اسلامي سرچينو

    1. home

    2. article

    3. د ژوندانه لومړي اووه کلونه

    د ژوندانه لومړي اووه کلونه

    د ژوندانه لومړي اووه کلونه
    Rate this post

    د ژوندانه لومړي اووه کلونه

    د اسلام پېغمبر(ص) په يو بل حديث کې د همدغو دريو پړاوونو په بنياد د ماشومانو، هلکانو او زلميانو په وړاندې د مور وپلار د دندو او فرايضو او د روزنې اره او کلي اصول په ښه توګه په ګوته کړي دي او فرمايي:

    ؛ ژباړه: پرېږدئ، چې اولادونه مو اووه کاله لوبې وکړي، اووه کاله بيا تاديب او وروزل شي او اووه کاله نو (له14  څخه تر 21 کلنۍ پورې) ستاسې سلاکار او وزير وي.

    د ژوندانه په لومړيو اوو کلونو کې د ماشوم ذهن نيمګړے، پوهه کمه او بدن ناتوانه او کمزورے وي، نو مور و پلار ته ښايي، چې په ډېرې مهربانۍ، مينې او طريقې سره له هغو سره چلند وکړي د هغه ډېرې غوښتنې پوره دِ پوره کړي او اړتياوو ته يې مثبت ځواب ووايي. ماشومان د عمر په لومړيو اوو کلونو کې باچايان دي، نو مور او پلار يې بايد پرېږدي، چې ازاد وي حُکم وکړي، لوبې وکړي او باچاهي وکړي. هغه بايد محدود او مقيد نه کړي او کومه ښووونه او روزنه ورباندې ونه تپي. په دغو اوو کلونو کې ماشوم په غير مستقيم او لاشعوري توګه له خپل چاپيريال يانې کورنۍ، ټولنې، خپلوانو او نورو ماشومانو اغيزه اخلي او روزل کېږي.
    خورا مهم پړاو

    د انسان د ژوندانه لومړني اووه کلونه،چې د عمر ډير مهم او اغيزمن پړاو ګڼل کېږي، د انسان د شخصيت د جوړيدو کلونه دي.

    په خوا به دا ګڼل کېدل، چې د کوچنيتابه کلونه يوازې د بدني روزنې او پاملرنې کلونه دي او دا عمر د ذهني احساساتي او ټولنيزې پالنې او سوونې عمر نه ګڼل کېده پخوانيو خلکو ګومان کاوه، چې که يو ماشوم په لومړيو کلونو کې د خوړو، جامو، روغتيا، استوګنې او ښوونې له اړخه ستونزې ونه لري او پراختيا ولرې، بايد په بدني ودې او تعليمي وړتياوو کې تر نورو مخکې او تکړه وي، خو نن سبا د تجربې دا څرګنده کړې ده، چې ماشوم د ودې او لوبيدا په ټولو پړاوونو کې نه يوازې بشپړې بدني پاملرنې ته اړتيا لري، بلکې په احساسي، ادراکي، خيالي او ذهني وسونو او هم دا راز په بدني او د خبرو په وړتياوو او پوهې کې هم مينې او لارښوونې ته پوره پوره اړتيا لرې.

    هېره دې نه وي، چې هغه ګډوډۍ او ستونزې چې د ځوانانو او هلکانو په چلند او له بالغېدو وروسته د هغو په کَړو کې رابرسېره کېږي، په کوچنيتابه کې د هغو احساساتو مينو او غوښتنو ته د سم پام د نه کولو له امله دي او د خوانۍ او بالغېدو ډېرې ګډوډۍ او چلنې ستونزې له دې امله پيدا کېږي، چې د کوچنيتابه په پړاو کې د دغه ډول ماشومانو د فکري ودې او ښوونې و تربيت لپاره مناسب کار نه دے شوے.

    کله چې مونږ د ځوانانو او ان د لويو کسانو د ټولنيزو ستونزو، ګډوډيو او د هغوې په کړو او چلند کې د رامنځته شويو کړکېچونو او خرابيو سمه شننه او پلټنه وکړو، نو دا خبره د لمر په څېر روښانېږي، چې د ماشوم د ژوندانه په لومړيو کلونو کې د مور و پلار او پالونکيو له خوا د مينې او محبت کمښت او د سمو روزنيزو لارو نشتوالے د ماشومانو په راتلونکي ژوندانه کې د ګډوډيو او له ټولنې او حالاتو سره د هغوې د نه سمون والي سبب کېږي او په دا ډول ځوانانو او هلکانو پا پېغلو کې د اخلاقي او ټولنيزو بې لاريو او د ټولنې له اصولو او قانونو څخه د سرغړاوي له امل ګرځي.

    د يو ماشوم د ژوندانه د لومړيو اوو کلونو د نفسياتي او روحي روغتيا تر ټولو مهمه مسئله اوار په ودې، لوېيدا او په تجربې کې د هغه ازاد پرېښودل دي تاسو ته څرګنده ده، چې په دې عمر کې د ماشوم ذهن او فکر لاپوره وده نه وي کړي او د هر څيز د عقلي شننې او تجربې چمتووالے نه لري، له بل پلوه د هغه پنځګوني حواس د هغه په کړو وړو، غبر ګونونو او کارونو کې ډېر مهم رول لري، نو ماشوم د همدغو حواسو له لارې په حسي او حرکتي کارونو لاس پورې کوي، ماشوم په دې عمر کې غواړي، چې لوبې وکړي، منډې ووهي، حرکت وکړي، ښکته پورته شي او پخپله په خپل ژوندانه کې نوي څيزونه تجربه او معلومه کړي، نو د خپل چاپېريال له هر څيز سره مينه او دلچسپي لري او غواړي هغوې ته لاس وروړي او تجربه او معلوم يې کړي.

    د پېنځو حواسو (ليدل، اورېدل، ويل، بُويَوَل او لمس کول) په کارولو کې ازادي د ماشوم د ودې، غوړېدو، د هغه د حسي خوځښتونو د نوښتونو او پرمختګ لامل کېږي، نو په دې عمر کې بايد داسې کار ونه کړے شي، چې د ماشوم باچاهۍ او د حکم ورکولو احساس ته زيان ورسي.

    کله چې يو ماشوم په ټول پام او ځيرتيا سره په لوبو او کار لګيا وي، نو هغه ته امر او نهي کول نه دي پکار، اډرونه او امرونه نه دي ورکول پکار او هغه له خپل کار او فعاليته نه دي غړول پکار.
    اوس مهال هغه مور و پلار د خپلو اولادونو په ښوونه او روزنه کې بريالي دي، چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته وخت ورکوي او هغه هېواد پر مختګ کولاې شي، چې د خپلو ماشومانو د ودې، لوبو او فعايتونو لپاره مناسب حالات، اړتياوې او امکانات پوره کولې شي.

    که ماشوم د خپلې ودې او لوبيدو لپاره فضا او چاپېريال مناسب او سم ومومي او د خپل وجود انرژي او خوراک په سمې او مناسبې فضا کې ولګوي، نو ډېر زر خپل روحي او اخلاقي انډول پيدا کوي.

    ماشوم بايد لومړي اووه کلونه په بشپړې باچاهۍ، ازادۍ او د امکاناتو په لرلو سره تير کړي او که په کوم دليل ده هغه باچاهۍ او واکمنۍ ته ګوزار ورکړل شي، روحي او نفسياتي انډول يې خرابيږي.

    په ښوونځيو کې د ماشومانو د ډېرو نفسياتي او اروايي ستونزو لامل په کورنۍ کې د ودې او روزنې د سمو حالاتو او فضا نشتوالے دے.

    يو ماشوم چې پېدا کېږي، بايد د مور د مينې او محبت د احساس تر څنګ دا کراري او ارامښت هم ولري، چې په وخت ويده کړے شي، په وخت وېښ کړے شي، شودې ورکړل شي، جامې يې بدلې شي او ژاړا ته يې مناسب ځواب وويل شي.

    که د ژوندانه په لومړيو اوو کلونو کې د ماشوم په وړاندې د مور او پلار غبر ګونونه مناسب او په ځاے وي، نو ماشوم هم په راتلونکي ژوندانه کې او په خپل شخصيت کې روحي او اخلاقي انډول او غږملتيا پيدا کوي او که مور و پلار او روزنکي يې اړتياوو او غوښتنو ته مناسب ځواب او غبرګون و نه ښيي، نو دا چاره د ماشوم په راتلونکي ژوندانه کې د هغه په شخصيت کې د ناانډولۍ او کمزورۍ لامل کېږي.

    مانا دا چې ماشوم بايد په دې عمر کې بېخي ازاد پرېښودل شي، د خواوشا کسانو له مينې پوره پوره خړوب او موړ شي. په دې عمرکې د ماشوم روحيه ډېره نازکه، حساسه او نرمه وي او بايد هيڅکله ونه ځورول شي.

    ځينې مور و پلار دا ګومان کوي، چې ماشوم بايد په دې عمر کې د هغوې ټول ؛وکړه؛ ؛مه کړه؛ او امرونه واوري او د مور و پلار بشپړ مطيع او منونکي وي. حال دا چې مور و پلار بايد وپوهېږي، چې ماشوم په دې عمر کې ستاسو خبرې نه شي اورېدې يا غلي نه شي کېناستلاې، چې هېڅ  حرکت او خوځښت ونه لري او له خواوشا څيزونو او خلکو سره کار ونه لري، بلکې د اسلام او نويو علمي څيزونو له مخې دا مهال د ماشوم د ازادۍ باچاهۍ د هراړخيزو غوښتنو، خوځښت، لوبو، بوختيا، ازادو فعاليتونو او بالاخره د هغۀ د ودې، ازادۍ او غوړېدا مهال دے. په دې عمر کې پکار ده، چې د اولاد له طبيعي فعاليتونو او لوبو مخنيوې ونه شي او د هغه د غوښتنو او ګروهنو مخه ونه نيول شي، بلکې هغه بايد په ازاده، چې هر څه يې زړه غواړي وکړي او خپله تلوسه، تجسس او د پلټنې احساس تجربه کړي، البته دا څيزونه پخپله د دې عمر د ښوونې او روزنې يوه موخه ده.

    رسول الله (ص) فرمايي: ؛د ماشوم د باچاهۍ دوره مور و پلار ته د هغه د امر او نهي کولو پړاو دے؛

    هغه مور و پلار په خپلو بچو خپله خبره منلاې شي، چې په لومړي پړاو کې يې د اولادونو خبرې منلي او پام يې ورته کړے وي، هغه مور و پلار چې د ماشوم د غوښتنو په وړاندې ودرېږي او د هغه بدني او روحي اړتياوې پوره نه کړې، په ماشوم باندې خپله اغېزه او د خپلې خبرې اغېز هم له لاسه ورکوي او له بل پلوه د ماشوم د پټو وړتياوو او استعدادونو د غوړېدو او ودې مخه هم نيسي.
    په لومړنيو اوو کلونو کې د ماشوم د پاچاهۍ مثبتې او ارزښتناکې اغېزې

    1:- د ماشوم د پټو وړتياوو برسېره کېدا:
    يو ماشوم، چې په ارام چاپېريال کې په ازاد ډول مخه کړي، چې هر څه غواړي کولاې يې شي، نو طبعاً د هغه ذهن دې ته چمتو کېږي، چې خپل ټول وس او وړتيا وکاروي او استعداد رابرسېره کړي، ځکه چې ماشوم ته د خپلو غوښتنو څرګندولو په لاره کې که څه خنډ نه ښکاري، نوخپلې وړتياوې څرګندوي.

    له بل پلوه همدا تجربې پخپله د ماشوم دپوهې او علم د زياتېدو او د هغه د نوښت د وس د ډېرېدو لامل کېږي. برعکس که ماشوم ازاد نه وي او د هغه طبيعي غوښتنو ته پام ونه شي او يا ان د ماشومانه اړتياوو مخه يې ونيول شي، نو هغه د خپلو وړتياوو د برسېرولو او غوړولو موقع نه مومي داخلي محرک او انګېزه يې خپل کېږي او د ودې امکان نه مومي، نو داسې ماشومان په راتلونکي کې هم وده او پرمختګ نه کوي او له دوي بايد د نوښت او ايجاد هيله ونه لرو.

    2:- په مور و پلار د ماشوم باور:
    په لومړو اوو کلونو کې که ماشوم محسوس کړي، چې  هر څه چې غواړي مور و پلار يې ورکوي، نو په مور و پلار يې باور او اعتماد پېدا کېږي او مور و پلار خپل ملګري، مرستيال او په ژوندانه کې يوه تکيه ګڼي او ورسره مينه پېدا کوي او کله چې د بالېغېدو مهال ته ورسېږي، نو ځان له عاطفې او جذباتي نظره د مور و پلار د ميني پامته داره او په هغوي پورې پېيلې ګني. د هغوې خبرې ته غوږ نيسي او له تجربو او لارښوونو يې ګټه اخلي او په خوانۍ کي هم، چې د ژوندانه په ډګر کې ګام کيږدي او ټولنې ته ورننځي، په ستونزو او ربړو کې مور و پلار خپل مل او لارښودي ګڼي. له هغوې سره خپلې ستونزې او مشکلات شريکوي، څېړي يې او له مور و پلار څخه سلا اخلي، ځکه چې مور و پلار خپل خوا خوږي او ملاتړي ګڼي.

    د عمر په دې پړاو کې، چې بچے په مور و پلار باور او اعتماد پيدا کړي، نو د هغوي استدلال او دليل هم مني او په هر حال کې ورته د مور و پلار خبره پخه او سمه ښکاري او عمل پرې کوي.

    د ډېرو ځوانانو د ستونزو او ربړو يو لامل دا دے، چې په کوچنيتابه کې د هغوي روحي او احساسي اړتياوو ته پاملرنه نه وي شوي، د دې کار پايله (انجام) دا وي، چې دغو ماشومانو په مور و پلار باور نه وي پېدا کړے.

    هغه مور و پلار، چې په کوچنتيابه کې يې د خپلو اولادو ښو شخصيت د جوړېدو تر ټولو مهم او حساس پړاو، چې ماشوم يې بېخي په اختيار کې وي، له لاسه ورکړے وي، په لوېوالي کې په ماشوم باندې مناسبه او ضروري اغېزه نه شي اچولے او پر هغوي نفوذ نه شي لرلاې، ځکه چې ماشومان سوکه سوکه له هغوي لرې کېږي او متقابل باور له منځه ځي تر دې چې د ځوانۍ په پړاو او ولوله کې، چې د ماشوم د استقلال او خپلواکۍ غوښتنې احساس رابرسېره کېږي، د مور و پلار او دغه ډول ماشومانو تر مينځ واټن زياتېږي او دا واټن، چې څومره ژورېږي له مور و پلار يې هغو مره کرکه پيدا کېږي. له بل پلوه د لارو کوڅو فرصت غواړي، ملګري او دوستان، د غولونکيو خواخوږيو، مينو او دوستيو په څرګندولو سره د ځوان له کمښت او نيمګړټيا ناوړه استفاده کړي. دغه ډول زلمي يا پېغلې ډېر زر ځان ته راکاږي او پر شخصيت يې اغېز اچوي.

    که دغه ظاهري دوستان، ملګري يا سويلۍ بې لارې وي، نو له کورنۍ څخه د هلک يا جينۍ د ليرې کولو او د دوي تر مينځ د واټن د زياتولو له پاره مناسبه زيمنه براروي او کېداي شي داسې هلک يا جينۍ اخلاقي کږلاريو يا ټولنيزو ګډوډيو او بې لاريو ته راکاږي. د دغو ټولو ناوړه پايلو لامل دا دے، چې دا ډول کسانو غوښتنو او روحي اړتياوو ته په تېر وخت کې مناسبه پاملرنه نه ده شوې او د هغه د عمر له غوښتنې سره سم سلوک نه دے شوې. او د هغه ډېرو غوښتنو ته منفي ځواب ويل شوې دے، نو پرونې ماشوم، چې نن زلمے شوې يا پېغله شوې او د خپلواکۍ احساس يې رابرسېره شوې د خپل پلار و مور په خبرو کې کومه دلچسپي نه لري، خبره يې نه اوري، له هغوي ليرې کېږي او خپلې ستونزې او مشکلات له هغوي سره نه ګډوي، ځکه چې خپلو تېرو تجربو ته په پام سره هغه فکر کوي، چې که له مور وپلار سره خپلې ستونزې او مسايل شريک کړي او له هغوي مرسته وغواړي، نوبيا هم د تېر په څېر منفي ځواب وويني او د غوښتنو او پرېکړو مخه به يې ونيول شي.

    3: د اطاعت پړاو لپاره د ماشوم چمتووالے:
    کله چې مور و پلار په دې خبره بريالي شي، چې له ماشوم سره دوستانه او نژدې اړيکي پيدا کړي او پر ځان د ماشوم باور لاسته راوړي، نو ماشوم هم ورسره مينه پيدا کوي او په زلميتوب يا پېغلتوب کې د هغوي لارښوونو ته پاملرنه کوي او معقولې خبرې يې اوري، ځکه چې ماشوم دا احساس کوي، چې لکه څنګه مور و پلار په تېر وخت کې د هغه احساسات درک کړي او تل يې هغه په غوړېدلي او ورين تندي او خوشالۍ منلي دي او د دۀ شوق، ذوق، تلوسې او تجسس ته يې مثبت ځواب ويلے، اوس به هم د هغه د زده کړې او نورو تجربو لپاره زمينه برابروي، نو ماشوم له مور و پلار سره مينه او ګروهنه پيدا کوي او د خپلو تجربو او علم په زياتولو کې د مور و پلار له سپارښتنو او لار ښوونو کار اخلي.

    اوس چې هلک يا جنۍ په دې عمر کې وي، چې تجربې و مومي، نو د نورو تجربو ته هم ځير کېږي او له هغوي هم ګټه اخلي او د مشرانو او مور و پلار ټولې تجربې او لارښوونې په خلاص تندي مني.

    مانا دا چې په کوچنيتابه کې د مور و پلار له خوا د امنيت احساس او پر ماشوم د مور و پلار باور، غوښتنو او احساساتو ته يې پام، په لويوالي کې د هلک يا جنۍ له خوا پر مور و پلار د باور او اعتماد لامل کېږي او په دې ډول ماشوم په لويوالي کې د مشرانو اطاعت او د مور و پلار خبرو ته چمتو کېږي، له روحي او نفسياتي نظره له خپل عمر سره سم له مور و پلار هر ډول لارښوونې او  تجربې تر لاسه کوي او د هغو تجربو له زده کولو خوند اخلي.

    4: په راتلونکي عمر کې د ماشوم روحي ارامښت:
    دا رښتيا ده، چې د ماشوم د راتلونکي ژوندانه (زلميتوب يا پېغلتوب) کراري او ارامښت په کوچنيتابه او د باچاهۍ پر مهال کې د هغه په خپلواکۍ، تجربې او په خپلواکه توګه له هر ډول امکاناتو څخه په ګټه اخيستنې پورې تړلې دے.په ځوانۍ يا پېغلتوب کې ارامښت، نرمي او د خبرې منل په کوچنيتابه کې د ماشوم د فعاليتونو، لوبو او خپلواکه کارونو ته پاملرنه ده. له هم دې امله د خداې ګران رسول (ص) فرمايي  ؛ څومره ښه خبره ده، چې ماشوم په کوچنيتابه کې ښې لوبې، حرکت او خوځښت ولري، چې په لوېوالي کې کرار او ارام وي؛ (يستحب عرامه الغلام فے صغره ليکون حليما فے کبره)

    5: پر ځان باور، د روحې او خپلوانکه شخصيت جوړښت
    هغه څيز، چې په کوچنيتابه او لويوالي کې د ماشوم د شخصيت او پر ځان د باور او اعتماد لامل ګرځي او ماشوم خپلواکه، هوښيار او باوري جوړوي، په کوچنيتابه کې د هغه خپلواکي او تجربه ده.

    ماشوم په کوچنيتابه کې هر څه په اسانه توګه تجربه کوي او ازمايي يې او په عمل هغو تجربو پايلو ته رسېږي. او دغه پايلې هغه يقين ته رسوي، څومره چې د يو ماشوم لپاره فضا او چاپيريال مناسب وي هغومره هغه د خواوشا پر حقيقتونو د پوهېدلو لپاره چمتو کېږي او له دې امله په هغه کې پرځان تکيه، اعتماد او خپلواکي پياوړې کېږي. په داسې چاپېريال کې لومړې غوښتنې دي، بيا کول دي او بيا ورپسې پر ځان د باور او اعتماد پيدا کېدل او بالاخره د يو خپلواک، پوخ او رغنده شخصيت جوړېدل.
    د بادشاهۍ د پړاو څو سپارښتنې

    هغه ستونزې او مشکلات، چې مور و پلار يې د ماشوم په لومړيو اوو کلونو يعنې د هغه د باچاهۍ پر مهال (وخت) محسوسوي، زياتره پخپله د مور وپلار ستونزې او مسايل دي نه د ماشوم ځکه چې ډېر مور و پلار نه غواړي، چې ماشوم ته خپل پوره پوره وخت ورکړي او د خپل وخت يو څو شېبې هغه ته جلا (جدا) کړي او پوښتنو ته يې مثبت او ښه ځوابونه ووايي. له بل پلوه دا ډول مور و پلار د ماشوم له پاره داسې فضا او چاپېريال برابروي، چې په هغې کې ټول څيزونه د مور و پلار په خوښه، غوښتنه او ګروهه برابر شوي وي، نو داسې فضا د ماشوم د طبيعي حرکتونو، خپلواکو فعاليتونو او فطري غبرګونونو له پاره مناسبه نه ده. اوس چې ماشوم په داسې چاپېريال کې ژوندانه کولو ته اړ دے، نو له خپلو غوښتنو، تلوسو او هيلو او اړتياوو سره سم هر څيز ته، چې لاس وروړي او هر لور ته چې خوخي د مور و پلار او نورو مشرانو له مه کوه، وکړه، کېنه، ليرې شه، لاس ورنه وړې، اخوا ورنه شې او داسې نورو اوامرو او نواهيو سره مخامخ کېږي.

    دا ډول چاپېريال د ماشوم له روحي، روغتيايي او نفسياتي سلامتيا سره توپير لري. او د دې نوي نيالګي غوښتنې ځپي او د هغه پټو او نغښتو وړتياوو د ودې او غوړېدا مخه نيسي.

    البته د ماشوم د ژوندانه له چاپېرياله بايد هغه څيزونه، چې د هغه له پاره خطر لري، ليرې کړي شي، خو ماشوم هېڅ کله د خواوشا څيزونو له ځورولو خرابولو منع کول پکار نه دي.

    مور وپلار ته ښايي، چې د ماشوم د ژوندانه چاپېريال او فضا داسې برابر کړي، چې ضروري څيزونه په سمو او خوندي ځايونو کې کېږدي او خطرناک او تېز څيزونه لکه بياتي، چاړه، زهرجن درمل، مهم کتابونه، ليکنې، يا ګران بيه او ماتېدونکے سامان د ماشوم له لاسونو ليرې او په خوندي ځاې کې وساتي.

    مور و پلار بايد هغه الکترونيکي او نور داسې سامانونه، چې خراب شوي او غواړي جوړ يې کړي، له ماشومه پټ دا کار وکړي او که جلا ځاې نه لري، نو کله چې ماشومان ويده وي دا کار دې وکړي او که د ماشوم په مخکې يې کوي، نو هغه دې په غوسې او رټلو له ځانه ليرې کړي.

    هم دا راز لويو هلکانو، پېغلو او مشرانو وروڼو، خوېندو  ته ښايي، چې خپل  سامانونه د ماشوم له لاس څخه ليرې او پټ ساتي، ميندې بايد د ګنډلو سامان مشين، ستنې او داسې نور څيزونه له ماشومه ليرې وساتي او کله چې ماشوم ويده وي ګنډل دې کوي، ځکه چې که ماشوم دغو څيزونو ته ورنږدې شي او خداې مه کړه ځان خوږ کړي، نو ماشومان ګرم نه دي، بلکې د دې پېښې اصلي ګناه د مور و پلار پر غاړه ده.

    که تاسو د خپلو اولادونو و ده وړتياوو غوړېدل غواړئ، نو بايد تل هڅه وکړئ، چې د ماشوم باچاهۍ او واکوالۍ ته کوم زيان و نه رسېږي او هره ورځ ماشوم ته د ؛مه کوه؛ او ؛ وکړه؛ ؛ليرې شه ؛او ؛اخوا شه؛ ؛لاس ورنه وړې؛ او داسې نورو تلقينونه او امر و نهې مه کوئ؛

    که ماشوم داسې يوه غوښتنه وکړي، چې پوره کول يې شونې نه وي يا اولاد ته زيان رسوي، نو د هغه د باچاهۍ په ساتلو سره د هغه پام په ډېره ښه توګه بل پلو ته وګرځوئ او داسې کار ته يې پام وګرځوئ، چې څه ناڅه د هغه د غوښتنې ځاې ونيسي او په داسې چل، چې ماشوم متوجه نه شي خطرناک څيز د هغه له لاسه ليرې کړئ.

    د بېلګې په توګه که ماشوم چاړه يا بياتي لاس ته راوړه، نو له چغو او غوسه کېدو پرته په يوې طريقې سره د هغه پام د لوبو نور سامان ته واړوئ او چاړه ترې واخلئ. البته غوره دا ده، چې مخکې له مخکې د ماشوم له لاسته راوړنې څخه داسې څيزونه ليرې وساتل شي، چې د هغه له پاره خطرناک وي او مونږ مجبور شو، چې هر څيز د ماشوم له لاسه واخلو او وکړه، مه کړه، وکړه ځکه چې دا مهال د ماشوم د باچاهۍ، د هغه د تلوسو هيلو او ګټه ورو حسي تجربو مهال وي، نو بايد د هغه د تجربو مخه ونه نيول شي او د هغه د نوښتونو او د استعداد د غوړېدو ځنډ نه شو.

    دا پړاو له محسوساتو سره د ماشوم د بلدتيا او اشنايي مهال دے او په دې عمر کې، چې د ماشوم حسي تجربې څومره پياوړي وي، په راتلونکي ژوندانه کې به هماغومره پياوړې تفکر، تعقل او نوښت ولري.

    هم دا راز مور و پلار او مشران بايد په دې عمر کې د ماشومانو د لوبو او فعالتونو له پاره مناسبه او پړاخه فضا برابره کړي، چې ماشوم په خپلواکه توګه خپلې تجربې وکړاې شي. پکاره ده، چې تل د ماشوم غوښتنو ته پام وشي او له بل پلوه له هغو ټولو وسايلو او څيزونو، چې د هغه د سپکاوي او د شخصيت د خرابېدو لامل کېږي، ليرې وساتل شي.

    البته دلته د هېواد د چلونکيو او حکومت دنده هم دا ده، چې د راتلونکي نسل او د نن ماشومانو او د سبا ځوانانو د ودي او د هغوي د استعدادونو د غوړېدو له پاره مناسبې زمينې، پارکونه او د لوبو ځايونه جوړ کړي، چې د يو هېواد د ماشوم استعدادونه او وړتياوې، چې د يو قام پانګه او شسته ګڼل کېږي، بې ځايه لاړ نه شي.