اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د پردې او حجاب کولو آثار او فائدې

    د پردې او حجاب کولو آثار او فائدې

    د پردې او حجاب کولو آثار او فائدې
    Rate this post

    د پردې او حجاب کولو آثار او فائدې

    د زړه آرامښت

    د ښځې او سړي په مينځ کښې د پردې نه شول، او په کومو ځايونو کښې چې سره يو ځاي کيدل منع دي په هغه ځايونو کښې آزادي ورکول، جنسي غوښته او تنده نوره هم زياتوي او د دواړو اړخونو غوښته، په روحي تندې او نه مړيدونکي لوږې باندې بدلوي او دا هماغه روحي او رواني ګډوډے او ناآرامي ده.

    جنسي غريزه او غوښته هغه طاقتور طاقت دے چې له هغې نه څومره زيات استعمال کړې شي د هغې طغيان او سرکشي نوره هم زياتيږي. او بې له ويلو روښانه ده که د يوې ټولنې ښځې او جينکۍ(انجلۍ) لازمه پرده ونه لري هغوي به د دې خطرناکې غريزې  د طغيان او سرکشۍ نه په امان کښې پاتې نه شي او خپل ارام زړه به په يو چپې وهونکي درياب کښې بدل کړي.

    شهيد مطهری(ره) په خپل ارزښتمن کتاب “مسئله حجاب” کښې ليکي:

    په لويدزې نړۍ کښې رواني او روحي ناروغۍ ولې دومره زياتې شوي دي؟ د دې وجه او علت، د جنسي اخلاقو آزادي، (يعنې بې قيد و بند شونه او په اخلاقي اصولو عمل نه کونه) او د سکسي څيزونو زياتوالې دے چې هغه د ورځپاڼو، رسالو، سنيماګانو، تيټرونو، محفلونو او مجلسونو په وسيلې ترسره کيږي.

    د کورنۍ مضبوطتيا.

    حجاب او اسلامي پرده د کورنۍ په مضبوطتيا کښې ډېر لوي کار کوي. که يوه ښځه يا يوه جينۍ ځان د خپلې ښکلا او روح مالکه وګڼي، هيڅکله دې ته تياره نه وي چې بل څوک دې هغه د خپل لاس آله جوړه کړي او د خپل ځان لپاره يې د خوند وسيله جوړه کړي.

    د هغه کسانو په اپوټه چې د خداي پاک دغه قانون نه مني او خپلو شيطاني وهمونو او خيالاتو کښې غوپې وهي، يوازې د يو سعت لپاره په عياشې خپل لذت او خوند واخلي او د خپل ځان او ښکلا د  مالک شونې نه لاس واخلي.

    دا ډول ټولنه پکار ده دا خبره هېره نه کړي چې په ټولنه کښې دغه شان غمژن حالت پيدا کونې سره هغوي لګيا دي لويې کورنۍ او واړه خواږه کورونه خرابوي. او لکه څنګه چې دا خبره تېره شوه په اخر کښې په خپله هم په دې کښې راګيريږي او روښانه ده چې پداسې حالاتو کښې بيا د هغوي کورنۍ له مضبوطيا نه محروميږي.

    د يو روغې او سالمې فضا(د اوسيدو ځاي) جوړول

    د پردې او حجاب يو بل اثر د يو روغې او سالمې او اخلاقي فسادونو نه د پاکې فضا او د پاک ځاي جوړول دي. ځکه چې انسان يو اجتماعي او ټونيز موجود دے او ټولنې سره د هغه رابطه او اړيکه پريکول ممکن نه دي، نو ښځې او جينکۍ دا کولې شي چې د خداي پاک د دې قانون خيال ساتلو سره د يو روغ، سالم او د اخلاقي مفاسدو نه د پاک ځاي جوړلو لپاره ډېر کار وکړي.