57. واجبه ده انسان د تشو او ډکو متيازو په وخت خپل عورتين (د تشو او ډکو متيازو ځايونه) له هغه کسانو چې مکلف (عاقل او بالغ) دي، پټ کړي. سره د دې چې هغه کسان ورسره محرم ولې نه وي لکه مور او خور، او همدارنګ له هغه ليوني او ماشوم يې هم پټول واجب دي چې په ښه او بد پوهيږي، خو ښځه او خاوند له ضروري نه ده چې له يو بل يې پټ کړي.

58. ضروري نه ده چې يو خاص څيز سره دې خپل عورتين پټ کړې شي مثلا که په لاس يې پټ کړي هم کافي ده.

59. د متيازو په وخت احتياط لازم دا دے چې وړاندې برخه لکه خيټه، سينه او يا شا بايد قبله ته مخامخ نه وي.

60. که د متيازو په وخت د سړي مخ يا شا قبلې ته وي خو يوازې د عورت سر ترې تاؤ کړي دا کافي نه ده او همدارنګ که مخ يا شا يې قبلې ته نه وي نو احتياط دا دے چې سر يې قبلې ته نه کړي.

61. احتياط مستحب دا دے چې مخ او شا د استبراء (چې احکام به يې وروسته راشي) او د وينځلو په وخت هم قبلې ته نه وي.

62. که د دې لپاره چې يو نامحرم يې ونه ويني مجبور شي چې مخ يا شا په قبله متيازو ته کښيني نو احتياط لازم دا دے چې شا په قلبه کښيني او که ممکنه نه وي نو مخ په قبله کښيني او همدارنګ که چرې د يو بل څه له وجې مجبور شي چې قبلې ته مخ يا شا کړي.

63. احتياط مستحب دا دے چې ماشومان نبايد د متيازو په وخت مخ يا شا په قبله کښينوئ خو که ماشوم په خپله کښيناسته نو منعې کول يې واجب نه دي.

64. په څلورو ځايونو کښې متيازې حرامې دي:

1.    په بندو کوڅو کښې که څيښتن يې اجازت نه وي کړې.

2.    د هغه چا په ځاي (ملکيت) کښې چې اجازه يې نه ورکوي.

3.    په هغه ځاي کښې چې د يو خاص ټولي لپاره وقف شوې وي لکه ځينې مدرسې.

4.    د مؤمنانو په قبرونو باندې که د هغوي بې عزتي وي پکښې او همدارنګ په هر هغه ځاي کښې چې د دين د مقدساتو بې عزتي وي پکښې.

65. په دريو حالتو کښې د ډکو متيازو ځاي يوازې اوبو سره پاکيږي:

1.    چې ډکو متيازو سره يو بل نجاست لکه وينه بهر راوځي.

2.    يو بل نجاست د ډکو متيازو ځاي ته له بهره ورورسيږي.

3.    چې کله د ډکو متيازو ځاي له عادي حالته زيات سخا شوې وي.

له دې دريو حالتو نه علاوه کولې شي چې د متيازو ځاي په اوبو ووينځل شي يا په هغه طريقه چې وروسته به يې ذکر کړو په کپړا، کاڼي او داسې نورو سره پاک کړې شي خو اوبو سره يې وينځل ښه دي.

66. د تشو متيازو ځاي بې له اوبو په بل څه نه پاکيږي.

او په کُر او جاري اوبو کښې که يو ځل ووينځل شي نو کافي ده خو کمو (قليلو) اوبو سره بايد دوه ځله ووينځل شي او درې ځله وينځل يې بهتر دي.

67. که د ډکو متيازو ځاي اوبو سره ووينځل شي نو بايد له متيازو څخه پکښې څه پاتې نه شي. خو د هغې رنګ او بوي پاتې کيدل خير دے او که په لومړي ځل داسې ووينځل شي چې يو ذره پکښې څه پاتې نه شي نو دويم ځل يې وينځل لازم نه دي.

68. کاڼې، لوټه او کپړه داسې نورو څيزونه که وچ او پاک وي نو ورسره د ډکو متيازو ځاي پاکولې شې او که دا څيزونه لږ غوندې لامده وي خو د ډکو متيازو ځاي ترې نه لمديږي نو خير دے.

69. د ډکو متيازو ځاي که يو ځل کاڼي، لوټې يا کپړې سره يو ځل کاملا پاک شي نو کافي دے خو ښه دا ده چې درې ځلې دا کار وکړې بلکه چې درې څيزونه وي نو بهتر ده او که درې ځلو سره پاک نه شو بايد دومره ځلې يې وکړې چې کاملا پاک شي خو د داسې ذرو پاتې کيدل چې ليدې نه شي خير دے.

70. د ډکو متيازو ځاي داسې شي سره پاکول چې د هغې احترام لازم دے، لکه هغه کاغذ که ورباندې د خداي او پيغمبرانو نومونه ليکلې وي، حرام دي. او د ډکو متيازو ځاي هډوکي او کَتې سره صفا کول اشکال لري.

71. که دا شک وکړي چې د متيازو ځاي يې پاک کړے دے که نه، لازمه ده چې پاک يې کړي سره د دې چې عادت يې دا ؤ چې له متيازو وروسته به يې هميشه پاکول.

72. که د لمانځه نه وروسته شک وکړي چې د لمانځه نه وړاندې مې ځان پاک کړې ؤ که نه، نو کوم لمونځ چې يې کړے دے هغه صحيح دے خو د نورو لمونځونو لپاره بايد ځان پاک کړي.
(استبراء)

73. استبراء يو داسې مستحب عمل دے چې سړي يې د تشو متيازو نه وروسته تر سره کوي د دې لپاره چې مطمئن شي چې د متيازو په رګ کښې متيازې نه دي پاتې.

دا څو قسمه لري (لکه ځينې خلک ودريږي يا يو څو قدمه واخلي نو باقي پاتې متيازې يې راوځي)  خو ښه طريقه يې دا ده چې د متيازو له بنديدو وروسته، چې اول عورت (د تشو متيازو ځاي) پاک کړي بيا درې ځله د ګس (چپ) لاس مينځنۍ ګته د ډکو متيازو ځاي نه تر د تشو متيازو ځاي د ويخ پورې راکيږي، بيا غټه ګوته  آلت باندې کيږدي او ورسره نږدې ګوته د آلت نه لاندې کيږدي او درې ځله يې د ختنې ځاي پورې راکاږي، بيا يې درې ځله سر له زور ورکړي. (چې هيچ متيازې پکښې پاتې نه شي او ځاي په ځاي ودريدلو او ځان سره لوټې ګرځولو نه دا طريقه چې يو سنت عمل دے، ښه ده)

74. هغه اوبه چې کله کله ښځې سره د لوبې کولو وروسته له انسانه وځي او هغې ته مذي ويل کيږي پاکې دي او همدارنګ هغه اوبه چې د مني وتلو وروسته له انسانه وځي چې ورته وذي ويل کيږي هم پاکې دي او هغه اوبه چې کله کله د تشو متيازو نه وروسته راوځي چې ورته ودي ويل کيږي که متيازې ورته نه وي رسيدلې نو پاکې دي. او که انسان له تشو متيازو وروسته استبراء وکړي او بيا ترې کومې اوبه راوځي او دا شک وکړي چې متيازې دي که له دې دريو څخه يو قسم اوبه دي نو هغه پاکې دي.

75. که انسان دا شک وکړي چې استبراء يې کړې ده که نه او يو څه لوندوالې ترې راوځي چې ورته پته نيشته چې پاک دے که نجس نو هغه نجس دے. او که وضو (چار اندام) يې کړے وي هغه باطل دے.

خو که دا شک وکړي چې کومه استبراء يې چې کړې ده هغه صحيح وه که نه او يو څه لوندوالې ترې راوځي چې ورته پته نيشته چې پاک دے که نه، نو هغه پاک دے او وضو يې هم نه باطليږي.

76. کوم سړي چې استبراء نه ده کړے خو دومره وخت يې د متيازو تېر شوے دے چې ورته اطمينان دے چې په رګ کښې يې څه متيازې نه وې پاتې او پداسې حالت کښې څه لوندوالې وويني او دا شک وکړي چې پاک دے که نه، نو هغه لوندوالې پاک دے او وضو هم نه باطله­وي.

77. که انسان له متيازو وروسته استبراء وکړي او وضو وکړي، چې کله له وضو وروسته څه لوندوالې وويني چې ورته پته وي چې يا متيازې دي يا مني، نو واجبه ده چې احتياطاً غسل وکړي او وضو هم وکړي. خو که وضو يې نه وي کړے نو يوازې وضو کول کافي دي.

78. د ښځو لپاره د تشو متيازو استبراء نشته او که څه لوندوالې وګوري چې شک يې شي چې دا متيازې دي که نه نو هغه پاک دے او د هغې وضو او غسل هم  ورسره نه باطليږي.
(د متيازو مستحبات او مكروهات).

79. مستحبه دا ده چې د متيازو لپاره داسې ځاي کښې کښيني چې څوک يې نه ويني او ټټۍ(ليټرين) ته د ننوتو په وخت ګڅه (چپ) پښه وړاندې کړي او د راوتلو په وخت ښې (راست) پښه. او همدارنګ مستحبه ده د متيازو په وخت خپل سر پټ کړي او د بدن زور په ګڅه (چپه) پښه راولي.

80. نمر او سپوږمۍ ته مخامخ کښيناستل مکروه دي خو که خپل عورت څه شي سره پټ کړي نو بيا مکروه نه دي. او همدارنګ د متيازو لپاره هوا ته مخامخ کښيناستل او په روډ، کوڅه، کور او هغه ونې لاندې چې ميوه ورکوي کښيناستل او د متيازو په حالت کښې د څه شي خوړل او ډېر وخت تيرول او ښي لاس سره ځان صفا کول، دا ټول کارونه مکروه دي او همدارګ د متيازو په حالت کښې خبرې کول هم مکروه دي خو که مجبور وي يا د خداي ذکر کوي نو خېر دے.

81. په ولاړې متيازې کول، په سخته ځمکه، د ځناورو په سوري کښې، په اوبو کښې په بيله توګه په ولاړو اوبو کښې متيازې کول مکروه دي.

82. له تشو او ډکو متيازو تر ډېر وخته ويسارول مکروه دي. او که بدن ته ضرر رسوي نو حرام دي.

83. مستحبه ده چې انسان له لمانځه، خوب او کورولۍ (جماع) نه وړاندې متيازې وکړي او له مني راوتلو وروسته هم متيازې کول مستحب دي.
د حضرت آية الله العظمی سيد علي سيستاني د فتوی مطابق
ژباړه: محمدرحيم دراني


more post like this