اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د ژوندانه دويم اووه کلونه

    د ژوندانه دويم اووه کلونه

    د ژوندانه دويم اووه کلونه
    Rate this post

    د ژوندانه دويم اووه کلونه

    (له 7کلنۍ څخه تر 14 کلنۍ پورې)

    د ژوندانه په دويمو اوو کلونو کې د ماشوم په بدن او روح کې ښکاره او مهم بدلونونه راځي، بدن يې يو څه پياوړے شوے وي، ذهن يې وده کوي او پوهه يې نسبتًا زياته وي.

    تر يوه بريده په ښه بد پوهېږي، نو ځکه بايد مور و پلار ورځنې د ځينو کارونو پوښتنه وکړي. البته له دې امله، چې عقل يې له بشپړ نه وي، نو په خپلې ښې بدې سم نه پوهېږي. هم دا هغه پړاو دے، چې مور و پلار، مشران، ښوونکي او روزونکي بايد د هغه سمه روزنه او لارښوونه وکړي او دندې يې ور په ګوته کړي او هم دا داطاعت او خبرې منلو پړاو دے. په دې عمر کې هلکان او جينکۍ معمولا د مور و پلار او ښوونکيو خبره مني. دا پړاو د ښوونې او روزنې ته ملا وتړي او ښوونکي هم بايد د هغه د ښووني او روزنې له پاره لاس په کار شي.

    د هم دې پېر له پيله د ماشوم رسمي ښوونه پيلېږي. ماشوم ښوونځے پيل کړے وي او د کور له پاره هم ورته د ښوونځي کار ورکول کېږي.

    ماشوم که لومړي اووه کلونه يانې د باچاهۍ پير په طبيعي او خپلواکه توګه او مناسب چاپېريال کې تېر کړي، نو د اطاعت په پړاو کې يو ډول ډول روحي او نفسياتي انډول لري او په خوښه او ګروهنه ځينې دندې او مسوليتونه مني او د لا نورو تجربو او علم د زده کړې له پاره د مور و پلار او ښوونکيو خبرې ته غوږ کيږدي.

    د لومړيو اوو کلونو د پړاو په پاے کې چې ماشوم هلکتوب ته ننوتے وي احساس کوي، چې په يوازې سر، ټول معلومات او خواوشا پراخ اطلاعات او پوهې لاسه نه شي راوړلاے، بلکې ځان هغه چا ته اړمن ګڼي، چې د ده پرې باور وي او ده ته پام کوي، چې دې ترې د رامنځته شويو پوښتنو ځواب تر لاسه کړې شي.

    اوس نو د ماشوم ذهن وده کړې وي، غوښتنې او اړتياوې يې تر يوه بريده معقولې شوي وي او دې ته چمتو وي، چې له نورو تجربې او علم زده کړي. په دې عمر کې لکه څنګه، چې امام صادق عليه السلام فرمايي: و تعليم الکتاب؛ يانې ماشوم په دې عمر کې زده کړه کولاے شي. نور نو ښايي چې ماشوم خپلواک پرېښودلے شي، بلکه د وختونو لپاره يې مهال وېش او پروګرام جوړ کړاے شي، چې په نظم او انضباط عادت شي. په دې عمر کې هم دا راز بايد ورو ورو هغه د عبادي اعمالو کولو ته هم وهڅول شي او د عبادت زده کړه يې هم پيل کړے شي.

    د اسلامي دودونو، ادابو او ټولنيزو دودونو د زده کړې مهم پړاو
    د عمر دويم اووه کلونه د ذهني ودې او وس او د حافظې او فکر د چمتووالي له امله د زده کړې تر ټولو مهم پړاو دے. په تېره بيا د ښوونې او روزنې له نظره هم. هم دا مهال دے، چې ماشوم بايد اسلامي اداب او عبادتونه زده کړي، لکه څنګه چې امام صادق عليه السلام فرمايي:

    ؛مروا صبيانکم بالصلواه اذا کانو سبع سنين و يودب سبع سنين؛

    يانې ماشوم، چې د اوو کالو شي بايد لمونځ او نور اداب وروښودل شي.

    هغه اداب او ښوونې، چې په دې مهال کې بايد د مور و پلار او ښوونکيو له خوا ماشوم ته وروښودل شي، په دغو اوو کلونو کې ورو ورو د ماشوم په شخصيت او جوړښت کې ځاے نيسي او د هغه د راتلونکي شخصيت په بڼه نيولو کې مهم رول لوبوي. په لويوالي کې د ماشوم ټول حرکات، کړه وړه او د احساساتو او جذباتو کنټرولول په دويمو اوو کلونو کې د هغه ښوونې او روزنې او د هغه د کړو وړو او شخصيت د چوکټ جوړولو ته پاملرنه ده، ځکه چې له اوو څخه تر څوارلسه کلونو عمر د ماشوم د ودي او د هغه د حافظې يادښت او ذهن د خلا ډېر ښه پړاو او په دې عمر کې د ماشوم د يادولو چلند ډېر تيز او پېاوړے وي. هغه اسلامي دودونه، اداب او لارې چارې، چې په حديثونو او روايتونو کې راغلي، ښوونکي او مور و پلار بايد په ډېر ښکلي او روان بيان، خوږه ژبه او د خوږو او په پورو کيسو په چوکاټ کې ماشومانو ته بيان کړي، چې په طبيعي او سمه توګه يې ياد شي.

    هم دا راز که د قران کريم سورتونه يا حديثونه ورزده کول غواړئ، نو هم هره شپه يوه يوه ټوټه او لږ لږ ورښودلے شئ. که ماشوم ته رښتينې او سبق ورکوونکې کيسې واورول شي او له هغو سمې، مثبتې او سبق ورکوونکې پايلې راوايستل شي او ماشوم پرې وپوهول شي، دا کار په ماشومانو کې د رغنده صفتونو له پيدا کېدو او د بدو صفتونو له ختمېدا سره ډېره مرسته کوي او کوم تلقين او د ښې خبرې ورزده کول، چې د کيسو او داستانونو په بڼه ممکن دي، هغومره اغېز په مستقيمه توګه نه کوي.
    هغه مهم اداب چې ماشومان يې په دې پړاو کې په ښوونځي کې زده کولاے شي.

    1:-سلام
    2:-نظم و انضباط
    3:-د هر کار پيل د الله تعالے د مبارک نوم سره
    4:- د ډوډۍ خوړلو او په دسترخوان د کېناستلو اداب
    5:- د اوبو څښلو اداب
    6:- صفايي او پاکے
    7:- د مور و پلار او مشرانو درناوے
    8:- له نورو سره د ناستې پاستې اداب
    9:- د خبرو کولو اداب
    10:- د خوب او اوده کېدو اداب
    11:- په زياترو کارونو کې د نورو حقوقو ته پاملرنه
    12:-  د اوداسه زده کول
    13:- د غسل او لامبل زده کول
    14:-  د لمانځه او دعاګانو زده کړه
    15:-  له روژې سره بلدتيا
    16:-  د قران لوستلو اداب
    17:-  د سفر او تګ راتګ اداب
    18:-  د دوستۍ او ملګرتيا اداب
    19:-  او ټول پښتني اداب
    د دغو ادابو د زده کړې په ترڅ کې د ښو او غوره خويونو او د اخلاقي فضايلو او لوړتياوو تر لاسه کول او له بدو او ناوړه کارونو او اخلاقي رذايلو ډډه کول بايد د ماشوم د ښوونې او روزنې نورې موخې وي.البته پام بايد وشي، چې د ادابو او اخلاقو ښوول بايد غږمله او په يو وخت ترسره شي. په دا ډول چې زده کوونکي او ماشومان دا اخلاق او اداب عملا د مشرانو، مور و پلار او ښوونکيو په کردار او کړو کې وويني او که نه يوازې په خپل سر، ماشوم هدايت کړے شي او د مور و پلار او ښوونکيو خپل عمل د دې پر خلاف وي، نو داسې ښوونه او سپارښتنه هيڅ ګټه نه لري او د ماشومانو په شخصيت مثبت اغېز نه غورزوي. که خداے کول په بل ځاے کې به په دې ټکي، چې څرنګه ماشومان د مور وپلار له عمله بېلګه اخلي او زده کړه ترې کوي نه د هغوي له خبرو رڼا واچوو.

    هغه اخلاقي فضايل يا رذايل، چې په دې عمر کې غښتلي يا سمېدلاے شي، دا دي:
    1:-   رښتيا ويل او صداقت
    2:- له دروغو ډډه کول
    3:-  له حسد او ځېل نه ځان ساتل
    4:-  غيبت نه کول
    5:-  د ښو کارونو او له نورو سره مرسته
    6:- له تومت، تور لګولو او چغلۍ ځان ساتل
    7:- ر ځاے او سمه خبره کول او له بې ځايه خبرو ډډه کول
    8:- پر نورو له ظلم او ځورولو ځان ساتل
    9:- له اسرافه ليرې والے
    10:- ژبې او ژمنې ته اهميت ورکول او پوره کول يې.
    11:-له نورو سره له جګړو، حسد او سپين سترګۍ ډډه کول.
    12:- سخاوت، شندنه او له بېوزلو سره مينه
    13:-  د ځان او نورو په اړه سم او عادلانه قضاوت
    14:- د مظلوم مرسته او د ظالم مخالفت
    15:- عفوه او بښنه
    16:- په ټولو حالاتو کې خداے تعالے ياد ساتل
    17:- په پښتني ادابو او اصولو عمل کول

    دې ته په پاملرنې سره، چې په دې عمر کې ماشومان د خپلو ښوونکيو او مور و پلار تر ډېرې اغېزې لاندې وي. هغوي يې عملي بيلګه او لارښود وي، نو مور و پلار او ښوونکيو ته په کار دي، چې د يوې بېلګې په توګه د ماشومانو په وړاندې خپل شخصيت وساتي او هم دا راز مور و پلار بايد د ښوونکيو شخصيت هم د ماشومانو په وړاندې داغداره نه کړي او داسې خبره ونه کړي، چې د ښوونکيو شخصيت او عزت ته زيان ورسوي البته ښوونکي هم چې څومره کولاے شي. له نفسياتي او اروايي لارو له ماشومانو سره جذباتي او عاطفي اړيکې پيدا کړي او د هغوي له پاره يوه بېلګه شي بايد دا کار وکړي، ځکه چې ماشومان ډېر څه د ښوونکيو له کړو وړو زده کوي.