اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د رسولانو او پيغمبرانو عصمت

    د رسولانو او پيغمبرانو عصمت

    د رسولانو او پيغمبرانو عصمت
    Rate this post

    د رسولانو او پيغمبرانو عصمت

    ايا د کهف سورې ۱۱۰ ايت د پيغمبر له مطلق عصمت سره سمون خوري؟

    پوښتنه: د دغه ايت مطابق:

    {وَ ما آتاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَ ما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا‌}[1] و آيهْ {وَ ما يَنْطِقُ عَنِ الْهَوى ٭‏ إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحى}‏[2]

    مونږ د پيغمبر له پاره د مطلق عصمت قايل وو که هغه په احکامو کې وي او که په موضوعاتو کې. ايا د {أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُم}[3]
    ايت د نورو ايتونو مخصص او تخصيصوونکي دي او که نه؟ که مخصص وي ايا پورتني آيت يوازې د احکامو په عصمت دلالت کوي؟
    له نبوت سره په اړوندو بحثونو کې يهو موضوع چې په کلامي کتابونو کې پرې بحث شوي دي د انبياوو د عصمت مسله ده. په تفسيرونو کې هم د بحث په تناسب د هغې په هکله خبرې راغلې دي. د انبياوو عصمت د مختلفو فرقو د علماوو په نزدې يو لړ تفاوتونه او فرقونه لري. يوازينۍ فرقه چې د عصمت په هکله له نور جدا نظر لري اماميه فرقه ده. لکه څرنګه چې شيخ مفيد فرمايي:
    «ليس في الفرق الاسلامية من يوجب لهم العصمة مطلقاً… الا الشيعة الامامية»؛[4]
    په اسلامي فرقو کې يوازې اماميه شيعه فرقه د پيغمبرانو لپاره د مطلق عصمت قايله ده. په دې اساس هڅه کوو د مناسب ځواب لپاره اول د مطلقه عصمت په ثابتولو تمرکز وکړو او بيا د دغه ايت {أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُم} مطلب روښانوو.

    ځواب:

    د ځواب د وضاحت لپاره ضروري ده چې د عصمت معنا او مفهوم ته لنډه شان کتنه وکړو.

    عصمت په لغت کې: مقاييس اللغه د «عصم» تر کلمې لاندې ليکي: دا يو داسې اصل دي چې د ځان په ساتلو او ملازمې دلالت کوي او عصمت هم له دې اخستل شوي دي..[5]
    عصمت په اصطلاح کې:

    ځينو د عصمت په اصطلاحي تعريف کې هغه د لطف په معنا ګڼلي دي. شيخ مفيد وايي: دمتکلمينو په اصطلاح کې عصمت له هغه چا سره مختص دي چې د خداي په مهربانۍ او په خپل اختيار سره له ګناه او قبيحو کارونو ډډه وکړي.[6]
    خو ځينو عالمانو عصمت يوه نفساني ملکه بللې ده. ايت الله جوادي آملي ليکي: عصمت يوه پياوړې نفساني ملکه او مهارت دي چې تل د معصوم انسان په وجود کې حضور او ظهور لري او هيڅ ځواک (لکه غضب او شهوت) د هغه د ختميدو سبب نه ګرځي.[7]
    1. د عصمت او عدالت فرق

    د عصمت په تعريف کې مو عصمت ته نفساني ملکه او مهارت ووايه، دلته دا پوښتنه پيداکيږي چې د عدالت او عصمت په مينځ کې څه فرق دي؛ ځکه چې د عدالت په تفسير او تعريف کې هم همدا د نفساني ملکې نوم راغلي دي اوهغه ته هم يوه نفساني ملکه او مهارت ويل شوې دي؟

    په يوې اجمالي اشارې کې د دغو دوو په فرق پوهيدلي شو: په وجودي مرتبې کې عدالت تر عصمته کمزوري دي. له بلې خوا سهو او نسيان هيره او غفلت له عدالت سره ټکر نه لري حال دا چې له عصمت سره منافات او ټکر لري؛ بله دا چې عدالت يوه عملي ملکه ده نه علمي.
    2. عصمت له انسانوالي سره منافات او تضاد نه لري.

    دخداي په مخلوقاتو کې د انسان يو ځانګړي حالت لري. حکيم جوړوونکي د انسان وجود له متضادو ځواکونو او مختلفو قواوو جوړ کړي دي او دا متضاد ځواکونه يې داسې له يو بل سره اخښلې دي چې د هغه د تکامل راز په همدغه پيچلتيا کې دي.

    انسان په خپلو باطني قواوو کې د تعادل او انډول په پيدا کولو سره کمال ته د رسيدلو لاره هوارولي او د خداي د عبادت او تقرب په سيوري کې د عصمت مقام ته رسيدلي شي. زمونږ لپاره چې د نفساني غوښتنې او حجابونو په کلا کې يوو په دغه حقيقت پوهيدل که څه هم ګران دي خو دغه د کمال لوړې څوکې ته رسيدل ناممکن او ممتنع نه دي او د عصمت د مقام او د انسانوالي په مينځ کې هيڅ تناقض او ټکر نيشته دي ځکه چې هر انسان د خپل وجودي ظر فيت او وړتيا په اندازه نسبي عصمت لري. خو هغه مطلقه عصمت يوازې له انبياوو سره خاص دي او عقلي او نقلي دليلونه په دې خبره دلالت کوي. که ځينې قراني دليلونه د پيغمبرانو لپاره عام او هر اړخيز عصمت ثابتوي؛ له ځينو نورو ايتونو سره چې فرمايي:

    {قل انما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُ}:‏[8] منافات او ټکر نه لري. ځکه چې په دې خبره هيڅ دليل نيشته چې د انسان معصوم والي ناممکن او ممتنع دي. نو په هغو ايتونو کې چې په عصمت دلالت لري او په دغه ايت کې د عموم او خصوص رابطه نيشته چې په دغه ايت په تمسک سره په عصمت کې د تبعيض او يا د عصمت د دايرې د محدودولو قايل شي.

    د عقلي او نقلي دليلونو له مخې چې وروسته به بيان شي نبيان بايد معصوم وي او هم دا راز نبي او رسول بايد انسان وي؛ځکه چې د پيغمبرانو د بعثت دايره په انساني ټولنو کې ده. قران د مشرکانو په منطق نيوکه کوي هلته چې کافرانو وويل:
    {ما لِهذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعامَ وَ يَمْشي‏ فِي الْأَسْواقِ لَوْ لا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذيرا}؛[9]
    ولې دا پيغمبر ډوډۍ خوري او په بازارونو کې ګرځي.؟! (نه د پرښتو دودونه لري او نه د پاچايانو طريقه) ولې له هغه سره يوه پرښته نه ده نازله شوې چې له هغه سره يو ځاي خلک وويروي + انتشارات هاد (او دهغه د ادعا تصديقوونکې وي)؟!

    په انعام سوره کې هم د هغوي له ژبې داسې حکايت شوي دي: {لَوْ لا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَك}[10]

    په الميزان تفسير کې د دغه ايت لاندې دهغوي د غوښتنې لپاره دوه احتماله ذکر شوې دي: يا مقصد دا دي چې ملايکې راشي او او هغه څه چې پيغمبر يې د عذاب وعده ورکړې ده راوړي يا دا چې يوه پرښته په خپله د رسالت او پيغمبرۍ دنده په غاړه واخلي او د پيغمبر پر ځاي هغه دوي ته بلنه ورکړي..[11]

    قران د مشرکانو په ځواب کې فرمايي:{وَ لَوْ جَعَلْناهُ مَلَكاً لَجَعَلْناهُ رَجُلا}‌[12].

    که فرضا خپل رسول مو پرښته ټاکلې واي، بيا هم ضروري وه چې د انسانانو ټول صفتونه پکې راوړو او هغه د انسان په شکل جوړه کړو؛ يعنې له ظاهري او باطني اړخه هغه د انسان په سيرت سره راولو.[13]

    نو په دواړو بڼو کې فرق نه کوي او څوک چې د نبي او رسول په توګه استول کيږي بايد د انسان له جنسه وي نه دهغه له مخالف جنسه. علامه بيا داسې نتيجه اخلي:

    «فإنزال الملك رسولا لا يترتب عليه من النفع و الأثر أكثر مما يترتب علي إرسال الرسول البشري»؛[14]

    «که پرښته هم نازله شي نو تر هغه څه چې پيغمبر د انسان په شکل کې نازل شوي دي زياته ګټه نه لري»

    نو قران د رسول په توګه د انسان راستول چې ضروري شرايط ولري منجمله عصمت يوه عادي خبره ګڼي. په دې اساس لازمه ده چې اول د عصمت ډولونه بيان شي او بيا يې دليلونه وجاجول شي.
    3. د عصمت ډولونه

    عصمت په دوو ډولونو عملي او علمي تقسيميږي. دا دوه ډولونه له يوه بله جدا کيدي شي. د انبياوو عصمت دا دواړه لري يعنې پيغمبران هم په علومو کې معصوم دي او هم د عمل او کردار په ډګر کې..[15]
    4. د عصمت پړاوونه
    الف) له ګناه عصمت

    د انبياوو د عصمت يو مورد دا دي چې هغوي بايد له هر ډول ګناه پاک وي. هغه انسان چې د نورو هدايتوونکي او د هغوي دتربيت يوه بيلګه او خلکو ته د الهي وحي د پيغام رسوونکي دي په خپله بايد دطهارت او پاکۍ د کمال په درجه کې وي او هغه څه چې له عقلي او نقلي دليلونو يې استفاده کيږي د انبياوو مطلق عصمت دي چې په سر کې يې رسول الله مبارک  (ص) دي يعنې پاک پيغمبران بايد له هر ډول ګناهونو او ککړتياوو پاک وي.
    ب) د وحي په اخستلو پوهيدلو او رسولو يا تبليغ کې عصمت.

    د پيغمبرانو د عصمت دوهم ډګر د وحي په اخستلو، پوهيدلو، ساتلو او رسولو کې عصمت او معصوم والي دي چې هغه غرض او مقصد چې په بعثت کې نغښتي دي تحقق ومومي او تاوان ورته ونه رسيږي. ځکه چې که په دغه يوې چارې کې هم د غلطۍ او خطا احتمال مطرح شي نو دخلکو اعتماد ختميږي.
    ج) د شريعت په تطبيق او د ژوند په ورځنيو چارو کې له خطا معصوموالي:

    يوه بله چاره او ځاي چې له هر ډول خطا او تيروتنې د پيغمبرانو عصمت پکې ضروري دي د شريعت په تطبيق کې مثلا د لمانځه د رکعتونو او د حدود په اجرا او د ژوند په ورځينو چارو کې کې له هر ډول خطا پاکوالي دي د پيغمبرانو د ژوند دا برخه هم بايد له هر ډول خطا او نسيانه پاکه وي او دا هم د هغوي د عصمت په پراخې ساحې کې شامليږي. د هغو پخو عقلي او نقلي دليلونو له مخې چې ذکر به شي انبياء او په سر کې يې زمونږ ګران نبي (ص) په دغو دريو ساحو کې عصمت لري. شيخ مفيد د قران کريم د دې ايت په ذيل کې:

    {وَ النَّجْمِ إِذا هَوى٭‏ ما ضَلَّ صاحِبُكُمْ وَ ما غَوى}[16] فرمايي: «فنفي بذالك عنه كل معصية و نسيان؛[17]

    «خداي تعالی په دې بيان سره د پيغمبر له پاک ذاته هر ډول ګناه او هيره نفي کړله» که څه هم د پيغمبر د سهوې په هکله ځينې بحثونه او حديثونه شته دي او په دې اړه ځينې روايتونه نقل شوې دي خو د قاطعو عقلي او نقلي دليلونو په شتون کې د داسې روايتونو لپاره څه نه پاتې کيږي شيخ طوسي د دغه ډول روايتونو مضمون ته په اشارې سره فرمايي:

    «لكنها في نظرنا ساقطة لقيام الدليل العقلي القطعي علي عدم جواز السهو او النسيان علي المعصوم…»؛[18]

    دا ‌ډول روايتونه زمونږ په نزد د اعتبار له نظره ساقط دي او اعتبار نه لري ځکه چې مونږ په معصوم کې د هر ډول سهوې او هيرې د نه جايزوالي لپاره قطعي دليلونه لرو.

    په کتاب تهذيب کې فرمايي:: «هذا مما تمنع العقول»؛[19]«يعنې عقلونه دغه ډول حديثونه نه مني»
    د خداي تعالی معرفت او د انبياوو پيژندل او د بعثت اهدافو ته پام د دغه ډول حديثونو غير واقعي والي روښانوي. شيخ صدوق فرمايي:

    «من نفی عنهم العصمة في شيء من احوالهم فقد جهلهم…»[20]

    «يعنې هر څوک چې د پيغمبرانو د حالاتو او ژوند په يوه برخه کې عصمت نفي کړي په تحقيق سره چې پيغمبران يې نه دي پيژندلې»

    لکه څرنګه چې د عارفانو له نظره نبوت او عصمت د الهي خلافت پر مقام ولاړ دي. له دې مخې لازمه ده چې په انسان کې الهي صفات په بشپړه توګه ظهور پيدا کړي؛ يعنې دغه انسان بايد د خداي د جمالي او جلالي صفاتو مظهر او بيلګه وي د ايت الله جوادي املي په وينا په دې مينځ کې خليفة الله يوازيني کس دي چې مطلقه عصمت ته تجلي ورکولي شي.[21]
    5.  د انبياوو د عصمت دليلونه

    د انبياوو د عصمت په جاج کې مختلف عقلي او نقلي دليلونه موجود دي چې دلته ورته اشاره کوو:
    الف) عقلي دليل

    په تجريد الاعتقاد کتاب کې د عصمت د دليل په هکله داسې راغلې دي: «و يجب علي النبي العصمة، ليحصل الوثوق فيحصل الغرض… »؛[22]

    د پيغمبر او نبي لپاره عصمت ضروري او واجب دي ځکه چې اطمينان حاصل شي او په نتيجه کې د بعثت غرض او هدف لاسته راشي

    علامه حلي د محقق طوسي د عبارت په توضيح کې فرمايي:

    هغه کسان چې پيغمبر ورته مبعوث شوي دي که په نبي کې دورغ او ګناه جايزه وګني دهغوي په کار کې به هم هر دروغ او معصيت جايز ګڼي په نتيجه کې به د هغه له اوامرو ګټه نه پورته کوي. دې دليل ته په پام سره چې په ډيره لنډه خو بشپړه توګه دا مسله بيانوي د انبياوو د عصمت موضوع د عقلي جاج او څيړنې په برخه کې هم يوه ضروري چاره ښکاري چې خلک د پيغمبر د خبرې په رښتيا والي او سم والي باور پيدا کړي او په هغوي کې د دورغو د احتمال په مهلکې کې له غورځيدو بچ شي.
    ب)  نقلي دليل

    د قران په ډيرو ايتونو کې دا مسله په نظر راځي چې له ګناه او خطا د پيغمبرانو پاکوالي او عصمت يوه روښانه چاره ده. د بحث د لنډ والي لپاره يو څو ايتونه وړاندې کوو:
    قران مجيد فرمايي: {وَ ما يَنْطِقُ عَنِ الْهَوى٭‏ إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحى}‏[23]؛ او پيغمبر هيڅکله د خپل نفس او خواهش له مخې څه نه وايي بلکه هر څه چې وايي يوازې د وحي له مخې دي چې په هغوي نازله شوې ده.

    په دې اساس د پيغمبر شريعت هغه څه چې د وحي په توګه يې حاصل کړې دي او خلکو ته يې بيانوي هماغه څيز دي چې خداي په هغه نازل کړې دي يعنې پيغمبر په دغه کلام او دهغه په رسولو کې له ګناه او خطا بشپړ پاک دي.

    هغه ايتونه چې دلالت کوي پيغمبران د وحي په اجرا کې له غلطۍ او تيروتنې پاک دي يعنې هم د وحي په اخستلو او پرې په پوهيدلو او هم په هغې په ساتلو او اجرا کولو کې عصمت لري ځينې يې دا دي:

    {فَلا وَ رَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حتی يُحَكِّمُوكَ فيما شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا في‏ أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْت…‏‌}‌[24]؛ ستا په رب قسم چې هغوی به مومنان نه وي مګر دا چې په خپلو اختلافونو کې په تا فيصله وکړي او بيا ستا له فيصلې په خپلو زړونو کې خپګان ونه لري.

    {وَ لَوْ لا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ وَ رَحْمَتُه‏… وَ أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ عَلَّمَكَ ما لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ…‌}‌[25]؛

    که دخدای فضل او رحمت پر تا نه واي ځينو کسانو پتيلې وه چې تا له نيغې لارې وغړوي ، خو دخدای په مهربانۍ هغوي ځانونه له سمې لارې ليرې کوي او تاته هيڅ تاوان نه رسوي او خداي تعالی تاته کتاب او حکمت درکړ او هغه څه يې چې ته پرې نه پوهيدې دروښودل.

    ايت الله جوادي د دغو دوو ايتونو لاندې ليکي: د دغو دوو ايتونو نتيجه دا ده چې له يوې خوا د اسماني کتابونو له استولو د خلکو په مينځ کې دهغه علم پر اساس قضاوت کول دي چې خداي يې پيغمبر ته ښيي.

    له بلې خوا په حقه قضاوت په دې پورې اړه لري چې پيغمبر په احکامو او موضوعاتو پوه وي؛ لکه څرنګه چې د نساء سورې ۱۱۳ ايت په دې خبره دلالت کوي..[26]

    علامه په الميزان کې د دغو دوو ايتونو لاندې ليکي:
    هغه چاره چې عصمت دهغه په وسيله تحقق مومي ؛ يو ډول علم دے چې لرونکی په ګناه او خطا له اخته کيدو منع کوي. په بله ژبه داسې علم دی چې د ضلالت او ګمراهۍ مخه نیسي. هلته چې وې فرمايل:

    {وَ أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَة}‌‌‌[27] مطلب وحی کتاب او حکمت دی. او هغه يو ډول پيغمبر ته الهي تعليم دی. خو دخدای دا خبره چې :
    {وَ عَلَّمَكَ ما لَمْ تَكُنْ تَعْلَم}‌‌[28] له دې علمه مطلب هغه علم نه دے چې د کتاب په وحي او حکمت سره وي ؛ ځکه چې د ايت مورد په پيښو او دعواوو کې د پيغمبر قضاوت دي چې د هغه په هکله به يې د پيغمبر نظر غوښته. نو له دغو دوو څيزونو د مقصد دوه ډوله علم دي : يو د وحي په وسيله تعليم او بل په زړه د القا او خفي وحي له لارې تعليم..[29]

    په دې اساس پورتني ايت د اسلام پيغمبر په دوو علمونو سنبال ګڼي. هم هغه علم چې د حکم او قضا سرچينه او هم هغه علم چې د موضوعاتو د پيژندلو علم دي. نو د دغه ايت شان نزول يې داسې ذکر کړي دي چې دوو کسانو چې شخړه يې لرله پيغمبر ته خپل شکايت راوړ او هر يو هڅه کول چې ځان وژغوري او بې ګناه وښيي او تور په مقابل لوري وتړي. دلته وه چې ددغه ايت په نازليدلو سره حق له باطله وپيژندل شو. په دې اساس د نوموړي او ځينو نورو ايتونو مطابق چې دلته ټول نه شو ذکر کولي خبره بلکل صفا او روښانه ده. دخداي نبيان معصوم دي په تيره بيا اولوالعزم پيغمبران او دهغوي په سر کې زمونږ ګران رسول حضرت محمد )ص( د عصمت له لوړې درجې برخمن دي. قران د پيغمبر اطاعت دخداي اطاعت ګڼي او فرمايي:

    {مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطاعَ اللَّه}‌‌؛[30]څوک چې د پيغمبر اطاعت وکړي بې له شکه چې دخداي اطاعت يې کړي دي.

    فخر رازي د دغه ايت په ذيل کې وايي:
    «من اقوی الدلائل علي انه معصوم في جميع الاوامر و النَّواهي… و ايضاً وجب ان يكون معصوماً في جميع افعاله»؛[31]
    «دا ايت تر ټولو قوي دليل دي په دې چې پيغمبر په ټولو اوامرو او نواهي کې معصوم دي…. او همداراز واجبه ده چې پيغمبربايد په ټولو فعلونو کې معصوم وي»

    تر اوسه مو چې کوم عقلي او نقلي دلايل ذکر کړل له هغو دې نتيجې ته رسيږو چې پيغمبران په تيره بيا خاتم پيغمبر چې تر ټولو افضل دي مطلق عصمت لري. نو د دليل اطلاق ته په پام سره باوري يوو چې عصمت په خپلې پراخې لمنې سره د انبياوو په ټول ژوند کې شامل دي لکه څرنګه چې جميل حمود د دغه ايت په ذيل کې

    {وَ جَعَلَني‏ نَبِيًّا وَ جَعَلَني‏ مُبارَكا}‌[32] چې له حضرت عيسی يې نقلوي وايي:
    «فلو فرضنا إنّه غيرمعصوم في تشخيص الموضوعات… يستلزم هذا عدم كونه مباركاً»؛[33]

    که فرض کړو چې پيغمبر د موضوعاتو په تشخيص او د هغو په هکله د نظر په ورکولو کې معصوم نه دي نو د دې مطلب به داوي چې په دغه مورد کې مبارک نه دي.

    6. د انا بشر مثلکم د ايت مفاد

    د قطعي او عقلي دليلونو په رڼا کې د پيغمبرانو د مطلق عصمت له بيانولو وروسته د انا بشر مثلکم ايت څيړو.

    که چې دلته پوښتنه شوې ده چې ايا دغه ايت د هغو ايتونو مخصص دي چې مطلقا د پيغبمرانو عصمت ثابتوي ؛ په تيره بيا درسول الله مبارک چې د پوښتنه کوونکي مقصد هم همدغه دي. چې که فرضا دا سمه وي نو وويل شو چې پيغمبر يوازې د احکامو په معامله کې معصوم دي نه په نورو معاملو کې؟

    دې پوښتنې ته په پام سره بايد ووايو چې هغه څه چې د مطلقه عصمت له دليلونو او ايتونو لاسته راځي ، رسول الله مبارک مطلق معصوم دي؛ هم د وحي په اخستلو او ورباندې په پوهيدلو کې او هم د هغې ساتلو او رسولو کې. او هم يې په اجرا او د خپل ژوند په چارو کې په دغو ټولو کې له عصمته برخمن دي. په دغه ايت کې  )لکه څرنګه چې په کهف سورې او فصلت کې راغلې دي( او نورو ايتونو کې د تخصيص او تعميم رابطه نه ده موجوده. چې په هغه په تمسک سره څوک د پيغمبر لپاره د تبعيض قايل شي.

    علامه په الميزان کې د کهف سورې د دغه ايت په ذيل کې راوړې دي : دغه ايت د « انما» په کلمه سره چې د حصر د معنې استفاده ترې کيږي له نورو خلکو سره په شباهت او ورته والي کې د پيغمبر انحصار بيانوي؛يعنې پر دې څه زيات نه لري؛ يعنې هغه څه چې دوي دوي يې ګمان کاوه چې هر څوک د نبوت ادعا وکړي د خدايۍ او د غيبيه قدرت ادعا يې هم کړې ده. نو دوي له پيغمبره داسې څيزونه غوښتل چې بې له خدايه ورته بل چا نه شو ورکولي. پيغمبر د خداي په امر دغه څيزونه له ځانه نفي کوي او يوازې دا خبره ځانته ثابتوي چې پيغمبر دي او دخداي له خوا ورته وحي کيږي.[34]

    په فصلت سوره کې عالمانو دغه ايه شريفه مشرکانو ته د ځواب په مقام کې ګڼلې ده؛ هلته چې فرمايلې يې دي :

    ‌{وَ قالُوا قُلُوبُنا في‏ أَكِنَّةٍ مِمَّا تَدْعُونا إِلَيْه}‌[35]؛
    يعنې زمونږ زړونه داسې دي چې هغه څه چې پيغمبر ورته مونږ غواړي په هغه نه پوهيږو او زمونږ په غوږونو کې د کوڼ توب درنې پردې پرتې دي چې هيڅ بلنه نه اوري زمونږ او ستا په مينځ کې داسې حجاب دي چې ستا لور ته زمونږ د درتللو مخه نيسي. نو ايت د هغوي په خواب کې فرمايي:زه هم ستاسو په شان انسان يم چې ستاسو په مينځ کې ژوند کوم او لکه څرنګه چې تاسو له يو بل سره ناسته پاسته او ژوند کوئ له تاسو سره خبرې کوم لکه څرنګه چې تاسو له يوه بل سره خبرې کوئ. زه له داسې جنسه نه يم چې له تاسو سره فرق ولري چې مثلا زما او ستاسو په مينځ کې حجاب او پرده وي..[36] يعنې زه ستاسو په شان يو انسان يم او ستاسو په شان خبرې کوم نو بيا څنګه زما په خبرو نه پوهيږئ؟ په دې اساس دغه ايت د نورو ايتونو د تخصص لپاره نه دي بلکه مقصد يې دا دي چې دمشرکانو ځينې بې ځايه ګمانونه ، خيالونه ، پلمې او د چټې خبرې رد کړي او رسول الله مبارک د يو داسې انسان په توګه معرفي کړي چې د خداي پيغمبر او د الهي وحي لرونکي دي.

    نتيجه

    پيبغمبران معصوم دي او د اسلام پيغمبر چې اوالعزم او تر ټولو افضل نبي دي مطلق عصمت لري. دا خبره له عقلي او نقلي دليلونو لاسته راځي او په پراخې ساحې کې او مطلقا د پيغمبر عصمت ثابتوي. نو دغه ايت چې :

    ‌{أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُم}
    له تخصيص سره هيڅ اړه نه لري ؛ شيخ صدوق په دې اړه فرمايي: ربطي به تخصيص ندارد؛ «إعتقادنا انهم موصوفون بالكمال… لايوصفون في شيء من احوالهم ينقص و لاعصيان و لاجهل؛[37]

    زمونږ عقيده دا ده چې نبيان له هر اړخه کمال او بشپړتيا لري او په علم او کمال هم متصف دي. له لومړيو چارو تر اخره. د خپلو چارو په هيڅ برخه کې په نقص، نيمګړتيا او ګناه او جهل موصوف نه دي.

    د لاډير مطالعې لپاره
    1. جعفر سبحاني، منشور جاويد، قم، دفتر انتشارات اسلامي، 5ټوک، 4ـ17مخ،
    2. محمدتقي مصباح يزدي، راهنماشناسي، تهران، اميركبير، چاپخانه اول چاپ ، 1375، 90 ـ 104مخ.
    3. علي شيرواني، معارف اسلامي در آثار شهيد مطهري، قم، د اسلامي چارو او استادانو چارې، 1376، 276 ـ 278مخونه،
    4. محمدامين ارزگاني، پيامبر اعظم در نگاه عرفاني امام خميني، تهران، مؤسسه و تنظيم نشر آثار امام خميني، اول چاپ، 1386، 48 ـ 50مخونه.
    5. محمد سعيدي‌مهر، آموزش كلام اسلامي، قم، مؤسسهْ فرهنگي طه، اول چاپ ، 1378، 70 ـ 80 مخونه.

    وروستے حديث:

    رسول الله مبارک (ص) فرمايي: تر ټولو سخته بلا او ازموينه د پيغمبرانو ازموينه ده او بيا دهغو کسانو چې پيغمبرانو ته ورته دي. هر کس د خپلې ديندارۍ په اندازه په بلا او ازميښت اخته کيږي.[38]

    [1]. حشر، آيهْ 7.
    [2]. نجم، آيهْ 3 و 4.
    [3]. كهف، آيهْ 110.
    [4]. محمد بن نعمان (شيخ مفيد) اوايل‌المقالات، ټوک4، مخ165، بيروت، دارالمفيد، چاپ دوم، 1414ق.
    [5]. احمد بن فارس بن زكريا، مقاييس‌اللغة، ټوک4، مخ133، قم، اسماعيليان.
    [6]. هماغه، مخ164.
    [7]. تفسير موضوعي قرآن كريم، وحي و نبوت در قرآن، 3ټوک، 197مخ، قم، مركز نشر اسراء، چاپ اول، 1381.
    [8]. كهف، آيهْ 110.
    [9]. فرقان، آيهْ 7.
    [10]. انعام، آيهْ 8.
    [11]. تفسير الميزان، ټوک7، 20 ـ 22 مخ ، قم، مؤسسهْ اسماعليان.
    [12]. انعام، آيهْ 9.
    [13]. تفسير نمونه، 5ټوک، 160 ـ 162 مخ.
    [14]. تفسير الميزان، 7ټوک، 23مخ، قم، مؤسسهْ السماعليان.
    [15]. تفسير موضوعي قرآن کريم، هماغه، 197 ـ 199مخونه.
    [16]. نجم، آيهْ 1 و 2.
    [17]. مصنفات شيخ مفيد، المؤتمر العالمي الالفية الشيخ المفيد، ټوک4، مخ63، اول چاپ ، 1413ق.
    [18]. الاستبصار، 2 ـ 1ټوک ،367 ـ 368 مخ ، بيروت دارالتعارف، 1412ق.
    [19]. تهذيب الاحكام، 2ټوک، 181مخ، تهران، دارالكتب الاميه، څلورم چاپ ، 1365.
    [20]. بحار الانوار، 11ټوک، 72 مخ ، بيروت، مؤسسة الوفاء، څلورم چاپ.
    [21]. تفسير موضوعي قرآن کريم، 237 مخ.
    [22]. كشف المراد، 155 ـ 156 مخ ، قم، مؤسسهْ امام صادق(ع) چاپ اول، 1375.
    [23]. نجم، آيهْ 3 ـ 4.
    [24]. نساء، آيهْ 65.
    [25]. نساء، آيهْ 113.
    [26]. تفسير موضوعي قرآن کريم، 218 ـ 219 مخونه.
    [27]. نساء، آيهْ 113.
    [28]. هماغه.
    [29]. تفسير الميزان، ټوک5، مخ77 ـ 80، قم، مؤسسهْ اسماعيليان، دويم چاپ ، 1360.
    [30]. نساء، آيهْ 80.
    [31]. امام فخررازي، التفسير الكبير، 9 ـ 10 ټوک ، 193 مخ ، بيروت، داراحياء التراث العربي.
    [32]. مريم، آيهْ 30 و 31.
    [33]. محمد جميل حمود، شبهة القاء المعصوم نفسه في التهلكة، 1ټوک، 320 مخ.
    [34]. تفسير الميزان،13 ټوک، 405مخ.
    [35]. فصلت، آيهْ 5.
    [36]. تفسير الميزان، 17 ټوک ، 361 مخ.
    [37]. شيخ مفيد، پيشين، (مصنفات شيخ مفيد)، 96 مخ.
    [38]. نهج الفصاحة، ترجمه: ابراهيم احمديان، 62 مخ.