اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د شهید مطهري په تفکر کښې د جمود او روشن فکرۍ مقابله

    د شهید مطهري په تفکر کښې د جمود او روشن فکرۍ مقابله

    د شهید مطهري په تفکر کښې د جمود او روشن فکرۍ مقابله
    Rate this post

    د بشري تاریخ په مختلفو پړاونو کښې د کلتور، علم او فضیلت په ډګر کښې یولړ پوهان ځلیدلي دي چې د یو روښانه مشال په څیر یې د نورو لپاره د نیکمرغۍ لاره روښانه کړې ده. د انسان  ترټولو ستر لارښوونکي الهي پيغمبران او د هغو ټولو په سر کښې خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص) او د هغوي معصوم اهلبیت دي. له هغوي وروسته اسلامي عالمان او پوهان د دغې سترې دندې وارثان دي.
    شهید آیت الله مرتضی مطهري یو له دغو ځلانده ستورو څخه دی چې علم یې له عمل سره او ایمان یې له اخلاقو سره واخښل او د خپلې زمانې د ظلمت ځپلې ټولنې د لارښوونې لپاره یوه روښانه څیره وه تر دې چې تور زړو کسانو د هغه د وجود او تفکر رڼا و نه زغملې شوه او د ۱۳۵۸لمریز کال د غوي د میاشتې د دولسمې یعنې د ۱۹۷۹میلادي کال د مۍ د دویمې نیټې په مازیګر یې هغه شهید کړ.
    د ایران د اسلامي انقلاب ستر مشر حضرت امام خمیني(رح) د هغوي د شهادت په مناسبت وفرمایل: ما یو ډیر خوږ زوی له لاسه ورکړ چې زما د ټول عمر محصول ګڼل کیده. د دغه هوښیار او عالم فرزند په شهادت سره د اسلام مبین دین ته دومره زیان ورسیده چې هیڅ څیز یې ځاې نشي نیولی.
    د خپل تکړه شاګرد علامه شهید مطهري لپاره د امام خمیني(رح) لخوا دا بې مثاله تعبیرات بې دلیله نه وو. هغه علمي او عملي وړتیاوې چې د استاد په وجود کښې وې، هغه له نورو نه ممتاز کړی و. توحید، عدل الهي، نبوت، خاتمیت، انسانِ کامل، علل ګرایش به مادی ګري، نظام حقوق زن در اسلام او خدمات متقابل اسلام و ایران نومې کتابونه د هغوي ګرانبیه اثرونه دي.
    د شهید مطهري یوه ځانګړتیا د ټولنیزو مسایلو، فکري بهیرونو او په تیره بیا د ځوان نسل د فکري شبهاتو او مسایلو دقیقه پیژندنه وه. دغه وتلي استاذ د اسلامي تفکر د دقیق او عالمانه بیان ترڅنګ  فکري بې لاریتوب او انحرافاتو ته ځانګړی حساسیت درلود او هغه یې د اسلامي ټولنې د بې لارې کیدو سبب بلل. په همدې وجه یې د دغو انحرافاتو په ډاګه کول او په هغو باندې د خلکو خبرول خپل هدف ګرځولی و. د دغه شهید آثارو ته یوه ځغلنده کتنه له جهل او ناپوهۍ سره د هغه سخته مقابله په ډاګه کوي.
    شهید مطهري وايي: (په انسان کښې یو داسې حس شته چې کله کله په خپل ګمان غواړي د دیني چارو په وړاندې ډیره خشوع او خضوع وکړي او په دا ډول خضوع کوي چې خپله دین د هغې اجازه نه ورکوي یعنې له عقل نه کار نه اخلي او د دین لاره ورکوي). قرآني آیتونو او روایتونو ته پاملرنه هم ښودنه کوي چې د اسلام په دین کښې تعقل او تفکر تر څومره حده مهم ګڼل شوی دی. له پيغمبر اکرم(ص) څخه په یو مشهور روایت کښې راغلي دي: یو ساعت تفکر له اویا کاله عبادته غوره دی. دا روایت د عبادت ارزښت هیڅکله نه کموي او هغه وړوکی نه شمیري ځکه چې د قرآن کریم له مخې، د انسان د خلقت دلیل، د پروردګار عبادت دی. له دې خبرې نه د پيغمبراکرم(ص) هدف د آګاهانه عبادت او په دین کښې د تعقل او تعمق په ضرورت باندې ټینګار دی او روښانه کوي چې اسلام د فکر، تفکر او نیوکې او خبرواترو دین دی. دا تعقل د انسان د پنځون په فلسفه، د قرآن کریم په آیتونو، په الهي نومونو او صفتونو، د پيغمبر او د هغه د اهل بیتو علیهم السلام په سنتو او روایتونو او دا شان په نورو مختلفو برخو کښې د تفکر په شان کیدې شي. په دې وجه ناپوهي، بې خبري، جمود او ظاهر ته ګروهنه د اسلام له نظره ترټل شوې ده.
    شهید مطهري جمود او جهالت د انسان لپاره دوه خطرناکې ناروغۍ ګڼي چې د هغه د دریدو او د پرمختګ خنډ او بلآخره د هغه د غورځیدو او بې لارې کیدو سبب دي. دوي باوري وو چې جهالت یا سبب کیږي چې انسان د ناپوهۍ په وجه د غیردیني ژوند په ظواهرو میئن شي او اصلي دین د ماډرن والي او د بیاکتنې په پلمه انحراف ته راکاږي او یا په جمود او بې عقلۍ کښې ګیریږي او هر نوی څيز د دین خلاف ګڼي. د متحجرانه تفکر او بیځایه تعصبونو بنیاد بې عقلۍ او جهالتونه دي. که د انسان په تفکر باندې د پوهې رڼا وځلیږي نو د جمود او بې عقلۍ لپاره هیڅ ځاې نه پاتې کیږي او دین، خپل اصلي ځاې او موقعیت بیا ترلاسه کوي.
    استاد مطهري لپاره د دې چې د جهالت او جمود خطر په ښه توګه انځور کړي، د اسلام په پیل کښې د خوارجو د راڅرګندیدو د پیښې یادونه کوي. د صفین په جنګ کښې چې د حضرت علي علیه السلام عسکر معاویه ته د ماتې ورکولو په حال کښې وو، د معاویه د پوځ قومندان عمرو عاص له چلول او دوکې نه کار واخیست او خپلو ځواکونو ته يې حکم ورکړ چې قرآنونه په نیزو اوچت کړي. د امام علي علیه السلام ډیر لښکریان د جهالت او کم عقلۍ په وجه وغولیدل او د (لا حکم الا لِلّه) شعار یې پورته کړ او بلآخره یې د حضرت علی علیه السلام مشري ونه منله. هغوي په حقیقت کښې  د انعام د مبارکې سورې د ۵۷ آیت یعنې ( حکم او فرمان یوازې خدای لره دی) په تفسیر کښې یوازې ظاهر ته وکتل او فکر یې کوه چې اسلامي ټولنه حاکم او واکمن ته اړتیا نلري په داسې حال کښې چې له حاکم پرته د خدای تعالی جل جلاله احکام هم په بشپړه توګه نه شي اجرا کیدې. د دغه جهالت او بې عقلۍ له امله د خوارجو په نامه یوه تندلارې، نرمښت نه منونکې او ځان غوښتونکې ډله رامینځته شوه چې ځانونه یې د شرعې استازي او د رښتوني اسلام یوازني وارثان بلل او نور خلک حتی امام علی علیه السلام یې په اسلام کښې ناپوهه ګڼه. هغوي به ویل: هغه مسلمان چې کبیره ګناه ترې وشي، له اسلامه وځي او کافر دی. دې عقیدې په اسلامي ټولنه کښې ورانونکي آثار رامینځته کړل. هغوي چې ځانونه یې د اسلام استازي ګڼل هر هغه مسلمان چې د هغوي عقیده یې نه منله، تکفیروه او د هغه وینه به يې تویوله. د دې کار یوه نمونه د پيغمبر اکرم د صحابي عبدا… بن خَباب کیسه وه چې کله له خوارجو سره مخامخ شو نو په دې جرم چې ویې ویل، علی بن ابیطالب له تاسو نه زیات د خدای په دین پوهیږي، هغه او د هغه بارداره میرمن یې په بوږنونکې ډول ووژل.
    د خوارجو د اندیښنې روح چې همهغه له عقل نه ډډه کول وو، د اسلام د تاریخ په اوږدو کښې یې په بیلابیلو شکلونو په اسلامي ټولنه کښې جرړه غزولې ده. شهید مطهري وايي: (د خوارجو تاریخ ډیر عجیبه او عبرتناک دی له دې نظره چې کله دیني عقیده له جهالت او وچ کلک تعصب سره واخښله شي، څه کوي. خوارج داسې انسانان وو چې د زیات عبادت کولو په وجه یې تندي او زانګنونه تور شوي وو او سرشیندنې ته چمتو وو خو لکه څنګه چې د کم عقلۍ تقاضا ده، ډیر تنګ نظره وو او اسلام ته یې ډیر زیانونه ورسول او یو عجیبه وحشت او ویره یې رامینځته کړې وه تر دې چې د (لا حکم الا لله) جملې به په زړونو کښې ویره اچوله).
    شهید مطهري د خوارجو د تفکر د بطلان د ثابتولو لپاره د حضرت علي علیه السلام له کلامه کار اخلي او وایي: (حضرت امام علي علیه السلام به د خوارجو د ادعاو او عقایدو په رد کښې فرمايل: پیغمبر به جنایتکار اعداموه او بیابه يې د هغه د جنازې لمونځ کوه، که د کبیره ګناه ترسره کول د کفر سبب کیدې نو پيغمبر به د هغوي د جنازې لمونځ نه کوه ځکه چې د قرآن له مخې، د کافر جنازه کول جایز نه دي. همداشان شرابکار ته بې شلاخې یا کوړې ورکولې خو له بیت المال څخه به یې د هغه برخه نه بندوله).
    د مسلمانانو اوسنۍ ټولنې ته یوه کتنه ښودنه کوي چې هغه خطر چې د شهید مطهري په شان پوهانو هڅه کوله خلک ورڅخه خبر کاندي، اوس هم پاملرنې او بیدارۍ ته اړتیا لري. د تکفیریانو سپیره ښکارنده چې په عقیده او عمل کښې د اسلام د ابتدا له خوارجو سره ډیر ورته والی لري، د هغه جهالت او جمود نتیجه ده چې د مسلمانانو د ټولنې په ځينو برخو کښې موجود دي. هغوي هم د خوارجو د بې عقلو په شان یوازې ځانونه اصلي مسلمانان ګڼي او هرڅوک چې د هغوي مخالف وي، په وحشیانه توګه یې وژني.
    حضرت امام علي علیه السلام د خوارجو او د ټولو متحجرو او کم عقلو کسانو په هکله فرمايي: هغوي قهرجن، د لوړ فکر او لطیفو احساساتو نه لرونکي او لوفران خلک دي چې له بیلابیلو ځایونو راغونډ شوي دي او له دینه بې خبره دي. او په یو بل ځاې کښې فرمايي: بې شکه چې تاسو ترټولو بد خلک یئ، تاسو د شیطان په لاس کښې غشي یئ چې ستاسو له وجوده، د خپلې نښې د ویشتو کار اخلي او ستاسو په وسیله خلک په شک او ګمراهۍ کښې اچوي.
    یو آفت چې د مسلمانانو لپاره په ظاهره د دیندارو کسانو جامد او وچ کلک تفکر لري دا دی چې بې بصیرته خلک د حق او باطل د جبهې په پيژندنه کښې په شک او تردید کښې اچوي. شهید مطهري دې ته په اشارې سره چې داشان فکري بهیرونه پکار دي په چټکۍ سره په ډاګه شي، له خوارجو سره د حضرت علي علیه السلام د چلن طریقې ته اشاره کوي او وايي: (د امام علي علیه السلام د ژوند د تاریخ یوه حیرانتیا په ظاهره د مقدسو متحجرانو او مغرورو خلکو سره په مقابله کښې همدا باتورانه اقدام دی. امام علي په هغوي باندې توره راوخکله او د هغوي حالت یې د لیوني سپي له بیمارۍ سره تشبیه کړ. لکه څنګه چې لیونی سپې نه صبریږي او په نورو حمله کوي او خپله د لیونتوب بیماري خپروي، دا تفکر هم ورو ورو د مسلمانانو ټولنه ککړوي او د اسلام ملا ماتوي.
    د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: دوو کسانو زما ملا ماته کړې، متعصبه ناپوه او بې عمله او بې پروا عالم.
    علامه شهید مرتضی مطهري د خپل برکتناک عمر په اوږدو کښې د اسلام له څیرې نه د جهالت او بې عقلۍ د دوړو د څنډلو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې او خپل ژوند یې په دې لاره کښې ځار کړ. که څه هم کلونه کیږي چې هغوي زمونږ په مینځ کښې نشته خو د هغوي روښانونکي افکار اوس هم د حقیقت د لټونکو ذهنونو لارښوونکي دي.