اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د لمر راګرځول او د امام علی(ع) فضيلت

    د لمر راګرځول او د امام علی(ع) فضيلت

    د لمر راګرځول او د امام علی(ع) فضيلت
    Rate this post

    د لمر راګرځول او د امام علی(ع) فضيلت

    پوښتنه
    پوښتنه: وخت «متصرم الوجود» دے؛ يعنې چې کله تير شو هغه بيرته نه راګرځي. له بلې خوا ډېر روايتونه لرو چې نبي او امام ته وايي چې لمونځ په لومړي وخت کښې کوئ؛ نو دې ته په پام سره، اول دا چې «ردالشمس» “د لمر راګرځول” څه رنګ ممکن دي؟ دويم دا چې کله چې د حضرت علی(ع) لمونځ قضا شو نو ردالشمس د هغه په فضيلت باندې څه رنګ دلالت کوي؟

    ځواب
    دا پوښتنه دوه برخې لري:
    1. د لمر د بيرته راګرځيدو په کيسه کښې شک
    2. د امام علی(ع) په فضيلت باندې د دې کيسې دلالت
    د لومړۍ برخې ځواب: چې له معجزې او ولايت تکويتي سره اړه لري. له دې وړاندې چې اصل ځواب ورکړو ضروري ده چې د بحث په بنيادي ټکو رڼا واچوو:

    الف) معجزه: معجزه له «عجز» اخستےشوے ده چې د ناتوان او د هر څيز د شاته پاتې کيدو يا د پاتې راتللو په معنی ده.[1]  د پيغمبرانو او وصيانو معجزې دومره پخې او طاقتورې دي چې که څوک وغواړي له هغو سره مقابله وکړي، نو ناتوانه کيږي، نو له همدې سببه خارق العاده کارونو ته معجزه ويل کيږي.

    معجزه او کرامات د نفس له تاثير سره اړه لري. د معجزې خاوندان د خدای په حکم د هغه د ورکړي شوي طاقت په وسيله دومره طاقتور نفس لري چې په ټولو غالبيږي. هغه مبداء او سرچينه چې د نبيانو په نفسونو کښې موجوده ده هغه له مادي څيزونو نه ده، ځکه مونږ که هر يو مادي څيز فرض کړو، نو ممکنه ده چې له هغې زيات طاقتور کس پيدا شي.[2]

    معجزه او کرامت په دې معنی نه دی چې د فطرت قانون ورسره خراب شي. معجزې داسې علتونه او اسباب لري چې هغه له طبيعته پورته او بهر دي يا له داسې طبيعته دي چې پيژندلي شوي نه دي، خو په دې معنې نه چې که هغه علتونه کشف شي نو د معجزې اړخ يې له منځه ځي؛ بلکه په دې نظر سره چې معجزې داسې علتونه لري چې په هغې څوک غالبيدې نه شي او هغه ماتې نه خوري.[3]

    معجزې او خارق العاده کارونه د عقل له مخې محال نه دي؛ ځکه چې د ډېرو عاقلانو عقلونه په سلګونو کالو د هغه معجزو په وړاندې تسليم و او هغه يې منلې دا معجزات په اصل کښې هغه څيزونه دي چې د طبيعت عادي جريان د هغې انکار نه کوي؛ لکه د يو مړ کس ژوندي کيدل او د ژوندي کس مړيدل.

    د عادي طبيعت او معجراتو تر مينځ فرق دا دے که په طبيعت کښې مړکيدل او ژوندي کيدل، د خاصو سببونو معلول دے چې په خاصو زماني او مکاني شرائطو سره ترسره کيږي، خو په معجزو کښې هغه اسباب او شرائط په خاص زمان او مکان کښې نه شي ليدل کيدې.[4]

    او دا خبره چې د پيغمبرانو او وليانو معجزې د خدای په حکم سره دی، له توحيد سره څه ټکره نه لري.[5]

    ب) تكويني ولايت: «ولايت» چې «تكويني ولايت» په جملې کښې راغلے که واو يې په زبر سره ووايو نو د مينې په معنی دےاو که واو يې په زير سره ووايو نو د نزدې والي او مسلط شونې، تصرف او تدبير په معنی دے.[6]  سلطنت او تصرف خدای ته د نزدې کيدو نتيجه ده. هر څوک چې خدای ته زيات نزدې وي، خدای هغه ته د عالم په چارو کښې د تسلط اوتصرف زيات طاقت ورکوي. له همدې سببه پيغمبران او د خدای وليان ډېر طاقت او تسلط او تصرف لري.

    «تكوين» په «تكويني ولايت» کښې، په لغت کښې د يو نوي څيز د ايجادولو په معنی دے.[7] او د متکلمينو په اصطلاح کښې  د يو داسې څيز ايجادول چې له اوله ماده لري؛ د ابداع په اپوټه چې له نيشت نه د يو څيز پيدا کول دی. تکويني ولايت، له معجزې سره سم دے. په زړې اصطلاح کښې د معجزې ټکې استعماليدۀ او په نوي اصطلاح کښې د تکويني ولايت ټکې ويل کيږي.[8] ولايت په ټول کښې په دوه ډوله ويشل کيږي: يو تکويني ولايت چې هغې ته اشاره وشوه.

    بل تشريعي ولايت چې هماغه دخدای قانوني سرپرستي او حاکميت دے چې کله کله په محدود توګه لکه په ماشوم باندې د پلار او نيکه ولايت او کله کله په پراخه توګه لکه د اسلامي حاکم په هغه ټولو څيزونو باندې ولايت چې له حکومت سره تړلي وي او همدارنګ د اسلامي هيواد چلول. تشريعي ولايت په پراخه توګه له پيغمبرانو او د خدای له وصيانو سره خاص دے چې په خپله دوه برخې لري يو سياسي مشر او بله ديني مرجعيت.

    د تکويني ولايت يو ډول د خلقت په چارو کښې تصرف کول دي، لکه دا چې خدای پاک خپل يو بنده يا پرښتې ته دا توان ورکړي چې ځينې سببونه پيدا کړي يا يې ختم کړي. دا کار څه محال نه دے، ځکه چې خدای قدرت لرونکے دے او چا ته چې وغواړي دا قدرت ورکوي. لکه څه رنګ چې پرښتو ته د عالم په ځينو چارو کښې د تصرف او لاس وهنې طاقت ورکړے دے همدارنګ يې انسان ته هم دا توان ورکړےدے.[9]

    د لمر ګرځولو کيسه هم د تکويني ولايت په ترڅ کښې ده. د لمر راختل او غورځيدل د ځمکې د حرکت په سبب دي. څوک چې تکويني ولايت ولري، نو دا توان لري چې د ځمکې دا حرکت لږ وروسته کړي چې دغه وخت د ماځيګر د لمانځه وخت شي. تکويني ولايت په لاندينيو دليلونو سره ثابتيدې شي:
    1. د تکامل د قانون مقتضی او غوښته

    د عالم ټولې چارې د خپل شان مطابق د تکامل او بشپړتيا په لاره روانې دي؛ په تيره بيا انسان چې د بشپړتيا تر ټولو زياته وړتيا لري؛ بلکه دا عالم او ټول موجودات د انسان د کمال لپاره پيدا کړې شوي دي، لکه څه رنګ چې قران مجيد فرمايي:

    {هوالذي خلق لكم ما في الارض جميعاً}؛ او هغه دے چې هغه څه چې په ځمکه کښې دي، ستاسو لپاره يې پيدا کړي دي.

    او په قدسي حديث کښې فرمايي:
    «خلقت الاشياء لاجلك وخلقتك لاجلي»؛ ټول عالم مې ستا لپاره او ته مې د ځان لپاره پيدا کړې.
    لکه څه رنګ چې انسان ورو ورو کمال ته رسي، ـ چې د ټولو انسانانو زيات کامل انسان خاتم الانبياء او د هغه معصوم ځای ناستي دي ـ همدارنګ د شريعت کمال او نبوت او امامت هم هغه ته ورو ورو په لاس ورځي. د ټولو شريعتونو زيات کامل دين او شريعت د اسلام شريعت دے او له ټولو نبوتونو کامل نبوت د پيغمبر(ص) نبوت دے.[10] او د کامل نبوت او امامت غوښته دا ده چې تکويني ولايت ولري. ځکه چې د ولايت او امامت د ثابتولو يوه لاره د معجزې څرګندونه او د تکويني ولايت د کارونو ترسره کول دي. کامل انسان د ځمکې په مخ د خدای خليفه اود خدای د صفتونو څرګندوونکے دے. خارق العاده کارونه د خدای په حکم او هغه طاقت سره چې خدای خپل پيغمبر او وصي ته ورکړے دے، ترسره کوي. او د ردالشمس (د لمر ګرځولو) کيسه هم د تکويني ولايت له کارونو يو کار و؛ له همدې سببه د لمر راګرځول يو ممکن کار دے.
    2. د حکمت غوښتنه (اقتضاء)
    د خدای حکمت هم دا غوښتنه لري چې مقدس ذاتونه دې تکويني ولايت ولري؛ ځکه چې هغوي د خدای د دين چلوونکي دي او بايد داسې مقام ولري چې د خدای په دين کښې د شک څه ځای پاتې نه شي.
    3. د لومړيتوب غوښتنه
    د لومړيتوب غوښته دا ده چې کله اصف بن برخيا (په هغه کمې پوهې سره چې له کتابه يې لرله) هغه رنګ تکويني ولايت ولري، نو پيغمبر(ص) اود هغه اهلبيت(ع) چې د کتاب بشپړ او کامل علم لري بايد په بشپړهتوګه تکويني ولايت ولري، نو دې ته په پام سرهد لمر د راګرځولو خبره د تکويني ولايت له لارې هم ممکنه ده.
    4. د آيتونو او روايتونو غوښتنه
    د لمر د راګرځولو تر ټولو څرګند دليل دا دے چې تکويني ولايت واقع شوے دے؛ لکه څه رنګ چې قراني ايتونه د دې بيلګې بيان کړي دي؛ چې ځينې يې:
    الف) د حضرت يوسف(ع) د پلار په نظر راوستلو کښې تصرف

    {إذهبوا بقميصي هذا فألقوه علي وجه أبي يأت بصيراً}[11]؛ زما دا قميص يوسئ او د پلار په مخ مې واچوئ، نو نظر به يې روغ شي، {فلمّا أن جاء البشير القاه علي وجهه فارّتد بصيراً}؛[12] نو کله چې ځيرې ورکوونکے راورسيد، هغه قميص يې دهغه په مخ واچاوۀ، نو ناڅاپه د هغه نظر روغ شو.

    په دې پيښه کښې، تکويني ولايت د عالم په چارو د تصرف او لاس وهنې په معنې دے او د پلار د نظر واپس راتللو کښې د يوسف(ع) طاقت اثر لرلو، که چرې دا کار د خداې د ارادې معلول وې، نو د قميص ليږلو څه دليل نه جوړيدۀ؛ بلکه چې دعا يې کړې وې نو روغ شوې به و، نو واقعي سبب يې هماغه د يوسف اراده وه او قميص يوه ساده وسيله وه چې هغه حضرت ترې ګټه واخسته.
    ب) د حضرت عيسی تصرف:

    {انّي أخلق لكم من الطين كهيئة الطير فانفخ فيه فيكون طيراً باذن الله و أبريء الاكمه والابرص وأحي الموتي باذن الله}؛ [13] ما ستاسو د پروردګار له خوا نښه راوړې ده، ما ستاسو لپاره له خټو د مرغۍ مجسمه جوړه کړه، نو په هغې کښې پو کوم، نو د خدای په حکم به هغه يوه مرغۍ شي او مادرزاد ړوند او برګي لرونکي ته شفا ورکوم او د خدای په حکم مړي ژوندي کوم.

    په دې ځای کښې هغه حضرت ځان د دې کارونو کوونکے ښيي. له اذنه مطلب لفظي اجازت نه دے؛ بلکې باطني اذن او اجازت دے، يعنې خدای داسې کمال او طاقت ورکړے چې دا رنګ کارونه ورسره کولې شي.
    ج) د سپوږمۍ د دوه ټوټې کولو معجزه:

    {اقتربت الساعة وأنشق القمر وان يرو آية يعرضون ويقولوا سحر مستمر}؛[14]

    قيامت نزدې شو او سپوږمۍ وچوده او کله چې د خدای يوه نښه وويني، نو مخ تاوهي او وايي دا دوام داره جادو دے.

    د سپوږمۍ دا چوديدل د قيامت د وخت هغه چوديدل نه دي؛ ځکه چې دويم ايت په دې هکله د مشرکانو اعتراض او نيوکې بيانوي. او روايتونه هم په دې ټينګار کوي. تفسير کوونکي دا ايت په دې دنيا کښې د سپوږمۍ د چوديدلو په هکله ګڼي.[15] د لمر د راګرځولو کيسه هم د دې له مصداقونو ده.

    د فريقينو د روايتونو مطابق د لمر راګرځيدو کيسه دوه ځله شوې ده:

    اول ځل د پيغمبر(ص) په ژوند کښې وشوه. امام علی(ع) د له خدای رسول(ص) سره و. د هميشه په شان کله چې په پيغمبر(ص) وحي نازله شوه، نو د پيغمبر(ص) وجود درون شو او د مجبورۍ له مخې يې د اميرالمؤمنين په زانګون باندې خپل سر کيښود او سر يې اوچت نه کړ تر دې چې لمر پريوت او اميرالمؤمنين(ع) (له دې سببه چې د پيغمبر(ص) سر يې په ځمکه نه شو کيښودے) د ماځيګر لمونځ د ناستې په حالت کښې وکړ. کله چې د خدای رسول(ص) خپل حالت ته راغی نو اميرالمؤمنين(ع) ته يې وفرمايل: د ماځيګر لمونځ دې قضا شو؟ ويې فرمايل: ستاسو په سبب او دهغه حالت په سبب چې د وحي د اوريدو په سبب په تاسو راغلے و. نو دا مې نه شو کولے چې ستاسو سر په ځمکه کيږدم نو په ناسته مې په هماغه حالت کښې لمونځ وکړ.

    په ارشاد کتاب کښې د مفيد(رح) په نقل، پيغمبر(ص) علی(ع) ته حکم وکړ چې دعا وکړي او له خدايه وغواړي چې لمر ورته راستون کړي (د ځمکې وضعي حرکت) چې د ماځيګر د لمانځه وخت شي؟ خدای پاک هم په دې سبب چې د خدای او د هغه په اطاعت کښې د هغه دعا قبلوي نو د ځمکې وضعي حرکت يې ودراوۀ او د ماځيګر وخت شو او حضرت علی(ع) لمونځ وکړ بيا ځمکه د لمر پريوته حالت ته لاړه.[16]

    د نورو په نقل، چې يو يې ابن مغازلي په المناقب کتاب کښې دے: چې وايي پيغمبر(ص) دعا وکړه او ويې فرمايل: علی ستا او ستا د رسول په اطاعت کښې و، او لمونځ يې د ولاړې په حالت کښې ادا نه کړ، نو لمر راوګرځوه (د ځمکې وضعي حرکت)! راوي وايي: ما لکه څه رنګ چې مې د لمر غورځيدل ليدلي وو، دهغه حضرت له دعا وروسته مې وليدل چې لمر بيا څرګند شو او د ماځيګر په وخت کښې ودريد؟ نو حضرت علی(ع) خپل لمونځ وکړ او بيا لمر پريوت.[17]

    دويم ځل ردالشمس د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته (کوفی سره نزدې) په بابل ښار کښې، وشو. امام علی(ع) له فراته تيريدۀ، په داسې حال کښې چې ډيرو ملګرو يې خپل څاروي او د کور سامانونه له اوبو تيرول، هغه حضرت له يوې ډلې سره د ماځيګر لمونځ وکړ او تر اوسه پورې يې ټول ملګري او دوستان له اوبو نه وو تير شوې چې لمر پريوت او د ډېرو لمونځ قضا شو او په هغه حضرت پسې د جَمعې د لمانځه فضيلت يې هم له لاسه ورکړ. په خپلو کښې يې په دې هکله خبرې وکړې او کله چې هغه حضرت د هغوي خبرې واوريدې، خدای ته يې دعا وکړه چې لمر بيرته راستون کړي چې ټول ملګري يې له هغه حضرت سره د جمعې لمونځ وکړي. خدای د هغه دعا قبوله کړه او لمر بيا راوګرځيد تر هغه ځايه چې د ماځيګر د لمانځه وخت و او کله چې ټولو لمونځ ختم کړ، بيا پريوت.[18]

    دې ته په پام سره، د تکويني ولايت کومې بيلګې چې په قران او روايتونو کښې بيان شوي دي، هغه د ردالشمس په کيسې باندې څرګند دليل دی.

    د دويمې برخې ځواب

    د دويمې برخې پوښتنه دا ده چې په نبي او امام باندې خو په اول وخت کښې لمونځ واجب دے. کله چې د حضرت علی(ع) لمونځ قضا کيږي، نو د لمر د راستنيدو کيسه د هغه په فضيلت باندې څه رنګ ګواهي ورکوي؟

    اول دا چې د مرحوم مفيد د روايت مطابق، هغه حضرت خپل لمونځ په وخت او په ناسته ادا کړې و او قضا شوې نه و او د ردالشمس له پيښې وروسته يې بيا په ولاړه لمونځ وکړ. دويمه دا چې نبوت اصل دے او لمونځ فرع. نو دې ته په پام سره د نبوت د مقام درناوے د لمانځه تر درناوي زيات دے، وويل شول چې د وحي د نازليدو په وخت به په پيغمبر(ص) باندې د درنيدو حالت راتله او ورته به د تکيې د ځای ضرورت و. کله چې يې خپل مبارک سر د حضرت علی(ع) په زانګون باندې کيښود، نو هغه حضرت دا نه شو کولې چې د هغوي سر په ځمکه کيږدي چې په ولاړه لمونځ وکړي. له همدې سببه هغه حضرت لمونځ په ناسته وکړ اود نبوت د مقام درناوے يې وکړ. دريمه دا چې د ردالشمس پيښه د هغه حضرت په فضيلت دلالت کوي، که دا ردالشمس د هغه حضرت په دعا وي او که د پيغمبر(ص) په دعا، که د حضرت علی(ع) د دعا نتيجه وي نو د تکويني ولايت يو مصداق دے چې د نفس د کمال نتيجه ده، لکه څه رنګ چې بيان شول. که د پيغمبر(ص) د دعا نتيجه وي بيا هم د هغه حضرت په فضيلت دلالت کوي، ځکه چې پيغمبر(ص) د هغه حضرت لپاره دعا وکړه او خدای پاک د حضرت علی(ص) په حق کښې د خپل پيغمبر(ص) دعا قبوله کړه، او دا له حضرت علی(ع) سره د خدای او د پيغمبر(ص) مينه څرګندوي.

    نتيجه

    ايتونو او روايتونو ته په پام سره، د ردالشمس پيښه ممکنه ده او پيښه شوې هم ده اود تکويني ولايت له اثراتو ده. قران مجيد د تکويني ولايت بيلګې بيان کړي دي. د ردالشمس پيښه د تکويني ولايت نتيجه ده او د حضرت علی(ع) په فضيلت باندې دلالت کوي؛ ځکه چې د نفس د بشپړتيا او تکامل نتيجه ده. نفس ته د خدای د نزدې والي په اثر دا طاقت ورکول کيږي چې د عالم په څيزونو کښې اثر کوي. معجزې او کرامتونه د نفس د لوړاوي له طاقته پيدا کيږي. دا ټولې معجزې او کرامتونه د نفس له لوړې درجې سرچينه اخلي. د ولايت ټولې مرحلې خدای پاک د نزديکت نتيجه ده. حديث قدسي دا حقيقت بيانوي: يو بنده هم ماته په داسې وسيلې نه دې نزدې شوې چې هغه وسيله ماته زما له فريضو زياته ګرانه وي. بيشکه چې زما بنده د هغه نافله لمونځونو او سنتو په وسيله ماته نزدې کيږي، چې ما نه دي فرض کړې خو هغوي يې زما د مينې په سبب ترسره کوي چې زۀ هم ورسره مينه وکړم. نو کله چې زما محبوب شول، نو زۀ د هغوي هغه غوږونه جوړيږم چې ورسره اوري، او د هغوي  هغه سترګې جوړيږم چې وررسره ګوري، دهغوي هغه ژبه جوړيږم چې ورسره خبرې کوي، د هغوي هغه لاس جوړيږم چې په هغې سره کار کوي.[19] که د ردالشمس کيسه د پيغمبر(ص) د دعا نتيجه وي نو دا هم د حضرت علی(ع) په فضيلت باندې دلالت کوي، ځکه چې دعلی(ع) په حق کښې د پيغمبر(ص) د دعا قبليدل دي. د حضرت علی(ع) لمونځ هم قضا نه شو، بلکه د پيغمبر(ص) د عزت لپاره چې د نبوت د مقام خاوند و، هغه لمونځ يې په ناسته وکړ او بيا يې په دويم ځل په ولاړه وکړ.

    د زياتو لوستلو لپاره کتابونه

    محمدحسين طباطبائي، تفسير الميزان، 1ټوک، 100مخ.
    ناصر مکارم شيرازي و ملګري، پيام قرآن، 8ټوک 276مخ؛ 9ټوک، له161مخه وروسته.
    مرتضي مطهري، ولاءها و ولايت‌ها، 72مخ.

    وروستے حديث

    امام علي(ع): بيشکه چې زۀ ستاسو تر مينځ په تيارو کښې د هغه روښانه څراغ په شان يم چې څوک هم د هغې خوا ته راشي نو د هغې له نوره رڼا اخستې شي.[20]

    [1]. «عجز الانسان، مؤخره، العجز أصله تأخر عن الشيء»، راغب، اصفهاني، مفردات، طليعة النّور، دوم وار، 1427ق، 547مخ.
    [2]. محمد حسين طباطبائي، الميزان، ترجمه ناصر مكارم، دويم وار، 1364، بنياد علمي و فكري علامه طباطبائي، 1ټوک، 100مخ.
    [3]. الميزان هماغه، مخ 102، ناصر مكارم شيرازي و همكاران، پيام قرآن، پينځم وار، 1381، تهران، دارالكتب الاسلامية، 7ټوک 276 مخ.
    [4]. الميزان، هماغه، 92 و 93مخ.
    [5]. پيام قرآن، هماغه،  276 – 281مخ.
    [6]. طريحي، مجمع‌البحرين، 4ټوک، 553 مخ؛ ابن منظور، لسان العرب، 1ټوک، 401مخ.
    [7]. ابن منظور، لسان العرب، 12ټوک، 192مخ.
    [8]. كاظم الحائري، الامامه و القيادة المجتمع، 119مخ.
    [9]. ناصر مكارم شيرازي و همكاران، پيام قرآن، 9ټوک، 161 – 163مخونه؛ ولايت په فيض کښې د واسطې په معنې او په مطلوبو کارونو کښې د دعا د قبليدو په معنی او همدارنګ د تکويني ولايت له مصداقونو دے چې د لا ډېرې مطالعې لپاره پيام قران کتاب 9ټوک، 161 مخونو وروسته وګورئ.
    [10]. علامرضا باقري نجفي، انوارالهداية في مباحث الاماة والولاية، 421 – 422مخونه.
    [11]. يوسف، 93آيهْ.
    [12]. هماغه، 96آيهْ.
    [13]. آل عمران، 49آيهْ.
    [14]. قمر،  1و 2آيهْ.
    [15]. مجمع البيان، 5ټوک، 186مخ ؛ مفاتيح الغيب، طبع نخستين مصر، 8ټوک، 748مخ ، د سوره قمر لاندې.
    [16]. شيخ مفيد، ارشاد، 1ټوک، 345مخ  له اهل‌البيت ډيجيټل کتابونه اخستل شوې.
    [17]. تاريخ دمشق، 2ټوک، 286 – 305مخونه ، كفايت الطالب، 380مخ ؛ المناقب للخوارزمي، 306مخ ؛ تذكرة الخواص، 55مخ ؛ ابن مغازلي، المناقب، له اهل‌البيت ډيجيټل کتابتونه اخستل شوې.
    [18]. محمد بن نعمان مفيد، الارشاد هاشم رسولي محلاتي ترجمه او شرحه ، تهران، د اسلام کلتور خپرندويه، 1378، 2ټوک، 504 – 506 مخونه، له اهل‌البيت ډيجيټل کتابتونه اخستل شوې.
    [19]. شرح اصول كافي، 9ټوک، 424مخ ، له اهل‌البيت ډيجيټل کتابتونه اخستل شوې: «قال الله عزّوجلّ : ما تقرّب إلي عبد بشيء أحبّ إلي ممّا إفترضت عليه وإنّه ليتقرّب إلي بالنافلة حتّي أحببته كنت سمعه الّذي يسمع به و بصره الّذي يبصر به و لسانه الّذي ينطق به و يده الّذي يبطش بها. إن دعاني أجبته وإن سألني أعطيته»
    [20]. غررالحكم، 3883.