اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د قرآن د تفسير ضوابط

    د قرآن د تفسير ضوابط

    د قرآن د تفسير ضوابط
    Rate this post

    د قرآن الفاط بايد د هغه په هماغه عرفي او لغوي معنو حمل کړے شي (هماغه معنې ترې واخستل شي) مګر دا چې له عقل يا نقله،  په  قرآن کې دننه يا بهر کومه قرينه موجوده وي چې په بلې معنې دلالت  وکړي، (خو بايد په مشکوکو قرائنو له تکيې ډډه وشي، او په حدس او ګمان د قرآن د ايتونو تفسير نه دے پکار)

    مثلا کله چې قرآن وايي: «وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى؛ څوک چې په دې دنيا کې ړوند دے په اخرت کې هم ړوند او زيات ګمراه دے»[1] يقين لرو چې دلته د «اعمي» مطلب ظاهري ړوند والےچې لغوي معنا يې ده، نه دي ځکه چې ډير نيک او پاک خلک په سترګو نابينا وو، بلکه مطلب د باطن او د زړه ړوندوالي دي .

    دلته د  عقليه قرينې وجود د دغه تفسير سبب شوي دي .

    همداراز قرآن د اسلام د ځينو دښمنانو په هکله وايي: «صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَعْقِلُونَ؛ هغوي کاڼه ګونګيان او ړانده دي، په همدې وجه په څه نه پوهيږي»[2] ښکاره خبره ده چې هغوي له ظاهري نظره کاڼه ګونګيان يا ړانده نه وو بلکه دا دهغوي باطني صفات وو (دا تفسير مونږ  دحاليه قرائنو په  مټ چې په لاس کې يې لرو کوو)

    په دې اساس کله  چې قرآن د خداي په هکله فرمايي: «بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ؛ د خداي دواړه لاسونه پرانستي دي»[3] يا فرمايي: «وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا؛ (اےنوحه) زمونږ د سترګو په وړاندې  کشتۍ جوړه کړه »[4]

    د دغو ايتونو مفهوم هيڅکله دخداي جسماني غړي  سترګې غوږونه او لا سونه نه دي، ځکه چې هر جسم غړي لري او زمان او مکان او لوري ته اړتيا لري ، او اخر فاني کيږي، او خداي تعالی تر دې لوړ دی چې دا صفتونه ولري، نو له «يداه»  (لاسونو) مطلب هماغه  خداي کامل قدرت دی چې ټول کائنات يې  ترنفوذ لاندې دي او له «اعين» (سترګو) مطلب د  هغه علم او پوهه ده چې په هر څه يې لري.

    په دې اساس مونږ هيڅکله په دغو تعبيراتو جمود ـ که هغه د خداي د صفاتو په باب کې وي که په نورو کې ـ او په عقلي او نقلي قرائنو سترګې پټول نه  منو، ځکه چې د نړۍ  ټول وينا والو او سخنوران په دغه ډول قرائنو تکيه  کوي او قرآن دغه روده په رسميت پيژندلې او منلې ده: وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلا بِلِسَانِ قَوْمِهِ؛  مونږ هيڅ پيغمبر ونه ليږه  مګر دهغه دقوم  په ژبه »[5]

    خو لکه څرنګه چې مو وويل قرائن بايد ورښانه او قطعي وي.
    [1]. إسراء سوره ۷۲آيت
    [2] . بقره سوره ۱۷۱آيت
    [3]. مائده سوره ۶۴
    [4]. هود سوره ۳۷آيت
    [5] . ابراهیم سوره ۴ آيت.