن سره د جوړ جاړي په څير چاره د ټولني په صلاح ده نو بايد د جنګ او د هغۀ د پايلو مخه ونيول شي، که څه هم دا کار د موءمنانو او د دين د کمزوري سبب شي.

    له دغو آيتونو زده کوو چې:

    1. د بې اتفاقۍ آثار يوازې وګړنيز نه دي بلکې ټولنه هم فساد ته ورکاږي.

    2. ځان منمي او ځان ستاينه د بې اتفاقۍ يوه نـښه ده، هغوي وائي مونږ د صلاح او اصلاح خاوندان يو او نور نه دي.

    3. بې اتفاقي که د انسان زړۀ ته لاره پيدا کړي نو د انسان د سم شعور او درک مخه نيسي او نور د حقايقو ليدلو او اوريدلو ته حاضر نه دي.

    4. مومنان بايد د منافقانو په ښکلو خو پوچو شعارونو خبر وي چې ونه غوليږي.

    5. چالاکي او ځيرکي چې د ټولنې د صلاح او حق په لاره کښې نه وي بې شعوري او ناپوهي ده.

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُواْ أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَـكِن لاَّ يَعْلَمُونَ

    ژباړۀ: داسې ده که هر کله منافقانو ته وويل شي تاسو هم د خلکو په څير ايمان راوړئ نو په کبر او غرور سره وايي: آيا مونږ هم د ساده ګانو او لنډ فکرو په څير ايمان راوړو ؟؟ نو پوه شئ چې هغوي په خپله لنډ فکره او پوچ مغزي دي خو نه پوهيږي. د بې اتفاقۍ له نښو ښانو څخه کبر، ځان منمي او د نورو سپکاوے دے هغوي خپل ځان عاقل هوښيار او ځيرک ګڼي او مومنان سادۀ ګان، بې عقله او غوليدوني کسان نو ځکه هغه وخت ورته ويل کيږي ولي مو ځان د خلکو له ليکو بيل کړے او د هغوي په څير ايمان نه راوړئ ؟ د خلکو په ځواب کښې چې د مصيبتونو او سختيو په خوږو او ترخو ډګرونو کښې د خپل ديان او لارښود ملګري او ياران وو په بې عقلۍ تورنوي او د خپل ځان شيطانت او دوه مخي د عقل او هوش دليل گڼي. قرآن د هغوي په ځواب کښې وايي تاسي چې مسلمانان بې عقله ګڼۍ په خپله کم عقلان ياست، بې خبره ياست او تر ناپوهۍ لا بده له ناپوهۍ بې خبري ده چې انسان ګمان وکړي په درستو شيانو پوهيږي او نور نه پوهيږي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د مومنانو سپکاوي د منافقانو روده ده چې خپل ځانونه له نورو غوره اوښه گڼي.

    2. له کبرجن سره بايد د هغه په څير سلوک وشي، هغه څوک چې له مومنانو سره سپکاوے کوي بايد په ټولنه کښې سپک شي چې کبر او غرور يې ختم شي.

    3. سپکاوي او په بل ملنډي وهل يوه بې عقلي ده، عاقل په منطق سره غږيږي او کم عقل په مسخره او ملنډو سره.

    4. خداي پاک منافقان په همدې دنيا کښې رسوا کوي او د هغوي ناوړۀ څيره په ډاګه کوي.

    وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَي شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ

    ژباړۀ: منافقان هر کله چې له ايماندارو سره ملاقات وکړي وائي مونږ هم ستاسو په څير ايمان لرو خو هر وخت چې له خپلو شيطان صفتو همفکرو سره يو ځاي کيږي وائي چې مونږ له تاسو سره يو مونږ يوازې د ايماندارو مسخره کوونکې يو.

    د نفاق نورې نښې او آثار دادي چې منافق يړ مستقل او پايښتي هويت او شخصيت نلري، په هر محيط کښې د هغه چاپيريال رنګ اخلي او ورسره يو کيږي، کله چې د مومنانو په ټول کښې راشي او د ايمان او ملګرتيا څرګندونه کوي خو کله چې د دين او امت او رهبر د دښمنانو په مينځ کښې وي له هغوي سره همغږه کيږي او د مونانو پر ضد خبري کوي او د هغوي د پام د راگرځولو لپاره مومنان مسخره کوي. دغه آيتونه هم خبردارے ورکوي چې د خلکو په ظاهر مه غوليږئ او هر چا چې د ايمان ادعا وکړه هغه موءمن مه بولئ، بلکې وګورئ له چا سره تګ راتګ کوي او دوستان يې څوک دي، دا نه منل کيږي يو کس چې مومن وي خړ د دين او رهبر د دښمنانانو دوست او ملګرے وي، ايمان له سازباز او ددين له دښمنانو سره له صميميت سره نه جوړيږي، د ايمان لازمه د خداي له دښمنانانو سره دښمني ده.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. شيطان يو جني نه دے بلکه هغه انسانان هم چې د نورو د انحراف سبب کيږي شيطان دي نو له هغوي څخه بايد ځانونه ليرې وساتو.

    2. د حق د نظام پر ضد مخفي کاري او دپټو او سري غونډو جوړول د عقيدې څرګندونې د ميړانې او دلاورۍ د نه درلودلو نښه ده منافقان چې ايمان داره خلک سپک او مسخره کوي په خپله بې ارادې او ډارن دي.

    3. منافقان په ټولنه کښې د دښمنانو وزرونه دي او د هغوي د غوښتنو پر اساس خوځښت کوي هغوي ته وائي چې (انا معکم ) مونږ له تاسو سره يو نه له موءمنانو سره.

    اللّهُ يَسْتَهْزِيءُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ

    ژباړۀ: خداي هم هغوي مسخره کوي او هغوي ته په سرکښۍ او طغيان کښې مهلت ورکوي څو سرګردانه شي.

    د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) يو اهل بيت امام علي بن موسیٰ الرضا (ع) فرمائي: خداي (ج) مسخره، فريب او مکر نه کوي خو د دښمنانو د مکر او مسخرې سزا ورکوي. په رښتيا کومه سزا تر حيرانتيا، سرګردانۍ، کوربدالۍ او بې بصيرتۍ لويه ده چې منافقان پرې اخته کيږي. د خديا سنت دادے چې ظالمو او ګناهګارو ته مهلت ورکړي خو دغه مهلت په هغه بڼه کښې رحمت دے چې د انسان د توبې او پام سبب شي که نه نو د ګناه په ګرداب کښې د لوييدو او بالاخره د انسان د تباهۍ او ډوبيدو سبب ګرځي. د منافقانو لپاره د خداي تعالیٰ يوه سزا هغوي و خپلو ځانونو ته خوشي کول دي چې يو ډول سرګرداني او پريشانې لري، نه معلومداره هدف او مقصد لري او نه آرامښت او ډاډ.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د خداي سزاوي د بشر له ګناهګانو سره متناسبې دي، د مسخره کولو يا استهزا سزا استهزا ده.

    2. په الهي فرصتونو او وختونو مه مغروره کيږئ چې ښائي د رحمت نښه نه وي.

    3. خداي (ج) د مومنانو ملاتړے دے که منافقان هغوي مسخره کوي، خداي هم منافقان مسخره کوي او سزا ورکوي.

    أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ اشْتَرُوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَي فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ

    ژباړۀ: هغوي هغه کسان دي چې ضلالت او ګمراهي يې د هدايت د له لاسه ورکولو په بيه رانيوله خو په دې تجارت او تبادله کښې يې ګټه ونه کړه او هغوي نه دي هدايت شوي.

    دا دنيا چې مونږ په کښې ژوند کوو يو بازار دے او مونږ ټول داسې تاجران يو چې مجبوره يو خپلي پانګي خرڅي کړو يعنې د ځوانۍ او عمر پانګه د عقل او فطرت پانګه، علم، قدرت او ټول خداي راکړي استعدادونه، په دې بازار کښې يوه ډله ګټه کوي او نيکمرغه کيږي. او بله ډله تاوان کوي او نه يوازۍ ګټه نه کوي بلکه اصلي پانګه هم له لاسه ورکوي، لکه هغه يخ خرڅوونکے چې خپل يخ خرڅ نه کړي.، نه يوازې ګټه نه کوي بلکه اصلي سرمايه يې هم ويل کيږي او له لاسه وځي. قرآنکريم په ډيرو موردونو کښې د انسان ښه او بد کاروته تجارت ته وربللي دي لکه څرنګه چې يې د صف مبارکي سوري په نهم آيت کښې ايمان او جهاد يو ګټور کار بللے دے او فرمائي: ژباړۀ: اي ايماندارو آيا تاسو يو داسې تجارت دروښييم چې له دردناکه عذابه مو وژغوري ؟ په خديا او د هغه په رسول ايمان راوړئ او په لارۀ کښې يې په مال او ځان سره جهاد وکړئ.

    په دي آيت کښې يې منافقان داسې هرڅوونکي معرفي کړي دي چې هدايت ئي خرڅ کړے او ګمراهي يې رانيولي ده. ځکه منافقان د هدايت خاوندان نه وو چې هغه خرڅ کړي او د ځان لپاره ضلالت او ګمراهي رانيسي. په هر حال هغوي نه يوازې په دغه تجارت کښې ګټه نه ده کړي بلکه خپلو شومو او ناوړو موخو ته هم ونه رسيدل او اسلام ورځ په ورځ پرمختګ وکړ او هغوي لا رسوا شول.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د خپلو مالونو په تجارت کښې يوازې د ګټي پع فکر کښې ونه اوسو بلکه وګورو چې خپل زړۀ او روح په څه خرڅوو او څه په لاس راوړو او ددې کسب او تجارت حاصل هدايت او سعادت دے او که بدبختي او ګمراهي او شقاوت.

    2. هدايت او ضلالت او ګمراهي زمونږ د خپل عمل حاصل دے نه جبر يا د خداي تعالیٰ غوښتنه يا تقدير او الهي مشيت، بې له دې چې زمونږ اختيار پکي رول ولري.

    3. نفاق بې له ګمراهۍ او تاوان بله پايله نلري، د ايمان پر خلاف چې انسان سعادتا او نيکبختۍ ته رسوي.