اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د شېدو او پَيو ورکول

    د شېدو او پَيو ورکول

    د شېدو او پَيو ورکول
    Rate this post

    د شېدو او پَيو ورکول

    هغه روايتونه، چې د اسلام له مخکښانو زمونږ لاس ته راسېدلي او همدا راز بېلا بېلې تجربې، ازمېښتونه او معاينې د دې ښودنه کوي، چې د مور شيدې د ماشوم په جوړښت، ذهنياتو او د هغه د شخصيت په جوړېدو کې بشپړ اثرات اچوي.

    له هم دې امله که له يو پلوه ماشوم ته د مور د شودو په ورکولو ډېر ټينګار شوی، نو له بل پلوه دا سپارښتنه هم شوې ده، چې ميندې بايد په کومو کومو طريقو، لارو او حالاتو بچو ته شودې ورکړي. که خوښه مو وي لومړی به د شريعت او اسلام له نظره ماشوم ته د شودو ورکولو د احکامو او ادابو په اړه لږ وغږېږو او بيا به د نوي طب له نظره دا چاره وڅېړو.
    شېدې ورکول، د اسلام له نظره

    د اسلام له نظره هغه مو، چې ماشوم ته د شېدو ورکولو لپاره بايد غوره شي، چې مسلمانه، پاکه، عاقله، ښکلې، نېکه، او د ښو ظاهري او باطني اخلاقو او وړتياوو څښتنه وي.

    د اسلام له نظره يوه مور بايد پوره دوه کاله خپل اولاد ته شودې ورکړي، که څه هم تر دې کم يې هم ورکولای شي، خو غوره دا ده، چې ماشوم بايد پوره دوه کاله د مور شودې وڅښي. البته د دوو کلو نه ډير شيدې ورکول هم جايز دي.

    د اسلام په احکامو کې راغلي، چې لومړی خو غوره دا ده، چې خپله مور ماشوم ته شودې ورکړي او که خپله مور يې شيدې نه لري، نو يوه ښه دايه دې ورته ونيسي.

    له اسلامي اړخه مېړه حق نه لري، چې ښځه ماشوم ته د شيدو په ورکولو مجبوره کړي يانې که مور وغواړي، چې ماشوم ته شيدې ورنه کړي، نو دا کار کولای شي او له مېړه څخه بچي ته د تي ورکولو پيسې او خرچه اخيستلای شي. البته که حالات داسې وي، چې بله دايڼه نه پېدا کېږي يا ماشوم ته نور خواړه او نورې شودې زيان لرې، نو په دې توګه واجبه ده، چې مور بچي ته شودې ورکړي.

    هغه ښځې چې مکروه دے، له پيو يې استفاده ونه شي او د دايڼې په بڼه ونه نيول شي، دا دي؛

    · کم عقله او بد رنګه ښځه
    · کافره ښځه
    · بد اخلاقه ښځه
    · هغه ښځه چې شودې يې له ناروا لارې جوړې شوي وي.
    · هغه ښځه چې نيکې ځانګړتياوې ونه لري.
    د اسلامي احکامو له نظره که د يوې ښځې شودې کمې وي او يا د روژې نيولو له امله يې شودې کمېږي او ماشوم ته زيان رسوي، نو روژه پرې حتمي او يقيني نه ده.

    د اسلام له نظره د شودو څښل د ځينو کسانو د محرميت او خپلوۍ لامل هم کيږي. د بيلګې په توګه که دوه کسان له يوې ښځې له هغو شرايطو سره سم، چې اسلام ياد کړي دي، شودي وڅښي، نو دغه دوه کسه پخپلو کې خپلوان او محرم کېږي او هم دا ډول له هغې ښځې سره هم، چې شودې يې ورځنې څښلې وي.