اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د بقرې سورت له 91 تر 100

    د بقرې سورت له 91 تر 100

    د بقرې سورت له 91 تر 100
    Rate this post

    يولسمه برخه – د بقرې سورت له  91 تر 100 ايتونه تفسير

    وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللَّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٩١)

    ژباړه:
    او کله چې هغوی ته وویل شي په هغه څه ایمان راوړئ چې خدای تعالی نازل کړې دي وایی: مونږ یوازې په هغه څه ایمان راوړو چې زمونږ په (خپل پیغمبر) نازل شوې وي او له دې پرته د نورو انکار کوي په داسې حال کې چې هغه (قران) حق دی او هغه څه چې دوي یې لري( د تورات ایتونه) د هغه تصدیق کوي( ای پیغمبره) هغوی ته ووایه ( که په هغه څه مو چې په خپله په تاسو نازل شوې دي) ایماندار وئ نو ولې مو له دې مخکې د خدای پیغمبران وژل؟
    دا ایت یهودو ته فرمایی چې که تاسو وایئ چې په محمد مو ځکه ایمان رانه وړ چې هغه له بني اسراییلو نه دی نو ولې مو هغه پیغمبران ووژل چې بني اسراییل وو او هغه مو تکذیب کړل؟
    نو تاسو له حق سره مخالف یئ او فرق نه کوي چې هغه حق ستاسو خپل پیغمبر ووایي او په تورات کې راغلې وي یا په قران کې . اصولا هغه څه چې په اسماني کتابونو کې راغلې دي دخدای له لورې او دټولو خلکو لپاره دي او له کوم خاص توکم او قام سره اړه نه دلي چې ځینې ووایي چې که دا پیغمبر یا کتاب زمونږ له قومه وای نو مونږ به منلی وی.
    ځکه هغه څه چې په اسماني کتابونو کې راغلې دي ټول په یوه لاره او یو مسیر کې او له یوه بل سره غږمله او موافق دي او هیڅ تضاد پکې نه شته لکه څرنګه چې د ښوونځي کتابونه د لیسې او یا د پوهنتونو له کتابونو سره موافق دي خو په پرمختللې ډول.
    اوس د بقرې سورې دوه نویم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایی:

    وَلَقَدْ جَاءَكُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (٩٢)

    ژباړه:
    بې له شکه موسی ستاسو لپاره ډیرې معجزې راوړې خو تاسو دهغه له غیابه وروسته ، سخی ( په خدایۍ) ونیوه په داسې حال کې چې ظالمان وئ.
    یو بل دلیل چې یهودو د اسلام د پیغمبر غیر یهودي والی تشه پلمه ګرځولې وه چې په هغه ایمان رانه وړي دا دی چې حضرت موسی خو د هغوی له خپل توکمه و او هغه هم ښکاره او روښانه معجزې راوړې وې خو کله چې کوه طور ته لاړ بني اسراییلو د خوسي عبادت پیل کړ او د حضرت موسی ټولې هڅې یې په اوبو لاهو کړې او په حقیقت کې یې هم په ځان او هم په خپل لارښود ظلم وکړ.

    وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٩٣)

    خدای تعالی په دغه ایت کې بني اسراییلو ته فرمایی:
    [ رایاد کړئ هغه وخت چې له تاسو مو ژمنه واخسته او طور غر مو ستاسو په سر راوچت کړ او ( وموویل) هغه څه(تورات او اوامر یې)چې مو تاسو ته درکړې دي کلک ونیسئ او غوږ شئ. خو هغوی وویل : وامو اوریدل او سرغړونه مو وکړه. د هغوی په زړونو کې د خپل کفر وجه خوسی ځای کړ( ای پیغمبره) هغوی ته ووایه هغه څه چې ستاسو ایمان ورته تاسو بلي ډیر بد څیز دی البته که ایمان لرئ]

    ومو ویل چې داسلام په پیغمبر د ایمان نه راوړلو لپاره د یهودیانو یوه پلمه دا وه چې هغه بني اسراییل نه دی او مونږ یوازې په هغه پیغمبر ایمان راوړو چې زمونږ له قومه وی او یوازې د موسی په کتاب تورات عمل کوو

    قران په تیرو ایتونو کې څو نمونې بیان کړې چې وښیي هغوی حتی په خپل پیغمبر موسی او خپل کتاب تورات هم ایمان نه لري او د هغه په خلاف عمل کوی دا ایت هم داس یو بل مورد ته اشاره کوي خدای تعالی په طور غره کې له بني اسراییلو د ځینو څیزونو ژمنه واخسته او له هغوی یې وغوښتل چې په دغ څیزونو پابند پاتې شي خو هغوی سره له دې چې واې اوریدل خو سرغړونه یې وکړه.
    ځکه چې شرک او دنیا پرستي چې بیلګه یې دسامري د سرو زرو له خوسي سره مینه وه د هغوی په زړونو کې دومره ننوتې وه چې د هیڅ فکر او ایمان ځای یې نه و پریښی او په زړه پورې دا ده چې هغوی له دغه ټولو نافرمانیو سره سره بیا هم د ایمان ادعا کوله .
    قران دهغوی ځواب د یوې پو ښتنې په مطرحولو سره داسې مطرحوي ایا ستاسو ایمان تاسو ته امر کوي چې دخدای تړون مات کړئ؟ د خوسي عبادت وکړئ او د خدای پیغمبرانو دروغ وګڼئ که داسې وي نو ستاسو ایمان خو تاسو ته د ډیر بد شي بلنه درکوي.
    اوس هغو درسونو ته یوه کتنه کوو چې له دغه سبقه یې زده کولی شوو
    ۱: که وینو چې نن مسیحیان او یهودیان په اسلام ایمان نه راوړي د اسلام په حقانیت کې شک نه دی پکار ځکه چې په هغوی کې ډیر کسان سره له دې چې په حق پوه دي خو دحق منلو ته تیار نه دی لکه څرنګه چې د مدینې یهودیانو پیغمبر وپیژنده خو ایمان یې پرې را نه وړ .
    ۲ : حسد د کفر او د حق د انکار سبب کیږي بني اسراییلو چې کله ولیدل چې د اسلام پیغمبر له بني اسراییلو نه دی نو کافران شول او هغه یې دروغ وباله.
    ۳ : بې له خدایه له بل چا سره افراطي مینه خطرناکه ده ځکه چې انسان د حقایقو له لیدلو ړندوي. کله چې یو د سرو زرو خوسی د بني اسراییلو په زړه کې دومره ځای وکړ نور یې د خدای موسی او تورات اوامر هیر کړل .

    قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٩٤)وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (٩٥)

    ژباړه:
    [(هغو یهودیانو ته) ووایه که د خدای په نزد د اخرت کور یوازې ستاسو لپاره دی نه د نوروخلکو لپاره نو د مرګ هیله وکړئ که تاسو رښتیا وایئ][ او هغوی به د هغو بدو عملونو په وجه چې له ځانه مخکې یې لیږلې دي هیڅکله دا ارمان ونه کړي او خدای د ظالمانو په کار پوه دی]
    یهودیانو په تاریخ کې هیمشه ځان لوړ قام ګڼلی دی او باوري دي چې جنت د هغوی لپاره پنځول شوی دی د دوزخ اور هغوی ته څه نه وایي او هغوی د خدای بچیان او دوستان دي.
    دا باطل خیالات سبب شول چې له یوې خوا هغوی هر ډول ظلم او زیاتی او ګناه او تیری وکړي او له بل پلوه په کبر او د ځان په لوی ګڼلو اخته شي.
    دا ایت دهغوی ضمیر قضاوت ته بلي او فرمایی: که واقعا داسې وي چې تاسو یې ادعا کوئ او جنت یوازې ستاسو لپاره دی نو ولې د مرګ ارمان نه کوئ چې زر جنت ته لاړ شئ؟ ولې له مرګه ویریږئ او تښتئ ترې؟
    له مرګه ویره داسې ده لکه ډریور چې له سفره ویریږي هغه ډریور له سفره ویریږي چې لاره ورته نه وي معلومه یا په ګاډي کې تیل نه لري یا سمګلنګ کوی یا په منزل کې د استوګنې ځای نه لري. حال دا چې حقیقي مومن هم لاره پیژني او هم په خپل صالح عمل سره د لارې توښه لري هم یې نور ضروري سامان په توبې سره برابر کړی دی هم د سمګلنګ سامان لکه ظلم ګناه او داسې نور نه لري او هم په قیامت کې د استوګنې ځای لري چې جنت دی.
    اکثره کسان چې له مرګه ویریږي علت یې دوه څیزونه دي یا مرګ نابودي او ختمیدل ګڼي او طبعا هر یو مخلوق د خپل ځان له ختمیدو ویره لری او اندیښمن وي.
    او یا په قیامت عقیده لري خو د خپلو بدو او غلطو کارونو په وجه له مرګه ویریږي ځکه چې مرګ د خپلو عملونو د سزا او محاسبې پیل ګڼي نو غواړي چې مرګ یې نور هم وځنډیږي.
    خو پیغمبران او دخدای ولیان چې له یوې خوا مرګ نابودي نه ګڼي بلکه د یو نوي ژوندپیل یې ګڼي او له بلې خوا به خپل عمل کې بې له ښو کارونو بل څه نه لري نه یوازې له مرګه ویریږي نه بلکه هر کلی یې هم کوی.
    لکه څرنګه چې امیرالمومنین علي علیه السلام د خپل ځان په هکله فرمایی:په خدای قسم زه مرګ ته تر دې زیات لیواله یم څومره چې یو ماشوم د مور تي ته لیواله وي.

    وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَنْ يُعَمَّرَ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ (٩٦)

    ژباړه:

    [(ای پیغمبره) بې له شکه (یهود) به د دینا په ژوند تر ټولو خلکو او حتی تر مشرکانو زیات حریص بیا مومې. (تر دې چې) هر یو یې غواړي زر کاله عمر وکړي، سره له دې چې که دغه اوږد عمر هم هغه ته ورکړل شي له عذابه به یې بچ نه کړي او خدای تعالی دهغوی عملونه ښه ګوري]
    دا ایت پیغمبر ته فرمایی:هغه یهودیان چې ادعا کوي جنت دهغوی دی دوی نه خو د مرګ ارمان کوي چې زر جنت ته لاړ شي بلکه تر نورو خلکو په تیره بیا تر مشرکانو چې قیامت نه مني او مرګ د ژوند پای ګڼي زیات د دنیا حریصان دي او دمرګ ارمان نه کوي.
    دوی په دنیا پورې دومره زړه تړلی دی چې غواړي زر کاله په دې دنیا کې ژوند وکړي او حتی په دنیا کې ډیر سپک ژوند او بدبختي ولري چې هم د خدای له سزا لیرې وي او چې څومره کولی شي په دنیا کې مال او پیسې جمع کړي.
    خو خدای تعالی فرمایی: فرض کړو چې دا زر کاله عمر هغوی ته ورکړل شي بیا هم دخدای له عذابه نه شي بچ کیدی ځکه چې دهغوی ټول عملونه دخدای تر نظر لاندې دي او د دوی دغه ماشومانه ارمان ګټه نه کوي.

    قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ (٩٧)مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ (٩٨)

    [(ای پیغمبره هغوی ته چې وایي که جبراییل په تا وحي نازلوي مونږ پر تا ایمان نه راوړو ځکه چې د جبراییل دښمنان یوو) ووایه: څوک چې د جبراییل دښمن دی ( په حقیقت کې دخدای دښمن دی)ځکه چې هغه د خدای په حکم ستا په زړه قران نازل کړی دی، هغه قران چې د تیرو اسماني کتابونو تصدیق کوي او د مومنانو لپاره زیری دی][ او هر څوک چې د خدای پرښتو او پیغمبرانو یې ، او جبراییل اومیکاییل دښمن وي ( پوه دې شي چې)خدای د کافرانو دښمن دی]
    کله چې دخدای پیغمبر مدینې ته راغی د یهودو ځینې کسان او یو عالم یې پیغمبر ته ورغلل او ځینې پوښتنې یې ترې وکړې منجمله دا چې وې پوښتل : ستا د وحي د پرښتې نوم څه دی ؟ کله چې پیغمبر وفرمایل چې جبراییل نو دوي وویل چې که میکاییل وی مونږ به ایمان راوړی و ځکه چې جبراییل زمونږ دښمن دی او مونږ ته سخت اوامر لکه جهاد راوړي.
    کله چې انسان د حق منل نه غواړي نو په پلمو پسې ګرځي او حتی يوه الهی پرښتو په بې ځایه سختی کولو تورنوي چې د حق له منلو د تیښتې لاره ولري د هماغه ورانکاره ماشوم په شان چې د ریاضۍ استاد ورته بد او د لوبو استاد ورته ښه ښکاري.
    اصولا د خدای پرښتې که هغه جبراییل وي او که میکاییل له ځانه څه نه راوړي چې دوستی یا دښمنی ورسره وشي هغوی د خدای له امره پرته بل کار نه کوي او یوازې دخدای او پیغمبر تر مینځ د وحي راوړلو واسطې دي . نو د یهودو خبره یوازې له اسلامه دتیښې لپاره یوه پلمه وه .نه د اسلام د نه منلو لپاره یو سم منطق .
    اوس هغوی درسونو ته راځو چې له دغو ایتونو یې زده کولی شو:
    ۱ : انسان باید داسې ژوند وکړي چې هره شیبه د مرګ لپاره تیار وي هم یې خپلې دندې پوره کړې وي او هم یې په توبې سره خپلې ګناهانې جبران کړې وي په دې بڼه کې نو له مرګه د ویرې لپاره څه دلیل نه شته .
    ۲: د عمر اوږدوالی مهم نه دی مهمه دا ده چې انسان عمر څومره برکت لري او څومره یې پکې ځان خدای ته نزدې کړی دی لکه څرنګه چې امام سجاد علیه السلام په یوې دعا کې فرمایی: ای خدایه که زما عمر ستا د اطاعت په لاره کې یوه وسیله وي نو اوږد یې کړه او که دشیطان ځاله وی نو غوڅ یې کړه .
    ۳: دین یوه ټولګه ده چې په ټول دین ایمان راوړل ضروري دي نه شو ویلی چې په خدای ایمان راوړ م خوپلانکۍ پرښته مې دشمنه ده یا مثلا پلانکی پیغمبر نه منم . حقیقي مومن په خدای او په ټولو پیغمبرانو او پرښتو ایمان لري.
    په پای کې له خدایه غواړو چې مونږ ته توفیق راکړي چې خپل عمر دهغه په اطاعت کې تیر کړو.

    وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلا الْفَاسِقُونَ (٩٩)

    ژباړه:

    (ای پیغمبره)مونږ تا ته روښانه ایتونه درواستول چې بې له فاسقانو بل څوک د هغه انکار نه کوي.
    په تیر پروګرام کې مو وویل چې د مدینې یهودیانو د دې لپاره چې اسلام ونه مني مختلفې پلمې به یې راوړلې مثلا ویل به یې چې که دا قران جبراییل پر تا نازل کړی وي نو مونږ یې نه منو یا به یې داسې نورې پلمې راوړلې چې قران یې دلته بیانوي هغوی به ویل چې مونږ په دغه قران نه پوهیږو او مطالب یې زمونږ لپاره واضح نه دي نو پر تا ایمان نه راوړو اوقران ستا د معجزې په توګه نه پیژنو.
    حال دا چې د قران په مطالعې او دهغه په ایتونو کې په غور سره په اسانۍ سره د اسلام د پیغمبر د نبوت په صداقت او د قران په عظمت پوهیدلی شو البته دا حقیقت هغه کسان درک کوي چې زړونه یې د ګناه په وجه نه وي تور شوې او دحقیقت د منلو زمینه اووړتیا ولري. ځکه چې ګناه د کفر او انکار زمینه برابروي او انسان د هوا اوهوس په پیروۍ سره د کفر په لور ګروهنه پیدا کوي او د حقایقو د پټولو لټه کوي ځکه چې که دغه حقیقتونه ومني نو بیا په اسانۍ سره ګناه نه شي کولی.

    أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لا يُؤْمِنُونَ (١٠٠)

    ژباړه:
    ایا داسې نه وه چې هر ځل یهودیانو ( له خدای او پیغمبرسره) کوم تړون وکړ ځینو یې هغه لیرې وغورځاوه او مخالفت یې وکړ؟ هو، ډیری یې ایمان نه راوړي
    دا ایت د خدای پیغمبر ته تسلي ورکوي چې د یهودیانو په ایمان نه راوړلو دې خپه کیږي نه ځکه چې دا هماغه کسان دي چې د خپل پیغمبر هم وفاداره نه وو او کله به یې چې له موسی سره کوم تړون وکړ هغه به یې مات کړ او په ضد او سپین سترګې توب کې ډیره اوږده مخنیه لري.
    د مدینې یهودیانو مدینې ته د رسول الله مبارک د ورتګ په وخت له هغه حضرت سره تړون وکړ چې لږ ترلږه د پیغمبر له دښمنانو سره به مرسته نه کوي خو دا تړون یې مات کړ او د احزاب په غزا کې یې د مسلمانانو په خلاف د مشرکانو مرسته وکړه.
    نن سبا هم په فلسطین کې اسراییلیان او صهیونسټان په هیڅ یوې نړیوالې ژمنې پابند نه دي او که کوم تړون هم لاسلیک کړي ډیر زر یې ماتوي ځکه چې یو توکم پاله او مغروره قام دی .