اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 81 تر 90

    د بقرې سورت له 81 تر 90

    د بقرې سورت له 81 تر 90
    Rate this post

    لسمه برخه – د بقرې سورت له  81 تر 90 ايتونه تفسير

    بَلَى مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (٨١)وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (٨٢)

    ژباړه:
    [(داسې نه ده چې هغوی یې ګمان کوي)بلکه څوک چې ګناه وکړي او ګناهانې یې له بدنه تاو وي هغوی په رښتیا چې د اور خاوندان دي او په اور کې به د تل لپاره وي
    [او هغه کسان چې ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي بې له شکه چې د جنت خاوندان دي او تل به په جنت کې وي
    تیر ایت د یهودیانو چټي هیلې چې دوزخ ته به نه ځي بیان کړې او هغه یې په خدای یو ناروا تور وباله دا دوه ایتونه په قیامت کې د انعام او سزا معیارونه داسې بیانوي:
    څوک چې قصدا او په خپله اراده ګناه وکړي تر دې چې ځان په ګناهونو کې ډوب کړي تل به په اور کې وي او د تیښتې لاره نه لري په دغه سزا کې د یهودو او غیر یهودو په مینځ کې څه فرق نیشته .
    جنت ته د داخلیدو شرط هم ایمان او نیک عمل دی حتی یوازې ایمان یا یوازې عمل هم کافي نه دی او یوازې په خیالاتو او ارمانونو سره څوک جنت ته نه شي تللی.
    اوس د بقرې سورې درې اتیایم ایت ته پام وکړئ:

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لا تَعْبُدُونَ إِلا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلا قَلِيلا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ (٨٣)

    ژباړه:
    [او رایاد کړئ هغه وخت چې له بني اسراییلو مو ژمنه واخستله چې بې له یوازینی خدایه د بل چا عبادت مه کوئ او له مور پلار ، خپلوانو او یتیمانو او بې وزلانوسره نیکي کوئ او له خلکو سره ښې خبرې کوئ او لمونځ قایم کړئ او زکات ورکوئ خو په تاسو کې بې له ګوته په شمیر کسانو ټولو سر غړونه وکړه او مخ یې واوړوه
    په تیرو پروګرامونو کې د بني اسراییلو د ژمنې خبره وشوه خو د دغه ژمنې او تړون موارد بیان نه شول دا ایت او ورپسې ایتونه د دغه تړون ځینې مورونو ته اشاره کوي او بیا د دغه تړونونو د خلاف ورزۍ له امله بني اسراییل سخت ملامتوي الهي ژمنې چې د پیغمبرانو په وسیله خلکو ته رسیدلې دي د عقل او بشري فطرت مطابق دي او خدای تعالی دغه دیني ارزښتونه د ټولو انسانانو په خټه کې ایښې دي.
    د ټولو پیغمبرانو د دین لومړی ټکی توحید او دیوه خدای منل دي. یعنی کارونه هغه وخت د نیکمرغۍ او کامیابۍ سبب کیږي چې الهي رنګ ولري او د توحید په چورلیږ وي.
    د خدای له عبادته وروسته د خدای تعالی دوهم امر د مور او پلار اطاعت او له هغوی سره ښیګړه ده . ځکه چې هغوی زمونږ د خلقت وسیله دي او دخدای مهربانۍ دهغوي په وسیله مونږ ته رسیږي.
    له والدینو سره د احسان تر څنګ له خپلو خپلوانوسره او د ټولنې له بیوزلانو سره مرسته هم راغلې ده چې انسان یوازې ځان او خپله کورنۍ ونه وینی بلکه هغه ټولنې ته هم پام وکړي چې دی پکې ژوند کوي.
    د خلکو د خدمت تر څنګ د خدای عبادت په یو خاص شکل کې چې لمونځ دی مطرح شوی دی چې له خالق او پنځګر سره د تل پاتې رابطې ته د انسان د اړتیا نښه ده.
    د یوه خدای پال کس نه یوازې عمل او کړه بلکه خبرې او وینا هم باید غوره اونیکه وي هغه هم نه یوازې له خپلو مسلمانو وروڼو خویندو بلکه له ټولو انسانانو سره که هغه مومنان وي او که کافران.

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ (٨٤)

    ژباړه:
    او رایاد کړئ هغه وخت چې له تاسو مو ژمنه واخسته چې د یو بل وینه مه تویوئ او یو بل له خپلو ټاټوبو مه وباسئ نو تاسو اقرار وکړ او په دې تړون مو ګواهي ورکړه
    دا ایت له تیر ایته وروسته چې د خدای شپږ امرونه پکې راغلې وو دوو نورو موردونو ته اشاره کوی چې د یو انسان د ځان او ژوند او دهغه د هستوګن ځای او وطن عزت او حرمت بیانوي.
    د ټولنې یوه لومړۍ اړتیا د خلکو د امنیت ساتل دي د سر او وطن امنیت چې په ټولو الهی دینونو کې مطرح و.
    له دې امله چې د ژوند حق د هر انسان لومړی حق دی که هغه د هر قام قبیلې یا دین وی نو له دې امله وژل لویه او کبیره ګناه ګڼل شوې ده او په دینا کې یې سزا قصاص او په اخرت کې د تل لپاره په دوزخ کې پاتې کیدل دي .
    له وطن سره مینه یوه فطري او طبیعي خبره ده چې دین یې هم درناوی کوي نو هیڅوک دغه حق له چا نه شي سلب کولی.
    اوس هغو درسونو ته یو پام کوو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو.
    ۱:پر نورو د لوړاوي او امتیاز غوښتل او توکم پالنه په اسلام کې منع ده ټول انسانان د خدای په وړاندې برابر دي او هیڅ قوم یا توکم د خدای په نزد تر بل لوړ نه دی.
    ۲:په الهی سزا او انعا م کې معیار ایمان او نیک عمل دی ، نه ګمان او هیلې او اصولا له هیلې سره که عمل نه وي نه هیڅ معنا او فایده نه لري.
    ۳: ګناه کله کله د انسان په وجود کې دومره ننوزي چې د هغه زړه او روح پټ کړي او دهغه په وینا او عمل کې بې له پلیتو او غلطو کارونو بل څه نه لیدل کیږي.
    ۴: تر ټولو مهمې ژمنې چې خدای تعالی له انسانه اخستې دي چې که په هغو عمل وکړي نیکمرغه به شي په دې ډول دی:
    ۱:توحید او د یوه خدای منل،۲: له والدینو سره نیکي. ۳: د بیوزلانو، خپلوانو ، او یتمیانو خیال ساتل، ۴: له خلکو سره نیکه خبره کول. ۵: د لمونځ قایمول، ۶: د زکات ورکول . ۷: له قتل او وینه بهیولو ډډه کول. ۸: د نورو په وطن او کور له تیري ډډه کول.
    په پای کې له خدایه غواړو چې مونږ ته په دغو خبرو د عمل کولو توفیق راکړی.

    ثُمَّ أَنْتُمْ هَؤُلاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (٨٥)

    ژباړه :
    ( سره له دې چې له تاسو مو ژمنه واخسته)خو تاسو په خپله یو بل وژنئ او خپل ځینې کسان دهغوی له ټاټوبو وباسئ او د هغوی په خلاف په ګناه او تیري کې د یو بل مرسته کوئ. په داسې حال کې چې که هم هغوی تاسو ته د اسیر په توګه راشي واېې خلئ ( او ازاديې کړئ) سره له دې چې( نه یوازې دهغوی وژل بلکه) شړل هم( له پیله) پر تاسو حرام وو. ایا د اسماني کتاب په ځینو اوامرو ایمان لرئ او له ځینو یې انکار کوئ؟ نو په تاسو کې دهغو کسانوسزا به چې دغه کار وکړي په دنیا کې یوازې رسوایي ده او په اخرت کې به سخت عذاب وویني او خدای تعالی له هغه څه چې تاسو یې کوئ غافله نه دی
    دا ایت بني اسراییلو ملامتوي چې تاسو سره له دې چې له خدای سره مو تړون درلود یو بل وژنئ او له خپله کوره یې بې کوره کوي او عجیبه دا چې تاسو دتورات په حکم که اسیر ولرئ په فدیې سره یې ازادوئ.
    تاسو تیاریئ چې یو بل په خپل لاس ووژنئ خو دې ته نه یئ حاضر چې د یو بل اسیران شئ. که اسارت سپکاوی وي وژل او بې کوره کول خو تر دې بد دي که فدیه ورکول او ازادول د تورات حکم دی له قتل او جلاوطنولو ډډه کول خو هم د تورات حکم دی.
    په حقیقت کې تاسو دخپلې هوا او هوس خبره منئ او د اسماني کتاب تابع نه یئ . ځکه چې په هر ځای کې چې د خدای اوامر ستاسو له خوښې او سلیقې سره برابر وي منئ یې او چیرته چې برابر نه وي نه یې منئ. او حتی د ګناه په کولو کې دیو بل مرسته کوئ.
    دا ایت په انسان کې د حقیقي ایمان نښه عمل ګڼي، هغه هم داسې عمل چې خدای امر مطابق وي. نه دا چې یوازې په غه څه عمل وشي چې د انسان له ګټو او شخصي منافعو سره برابر وي . ځکه چې دا ځان پالل دي نه خدای پرستي!
    نه یوازې دګناه کول بلکه له ګناهګار سره مرسته هم منع ده . د رسول الله مبارک یو ګران لمسی حضرت امام موسی کاظم علیه السلام یو مسلمان ته وفرمایل: د عباسي خلیفه هارون الرشید دربار ته د اوښانو په کرایه ورکول جایز نه دي که څه هم حج ته د تللو لپاره وي ځکه چې ستا زړه به غواړي چې اوښان دې له حجه روغ ستانه شي چې ستا پیسې درکړي او د ظالم په ژوندي پاتې کیدو خوښیدل ګناه ده.
    اوس د بقرې سورې شپږ اتیایم ایت ته ستاسو پام غواړو:

    أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ فَلا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلا هُمْ يُنْصَرُونَ (٨٦)

    ژباړه:
    [هغه داسې کسان دي چې د دنیا ژوند یې د اخرت (د بایللو په بیه) اخستی دی، نو دهغوی په عذاب کې به کمی ونه کړی شي او مرسته به ورسره ونه شي
    د اایت له خدای سره د کړیو تړونونو د شلولو او او نورو د وژلو او بې کوره کولو جرړه او عامل داسې بیانوي چې هغوی د د نیا په ژوند پسې دي او یوازې په هغو اوامرو عمل کوي چې دهغوی ګټې تامین کړي خو د هغه څه چې له اخرت سره اړه لري پروا نه لري.
    له دومره ډیرو ګناهونو او دنیا پالنې سره سره بیا هم یهودیانو ادعا کوله چې مونږ ته به عذاب را نه کړی شي. دا ایت فرمایی:
    د هغوی د باطلو امیدونو او ارمانونو په خلاف هغوی به هم د نورو مجرمانو په شان د خپلو غلطو کارونو او ګناهونو سزا وویني. او هیڅوک به له هغوی سره مرسته ونه کړي.
    دوستانو اوس به راشو د بقرې سورې اوه اتیایم ایت ته هلته چې لوی خدای فرمایی:

    وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لا تَهْوَى أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ (٨٧)

    ژباړه:
    او بې شکه مونږ موسی ته کتاب ورکړ او له هغه وروسته مو پرله پسې پیغمبران ولیږل او د مریم زوي عیسی ته مو روښانه دلایل ورکړل او په روح القدس سره مو تایید کړ او مرسته مو یې وکړه. نو ولې هر کله چې یو پیغمبر ستاسو د خوښې په خلاف یو څیز راوړ د هغه په وړاندې مو کبر وکړ. ځینې مو دروغ وبلل او ځینې مو ووژل؟
    دا ایت د انسان د هدایت لپاره د خدای تعالی پرله پسې مهربانۍ ته اشاره کوي او فرمایی:خدای تعالی له موسی وروسته نور پیغمبران هم د بني اسراییلو د هدایت لپاره ولیږل لکه حضرت عیسی علیه السلام، خو دهغوی هوس پرستي او دنیا پالنه سبب شوه چې هغوی سروغړي ، ځینې پیغمبران دروغ وګڼي او ځینې ووژني. ځکه چې پیغمبران د هغوی د ناوړه غوښتنو منلو ته تیار نه وو.
    اوس د بقرې سورې اته اتیایم ایت ته پام وکړئ:

    وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلا مَا يُؤْمِنُونَ (٨٨)

    ژباړه:
    او هغوی( پیغمبرانو ته ) وویل زمونږ زړونه په غلاف( پرده) کې دي ( او مونږ ستاسو په خبره نه پوهیږو) داسې نه ده ، بلکه خدای تعالی دهغوی د کفر په وجه، هغوی له خپل رحمته لیرې کړې دي ( او له همدې امله څه نه درک کوي) او کم ایمان راوړي
    سرکښو کسانو به د پیغمبرانو د بلنې په ځواب کې په مسخرو او ملنډو سره ځواب ورکاوه او ویل به یې چې مونږ ستاسو په خبره نه پوهیږو او نه یې شو منلی.
    قران مجید هغوی ته په ځواب کې فرمایی: داسې نه ده چې هغوی د پیغمبرانو په خبره پوهیدل نه بلکه دهغوی د ضد او د حق د پټولو خوی سبب شوی چې ځینې کسان یې حق درک نه کړی شي او کم کسان ایمان راوړی.
    اصولا د هوا اوهوس پیروي سبب کیږي چې د انسان په زړه او فکر د ځان منمۍ او خود پرستۍ پریړې پردې وغوړیږي. او حقایقو او واقعیتونو ته یوازې په مادي او ظاهری سترګو سره وګورو او په نتیجه کې د اسماني معارفو انکار وکړو.
    اوس راځو هغو درسونو ته چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو :
    ۱ : مونږ باید دخدای اوامرو ته تسلیم شو نه دا چې هر څه زمونږ زړه غواړي هغه ومنو او څه چې مو په تبه نه وي برابر هغه پریږدو که دا کار مو وکړ نو دخپلې هوا او هوس اطاعت به مو کړی وي نه د خدای د امر.
    ۲ : خدای تعالی پر هر هغه څه چې مونږ یې کوو ناظر دی او یاد لرئ چې که مونږ له هغه غافله شوو هغه له مونږ غافله نه دی او پر هر هغه څه چې مونږ یې کوو خبر دی.
    ۳ : ټول انسانان د خدای دقانون په وړاندې برابر دي . دا چې ځینې کسان ګمان کوي چې د خدای په نزد لوړ قام لري او تر نورو انسانانو په خدای ډیر ګران دي دا یو غلط فکر دی او دا باطلې هیلې د مجرمانو عذاب او سزا نه شي کمولی.
    ۴: خدای تعالی د انسانانو د هدایت لپاره ډیر پیغمبران رالیږلې دي خو انسان د قدردانۍ په ځای پیغمبران دروغ ګڼي او هغوی وژني.
    ۵: د انسان نیکمرغي او بدبختی په خپله دهغه په لاس کې ده که په ځینو کسانو د خدای لعنت او قهر نازلیږي په خپله د هغوی د کفر او ضد په وجه ده که نه وي خدای د هغه د هدایت وسیلې برابر کړې دي.

    وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ (٨٩)

    ژباړه:
    او کله چې دخدای له لورې هغوي ته کتاب( قران) راغی چې له هغو نښو سره برابر و چې له هغوی سره وې او له دې مخکې هغوی پر کافرانو د کامیابۍ زیری ورکاوه نو کله چې هغه ( کتاب او پیغمبر) چې پیژندلی یې و هغوی ته راغلل، د هغه انکار یې وکړ. نو دخدای لعنت دې وي پر کافرانو
    په تیرو پروګرامونو کې د حضرت موسی علیه السلام او د تورات د اوامرو په وړاندې د بني اسراییلو د کفر او ضد ځینې بیلګې بیان کړې. دا ایت د اسلام د لومړیو وختونو کې د یهودیانو په باره کې دی چې د هغو نښو په اساس یې چې په تورات کې راغلې وې د اسلام د پیغمبر راتګ ته سترګې په لاره وو نو له دې امله له خپل ټاټوبي حجاز ته لاړل.
    یهودیان چې په مدینه او خواوشا کې یې هستوګن شوې وو د مدینې مشرکانو ته ویل چې ډیر زر به دمحمد په نامه یو پیغمبر مبعوث شي چې مونږ به پرې ایمان راوړو او هغه به په خپلو دښمنانو بریالی شي.
    خو کله چې پیغمبر مدینې ته هجرت وکړ د مدینې مشرکانو پرې ایمان راوړ خو یهودیانو د خپلې دنیا پالنې او تعصب په وجه دهغوی انکار وکړ او په حقیقت کې یې هغه څه چې په تورات کې راغلې وو دروغ وګڼل .
    دا ایت ښیي چې یوازې علم او پیژندل کافي نه دي بلکه د حق منلو روحیه او تسلیمیدل ضروري دي سره له دې چې یهودیانو په تیره بیا د هغوی عالمانو د اسلامي پیغمبر پیژندلی و خو د حق منلو او دهغه په وړاندې تسلیمیدلو ته حاضر نه شول.
    اوس د بقرې سورې نویم ایت ته پام وکړئ:

    بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ (٩٠)

    خدای تعالی په دغه ایت کې فرمایی:
    هغوی په ډیرې بدې بیې ځانونه خرڅ کړل چې په هغه څه چې خدای نازل کړې دي د حسد له مخې کافران شول ځکه چې خدای تعالی په خپل فضل په هر بنده چې وغواړي خپل ایتونه نازلوي نو هغوی د خدای په پرله پسې عذابونو ککړ شول او دکافرانو لپاره خواروونکی عذاب دی
    یهودو تمه لرله چې د اسلام پیغمبر به هم له یهودو او بني اسراییلو وي چې دوي پرې ایمان راوړي خو کله یې چې ولیدل چې داسې نه ده نو د پیغمبر انکار یې وکړ او د توکمیز تعصب او حسد له امله یې اسلام ونه مانه او حتی د خدای په دغه کار یې اعتراض وکړ.
    هو یهودیانو په دغه کار سره تاواني معامله وکړه ځکه چې هغوي په موعود پیغمبر د ایمان راوړلو لپاره د سفرونو سختۍ وزغملې او په مدینې کې استوګن شول او په خپله د اسلام لپاره تبلیغ کوونکي وو خود حسد او ضد په وجه یې د اسلام انکار وکړ او ځانونه یې د حسد په بیه خرڅ کړل او خپل مقصد ته ونه رسیدل.