اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د حمد سورت تفسیر

    د حمد سورت تفسیر

    د حمد سورت تفسیر
    Rate this post

    د حمد سورت تفسیر

    سريزه:

    پوهيږو چې په ننۍ او پرمختللې نړۍ کښې هره وسيله چې جوړيږي د جزوړوونکې او توليدوونکې لخوا يې رانيونکي ته يوه کتابچه ورکول کيږ‌ي چې د هغې وسيلې ظاهري او فني شخصيات، د سمې استفادې طريقه او هغه شيان چې د نوموړي وسيلې لپاره تاوان او يا خطر لري پکې ليکل شوي دي. خو رانيونکې د هغې په لوستلو سره له دغه وسيلې ښه استفادۀ وکړي او داسې کارونکړي چي زر خراب شي.مونږ او تاسې او درست انسانان هم يوه پرمختللې دستګاه يو چې د پنځوونکي په قدرت سره پيدا شوي يوو او په خپل جسم او روح کښې د خپلو کمزوريو او س‍‍‍‍پيځلتياوو په خاطر د خپل کامل حقيقت او د نيکمرغۍ د لارې له پيژندلو عاجز يو.

    له بلې خوا آيا مونږ له يوه تلويزيون او يخچال څخه کم يو چې طراح يې دنده لري د هغو د لارښوونې لپاره يوه کتابچه وليکي. آيا زمونږ خالق مونږ لپاره د لارښوونې يو کتاب نه دے ليکلے. او آيا مونږ انسانانو ته د لارښوونې يو کتاب نه دے پکار چې پکې د بشر روحي او جسمي ځانګړتياوې ذکر شوي وي او هغه امکانات او استعدادونه چي د هغه په وجود کښې پټ دي بيان کړي وي؟ او له هغه ټول قدرت او استعداد څخه د سمې استفادې لاره يې پکې ذکر کړي وي. او تر ټولو لا مهم هغه خطرونه دي چې د انسان جسم او روح ګواښي او د هغه د هلاکت او بدبختۍ سبب کيږي په هماغه کتابچې يا کتاب کښې ورته په تفصيل سره سپيناوے شوي وي. آيا دا کيداي شي چې دا ومنو هغه خداي چې مونږ يې د محبت رحمت او علم پر اساس خلق کړي يو په خپل سر مو خوشي کړي او د نيکمرغۍ او سعادت لاره را ونه ښي.

    قران وروستے کتا ب دے چي خداي تعالی د بشر د لارښوونې لپاره را استولے دے او د سعادت او نيکمرغۍ لاره او د بدبختۍ او هلا کت عوامل يې را په ګوته کړي دي.

    هو، قرآنکريم ټولنيز، او کورنيو سمې اړيکې، اخلاقي او حقوقي مسائل، جسمي او روحي اړتياوې، وګړنزې او ټولنيزې دندې، دبشري ټولنو سم او غلط دودونه، اقتصادي او مالي قوانين او احکام، او نورې داسې ډيرې مسئلې چې زمونږ د ټولنو په اصلاح کيدا او فاسدولو کې رول لري بيان کړي دي. سره له دې چې په قرآنکريم کې د پيښو او جنګونو قيصې او د پخوانيو ملتونو د ځينو ښځو او نارينه وو د ژوندانه څرنګوالي راغلي دي خو قران د کيسو کتاب نه دے بلکې زمونږ د نن ورځې د ژوندون لپاره يو لارښوونکے دے. نو ځکه ددغه کتاب نوم قرآن يعنې د لوستلو کتاب دے داسې کتاب چې بايد ويې لولو خو يوازې په ژپې سره نه ځکه دغه ډول لوستل د لومړي ټولګي د زده کوونکو روده ده، بلکې له تفکر او تدبر سره د هغه تلاوت چې البته خداي (ج) هم مونږ ته په خپل راليږلي کتاب کښيې په دې اړه حکمونه بيان کړي او د تلاوت لارې يې راښودلي دي.

    دوستانو قرآن کريم د فاتحۀالکتاب په نامه سورې سره چي خلک يې حمد سوره بولي پيل شوے دے. د دغه سورې د اهميت لپاره چې له اوو آيتونو زيات نلري کافي ده چي په خپلو لمونځونو کښې يې لس ځله ووايو او بي له هغې لمونځ باطل دے. دغه سوره چې د خداي د کتاب پيلوونکې ده په خپله يوه داسې آيت سره پيل شوي ده چې هر يو کار په هغه سره پيل شي نو ښه پاي لري. اوس په ګډه سره ددغه مبارکې سورې لومړۍ آيت پيلوو.

    بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

    ژباړه: د بخښونکې او مهربان خداي په نامه

    له پخوا راهسې په خلکو کې دود وو چې خپل مهم کارونه د خپل يوه مشر په نوم پيل کړي څو د هغه د کار د نيکمرغۍ او برکت سبب شي. د بيلګې په توګه بت پرستو خپل کارونه د بتانو په نوم تبرک کول او نن سبا کارونه د ولسمشرانو په نوم يا حضور سره پرانيستل کيږي.خو تر ټولو لوي ذات خداي (ج) دے چي پنځون او هستي او درست موجودات د هغه په ارادې سره پيل شوي دي، او نه يوازې د طبيعت کتاب بلکې د شريعت کتاب يعنی قران کريم او درست آسماني کتابونه د هغه په نوم سره پيل شوي دي. په دې سربيره چې اسلام مونږ ته سپارښتنه کوي چي خپل کارونه که لوئي وي که واړه، که خوراک وي که څښاک، سملاستل وي که پاڅيدل، سفر کول وي که ليکل، او يا کسب او کار په بسم…. پيل کړئ او که يو څاروې بي له بسم.. ذبحه شي نو غوښه يې مه خورئ.

    له دغو آيتونو زده کوو چې:

    بسم الله يوازې اسلام ته خاص نه ده بلکې د قران د آيتونو پر اساس د حضرت نوح (ع) کښتۍ په بسم الله سره روانه شوه او حضرت سليمان (ع) د سبا ملکې بلقيس ته خپل ليک په بسم الله سره پيل کړ.
    زموږ په عقيدا بسم الله يو بشپړ آيت دے او د فاتحې سورې يو جز دے ځکه د پيغمبر اکرم (ص) اهل بيت له هغو کسانو خوا بدي وو چي يا يي دغه آيت سوکه او يا ييې نه وايه او په خپله به يې تل دغه آيت په لوړ آواز سره تلاوت کوو.
    بسم الله کارونو ته الهي رنګ ورکوي او د انسان عمل له شرک، ريا او بلاوو ژغورې. بسم الله او د خداي نوم د کارونو د بيمه کيدا او برکت سبب او په خداي د توکل او له هغه د مرستې د غوښتنې نښه ده.
    بسم الله يعنې دا چې خدايه پاکه ما هير نکړې او هغه کسان چي بسم الله وايي ځان د خداي له بې پايانه رحمت او قدرت سره نږدې کوي.

     الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    ژباړۀ: ثنا او ستاينه خاص هغه خداي لره ده چې د نړيوالو پروردګار دے.

    د لوئي خداي په نوم پسې زمونږ کلام له دغه ذات څخه شکريه او مننه ده. داسې خداي چې د درست پنځون او هستۍ وده او روزنه د هغه په لاس کې ده، که د نباتاتو عالم وي که د جماداتو يا حيواناتو که آسمانونه وي که ځمکې. هو پاک خداي د شاتو مچۍ ته ورزده کړي دي چي کوم نباتات وخوري او څرنګه خپله ځاله جوړه کړي، الله تعالیٰ ميږي ته ورزده کړي دي څرنګه د خپل ژمي خوراک ټول او ذخيره کړي. دا الله تعالیٰ دے چي د غنمو له يوې دانې وږے راوباسي او د مڼو له يوې مندکۍ څخه د مڼو ونه روزي او هغه دي چي دا ستر او لوئي آسمان يې پيدا کړے دے. او د هغه د هرې کرې او سيارې لپاره يې لاره غوره کړې ده. هغه داسې خداي دے چي مونږ يې له پَستو اوبو خلق کړو او د مور په رحم کې يې وروزلو او له زيږيدو وروسته يې زمونږ د ودې اسباب برابر کړل. او مونږ بدن يې داسې جوړ کړ چې د ناروغيو په مقابل کې له ځانه دفاع وکړي او که يي کوم هډوکې مات شي هغه بيرته جوړ کړي او کله يې چې وينې ته اړتيا پيدا شوه نو وينه جوړه کړي.

    خو يوازې زمونږ جسمي روزنه او وده د هغه په لاس کې نه ده بلکې زمونږ د روح او روان هدايت او لارښـوونه هم د هغه په لاس کې ده. هغه دے چي عقل او شعور يې راکړے دے او هغه دي چي زمونږ د تربيت لپاره يې پيغمبران او آسماني کتابونه را استولي دي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1.  لوي خداي زموږ او د هستۍ اړتيا يوازې د خلق کيدو او پيدا کيدو لپاره نه ده بلکې وده او روزنه مو له هغه ده او له موجوداتو سره د هغه ارتباط دايمي او تل پاتے دے. نو ځکه مونږ هم بايد تل د هغه د نعمتونو شکر ادا کړو

    2.   الحمد الله رب العالمين نه يوازې په دنيا کې بلکې په آخرت کښې هم د جنياتو کلام دے.

    الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ

    ژباړه: هغه خداي چې بخښونکے او مهربان دي.

    هغه خداي چې پرې ايمان لرو د بخښنې او مينې او محبت مظهر دے. د هغه د محبت او رحمت ښکاره بيلګې په هغو ډيرو نعمتونو کې چي زمونږ لپاره يې پيدا کړي دي ګورو، ښکلي ګلونه، خوندورې ميوې، له انرژيو ډک خوندور خواړۀ، رنګا رنګ او ډول ډول جامې درست د خداي لخوا په مونږ لوريدلي ډآلۍ دي. له خپل اولاد سره د مور مينه هغه د مور او ميندو په زړونو او ځانونو کښې کښينولې ده او په خپله له هرې مور ډير مهربان دے. د هغه قهر او عذاب هم دګناهګارو بندګانو د توجه په خاطر دے نه داچې د انتقام او کينې له کبله وي.

    نو که چيرې توبه وکړو، د تيرو کارونو جبران وکړو نو خداي پاک زمونږ خطا او اشتباه پټوي او زمونږ ګناهونه رابخښي.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. خداي (ج )موجودات يعنې پيدا کړي شيان په خپل محبت او رحمت سره روزي ځکه چې ر ب العالمين څخه وړاندې او له هغه وروسته يې خپل ځان الرحمن الرحيم معرفي کړي دي يعنې پالنه د دوو رحمتونو په مينځ کې موجوده ده او ښوونه او روزنه د هغه په رحمت او بخشش سره کيږ‌ي. نو د ټولنې ښوونکې هم که چيرې وغواړي چي بريالي وي نو بايد د محبت او زړه سواندۍ پر اساس عمل وکړي.

    مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ

    ژباړۀ: هغه خداي چې د قيامت يعنې د جزا د ورځې څښتن دے.

    د دين کلمه هم د آيين او د مکتب په معنی ده او هم د انعام او جزا په معنی. د يوم الدين مقصد د قيامت ورځ ده چي د حساب، سزا او انعام ورځ ده. البته دغه ټکي ته هم بايد پام وکړو چي خداي هم د نړۍ او هم د آخرت څښتن دي، خود قيامت په ورځ کښې د هغه څښتنوالے يوه بله ځلا لري په هغه ورځ هيڅ څوک د هيڅ شي څښتن نه دے، مال، ثروت او اولاد هيڅ ګټه نلري او دوستان او خپلوان هيڅ قدرت نلري. حتي انسان د خپلو غړيو واک نلري، نه ژبه د پلمې اجازه لري او نه فکر د تدبير فرصت يوازې خداي(ج) د هغو واکمن او مالک دے.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    2. د الله تعالیٰ د نه ختميدونکي رحمت ته د هيلي تر څنګ چي په وړاندې آيت کښې مطرح شوه بايد د قيامت د ورځې له حساب کتاب څخه وويريږو.

    3. او د قيامت په ورځ له ايمان سره چي زمونږ نيک کارونه به بي انعامه پاتي شي ونه ويريږو.

    4. خداي (ج) په هر نيک او بد خبر او د هغه په سزا او انعام قادر دي.

    إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

    په تيرو آيتونو کښې مو د خداي (ج) ځينې صفات ويژندل او پوهه شوو چي هغه رحمان، رحيم او د عالمينو رب دے او د جزا د ورځې مالک او څښتن دے بايد مونږ د خداي د راکړل شويو نعمتونو پر اساس شکر ادا کړو او ووايو چې الحمد الله رب العٰمين. حق دادے چې اوس د هغه در ته ورشو او د خپلو کمزوريو او عاجزيو په اعلانولو سره اعلان وکړو چي مونږ يوازې ستا بندګان يو او ستا او ستا د حکم په مقابل کښې هغو او د هغو حکمونو ته سر نه ټيټوو، نه د دنيا د مال او زر بندګان يو او نه د استعماري قدرتونو او زورورو مريان يو. خو لکه څرنګه چې اسلام د وګړي او د اجتماع مکتب دے او لمونځ د خداي د عبادت تر ټولو لوړ ورايښت په څير دے. نو مونږ مسلمانان په يوه غږ او يوه صف کښې په ډله ايز ډول اعلان کوو چې اياک نعبد و اياک نستعين.

    يعنې اي خدايه نه يوازې ستا عبادت کوو بلکې ټول ستا بندګان يو او له تا مرسته غواړو. خدايه زموږ عبادت ستا تر سيورې لاندي دے که چيرې له مونږ سره مرسته ونه کړې د نورو بدګان او مريان کيږو.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. پيدا شوې نړۍ باندې واکمن قوانين که څه هم منو خو هغه د خداي (ج) د تدبير نښه او د هغه تر ارادې لاندې ګڼو نو خداي (ج) ته تسليم يو نه د طبيعت بدګان او يوازې له هغه څخه حتی په مادي چارو کښې هم مرسته غواړو.

    2. که چيرې په هر لمونځ کښې په توجه سره وايو چي د هغه بنده يو نو هيڅ کله به مغرور متکبر او سرکش نه شو.

    اِهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ

    ژباړه: اے خدايه مونږ نيغې او سمې لارې ته هدايت کړې.

    د انسان د ژوند لپاره بيلا بيلې لارې شته او يوه هغه لاره ده چي خپله د وګړنيزو اړتياوو او غوښتنو پر اساس يې پيژني. بله داسې لاره چې خلک او ټولنه پرې تګ کوي. او بله هغه لاره ده چي زمونږ نيکونه او پلرونه پرې تللي دي او بله لاره هم همدا چي ظالمان او طاغوتيان يې د خلکو لپاره ټاکي. يعنی د دنيا له مظاهرو څخه د کاميابۍ او خوند اخيستنې او يا له ټولنيزو فعاليتونو څخه د ډډه کولو او ګوښه توب او يا څنګ ته کيدو لاره. آيا انسان د دغه ډول بيلا بيلو لارو په مينځ کښې د سمې او نيغې لارې د پيدا کولو لپاره لارښوونکې ته اړتيا نلري؟ لوي خداي پيغمبران او آسماني کتابونه د انسان د لارښوونې لپاره راستولي او زمونږ هدايت هغه وخت دے چي د قرانکريم، د پيغمبر اکرم (ص) او د هغه مبارک د اهل بيتو(ع) ريښتوني پيروان واوسو.

    مونږ خو په هر لمانځه کښې له خدايه غواړو چې مونږ په خپلې پاکې او مطمئنې لارې سم کړي، داسې لاره چي پکې انحراف او انحطاط نشته او انسان خداي تعالیٰ ته رسوي. مستيقيمه لاره مينځنۍ لاره ده، مستقيمه لاره يعنې په ټولو چارو کښې اعتدال او له هر ډول افراط او تفريطه ليرې کيدا. ځينې کسانو د اعتقادي اصولو په منلو او ځينې هم په عمل او اخلاقو کې له انحراف سره مخامخيږي، ځينې کسان خپل ټول کارونه الله تعالیٰ ته نسبت ورکوي، ګواکې چي انسان د خپل برخليک په ټاکلو کښې هيڅ اراده نلري او ځينې نور کسان هم ځان هر کاره او په ټولو چارو کښې د اختيار خاوند بولي، ته وا د خداي تعالیٰ لاس په هستۍ او پينځون کې بې دخالته وينې او ځينو کافرانو الهي رهبران د عادي خلکو په شان او يا تر هغوئ هم ښکته مجنون او يا ليوني معرفي کړي دي او ځينو مؤمنانو خلکو د حضرت عيسیٰ (ع) په شان پيغمبران د خدايي تر مقامه پورته کړي دي دغه ډول چلند او افکار له داسې مستقيمې لارې څخه د انحراف نښه ده چي پيغمبر اکرم (ص) او اهل بيت (ع) د هغې لارې عملي بيلګې دي.

    قرآنکريم هم په عباديؤ، اقتصاديو او ټولنيزو چارو کښې د اعتدال او مينځ لارۍ د رعايتولو سپارښتنه کوي چي ځينې يي په ډي ډول دي.

    خداي (ج) د اعراف د مبارکې سورې يه 31 آيت کښې فرمايي: کُلُوْا وَاشْرَبوا ولا تُسرفوا يعنې وخورئ وځښئ خو اسراف مه کوئ. همدغه راز د اسراء سورې په 11 آيت کښې راغلي دي. ژباړه: د لمونځ د کولو لپاره نۀ ډير اوچت آواز او نه ډير ټيټ آواز بلکه مينځنې يي وټاکئ. همدغه راز د فرقان د مبارکي سورې په 67 آيت کښې راغلي دي:

    ژباړه: مومنان د انفاق په وخت کښې نه اسراف کوي او نه بخيلي او خسيس توب بلکې مينځ لاري دي.

    سره له دې چي اسلام له مور او پلار سره د نيکۍ ډيره سپارښتنه کوي او فرمائي: له مور او پلار سره نيکي وکړئ خو په مقابل کښې يې بيا فرمايي که هغوي د باطلې لارې بلنه درکړي نو اطاعت يې مه کوئ. قران کريم د هغو کسانو لپاره چې يوازې په عبادت او له ټولنې څخه په ګوښه کيدو پسې دي او يا د هغو کسانو لپاره چې يوازې خلکو ته خدمت عبادت ګڼي لمونځ او زکات د يو بل په څنګ کښې مطرح کوي او فرمائي: (اقيموا الصلواة و اتوا الزکوة) چې يو يې له خالق سره ارتباط دے او بل يې له خلکو سره. حقيقي مسلمانان هغه دي چې هم جاذبه لري او هم دافعه خداي د فتح د مبارکې سورې په وروستي آيت کښې فرمائي: د خداي رسول او پيروان يې، د خداي تعالیٰ په دښمنانو سخت نيسي او د نورو مؤمنانو په مقابل کښې نرم او مهربانه دي.

    له دغه آيته يي زده کوو چې:

    1. دا چې د سعادت او نيکمرغۍ لاره مستقيمه لاره ده ځکه الهي مستقيمه لاره د بشري لارو په خلاف چي هره ورځ بدليږي ثابته لاره ده.

    2. د دوو ټکو تر مينځ واټن مستقيمه کرښه ده چي تر يوې لارې زياته نه ده او هيڅ ډول انحراف او انحنا نلري او په خورا لږه مودۀ انسان له ډاډمنې لارې څخه هدف ته رسوي.

    3. په نيفه لاره کښې بايد د پاتې کيدو لپاره له خدايه مرسته وغواړو ځکه مونږ تل له ګمراهۍ او تيروتنو سره مخ يو او ګومان ونه کړو چې که تراوسه پورې د ژوندون په لاره کښې له سقوط او انحراف سره مخامخ شوي نه يو. حتما به د ژوندانه له پاتي لارو هم په سلامت تيريږو، څومره انسانان وو چي يو عمر ئي په ايمانداۍ تير کړ خو کله چې پيسو او يا مقام ته ورسيدل نو بې لارې شو. لکه څنګه چې د مستقيمې لارې پيژندل سخت کار دے همدغه شان په هغې باقي پاتې کيدل هم ګران دي نو ځکه هم له ديې آيت څخه وروستے آيت هم ددغه لارې عملي نمونې راته معرفي کوي او هم هغه کسان چې له دې لاري منحرف شوي دي راباندي پيژني.

    صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ

    ژباړۀ: لويه خدايه مونږ د هغو کسانو لارې ته هدايت کړه چې په خپل نعمت کښې دې شامل کړي دي، نه د هغو کسانو لارې ته چې غضب پرې شوے دے او نه د  ګمراهانو لارې ته.

    انسانان د خپل ژوندون د لارې په ټاکلو کښې درې ډلې کيږي. يوه ډله يې هغه کسان دي چي د خداي لاره انتخابوي او خپل وګړنيز او ټولنيز ژوند د الهي قوانينو او حکمونو پر اساس چې لوي خداي هغه په خپل کتاب کښې بيان کړي دي ټاکي چې دا ډله به تل په الهي ځانګړي نعمت او رحمت کښې شامله وي. دوهمه ډله چې د لومړۍ ډلې په مقابل کښې ده، داسې کسان دي چې سره د دې چي حق يې پيژندلاي دے خو بيا يې هم خداي هېر کړے دے او خپل هوا او هوس او د ټولنې دوستانو او خپلوانو ناروا غوښتنو ته د لوئي خداي پر غوښتنو لومړيتوب ورکوي او لوړ يې ګڼي. د دغه ډلې د چلند او اعمالو آثار سوکه سوکه د هغوئ په وجود کښې روښانه کيږي او ورو ورو له نيغي او مستقيمې لارې ليري کيږي او د دې پر ځاي چې د خداي په لوري مخ په وړاندې ولاړ شي او د هغه په خاص لطف او مهربانۍ کښې شامل شي د شقاوت او بدبختۍ په دره کښې غورځيږي او په الهي قهر او غضب اخته کيږي. چي دغه آيت شريف دغه ډله مغضوب عليهم بللي ده.

    په دغه مينځ او مان کښې يوه دريمه ډله شته ده چي روښانه او ټاکلي لاره نلري، حيرانه او سرګردانه ده او ددغه آيت شريف په تعبير (ضالين) يعنې ګمراهان دي او هره ورځ يوه لاره ټاکي او هيڅ ځاي ته نه رسيږي. مونږ په هر لمانځه کښې وايو اے خدايه نيغه او مستيقه لاره راوښيه داسې لاره چي وليان، نبيان او پاکان پکښې دي، هغوئ چي تل ستا په ځانګړو مهربانيو کښې شامل دي او د هغو کسانو له لارې چي له انسانيته ليرې شوي او ستا په غضب اخته دي او همدغه راز د هغو کسانو له لارې چې هره ورځ يوه بڼه ټاکي ليرې مو کړه. نو اوس دلته دغه پوښتنه مطرح ده چي غضب لړلي او ګمراه کسان څوک دي؟

    په ځواب کښې يي بايد ووايو په قرآن کريم کښې ډيرې ډلې او وګړي په دې توګه معرفي شوي دي چي مونږ دلته يوه ښکاره مثال ته نغوته کوو:

    بني اسرآئيل چي د هغوي د ژوند کيسه د فرعون تر سلطې لاندې او نجات او ژغورنه يې د حضرت موسی(ع) په لاس کښې په قرآ ن کريم کښې بيان شوي ده يو وخت د الهي احکامو د عمل په وجه د خداي تعالیٰ په لطف او مهربانۍ کښې شامل شول او لوي خداي هغوي د هغه وخت په خلکو بر او اوچت کړل. څرنګه چې د بقرې مبارکې سورې په 47 آيت فرمائي ژباړه: ما تاسو ته په خلکو برلاسے درکړ. خو همدغه د بني اسرائيلو قوم د خپلو عملو او چلند په خاطر په الهي قهر او غضب اخته شو چې قرآن کريم په دې باره کښې فرمايي: (وباوو غِب من الله) “د خداي تعالیٰ په غضب ککړ شول” ځکه د يهودو عالمانو د تورات آسماني کتاب قوانين تحريف کړل او تاجران او شتمنو يې سود خوړ او حرامو معاملو ته يې مخه کړه. خلک يې هم په سوکالۍ او تن پالنې عادت شول او له خپل وطن او دين څخه دفاع ته حاضر نه شول تر دې حده چې حضرت موسیٰ ته يي وويل: تۀ او خداي دې جنګ ته ولاړ شئ چې مونږ د جنګيدو حوصله نلرو. د قوم ښه کسانو هم د دغو انحرافاتو په مقابل کښې چوپتيا غوره کړه او له ځانه يې کوم غبرګون ونه ښوده، په نتيجه کښې دې قوم د عزت له لوړې درجې د ذلت کندې ته سقوط وکړ.

    له دغه آيته زده کوو چې:

    1. د نيغې او سمې لارې په ټاکلو کښې يوه لارښود ته اړتيا لرو چې خداي د نساء سورې په 69 آيت کښې معرفي کړے دے او فرمايي: ژباړه: پيغمبران، صديقان، شهيدان او صالحان د هغو په خاصو نعمتونو کښې شامل دي.

    2. هر شے چې له خدايه انسان ته رسيږي نعمت دے خو الهي قهر او غضب مونږ په خپله په ناوړۀ کارونو سره ترلاسه کوو نو ځکه د الهي نعمت په هکله الله تعالیٰ فرمايي: (اَنْعَمْتَ) تا نعمت راکه او دا نه وايي چي اغضبت تا غضب وکړ.