اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د قرېشو له مشرانو سره د پېغمبراكرم (ص) مناظره

    د قرېشو له مشرانو سره د پېغمبراكرم (ص) مناظره

    د قرېشو له مشرانو سره د پېغمبراكرم (ص) مناظره
    Rate this post

    يوه ورځ د خداےګران رسول (ص) له يو شمېر مسلمانانو سره د كعبى شريفى په څنګ کښې ناست ؤ اود قران مجيد د ايتونو په بيان، د احكامو په ښودلو او د خلقو په روزنې بوخت ؤ د قرېشو يوشمېر مشران چې ټول مشركان اوبت پرست وو ( لكه وليد بن مغيره ، ابوالبخترى ، ابوجهل، عاص بن وائـل، عبـدالله بن خذيفـه، عبدالله مخزومى، ابوسفيان، عتبه اوشيبه….) په خپلوكښې سلا مشوره وكړه او وې ويل:د محمد (ص) كار ورځ په ورځ په مخ روان دے نو پكار دي، چې ورشو او له رټنې وروسته ورسره مباحثه وکړو او د هغه د خبرو په ردولو سره به د هغۀ بې بنياده خبرې د هغۀ ملګرو او اصحابانو ته ثابتې شي؛ نو كه پوه شول او له كږې لارې نه يې لاس واخېست نو مقصد به مو حاصل شي اوكه نه نو په تورې سره به يې کار ختم کړو.

    ابوجهل وويل:څوک به په تاسو کښې زمونږ لخوا استاذے شي چې له محمد (ص) سره مناظره وكړي؟ عبدالله مخزومي وويل: زهْ حاضر يم.

    ابوجهل هم رضا شو او ټول رسول الله (ص) ته ورغلل . (١)

    عبدالله مخزومي خبرې په اعتراضونو او نيوکوسره شروع كړې اوعيبونه يې لټول، چې يوه خبره به يې خلاصه شوه نوبيا به ورته پېغمبراكرم(ص) ويل نورې خبرې هم لرې؟ هغۀ به ويل: هو، او دغـه شـان يـې خپلوخبرو ته دوام وركړ، اخېر چې ستړے شو نو وې ويل: بـس هم دومره خبرې دي كه څه ځواب يې لرې نو مونږ ورته غوږ يو

    هغه لس اعتراضونه چې هغۀ په خپلو خبرو کښې وکړل دا دي:

    ١- تۀ د نورو خلقو په شان، خوراک څښاک لرې پېغمبرته پكار نۀ دي چې د نورو په شان څيزونه وخوري.

    ٢- ته ولې مال او دولت نلرې ځکه، چې د خداے نمائنده د يو لوے باچا د نمائنده په شان بايد مال او دولت ولري.

    ٣- پکار دي له تاسره يوه فرښته وې اوستا تصديق يې كړې وې، چې مونږ هم هغه فرښته ليدلې وې بلكې ښه خوداوه چې پېغمبر هم د فرښتو له جنسه وې .

    ٤- په تا باندې سحر او جادو شوے دے ځکه چې تۀ د هغه چا په شان يې چې جادو ورباندې شوے وي . ٥- قران ولې په وليد بن مغيره مکي او يا د عروه طائفى په شان مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو؟

    ٦- مونږ به په تا هله ايمان راوړو چې پدې سخته او د کاڼو په زمکه باندې د اوبو چينه راوباسې او د كجورو او انګورو باغ جوړ کړې او له هغې چينې نه اوبه وڅښو او له باغه يې مېوې وخورو.

    ٧ – يا اسمان د تورو دريځو په شان په مونږ راوغورزوې.

    ٨- يا خداے او فرښتې راته ښکاره كړې چې وې وينو.

    ٩- يا له سرو زرو نه ډک كور ولرې.

    ١٠- او يا پاس اسمان ته لاړ شې او له خدايه مونږ ته يو خط راوړې چې وې لولو (يعنى خداے پاک مشركانو ته يو ليک وليكي چې حضرت محمد (ص) زما پېغمبردے او پېروي يي وكړئ)

    عبدالله مخزومي له دې نيوکو، اعتراضونو او غوښتنو نه پس په دوام کښې وويل.

    خود دغوكارونو ترسره كولو ورورسته هم درسره (د منلو) لوظ او قول نه كوو حتى چى راته د زړۀ اطمينان هم حاصل شى، چې ته د خداے پېغمبر يې، ځکه چې كېدې شي دا كارونه د سحر، جادواو نظر بندۍ له مخې وي .

    حضور پاک (ص) په اطمينان سره د دغو خبرو له اوريدو نه وروسته عبدالله مخزومى ته په ځواب کښې وفرمايل:

    ١- د خوراک څښاک په باب بايد پوه شئ چې د هر څه صلاح اواختيار د خداپاک په لاس كښې د‌ے او هرډول چې وغواړي حكومت كوي او چا ته جائز نۀ دي چې په هغه ذات باندې څه اعتراض وكړى هغه څوک فقير كوي څوک غني كوي، ځينې محترم او درانۀ ګرځوي او ځينې خوار او سپک ، چاته روغه سټه وركوي او ځينې په ناروغۍ اخته كوي (البته دا هرڅه د انسان د خپلو لياقتونو په بنياد دي او خداے پاک چا سره زياتې او بې انصافي نه کوي) پدې توګه په دغو كښې هيڅوک په خداے پاک باندې اعتراض او له هغه نه ګيله نۀ شى كولې.

    نو دغه شان د نبوت او رسالت په باره کښې هم د خداے پاک حكم ته غاړه کېږدئ او پلمې او باني مۀ جوړوئ.

    ٢- بله دا خبره چې وايئ ” ولې مال او دولت نۀ لرم؛ ځکه، چې بايد د خداے پاک استازے هم د روم او ايران د باچايانو د استازيو په شان مقام، مال او دولت ولري بلكې خداے پاک ته خو په كار دي، چې له باچايانو نه زيات دې موضوع ته پاملرنه ولري. نو پوه شئ چې تاسو په خداے تعالى باندې داسي اعتراض كـوئ چې بى ځايه او بې بنياده اعتراض دے؛ ځکه چې خداے پاک عـالم او باخبره دے او په خپلو كارونو او تدبيرونو کښې چې څنګه مصلحت وګڼي هماغه شان عمل كوي، بې له دې چې د چا خـوښه وي؛ نو لازم نۀ دي، چې خدا‌ے پاک د خلقو له چارو سره پرتله کوئ، او د پېغمبرد رالېږلو مقصد دا دے چې خلق د خـداے پاک منلو او نمانځلو ته راوبولي، پېغمبر ته لازم دي چـى شپه او ورځ د خلـقو په هدايت کولو بوخت وي كـه چرې پېغمبر (د مستكبرانود مقام، مال او دولت په شان) مقام او دولت لرلې نو عامو او غـريبو خلقو به په اسانى سره له هغه سره تعلقات نه شو پېدا كولې؛ چې سرمـايه دار سړے چې په لوړو دنګو بنګلواوماڼيوكښې اوسېږي؛ نو دا د هغۀ او د غريبو او خواري كښوترمنځ فاصـله او جدائي جوړوي او د عامو خلقو ورتګ ورته ګران وي، نو په دې توګه د بعثت مقصد نه حاصليږي او د پيغمبر ښوونه او روزنه په ځاے په ټپه ودرېږي او د نـبوت معنوى مقام د ظاهرى مقام دككړتيا له وجې برباديږي اوچـې كـله يو بـاچا او مشرځان له عوامو نه لـرې وساتى نو د هېواد او سيمې نظم ونسق ټول ګډ وډ شى او په ناپوهه او بېچـاره عوامـوکښې فتنه او فساد پېدا کيږي. او بله دا چې ما ته خداے پاك مال، دولت او مادي مقام نۀ دے راكړے چې تاسو په خپل توان او طاقت پوه كړي ، خو په عين حال كښې خداے پاک دخپل پېغمبر مرسته كوي او په خپلو ټولو دښمنانو يې فتح او برې په برخه کوي او دا پخپله د پېغمبر د پيغمبرۍ د ريښتينوالي دليل دے، چې د خداے پاک د قدرت او ستاسو د ناتوانۍ ښودنـه كوې ( چې خپل پېغمبر له مال، دولت او فوځ نه بغېر په تاسو برلاسے كوي) ډېر زر به ما خدای پاک په تاسو باندې برلاسے كړي تاسو زما د نفوذ، اثر او رسوخ مخنيوے نۀ شئ كولې او نۀ مې وژلى شئ او زۀ په نزدې راتلونکې كښې په تاسو غالبېدونکے يم، ستاسو ټول ښارونه به زما په اختياراوكنټرول كښې شى او ټول مخالفين به مومنانو ته تسليم شي

    ٣- او تاسوچې دا وائئ ” لازم دي چى له ماسره يوه فرښته وې او تاسو ليدلې وې او زما تصديق يې كـړې وې، بلكې پكار دي، چې پېغمبر پخپله له فرښتوڅخه وي” نوپوه شئ چې فرښته د هوا پـه شان يو لطيف او نازک بدن لري او ليدل كېدې نۀ شى او كه فرضاً ستاسو د ليدو توان زيات شي او فرښته ووينئ نو وبه وائيئ چې دا خو انسان دے نه فرښته (يعنى د بشر په شکل به وي)، چې له تاسو سره يې رابطه پېدا شي، خبرې وكړي او تاسود هغې پـه خـبرو او مقصد باندې پوه شئ . بې له دې لارې به تاسو څنګه پوه شئ چې دا فرښته ده، نه انسان او څه چې وائي حق دي..

    خداے پاک خپل پېغمبر له يو لړ معجزو سره لېږي چې نورخلق له هغو څخه عاجز وى او همدا د پېغمبر د ريښتينوالي نښه ده خوكه له فرښتې نه يو لړمعجزې څرګندې شى نو څنګه به پرې پوه شئ چې هغې فرښتې داسې معجزې وكړې چـې نور يې نه شى كـولې؟ نو ځکه به خپل نبوت باندې لـه خپلومعجـزو سره د فرښتې دعوا د هغې د دعوې په ريښتينولۍ دلالت نه كـوي؛ ځکه، چـې د فرښتو معجزه د مارغانود الوت په شان ده چې انسان ترې عاجزدے خو په عين حال كښې د فرښتو په خپل منځ کښې بيا معجزه نۀ ده؛خوكه يو انسان د مارغۀ په شان والوزي نو معجزه ده. او له دې مطلبه هم سترګې پټې نۀ كړئ چې له انسانانو نه د پېغمبرټاکل په تاسو باندې د اسانۍ لپاره دي ، چې بې له څه زحمته له هغۀ سره رابطه وكـړې شئ او هغه هم خپل حجت اوبرهان تاسو ته در ورسولې شي .

    په داسې حال كښې چـې تاسو په خپلو اعتراضونو سره ځان ته سختي پېدا كوئ، په دې طريقې څه حجت او برهان نه پوره كيږي.

    ٤- او بله دا، چې وايئ ” په ما كوډې او جادو شوے دے” نو زما په اړه دا ويل څنګه صحيح کېدې شى ، چې زۀ هم دا اوس په عقل او پوهې کښې له تاسونه ښه يم ما ډېره موده ستاسو په منځ کښې تېره كړه ، له شروع نه تر اوسه پورې مې څلوېښت كاله په تاسو کښې تېر كړل ، چې پدې موده كښې تاسو په ما كښې لږه غوندې خطا، تيروتنه ، دروغ ، خيانت او زما په خبرو او نظرياتو کښې څه لږه شانتې كمزوري ليدلې ده ؟ نو ايا يو کس چې په تاسو كښې يې دومره موده په خپل وس او طاقت يا د خداے پاک په توان او طاقت سره د رپښتينولۍ او امانت په لاره كښې قدم اخېستے وى، د هغه په اړه داسې ويل ښۀ كاردے؟ له همدې وجې خداے پاک ستاسو په ځواب کښې فرمائي: انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُواْ لَكَ الأَمْثَالَ فَضَلُّواْ فَلاَ يَسْتَطِيعْونَ سَبِيلاً (( اے رسوله) پام وكړه، چې مشركان ستا په باره کښې څه ډول خبرې او مثالونه راوړي؟ دوي په کږه لاره روان دي او د سمې لارې د موندلو توان نۀ لرى)) (سوره اسراء ٤٨ ايت )

    ٥- او دا چې مو وويل:”قران مجيد ولې د وليد بن مغيره مكى او يا د عروه بن مسعود طائفى په شان په مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو”؟ نو ضرور دې ټکي ته پام وكړئ،ْ چې دخداے پاک په نزد مقام اومشهورتيا لږ غوندې ارزښت او اعتبار هم نۀ لري او كه چرې د دنيا مزو چرچو او (مادى) نعمتونود خداے پاک په نزد د مچ د وزر هومره ارزښت لرلې؛ نو له هغو څخه به يې يوه ذره هم كافرانو او مخالفانوته نۀ وې ورکړې داچې ټول وېش د هغه (پاک خداے ) لخوا دے نو بيا هيڅوک پدې لړ كښې د ګيلې او اعتراض حق نۀ لري، خداے پـاک خپل نعمتونه او بخششونه په خپـله خوښه او لـه مصلحت سره سم په خپلو بندګانو وېشي بې له دې چې له چا ويره ولري. دا خـو تاسو يئ چـې په خپلواقداماتو اوكړوكښې د مختلفو اړخونو خيال ساتئ او كارونه د هوا او هوس او د وګړيو د مقامونو مطابق ترسره كوئ او د حقيقت او انصاف په خـلاف د خاصـو كسانو بې دليله احترام او درناوے كوئ، چې په غلطو لارو سر يئ، خو د پروردګار كارونه د حقيقت او انصاف په بنياد دي او د هغۀ په اراده او خوښه كښې د دنيوى رتبې، مقام او نوم لږ غوندې اثر او اغيزه هم نشته. دا تاسو يئ چې د سطحي او ظاهرى نظرله مـخى سرمايه دار، ماړۀ او مشهور كسان د پېغمبرۍ د مقام لپاره له نورو نه زيات لائق او ښه ګڼئ؛ خو پروردګار رسالت د اخـلاقي فضائلو، روحى او معنوى وړتياؤ، حقيقت، اطاعت او د خلـقود خدمت په بنياد را منځ ته کړے دے..

    له دې مخكښې، مې وويل چې خداے پاک په خپلو كارونو كښې خپلواكه دے، داسې نۀ ده چې چا ته يې د دنيا له مـالونو څخه څه نعمت او ظاهرى شخصيت ورکړے وي نو مجبوردے چې د نبوت رتبه هم وركړي. لكه خـداے پاک چـې يو ته مـال او دولت وركړ؛ خو ښائېست او ښکلا يې نه ده ورکړې او د دې په اپوټه (برعكس) يې يو چا ته ښائېست او ښلا وركړې وي خو مـال اودولت يـې نـه وي وركړې،ايا په دوي كښې څوک په خـداے پـاک باندې اعتـراض كولې شى؟ (٢)

    ٦- اوتاسو بله خبره دا كوئ چې “تاسو به ايمان رانهْ وړئ مګر دا چې پدې سخته او له كاڼواوكانكرو نه په ډكه زمكه كښې د اوبو يوه چينه جارى كړم. . ستاسو دا غوښتنه د ناپوهۍ او بې خبرۍ له مخې ده؛ ځکه چې د مكى په زمکه كښې د اوبو د چينې جارى كول او د باغ جـوړول د پېغمبرۍ له مقام سره هيڅ تعلق او اړه نۀ لري لكه څنګه چې تاسو په طائف كښې اوبه او باغونه لرئ خوله دې سره سره د پېغمبرۍ دعوى نه كوئ او همدارنګ داسې نورخلق پېژنئ چيگ په ډېر زيار او محنت سره يې چينې،باغونه او پټي جوړكړي دي خوبيا هم د نبوت دعوى نه كوي نو له همدې امله دا ډول كارونه يوه عامه چاره ده اوكـه مـا هم داسې وكړل؛ نو هغه به زما د رسالت په مقـام باندې څه دليل او حجت نه وي.ستاسو دا غوښتنه داسې ده لكه، چې ووايئ:”مونږ به په تا ايمان رانه وړو مګردا چې د خلكو په مخكښې وګرځې او ډوډۍ وخورې او كه چرې زۀ د خپلې پيغمبرۍ د ثابتولو لپاره په دې چارو تكيه وكړم نو خلق به تير باسم او د هغوي له ناپوهۍ او بې خبرۍ نه به ګټه واخلم او د نبوت مقام به مې په چل ول بنا كړے وي حال دا، چې د نبوت مقام له دوکې، تېرايستنې او چل وله پاک دے.

    ٧- او تاسو چې وايئ “اسمان رابانـدې د تورو وريـځو په شان راوغورزوې”نـو پوه شئ چې د اسمان راغورزېدل د هلاكت سبب دے، پداسې حال كښې چې د پېغمبرۍ او بعثت مقصد د سعادت او نېکمرغۍ په لور د خلقو لارښوونه ده او همدارنګ هدف يې خلقو ته د پروردګار د عظمت د نښونښانو ښودل دي او څرګنده ده چې د حجت او برهان ټاكل د خدا‌ےپاک په اختيار كښې دي او پۀ دې باره كښې چا ته حق نـۀ دے وركړ شوے ځکه كېدې شي چې خلق د خپل فكرى نيمګړتياؤ په بنياد داسې غوښتنې وكړي چې پوره كول يې د ټولنې د نظم او مصلحت په خلاف وي؛ ځکه هرڅوک چې د خپلې هوا او هوس له مخې د يو څيز غوښتنه كوي؛ نو معلومه ده چې د ټولو خلقو د غوښتنو پوره كول د نظم د ګډوډۍ باعث ګرځي..

    ايا تاسو داسې طبيب ليدلے دے چې د بيمار د علاج په وخت داسې نسخه وليكي چې د بيمار په خـوښه وي او يـا څوک چې دعوا لري؛ خو د خپلي دعوې د ثابتولولپاره داسې دليـل راوړي چـې د دعوې منكر يې خوښوي؛ نو سمه ده كـه يو معالج طبيب د بيمار په خـوښه نسخه وليـكى نو بيمار به شفا ونه مومي او همدا رنګ كه يومدعىمجبور شي چې د خپل مخالف مطابق دليل راوړي؛ نو په دې صورت كښې هيڅوک په يوبل باندې حق ثابتولې نـه شي او مظلوم او ريښتوني وګړي به د ظـالمواو دروغجنو په وړاندې د خپلودعوو په ثابتولو كښې پاتې راشي.

    ٨-او تاسو، دا وايئ” چې خدا‌ے پاک او فرښتې تاسو ته حاضرې كړم چې وې وينئ” دا خبره خو با لكل بى بنياده ده او اصلاً ممكنه نۀ ده ځکه چى خداے پاک له هغه صفته چې د ليدل كيـدو باعث يې شى او هم د مخـلوقاتو له هـر ډول صفتونوځينې پـاک او منزه دے.تاسوخداے پاک له دغو بتانوسره (چې عبادت يې كوئ) تشبيه كوئ نوځکه خوداسي غوښتنې كوئ دغه بتان خو ډېرې نيمګړتياوې لري او د دې ډول غوښتنو لپاره وړ دي، نه خداے پاک..

    بيا پيغمبر اكرم (ص) عبدالله مخزومى ته يو مثال وړاندې كړ:

    ايا ته په طائف او مكه کښې باغونه، زمكې اوملكيت لرې؟ او د چارو د سمون او څارنې لپاره دې ورته نمائنده او ناظر ټاکلے دے ؟

    عبدالله مخزومى: هو

    پېغمبراكرم (ص): ايا باغ او ملكيت ته خپله ورځې كه د نمائنده له لارې يې په چارو څارنه كوې؟ عبدالله مخزومى: د خپل ناظر او نمائنده په ذريعه.

    پېغمبر اكرم (ص): كه چرې نمائنده زمـكه اجـاره وركړي يا يوڅيز ترې خرڅ كـړي نو ايا د نورو لپاره دا روا ده چې په هغه اعتراض وكړي او ووائى چې بايد پخپله له مالک سره نېغ په نېغه رابطه ونيسى او مونږ به هغه وخت ستا نمائندګي ومنو چې مالک په خپله راشي او ستا د خبرو تصديق وكړي.؟ عبدالله مخزومى: نور كسان داسې اعتراض نه شي كولې.

    پېغمبر اكرم (ص): البته لازم دي چى ستا لـه نمائنده سره داسې يوه څۀ نښه وي چې دا ترې ثابتيږي چې په رښتيا هغه ستا نمائنده دے. اوس مې پوه كړه هغه نښه به څه وي چې د هغۀ د نمائندګۍ تصديق وكړي دي ته په پام سره چې هغوي نمائندګي بې له څۀ نښې نه مني.؟

    عبدالله مخزومى: حتماً لازم دي، چې يوه نښه ولري.

    پېغمبراكرم (ص):كه چرې خلق د هغۀ ريښتينې نښه ونه مني نو ايا نمائنده حق لري، چې مالک ورته حاضركړي او د مالک په غاړه دا ذمه واري او مسئوليت واچوي چې حتماً بايد پخپله حاضر شي؟ ايا په رښتيا به يو هوښيار او عاقل نمائنده دخپل مالک لپاره دا مسئوليت لازمي كړي ؟ .

    عبدالله مخزومى:نه، هغه ته په كاردي چې د خپل ماموريت او نمايندګۍ مطابق كار وكړى او خپل مالک ته د څه حكم ورکولوحق نۀ لري. (٢) . پېغمبراكرم (ص): اوس چې زۀ وايم نو تاسو ولې د خداے پاک د نمائنده (رسول) په باره كښې دا ډول ذمه واري او مسئوليت تجويزكوئ چې خپل مولا او مالک درته حاضركړي؟

    زۀ له رسول او نمائنده نه زيات څه نه يم، زۀ څنګه كولې شم چې خپل مالک (الله پاک) ته حكم وكړم او هغه ته مسئوليت په نښه كړم په داسې حال كښې چې خپل مالک ته حكم كول د رسالت د دندو په خلاف کار دے. په همدې بنياد (د فرښتو د حاضرولو په شمول) ستاسو د ټولو پوښتنو ځوابونه روښانه شول. (٩) او بله دا خبره كوئ چې د سرو زرو يوكور ولرم نو دا خبره مو هم بى بنياده ده ؛ ځکه چې مال او سرۀ زر د رسالت له مقام سره هيڅ اړه او تعلق نه لري ايا (مثلاً) د مصر باچا چې له سرو زرو نه ډک كورونه لري نو د نبوت دعوا كولې شى؟ عبدالله مخزومى: نه

    پېغمبراكرم (ص) : نو بيا زما سرۀ زر لرل هم زمـا د پېغمبرۍ په ريښتينوالي څه دلالت نۀ لـري، او زۀ نۀ شم كـولې چې له دې لارې د خلقو له ناپوهۍ نه ګټه واخلم او د خپلې معجزې د ثابتولو لپاره د خدا‌ے پاک د حجتونو په ځاے له بې ځايه دلائلو كار واخلم.

    ١٠- او دا چې دې وويل: “لازم دي چې پاس اسمان ته لاړ شم او له خداے پاک نه تاسو ته يو ليک او خط راوړم” نوستاسوله دغې خبرې معلوميږي چې د حق منلو ته تيار نه يئ ولې چې وايئ يوازې اسمان ته په تلوصبرنه كوو بلكې لازم دي چې د خداے پاک لخوا يو ليک هم درته راوړم، خودا منلې شوې خبره ده چې كه ليک مې هم راوړو نو بيا به مې هم نه منئ او تاسو په څرګنده وويل چې كه دغه ټول كارونه ترسره كړې نو بيا هم ايمان نۀ راوړو. نو ښه ده بيا پوه شئ چې د دې ضـديت او دښمنۍ نتيجه به د عذاب او مصببت نازلېدل وي او تاسو به په دې پروګرام سره د الهى عذاب حقدار او مستحق.وګرځئ ستاسو د ټولو پوښتنوځواب د خدا‌ے پاک په دې وېنا كښې رالنډوم چې فرمائي:

    قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ ” ووايه چې زۀ هم ستاسو په شان بشر يم او د خداے پاک لخوا ماموريت لرم چې د خداے پاک احكام بيان كړم”(كهف ١١٠ ايت)؛فصلت ٦ ايت )

    زما نښه هم هغه څه (قران او معجزې) دي چې خداے پاک راته راكړي دي او زۀ خداے پاک ته حكم نۀ شم كولې او نۀ ستاسو د (بې ځايه) غوښتنو د پوره كېدو لپاره هغه مسؤليت ته اړ كولې شم.(٣)

    د ابوجهل غوښتنه

    ابوجهل وويل: مګر داسې نه ده چې څنګه ته خيال كوې، د موسى قوم وغوښتل چې موسی دې هغوي ته خداے وښئ؛ نو خداے په هغوى عذاب نازل كړ او په تندر يې وسوځول؟

    پيغمبر اكرم (ص): ولې نه، همداسې ده.

    ابوجهل: مونږ د موسى تر قومه اوچته غوښتنه لرو مونږ وايو هيڅ كله به درباندې ايمان رانه وړو خو دا چې خدا‌ے او فرښتې حاضرې كړې؛ نو پدې خداے ته ووايه چې مونږ وسيځي او ختم مو كړي . پيغمبراكرم (ص):ايا د حضرت ابـراهيم (ع) داستان مـو نۀ دے اورېدلے چې د ملكوت مقام ته لاړ او خداے پاک د هغه د سترګو نظر دومره تيز كړ چې په زمکه يې د خلقو پټ او ښكاره كارونه ليدل په دې ترڅ كښې يې يوه ښځه او سړے وليدل چې زنا يې كوله هغه ورته ښېرې وكړې او هلاک شول .

    دغه شان يو بل سړے او ښځه يي هم په دې حال وليدل او هغوي ته يې هم ښېرې وكړې او هلاک شول خداے پاک ورته وحي وكړه، چې ښېرې مۀ كوه د دنيا اختيار زما دے نه ستا، ګناهګار بندګان درې حالته لري:

    الف_ توبه وباسى او زۀ يې بخښم.

    ب_ د هغه په راتلونكي نسل كښې يو شمېر مومنان وي چې هغۀ ته د هغۀ د مومن نسل په خاطر موقع وركوم او بيا پرې عذاب رالېږم او له دې دوو بڼو نه بغېر؛

    ج_ د هغوى لپاره مې ستا له تصوره اوچت ډېر لوے عذاب ساتلے دے.

    اے ابوجهله!له همدې امله خداے پاک تا ته هم موقع دركړې ده چې ستا په نسل كښې به د”عكرمه” په نوم يو مومن پېدا كيږي. (٤)

    د قرېشو مشرکانو د خداے د ګران رسول (ص) د دغو روښانه، مدللو او منطقي خبرو هيڅ ځواب و نه لرۀ او په ځاے د دې چې ايمان يې راوړے وې د تورونو، بهتانونو او ستغو سپورو ويلو سره له هغه ځايه لاړل.

    * * * * *

    ومو ليدل چې په مناظره كښې د پېغمبراكرم (ص) د بحث مقابل لورے سخت او ضدى دښمنان وو، رسول اكرم (ص) په زغم د هغوي خبرو ته غوږ ونيوۀ او په پوره وقار يې ځوابونه ورکړل، او په اّزاد بحث كښې يې په سمو دلائلو او غوره طريقې سره په هغوي حجت تمام كړ، چې همدا د اسلام اخلاقى او منطقى دود دے

    يادښتونه

    ١- د قران مجيد په سوره فرقان (٧ ايت) سوره اسراء(٩٠ -٩٥ ايتونه) او سورهْ زخرف (٣١ ايت) كښې دې قيصې ته اشاره شوې ده.

    ٢- دلته حضرت امام حسن عسكرى (ع) وفرمايل، چې د رسول الله (ص) دا وېنا د سورۀ زخرف د ٣٢ ايت مضمون ته اشاره ده.

    ٣- اوس زمونږ په دور كښې هم دا خبره ډېره نامعقوله ده چې خلق دې له يو افسر، وزير، والى (ګورنر) او داسې نورو چارواكو نه دا وغواړي چې مونږ به دې هله منو، چې د ملک ولسمشر يا وزيراعظم راولي چې ستا تصديق وكړي.(ژباړن)

    ٤- په دې باب (طبرسى احتجاج ١/٢٦-٣٦) ليكى: عكرمه بن ابوجهل د رسول اكرم (ص) يوسخت دښمن ؤ د مكې له فتحې وروسته وتښتېد او بالاخره په مدينه منوره كښې د حضوراکرم (ص) په خدمت كښې حاضر شو او اسلام يې ومنۀ او دومره مقام يې پېدا كړ، چې رسول الله د “هوازن” قبيلې د صدقو د راټولولو مامور كړ او بالاّخره په “اجنادين” يا “يرموک” جنګ كښې شهيد شو (سفينه البحار ٢ ټوک، ٢١٦ مخ)